ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: السجدة   آية:

سورة السجدة - السجدة

من مقاصد السورة:
بيان حقيقة الخلق وأحوال الإنسان في الدنيا والآخرة.
د پيدايښت د حقيقت او په دنيا او آخرت کې د انسان د حالاتو بيان.

الٓمّٓ ۟ۚ
(الم) د دې په څېر (حروفو) په اړه د سورت بقرې په پېل کې وړاندې بحث شوی دی.
التفاسير العربية:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
دا هغه قرآن دی چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی او پر هغه د رب العالمین له لوري نازل کړی شوی، هېڅ شک پکې نشته.
التفاسير العربية:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ۚ— بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
بېشکه دا کافران وایي: بېشکه محمد خپل رب پورې په دروغو تړلی دی، داسې نه ده څرنګه چې دوی وایي، بکه دا هغه حق دی چې شک پکې نشته، ستا د رب لخوا -ای پېغمبره- پر تا نازل کړی شوی څو ووېروې هغه قوم چې له تا مخکې ورته پېغمبر نه دی راغلی چې د الله له عذاب څخه یې ووېروي، ښایي[تاسو امید ولرئ] چې دوی حق ته لار ومومي نو تابعداري او عمل پرې وکړي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
الله تعالی هغه ذات دی چې آسمانونه یې پېدا کړي، او ځمکه یې پېدا کړې، او د دې دواړو ترمنځ چې څه دي هغه یې په شپږو ورځو کې پېدا کړي، او هغه واکمن دی پر دې چې د سترګو له رپ څخه یې هم په لږ وخت کې پېدا کړي، بیا پورته شو په عرش په داسې پورته کېدلو چې د ده له شان سره ښایي، نشته تاسو لره -ای خلکو- له ده پرته څوک ملګری چې ستاسو د کارونو سرپرستي وکړي، یا سپارښتګر چې ستاسو رب ته مو سپارښتنه وکړي، آیا تاسو فکر نه کوئ، چې د هغه الله عبادت وکړئ چې پېدا کړي یې یاست او هغه سره د بل چا عبادت ونکړئ؟!.
التفاسير العربية:
یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
الله پاک په آسمانونو او ځمکه کې د ټولو مخلوقاتو چارې سمبالوي، بیا دا چارې ده ته ورخېژي په ورځ کې چې اندازه یې ستاسو -ای خلکو- په شمېر د دنیا د زرو کالو برابره ده.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
هغه ذات چې دا ټول کارونه سمبالوي هماغه په پټو او ښکاره و پوه دی، له دې دواړه ترې هېڅ شی هم نه پټېږي، برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسي کېدلی هغه چې له خپلو دښمنانو څخه بدله اخلي، په خپلو مومنانو بندګانو باندې مهربان دی.
التفاسير العربية:
الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَبَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍ ۟ۚ
هغه ذات چې ډېر کلک (ښه) یې جوړ کړي څه یې چې پېدا کړي، او د آدم علیه السلام پېدایښت یې له خټې پېل کړی پرته له مخکنۍ بېلګې.
التفاسير العربية:
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۚ
بیا یې پیدا کړه د ده اولاده وروسته له هغه، دهغه اوبو څخه چې رایې ښکلې، سمدس راووتلې په شکل د منئ.
التفاسير العربية:
ثُمَّ سَوّٰىهُ وَنَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا یې د انسان پېدایښت په برابره توګه بشپړ کړ، او له خپل روح څخه یې پکې پوکی وکړ په امر کولو ملائکې ته د روح په پوکولو، او تاسو ته یې-ای خلکو-غوږونه درکړل چې پرې واورئ، او سترګې یې درکړې چې پرې ووینئ، او زړونه یې درکړل چې عقل وکاروئ، تاسو لږ د دې نعمتونو شکر وباسئ کوم چې پر تاسو الله کړي دي.
التفاسير العربية:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— بَلْ هُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ ۟
مشرکانو او پاڅون (بعث) دروغ ګڼونکو وویل: کله چې مونږ مړه شو او پر ځمکه کې ورک شو، او زمونږ تنې خاورې شي، نو آیا بیا به له سره ژوندي پاڅو؟! دا خو عقل نه مني، بلکه دوی په واقع کې په پاڅون کافران شوي، باور پرې نلري.
التفاسير العربية:
قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
ته ورته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکانو د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکو ته: د مرګ هغه ملائکه مو چې د روحونو اخیستل ورته الله سپارلي مړه کوي، بیا یوازې مونږ ته د قیامت په ورځ د حساب او بدلې اخیستلو لپاره راګرځئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الحكمة من بعثة الرسل أن يهدوا أقوامهم إلى الصراط المستقيم.
د پېغمبرانو د رالېږلو حکمت خپلو قومونو ته نېغه لار ښودل دي.

