آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي د ځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او د بڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او د دې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي د الله په توحید کې پرته د الله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې د الله لخوا نازل وي.
یوازې الله لره هغه څه دي چې په اسمانونو او زمکه کې دي په پېدایښت، ملکیت او سمبالښت کې، بېشکه الله د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، په دنیا او آخرت کې ستایل شوی دی.
او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو د الله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې.
نه دی پېدایښت ستاسو -ای خلکو- او نه ستاسو پاڅون د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره په آسانتیا کې مګر په څېر د پېدایښت د یو کس او پاڅون د هغه، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي اورېدل د یو غږ د اورېدلو د بل غږ څخه، لېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي کتل د یو شي د کتلو د بل شي څخه، او همدا راز یې نه مشغوله کوي پېدایښت د یو کس او یا پاڅون د هغه د پېدایښت او پاڅون د بل کس څخه.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نعم الله وسيلة لشكره والإيمان به، لا وسيلة للكفر به.
د الله تعالی نعمتونه د هغه د شکر ویستلو وسیله ده نه په هغه د کفر کولو.