ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: لقمان   آية:

سورة لقمان - لقمان

من مقاصد السورة:
الأمر باتباع الحكمة التي تضمّنها القرآن، والتحذير من الإعراض عنها.
پر هغه حکمت د پيروۍ حکم چې قرآن ورته شامل دی او له مخ اړولو يې وېرول.

الٓمّٓ ۟ۚ
(الم) د دې په څېر (حروفو) په اړه د البقرې سورت په پېل کې وړاندې بحث شوی دی.
التفاسير العربية:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
دا پر تا نازل شوي آیتونه -ای پېغمبره- هغه آیتونه دي چې د حکمت وینا کوي.
التفاسير العربية:
هُدًی وَّرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
او هغه لارښوونه او لورینه ده د هغو کسانو لپاره چې ښایسته عمل کوي، د خپل رب او بندګانو حقوق پر ځای کوي.
التفاسير العربية:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
هغه کسان چې لمونځ په بشپړه توګه ادا کوي، او د خپلو شتمنیو زکات ورکوي او د آخرت اړوند په پاڅون، حساب، ثواب او جزا کلک باور لرونکي دي.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
په دغو صفتونو ستایل شوي کسان خامخا د خپل رب لخوا په هدایت دي، او همدوی د هغه څه په ترلاسه کولو کې بریالي دي چې غواړي یې، او له هغه څه چې ویرېږي لرې دي.
التفاسير العربية:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَهْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۖۗ— وَّیَتَّخِذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
او ځینې خلک -لکه النضر بن الحارث- هغه دي چې چټي خبرې غوره ګڼي چې په هغې سره د الله د دین څخه په ناپوهۍ سره خلک واړوي، او د الله آیتونه په ټوکو ونیسي او ملنډې پرې ووهي، د دې صفتونو لرونکو لپاره په آخرت کې رسوا کوونکی عذاب دی.
التفاسير العربية:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا وَلّٰی مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا كَاَنَّ فِیْۤ اُذُنَیْهِ وَقْرًا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
او کله چې پر هغه زمونږ آیتونه ولوستل شي نو له لویي د هغې له اورېدلو څخه په شا وګرځي لکه چې بېخي یې اورېدلي نه وي، او یا یې لکه چې د غږونو اورېدلو څخه په غوږونو کې دروندوالی وي، پس ده ته زېری ورکړه -ای پېغمبره- په دردونکي عذاب چې د ده انتظار باسي.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتُ النَّعِیْمِ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې په الله باور لري او نیکې کړنې تر سره کوي، دوی لپاره د نعمتونو باغونه دي، له هغه څه به پکې خوند اخلي چې الله تعالی دوی ته چمتو کړي.
التفاسير العربية:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
تلپاتې به وي پکې، الله تعالی دوی سره ريښتینې ژمنه کړې چې شک پکې نشته، او هغه پاک ذات برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کیدلای، حکمت والا دی په پېدایښت، اندازه کولو او شریعت کې.
التفاسير العربية:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ ؕ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟
الله پاک آسمانونه بې له ستنو پورته شوي پېدا کړي دي، او پر ځمکه کې یې کلک غرونه ودرولي دي څو پر تاسو ونه خوځېږي، او د ځمکې پر سر یې د حیواناتو ډولونه خپاره کړي، او مونږ د آسمان لخوا د باران اوبه راورولې دي، پس را شنه کړي مونږ له هر ټولګي څخه په تازه بڼه چې انسانان او ژوي ترې ګټه اخلي.
التفاسير العربية:
هٰذَا خَلْقُ اللّٰهِ فَاَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— بَلِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟۠
دا یاد شوي د الله پېدایښت دی، نو وښایاست -ای مشرکانو- څه پېدا کړي هغو چې تاسو یې له الله پرته عبادت کوئ؟! بلکه ظالمان د حق څخه په ښکاره بې لارېتوب کې دي، چې د خپل رب سره هغه څوک شریکوي چې هېڅ نشي پېدا کولی او دوی پېدا شوي دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• طاعة الله تقود إلى الفلاح في الدنيا والآخرة.
د الله تابعداري په دنیا او آخرت کې خلک بریا ته را کاږي.

• تحريم كل ما يصد عن الصراط المستقيم من قول أو فعل.
د هرې هغې وینا او کړنې حراموالی چې خلک له نېغې لارې بندوي.

• التكبر مانع من اتباع الحق.
لویي د حق د تابعدارۍ څخه منع کوونکې ده.

• انفراد الله بالخلق، وتحدي الكفار أن تخلق آلهتهم شيئًا.
پېدایښت یوازې الله کوي، او کافرانو ته ننګونه چې د دوی باطل معبودان دې هم څه شی پېدا کړي.

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا لُقْمٰنَ الْحِكْمَةَ اَنِ اشْكُرْ لِلّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّشْكُرْ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
او لقمان ته مونږ په دین پوهه او د کارونو سمون ورکړی وو، او ورته مو ویلې وو: -ای لقمانه- په هغه څه د خپل رب شکر وباسه چې پر تا یې د خپلې تابعدارۍ د وس درکولو لورینه کړې، او څوک چې د خپل رب شکر وباسي نو بېشکه د ده د شکر ایستلو ګټه همده ته رسي، ځکه چې الله د ده د شکر ایستلو څخه بې پروا دی، او چا چې د الله تعالی له نعمت څخه انکار وکړ او پر ده یې کفر وکړ نو بېشکه د ده د کفر زیان د همده دی، او الله تعالی ته یې هېڅ زیان نه رسي ځکه چې هغه د خپل ټول مخلوق څخه بې پروا دی، په هر حالت کې ستایل شوی دی.
التفاسير العربية:
وَاِذْ قَالَ لُقْمٰنُ لِابْنِهٖ وَهُوَ یَعِظُهٗ یٰبُنَیَّ لَا تُشْرِكْ بِاللّٰهِ ؔؕ— اِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِیْمٌ ۟
او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې لقمان خپل زوی ته وویل په داسې حال کې چې هغه نیکیو ته هڅولو، او له بدیو څخه یې وېرولو: اې زویکیه! د الله سره د بل چا عبادت مه کوه، بېشکه د الله سره د بل معبودباطل عبادت کول په نفس ستر ظلم دی په ستره ګناه ترسره کولو سره چې په اور کې د تل پاتې کېدلو لامل ګرځي.
التفاسير العربية:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ ۚ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ وَهْنًا عَلٰی وَهْنٍ وَّفِصٰلُهٗ فِیْ عَامَیْنِ اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَلِوَالِدَیْكَ ؕ— اِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟
او مونږ انسان ته د هغه د مور او پلار د تابعدارۍ او هغوی سره په هغه څه کې د نیکۍ کولو - چې د الله نافرماني نه وي - سپارښتنه کړې ده، د ده مور دې لره په خپله خېټه کې د سختۍ څخه وروسته سختیو په ګاللو سره بار کړی و، او له تي بېلول یې په دوو کلونو کې دي، او مونږ ورته وویل: په هغو نعمتونو چې الله پر تا کړي شکر وباسه، بیا د مور او پلار شکر وباسه چې ستا پالنه او ساتنه یې کړې ده، یوازې ماته مو راګرځېدل دي نو زه به هر چا ته هغه بدله ورکوم چې وړتیا یې لري.
التفاسير العربية:
وَاِنْ جٰهَدٰكَ عَلٰۤی اَنْ تُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِی الدُّنْیَا مَعْرُوْفًا ؗ— وَّاتَّبِعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او که چېرې مور او پلار پوره زور وکاروي چې تا د الله تعالی سره د بل څه په شریک جوړلو مجبور کړي د دوی لخوا په برلاسۍ سره، نو ته په دې کې د دوی دواړو تابعداري مه کوه؛ ځکه چې د مخلوق تابعداري د خالق په نافرمانۍ کې نشته، او ملګرتیا کوه دوی دواړو سره په دنیا کې په نېکي کولو، خپلوۍ پاللو او احسان سره، او د هغه چا پيروي وکړه چې ما ته په توحید او تابعدارۍ راګرځي، بیا مو یوازې ما ته د قیامت په ورځ ستاسو د ټولو راګرځېدل دي، نو خبر به مو کړم په هغه څه چې تاسو په دنیا کې ترسره کول، او بدله به یې درکړم.
التفاسير العربية:
یٰبُنَیَّ اِنَّهَاۤ اِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِیْ صَخْرَةٍ اَوْ فِی السَّمٰوٰتِ اَوْ فِی الْاَرْضِ یَاْتِ بِهَا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟
ای زما زویه! بېشکه بدي یا نېکي څومره چې وړه هم وي لکه د اوري دانې هومره، او د یو ګټ په خېټه کې وي چې هېڅوک ترې خبر نه وي، او یا په بل ځای آسمانونو یا ځمکه کې وي؛ نو بېشکه الله به یې د قیامت په ورځ راوړي، او بنده ته به پرې بدله ورکړي، بېشکه الله باریک لېدونکی دی چې هېڅ باریکه شیان ترې نه پټېږي، او په حقائقو او ځایونو یې خبردار دی.
التفاسير العربية:
یٰبُنَیَّ اَقِمِ الصَّلٰوةَ وَاْمُرْ بِالْمَعْرُوْفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلٰی مَاۤ اَصَابَكَ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟ۚ
ای زما زویه! لمونځ په بشپړه بڼه ترسره کوه، د نېکۍ امر کوه، له بدۍ منع کوه، او کوم تکلیف چې په دې درورسي پرې صبر کوه، بېشکه څه چې تا ته پرې امر شوی هغه دي چې الله پر تا لازم کړي چې ویې کړې، ستا اختیار پکې نشته.
التفاسير العربية:
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُوْرٍ ۟ۚ
او د لویۍ له کبله له خلکو خپل مخ مه اړوه، او نه د ځمکې په سر له خوښۍ او ځان ته مغرور کېدلو سره ګرځه، بېشکه الله نه خوښوي هر لویي کونکی په ګرځېدو کې، او نه ویاړمن په هغه نعمتونو چې الله ورکړي او په خلکو پرې لویي کوي او د الله شکر پرې نه وباسي.
التفاسير العربية:
وَاقْصِدْ فِیْ مَشْیِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ؕ— اِنَّ اَنْكَرَ الْاَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِیْرِ ۟۠
او منځنی اوسه په خپل تګ کې د بېړې او خوځښت ترمنځ، داسې تګ چې پت ښکاره کوي، او غږ دې ټیټ کړه، دومره یې مه لوړوه چې ځورول وکړي، بېشکه ناکاره د غږونو څخه د خرو غږ دی ځکه غږونه یې پورته دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لما فصَّل سبحانه ما يصيب الأم من جهد الحمل والوضع دلّ على مزيد برّها.
کله چې الله تعالی د مور زیار په بارولو او زېږولو کې په تفصیل سره بیان کړ نو د هغې سره په لا زیاتې نېکۍ کولو ښوونه کوي.

• نفع الطاعة وضرر المعصية عائد على العبد.
د تابعدارۍ ګټه او د ګناه زیان خپله پر بنده راګرځېدونکی دی.

• وجوب تعاهد الأبناء بالتربية والتعليم.
د زامنو د روزنې او ښوونې د څارنې لازموالی (وجوب).

• شمول الآداب في الإسلام للسلوك الفردي والجماعي.
په اسلام کې آداب فردي او ډله اییز چلند ته شامل دي.

اَلَمْ تَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَسْبَغَ عَلَیْكُمْ نِعَمَهٗ ظَاهِرَةً وَّبَاطِنَةً ؕ— وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟
آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي د ځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او د بڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او د دې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي د الله په توحید کې پرته د الله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې د الله لخوا نازل وي.
التفاسير العربية:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ الشَّیْطٰنُ یَدْعُوْهُمْ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟
او کله چې د الله د یووالي په اړه دې ناندرې کوونکو ته وویل شي: تابعداري وکړئ د هغې وحی چې الله په خپل پېغمبر نازله کړې ده، دوی وایي: مونږ یې تابعداري نه کوو، بلکې د هغه څه تابعداري کوو چې مونږ پرې خپل مشران موندلي چې هغه دالهوباطلو بندګي ده،.ایا تابعداري کوي دوی دخپلومشرانو اګرکه بلي دوی لره شیطان-په سبب دبې لارې کولوددوی په عبادت دبوتانو-عذاب دجهنم ته په ورځ دقیامت!
التفاسير العربية:
وَمَنْ یُّسْلِمْ وَجْهَهٗۤ اِلَی اللّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟
او څوک چې الله ته په داسې حال کې ور مخامخ شو چې په عبادت کې اخلاصمند وو او په عمل کې ښایسته کوونکی وو[نظر یې په الله لګیده] نو بېشکه ده هغه څه کلک ونیول چې د ژغورنې هیله ترې کېږي او د پرې کېدلو ویره یې نه وي، او یوازې الله ته د کارونو ورګرځېدل دي، پس هر چا ته د هغه وړ بدله ورکوي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ كَفَرَ فَلَا یَحْزُنْكَ كُفْرُهٗ ؕ— اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
او څوک چې کافر شو نو د هغه کفر دې تا خپه نه کړي -ای پېغمبره- یوازې مونږ ته یې د قیامت په ورځ راګرځېدل دي، نو مونږ به یې په هغه بدو کړنو خبر کړو چې په دنیا کې یې کولې، او بدله به پرې ورکړو، بېشکه الله پوهه دی په هغه څه چې سینو کې دي، د هغې څخه ترې هېڅ نه پټېږي.
التفاسير العربية:
نُمَتِّعُهُمْ قَلِیْلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ اِلٰی عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟
ګټه به ورکړو لږه موده په ورکولو د هغو خوندونو چې په دنیا کې یې ورکوو، بیا به یې د قیامت په ورځ سخت عذاب ته را کش کړو چې د اور عذاب دی.
التفاسير العربية:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او که چېرته له دغو مشرکانو پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- چې آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ خامخا به ووایي: دا ټول الله پېدا کړي؟ ته ورته ووایه: ستاینه هغه ذات لره ده چې پر تاسو یې حجت څرګند کړ، بلکې زیاتره یې د ناپوهۍ له کبله نه پوهېږي چې څوک د ستاینې وړ دی.
التفاسير العربية:
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
یوازې الله لره هغه څه دي چې په اسمانونو او زمکه کې دي په پېدایښت، ملکیت او سمبالښت کې، بېشکه الله د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، په دنیا او آخرت کې ستایل شوی دی.
التفاسير العربية:
وَلَوْ اَنَّمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّالْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمٰتُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو د الله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې.
التفاسير العربية:
مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ اِلَّا كَنَفْسٍ وَّاحِدَةٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
نه دی پېدایښت ستاسو -ای خلکو- او نه ستاسو پاڅون د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره په آسانتیا کې مګر په څېر د پېدایښت د یو کس او پاڅون د هغه، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي اورېدل د یو غږ د اورېدلو د بل غږ څخه، لېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي کتل د یو شي د کتلو د بل شي څخه، او همدا راز یې نه مشغوله کوي پېدایښت د یو کس او یا پاڅون د هغه د پېدایښت او پاڅون د بل کس څخه.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نعم الله وسيلة لشكره والإيمان به، لا وسيلة للكفر به.
د الله تعالی نعمتونه د هغه د شکر ویستلو وسیله ده نه په هغه د کفر کولو.

• خطر التقليد الأعمى، وخاصة في أمور الاعتقاد.
د ړوند تقلید کولو خطر، او په ځانګړي ډول په عقېدوي چارو کې.

• أهمية الاستسلام لله والانقياد له وإحسان العمل من أجل مرضاته.
الله تعالی ته د تسلیمېدو او غاړه ایښودلو ارزښت، او د هغه د رضا لپاره د عمل ښایسته کول.

• عدم تناهي كلمات الله.
د الله تعالی د کلماتو (وینا) نه ختمېدل او بې پایي.

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؗ— كُلٌّ یَّجْرِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی وَّاَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
آیا ته نه وینې چې بېشکه الله کموي له شپې څخه چې ورځ ور زیاته کړي، او کموي ورځ چې شپه ور زیاته کړي، او د لمر او سپوږمۍ مزل یې اندازه کړی دی، چې هر یو په خپل مدار کې تر ټاکلي وخت روان دي، او بېشکه الله په هغو کړنو چې تاسي یې کوئ خبردار دی، هېڅ هم ستاسو له کړنو څخه ترې پټ نه دي، او زر دی چې تاسو ته به پرې بدله درکړي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الْبَاطِلُ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟۠
دا سمبالونه او اندازه کونه په دې شاهدي ورکوي چې بېشکه یوازې الله حق دی، هغه حق دی په خپل ذات، صفاتو او افعالو کې. او بېشکه هغه څه چې مشرکان یې له الله پرته عبادت کوي باطل دي چې بنسټ نلري، او بېشکه الله پر ټولو مخولوقاتو اوچت دی په ذات سره او په غلبې او مرتبې سره، هغه چې ترې بل اوچت نشته، هغه چې له هر شي لوی دی.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللّٰهِ لِیُرِیَكُمْ مِّنْ اٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
آیا ته نه وینې چې بېشکه بېړۍ په سمندر کې د هغه په مهربانۍ او تابع کولو چليږي، څو تاسو ته -ای خلکو- د الله په ځواک او مهربانۍ ښوونکې نښې دروښایي، بېشکه په دې کې خامخا د الله تعالی په ځواک باندې نخښې شته دی هر په زیان صبر کوونکي لره، او د نعمتونو په ترلاسه کولو شکر کوونکي لره.
التفاسير العربية:
وَاِذَا غَشِیَهُمْ مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُوْرٍ ۟
او کله چې ترې له هر اړخه د غرونو او ورېځو په څېر څپې راچاپېره شي، نو یوازې الله ته په اخلاص دعا او عبادت کوي، او کله چې یې دعا ومني، او وچې ته یې وژغوري، او له غرقېدو یې وساتي، نو ځینې یې درمیانه تګ والا شي خو، کوم شکر چې پرې لازم شوی هغه په بشپړه توګه نه ادا کوي، او ځینې یې د الله له نعمت څخه چورلټ انکار کوي، او د الله له آیتونو انکار نه کوي مګر هر بې لوظه -لکه دغه کس چې الله سره ژمنه وکړي چې که ودې ژغورلم نو له شکر ویستونکو به شم- ډېر د الله په نعمتونو باندې کفر کوونکی د خپل هغه رب شکر نه وباسي چې په ده یې نعمتونه ورولي دي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا یَوْمًا لَّا یَجْزِیْ وَالِدٌ عَنْ وَّلَدِهٖ ؗ— وَلَا مَوْلُوْدٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَّالِدِهٖ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۥ— وَلَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
اې خلکو! د خپل رب څخه وډار شئ؛ د هغه د اوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو کې، او ووېرېږئ د هغې ورځې له عذاب څخه چې ګټه نشي رسولی پلار خپل زوی ته، او نه د هېڅ شي ګټه رسولی شي زوی خپل پلار ته، بېشکه د الله ژمنه په بدله ورکولو د قیامت په ورځ له شک پرته واقع کېدونکې ده، نو د دنیا ژوند دې تاسو په دوکه کې نه اچوي په شهوات هوسونو او چټیاتو سره، او نه دې تاسو شیطان په دوکه کې اچوي د الله په صبر سره تاسو باندې او د عذاب په وروسته کولو له تاسو څخه.
التفاسير العربية:
اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَیُنَزِّلُ الْغَیْثَ ۚ— وَیَعْلَمُ مَا فِی الْاَرْحَامِ ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا ؕ— وَمَا تَدْرِیْ نَفْسٌ بِاَیِّ اَرْضٍ تَمُوْتُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ ۟۠
بې شکه یوازې الله سره د قیامت پوهه ده، نو پوهېږي چې کله واقع کېږي، او باران وروي کله چې وغواړي، او پوهېږي په هغه څه چې په رحمونو کې دي چې نر دی که ښځه؟! نیک بخت دی که بد بخت؟! او هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به کوم د نېکۍ یا بدۍ کار کوي، او نه هېڅوک پوهېږي چې په کومه ځمکه به مري، بلکې الله دې ټولو باندې پوهېږي، بېشکه الله پوهه او خبردار دی په دې ټولو خبرو، هېڅ هم ترې لدې پټ نه دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نقص الليل والنهار وزيادتهما وتسخير الشمس والقمر: آيات دالة على قدرة الله سبحانه، ونعمٌ تستحق الشكر.
د شپې او ورځې کمېدل او زیاتېدل او د لمر او سپوږمئ تابع کېدل: د الله پر ځواک د دلالت نښې دي، او نعمتونه دي چې د شکر ایستلو وړ دي.

• الصبر والشكر وسيلتان للاعتبار بآيات الله.
صبر کول او شکر ویستل د الله د نښو څخه د عبرت اخیستلو وسیلې دي.

• الخوف من القيامة يقي من الاغترار بالدنيا، ومن الخضوع لوساوس الشياطين.
د قیامت څخه ویره په دنیا باندې له دوکه کېدلواو د شیطان له وسوسو څخه انسان ژغوري.

• إحاطة علم الله بالغيب كله.
.په ټولو پټو شیانو دالله دعلم ګیره.

 
ترجمة معاني سورة: لقمان
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق