آیا ته نه وینې چې بېشکه الله کموي له شپې څخه چې ورځ ور زیاته کړي، او کموي ورځ چې شپه ور زیاته کړي، او د لمر او سپوږمۍ مزل یې اندازه کړی دی، چې هر یو په خپل مدار کې تر ټاکلي وخت روان دي، او بېشکه الله په هغو کړنو چې تاسي یې کوئ خبردار دی، هېڅ هم ستاسو له کړنو څخه ترې پټ نه دي، او زر دی چې تاسو ته به پرې بدله درکړي.
دا سمبالونه او اندازه کونه په دې شاهدي ورکوي چې بېشکه یوازې الله حق دی، هغه حق دی په خپل ذات، صفاتو او افعالو کې. او بېشکه هغه څه چې مشرکان یې له الله پرته عبادت کوي باطل دي چې بنسټ نلري، او بېشکه الله پر ټولو مخولوقاتو اوچت دی په ذات سره او په غلبې او مرتبې سره، هغه چې ترې بل اوچت نشته، هغه چې له هر شي لوی دی.
او کله چې ترې له هر اړخه د غرونو او ورېځو په څېر څپې راچاپېره شي، نو یوازې الله ته په اخلاص دعا او عبادت کوي، او کله چې یې دعا ومني، او وچې ته یې وژغوري، او له غرقېدو یې وساتي، نو ځینې یې درمیانه تګ والا شي خو، کوم شکر چې پرې لازم شوی هغه په بشپړه توګه نه ادا کوي، او ځینې یې د الله له نعمت څخه چورلټ انکار کوي، او د الله له آیتونو انکار نه کوي مګر هر بې لوظه -لکه دغه کس چې الله سره ژمنه وکړي چې که ودې ژغورلم نو له شکر ویستونکو به شم- ډېر د الله په نعمتونو باندې کفر کوونکی د خپل هغه رب شکر نه وباسي چې په ده یې نعمتونه ورولي دي.
بې شکه یوازې الله سره د قیامت پوهه ده، نو پوهېږي چې کله واقع کېږي، او باران وروي کله چې وغواړي، او پوهېږي په هغه څه چې په رحمونو کې دي چې نر دی که ښځه؟! نیک بخت دی که بد بخت؟! او هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به کوم د نېکۍ یا بدۍ کار کوي، او نه هېڅوک پوهېږي چې په کومه ځمکه به مري، بلکې الله دې ټولو باندې پوهېږي، بېشکه الله پوهه او خبردار دی په دې ټولو خبرو، هېڅ هم ترې لدې پټ نه دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نقص الليل والنهار وزيادتهما وتسخير الشمس والقمر: آيات دالة على قدرة الله سبحانه، ونعمٌ تستحق الشكر.
د شپې او ورځې کمېدل او زیاتېدل او د لمر او سپوږمئ تابع کېدل: د الله پر ځواک د دلالت نښې دي، او نعمتونه دي چې د شکر ایستلو وړ دي.
• الصبر والشكر وسيلتان للاعتبار بآيات الله.
صبر کول او شکر ویستل د الله د نښو څخه د عبرت اخیستلو وسیلې دي.
• الخوف من القيامة يقي من الاغترار بالدنيا، ومن الخضوع لوساوس الشياطين.
د قیامت څخه ویره په دنیا باندې له دوکه کېدلواو د شیطان له وسوسو څخه انسان ژغوري.