• ثبوت صفة الاستواء لله من غير تشبيه ولا تمثيل.
الله ته د استواء صفت پرته له تشبیه او تمثیل (بېلګې) ثابتول.

• استبعاد المشركين للبعث مع وضوح الأدلة عليه.
د مشرکانو لخوا بعث (پاڅون) لرې او نا اشنا ګڼل سره لدې چې دلایل پرې څرګند دي.

وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الْمُجْرِمُوْنَ نَاكِسُوْا رُءُوْسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— رَبَّنَاۤ اَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا اِنَّا مُوْقِنُوْنَ ۟
زر دی چې مجرمان به د قیامت په ورځ په داسې حال کې را څرګند شي چې خوار او سرونه به یې په بعث (پاڅون) باندې د کفر کولو له کبله ټیټ نیولي وي، د رسوایۍ احساس به کوي او وایي به: اې ربه زمونږ! مونږ ولېدل هغه بعث (پاڅون) چې مونږ دروغ ګڼل، او واموورېدل د هغه څه ریښتینولي چې پېغمبرانو ستا لخوا مونږ ته رواړې وه، نو موږ بېرته د دنیا ژوند ته وګرځوه چې ستا د رضامندۍ لپاره نېک عمل وکړو، مونږ اوس په بعث (پاڅون) او په هغه څه چې پېغمبرانو راوړي یقین لرونکي یو( نو ای پېغمبره!) که چېرې مو مجرمان په دې حال ولېدل نو ستر کار به مو لېدلی وي.
التفاسير العربية:
وَلَوْ شِئْنَا لَاٰتَیْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدٰىهَا وَلٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّیْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟
او که چېرې مو هر نفس ته نېکي او د هغې وسه ورکول غوښتلی نو دې ته به مو مجبور کړی وی، لیکن لازمه شوې ده زما د طرفه وینا دحکمت او د عدل چې خامخا به د قیامت په ورځ دوزخ له انسي او پېري کافرانو څخه ډکوم؛ ځکه چې دوی د کفر او بې لارېتوب لار غوره کړې وه د ایمان او استقامت پر لارې.
التفاسير العربية:
فَذُوْقُوْا بِمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ۚ— اِنَّا نَسِیْنٰكُمْ وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او د قیامت په ورځ به دوی ته د ځورونې او زورنې لپاره وویل شي: پس وڅکئ عذاب لدې کبله چې تاسو د دنیا په ژوند کې د الله سره د قیامت په ورځ د حساب لپاره مخ کېدلو څخه بې پروا شوي واست، مونږ تاسو په عذاب کې پرېږدو، ستاسو په کړېدلو هېڅ پروا نلرو، او وڅکئ عذاب داور همیشه نه قطع کیدونکی، له دې کبله چې تاسو کوم ګناهونه په دنیا کې کول.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا یُؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِهَا خَرُّوْا سُجَّدًا وَّسَبَّحُوْا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
یقینا زمونږ په پېغمبر نازل شوي آیتونو باندې هغه کسان باور لري چې کله پرې هغوی ته وعظ وشي نو الله ته سجده وکړي پاکي ویونکي وي په ستاینه د هغه، او دوی په هیڅ حال کې لویي نه کوي؛ نه په بندګۍ د الله او نه په سجده کولو هغه ته.
التفاسير العربية:
تَتَجَافٰی جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؗ— وَّمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
لرې کېږي اړخونه د دوی له خپلو هغو بسترو چې دوی پرې خوب کوي، پرېږدي یې او الله ته مخه کوي، رابلي هغه په خپلو دعاګانو وغیره کې د هغه د عذاب له وېرې، او د رحمت په هیله، او د الله په لار کې هغه شتمنۍ لګوي چې مونږ دوی ته ورکړي دي.
التفاسير العربية:
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّاۤ اُخْفِیَ لَهُمْ مِّنْ قُرَّةِ اَعْیُنٍ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
نو هیچا ته ندي معلوم هغه څه چې الله تعالی د دوی د سترګو یخېدو لپاره دوی ته چمتو کړي، لدې کبله چې کومې نېکې کړنې دوی په دنیا کې تر سره کولې، نو دا داسې بدله ده چې د ستروالي له کبله یې له الله پرته هېڅوک نشي راګېرولی.
التفاسير العربية:
اَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا ؔؕ— لَا یَسْتَوٗنَ ۟
څوک چې په الله باور لرونکی وي، د هغه په اوامرو عمل کوونکی وي، د هغه له نواهیو څخه ځان ژغورونکی وي، د هغه چا په څېر نه دی چې د هغه له تابعدارۍ بهر وي، دواړه ډلې د الله په نزد په بدله کې سره برابرې نه دي.
التفاسير العربية:
اَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَاْوٰی ؗ— نُزُلًا بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هر هغه کسانو چې په الله ایمان راوړی او نیک عملونه یې کړي، نو د هغوی لپاره چمتو شوې بدله؛ جنتونه دي چې دوی به پکې استوګنه کوي د الله لخوا عزت دی دوی ته، د هغو نیکو کړنو بدله ده کومې چې دوی په دنیا کې کولې.
التفاسير العربية:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ فَسَقُوْا فَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَاۤ اُعِیْدُوْا فِیْهَا وَقِیْلَ لَهُمْ ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟
او هر هغه کسان چې د الله د تابعدارۍ څخه په کفر او ګناهونو کولو سره وتلي دي، نو استوګنځای د دوی چې د قیامت په ورځ ورته چمتو شوی دی اور دی، تل به پکې پاتې وي، هر کله چې وتل وغواړي بېرته ورګرځول کېږي پکې، او د ځورونې لپاره به ورته وویل شي: وڅکئ د هغه اور عذاب چې تاسو به په دنیا کې دروغ ګاڼه کله به چې ستاسو پېغمبرانو ترې وېرولئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إيمان الكفار يوم القيامة لا ينفعهم؛ لأنها دار جزاء لا دار عمل.
د قیامت په ورځ به کافرانو ته د دوی ایمان ګټه ونه رسوي؛ ځکه هغه د بدلې کور دی نه کور د عمل.

• خطر الغفلة عن لقاء الله يوم القيامة.
د قیامت په ورځ د الله سره د مخامخ کېدلو څخه د بې پرواهۍ خطر.

• مِن هدي المؤمنين قيام الليل.
د مومنانو د هدایت یوه بیلګه د شپې لمانځه ته ودرېدل دي.

وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ به خامخا ور وڅکوو دغه دروغ ګڼونکو او د خپل رب د تابعدارۍ څخه وتونکو لره په دنیا کې افتونه او ازمیښتونه، مخکې له ستر عذاب څخه چې دوی ته په آخرت کې چمتو شوی که توبه ونباسي، څو د خپل رب تابعدارۍ ته راوګرځي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا ؕ— اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ ۟۠
او هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې د الله په آیتونو ورته وعظ وشي خو دی پند وانخلي، او په بې پرواهۍ سره مخ واړوي، بېشکه مونږ له مجرمانو - د کفر او ګناهونو په کولو هغه کسان چې د الله د آیتونو څخه مخ اړوي له شک پرته غچ (انتقام) اخیستونکي یو.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ موسی علیه السلام ته تورات ورکړی ؤ، نو ته په شک کې مه لوېږه -ای پېغمبره- د موسی علیه السلام سره د اسراء او معراج په شپه په مخامخ کېدلو (یعنې هغه لېدل بالکل حق دي) او مونږ په موسی علیه السلام نازل شوی کتاب د بني اسرائیلو لپاره د بې لاریتوب څخه د مخنیوي لارښود ګرځولی و.
التفاسير العربية:
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ ۟
او له بني اسرائيلو مو داسې امامان جوړ کړل چې خلک يې په حق کې پيروي کوي، زموږ په اجازه او زموږ له لوري د هغوی پر پياوړتيا هغوی لره پر دغه حق ته لارښوونه کوي، ځکه هغوی د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو او د بلنې په لار کې پر ستونزو يې صبر کړی او پر خپل رسول يې نازل کړل شوي آيتونه په يقيني ډول ريښتيني بلل.
التفاسير العربية:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
بېشکه -ای پېغمبره- ستا رب به د قیامت په ورځ د دوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې دوی پکې په دنیا کې اختلاف کولو، نو حق ویونکی به له باطل ویونکي څرګند کړي، او هر یو ته به هغه سزا ورکړي چې وړ یې وي.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ ؕ— اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ ۟
آیا ړانده شوي دا خلک دوی ته نه دي څرګند چې مونږ څومره قومونه له دوی مخکې تباه کړل؟! چې اوس دوی د هغوی په هغه کورونو کې ګرځي چې هغوی پکې له تباه کېدو مخکې ګرځېدل، د هغوی له حالت څخه یې پند وانخست، بېشکه په هغه تباهۍ کې چې دې قومونو ته د کفر او ګناهونو له کبله پېښ شوې ده خامخا پندونه دي چې د دوی د پېغمبرانو د ريښتنولۍ لپاره دلیل دی چې دوی د الله لخوا راغلي وو، آیا دا د الله د آیتونو دروغ ګڼونکي د منلو او پند اخیستولو لپاره نه اوري؟!.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَاَنْفُسُهُمْ ؕ— اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ ۟
آیا دا د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي نه ویني چې مونږ د باران اوبه وچې ځمکې ته لېږو چې ګیاه نلري، نو راوباسو په دې اوبو سره ګیاوې چې د دوی اوښان او غوایان او پسونه ترې خوري، او دوی هم ترې خوري؟! آیا دوی دا نه ویني، او نه پوهېږي چې هغه چا چې وچه زمکه شنه کړه د مړو په ژوندي کولو واکمن دی؟!.
التفاسير العربية:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي په بیړه د عذاب غوښتونکي وایي: هغه پرېکره به کله وي چې تاسو دعوه لرئ چې د قیامت په ورځ به زمونږ او ستاسو ترمنځ پرېکړه وشي، نو زمونږ د ورګرځېدو ځای به اور وي او ستاسو به جنت وي؟!.
التفاسير العربية:
قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: دا ژمنه د قیامت په ورځ ده، بېشکه دا د بندګانو تر منځ د پرېکړې ورځ ده چې هغو کسانو ته چې په دنیا کې یې په الله کفر کړی د دوی باور کول پس د قیامت د ورځې له کتلو ګټه نه رسوي، او نه به وروسته کولی شي څو خپل رب ته توبه وباسي او هغه ته ور وګرځي.
التفاسير العربية:
فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ ۟۠
نو -ای پېغمبره- له دوی نه مخ واړوه پس له سرکښي کولو د دوی په بې لاریتوب کې، او انتظار باسه د هغه څه چې په دوی به راځي، دوی هم انتظار باسي د هغه عذاب چې ته یې ژمنه کوې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عذاب الكافر في الدنيا وسيلة لتوبته.
په دنیا کې د کافر عذاب د هغه د توبې وسیله ده.

• ثبوت اللقاء بين نبينا صلى الله عليه وسلم وموسى عليه السلام ليلة الإسراء والمعراج.
زمونږ د نبي علیه السلام او موسی علیه السلام ترمنځ د اسراء او معراج په شپه د مخامخ کېدو ثبوت.

• الصبر واليقين صفتا أهل الإمامة في الدين.
صبر او کلک باور ساتل دواړه په دین کې د پېشواګانو (امامانو) صفتونه دي.

 
ترجمة معاني سورة: السجدة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق