ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الروم   آية:

سورة الروم - الروم

من مقاصد السورة:
تأكيد تفرّد الله سبحانه بتصريف الأمور، وبيان سنن الله في خلقه.
پر دې ټينګار کول چې الله د چارو په ترسره کلو کې يوازې دی او د خپل مخلوق په اړه يې د کړنلارې بيان.

الٓمّٓ ۟ۚ
(الم) د دې(تورو) په اړه د البقرې سورت په پیل کې خبرې شوې دي.
التفاسير العربية:
غُلِبَتِ الرُّوْمُ ۟ۙ
فارسیان پر رومیانو برلاسي شول.
التفاسير العربية:
فِیْۤ اَدْنَی الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُوْنَ ۟ۙ
د فارسیانو ښارونو ته نږدې د شام په ځمکه، او رومیان به د فارسیانو له غلبې وروسته پر دوی ډېر زر برلاسي کېږي.
التفاسير العربية:
فِیْ بِضْعِ سِنِیْنَ ؕ۬— لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ؕ— وَیَوْمَىِٕذٍ یَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
له دریو کلونو څخه کمه او له لسو څخه به زیاته موده نه وي، بشپړه واکمني د الله ده، د رومیانو له بریا مخکې او وروسته، او په هغه ورځ چې رومیان پر فارسیانو برلاسي شي نو مومنان به خوشالېږي.
التفاسير العربية:
بِنَصْرِ اللّٰهِ ؕ— یَنْصُرُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
رومیانو ته د الله په مرسته ځکه خوشالېږي چې دوی اهل کتاب دي، الله مرسته کوي چا ته چې وغواړي د چا په مقابل کې چې وغواړي، او هغه برلاسی دی چې څوک پرې نشي برلاسی کېدلای، په مومنو بندګانو مهربان دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لجوء المشركين إلى الله في الشدة ونسيانهم لأصنامهم، وإشراكهم به في الرخاء؛ دليل على تخبطهم.
د سختیو پر مهال الله ته د مشرکانو پناه وړل او خپل بوتان هېرول، او د آسانۍ پر مهال ورسره شریک جوړول د دوی په لیونتوب دلیل دی.

• الجهاد في سبيل الله سبب للتوفيق إلى الحق.
د الله په لار کې جهاد کول حق ته د توفیق موندلو لامل دی.

• إخبار القرآن بالغيبيات دليل على أنه من عند الله.
د غیبو (پټو) په اړه د قرآن خبر ورکول په دې دلیل دی چې (قرآن) د الله له لوري څخه دی.

وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
دغه مرسته او بريا د الله تعالی له لوري ژمنه وه، الله د دغې خپلې ژمنې خلاف نه کوي، او په پوره کېدلو سره يې د مؤمنانو د الله د مرستې پر ژمنه باور زياتيږي، خو ډېری خلک د خپل کفر له امله پر دغه نه پوهيږي.
التفاسير العربية:
یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
په ایمان او د شریعت په احکامو نه پوهېږي، بلکې د دنیا په ښکاره ژوند چې د معاش ترلاسه کولو او مادي آبادۍ سره اړیکه نیسي ښه پوهېږي، او دوی له هغه آخرت چې د ژوند ریښتینی کور دی مخ اړونکي دي، هغې خوا ته نه ګوري.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟
آيا دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په ځانونو کې فکر نه دی کړی، چې الله څنګه پيداکړي او برابر کړي دي، الله اسمانونه، ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي يوازې په حقه پيداکړي دي، هغوی يې بې ځايه نه دي پيداکړي، او په دنيا کې يې د هغو لپاره ټاکلې موده ګرځولې ده، او ډېر خلک د خپل پالونکي د قيامت په ورځ له مخ کېدو څخه نټه کوونکي دي، له همدې امله هغوی په داسې نېک عمل چې د پالونکي په وړاندې يې منل شوی وي د بېرته را پاڅېدلو لپاره چمتووالی نه نیسي.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ
آیا دوی په ځمکه نه دي ګرځېدلې څو سوچ وکړي چې له دوی څخه مخکې د دروغ ګڼونکو قومونو پایله څرنګه وه؟ دا قومونه له دوی څخه ډېر ځواکمن وو، او د کښت او ودانولو لپاره یې ځمکه اړولې وه، او له دوی يې زیاته ودانه کړې وه، او دوی ته خپل پېغمبران د الله د یووالي په اړه له ښکاره دلائلو سره راغلي و نو دروغجن یې وبلل، نو الله چې کله دوی تباه کړل ظلم یې ورسره نه وو کړی، بلکې دوی خپلو ځانونو سره ظلم وکړ چې د کفر له کبله یې د هلاکت کندې ته وغورځول.
التفاسير العربية:
ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
بیا د هغو کسانو پایله چې د الله سره په شریک جوړلو او بدو عملونو یې خپلې کړنې بدې شوې وې، ډېره زیاته بده پایله وه؛ ځکه دوی د الله آیتونه دروغ ګڼل او ټوکې او ملنډې یې پرې وهلې.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
الله تعالی له مخکنۍ بېلګې پرته پېدایښت پېل کړی، بیا یې فنا کوي، بیا یې راګرځوي، بیا یوازې ده ته د حساب او بدلې لپاره د قیامت په ورځ ورګرځئ.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
او په کومه ورځ چې قیامت شي مجرمان به د الله د رحمت څخه ناهیلي شي، او هیلې به یې پرې شي؛ په الله باندې دبې دلیله کفرکولو له کبله.
التفاسير العربية:
وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟
او نه به وي دوی لره له هغو شریکانو څخه چې دوی یې په دنیا کې عبادت کولو څوک چې د دوی له عذاب څخه د ژغورلو سپارښتنه وکړي، او دوی به له خپلو شریکانو منکر وي، ځکه هغه مهال یې دوی رسوا کړل چې دوی ورته اړتیا لرله؛ ځکه ټول په تباه کېدو کې سره برابر شول.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟
او په هغه ورځ چې قیامت ترسره کېږي په دغه ورځ به خلک په دنیا کې د خپلو عملونو په اندازه وویشل شي، په منځ د هغو کې چې پورته شوي وي علیین (پورته ځای) ته او یا ښکته شوي وي (اسفل سافلین) ښکته د ښکتو ته.
التفاسير العربية:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟
پس هغه کسان چې په الله باور لري او د هغه د خوښې ښه عملونه یې تر سره کړې وي، پس دوی لره جنت دی چې خوشاله به وي، ځکه چې هغه تلپاتې نعمتونه به ترلاسه کوي چې هېڅکله ترې نه پرې کېږي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العلم بما يصلح الدنيا مع الغفلة عما يصلح الآخرة لا ينفع.
هغه علم او پوهه چې دنیا سموي سره د بې پروایۍ د هغه څه څخه چې آخرت سموي ګټه نه رسوي.

• آيات الله في الأنفس وفي الآفاق كافية للدلالة على توحيده.
په نفسونو او د آسمانونو په کنارو لر او بر کې د الله تعالی نښانې د هغه پر توحید د لالت کولو لپاره بس دي.

• الظلم سبب هلاك الأمم السابقة.
د مخکینیو قومونو د هلاکت لامل ظلم دی.

• يوم القيامة يرفع الله المؤمنين، ويخفض الكافرين.
د قیامت په ورځ الله تعالی مومنان پورته کوي او کافران ښکته کوي.

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟
او هغه کسان چې په الله یې کفر کړی او زمونږ په پېغمبر نازل شوي آیتونه یې دروغ ګڼلي، او پاڅون او حساب یې دروغ ګڼلي دي، همدوی به عذاب ته حاضرولای شي او تل به ورسره مل وي.
التفاسير العربية:
فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَحِیْنَ تُصْبِحُوْنَ ۟
نو د الله پاکي کوئ کله چې ماښام مهال کې ننوځئ، او هغه د ماښام او ماسخوتن لمونځونو وختونه دي، او پاکي یې کوئ کله چې سهار مهال کې ننوځئ، او هغه د سهار د لمانځه وخت دی.
التفاسير العربية:
وَلَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَعَشِیًّا وَّحِیْنَ تُظْهِرُوْنَ ۟
او یوازې د ده ستاینه ده؛ په آسمانونو کې یې ملائکې او په ځمکه کې یې مخلوقات ستاینه کوي، او پاکي يې کوئ کله چې مازیګر کې ننوځئ چې هغه د مازیګر د لمانځه وخت دی، او پاکي یې کوئ کله چې ماسپښین وخت کې ننوځئ.
التفاسير العربية:
یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَیُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— وَكَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟۠
راوباسي ژوندی له مړي څخه، لکه د انسان راویستل له نطفې څخه، او د چورګوړی له هګۍ څخه، او راوباسي مړی له ژوندي څخه لکه د نطفې روایستل له انسان څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له وچېدو د باران په ورولو او شنه کولو، او په شنه کولو د ځکمې د را ژوندي کولو په څېر به تاسو هم له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ ۟
او د الله له هغو لويو نښانو چې د هغه پر ځواک او يووالي دلالت کوي، اې خلکو له خاورې ستاسو پيداکول دي، کله يې چې ستاسو پلار ورڅخه پيداکړ، بيا تاسو انسانان په تناسل (زېږېدو) زياتېدئ او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو کې يې خپرېدئ.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې -ای سړیو- تاسو ته یې ستاسو له جنس څخه مېرمنې پېدا کړې دي څو مو نفسونه په همجنستوب سره ډاډ ترلاسه کړي، او ستاسو او هغوی تر منځ یې مینه او لورینه ګرځولې ده، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه قوم خلکو لپاره چې سوچ کوي؛ ځکه همدوی د عقل کارولو څخه ګټه اخلي.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې آسمانونه او ځمکه یې پېدا کړي دي، او له دې څخه ستاسو د ژبو توپیر دی، او ستاسو د رنګونو توپیر دی، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د پوهې او ځیرکتیا خاوندانو ته.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: د شپې ستاسو خوب دی، او د ورځې خوب مو د کارونو د ستړیا څخه د آرام لپاره، او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسو ته یې ورځ پېدا کړې چې پکې خپاره شئ له رب څخه مو روزي غوښتونکي اوسئ، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا دلیلونه دي هغو خلکو لپاره چې د سوچ کولو او منلو لپاره اوري.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي: دا چې تاسو ته په آسمان کې بریښنا درښایي، او تاسو ته د تندر څخه ویره او د باران هیله یو ځای کوي، او له آسمان څخه د باران اوبه راوروي، چې پرې ځمکه له وچېدو وروسته په ګیاوو شنه کوي، بېشکه په دې کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه خلکو ته چې عقل کاروي، نو په همدې د مرګ څخه وروسته د حساب او بدلې لپاره د پاڅون دلیل نیسي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إعمار العبد أوقاته بالصلاة والتسبيح علامة على حسن العاقبة.
په لمانځه او تسبیح سره د بنده وختونه آبادول د ښایسته پایلې نښه ده.

• الاستدلال على البعث بتجدد الحياة، حيث يخلق الله الحي من الميت والميت من الحي.
د ژوند په نوښت باندې پر پاڅون استدلال کول، چې الله له ژوندي څخه مړی او له مړی څخه ژوندی پېدا کوي.

• آيات الله في الأنفس والآفاق لا يستفيد منها إلا من يُعمِل وسائل إدراكه الحسية والمعنوية التي أنعم الله بها عليه.
په نفسونو او د آسمانونو په کنارو لر او بر کې د الله نښانو څخه ګټه نه پورته کوي مګر هغه کس چې د خپلې پوهې مادي او معنوي وسائلو څخه چې الله پرې لورولي کار اخلي.

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ ؕ— ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً ۖۗ— مِّنَ الْاَرْضِ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ ۟
او د الله تعالی له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي يې دلالت کوي د غورځېدو پرته د آسمان، او نړېدو پرته د ځمکې ودرېدل دي، د الله په امر سره، بیا کله چې تاسي له ځمکې څخه د ملائکې په شپیلي کې پوکي کولو سره راوبلي نو تاسو به له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.
التفاسير العربية:
وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
او یوازې هغه لره دي څه چې آسمانونو کې دي، او یوازې هغه لره دي څه چې په ځمکه کې دي په ملکیت، پېدایښت او اندازه کولو سره، ټول هغه څه چې آسمانو کې دي او ټول هغه چې په ځمکه کې دي د ده له مخلوقاتو څخه ده ته غاړه ايښودونکي او د ده امر ته تسلمېدونکي دي.
التفاسير العربية:
وَهُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَهُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ ؕ— وَلَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
او هغه ذات دی چې پېدایښت یې له مخکېنۍ بېلګې پرته پېل کړی، او بیا یې د فنا کېدو وروسته راګرځوي، او بېرته راګرځونه د پېل څخه آسانه ده، او دواړه ورته آسانه دي، ځکه چې کله د یو څه اراده وکړي ورته وایي: (وشه) نو وشي، او ده لره لوړه ستاینه ده په ټولو د بشپړتیا او لویۍ صفتونو کې، او هغه برلاسه دی چې څوک پرې نه برلاسه کېږي، او د مخلوق په پېدایښت او سمبالښت کې دحکمت والادی.
التفاسير العربية:
ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ ؕ— هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
ای مشرکانو! الله تعالی تاسو ته ستاسو له ځانو اخیستل شوی یو مثال بیانوي: آیا ستاسو د ملکیت له مریانو څخه تاسو سره ستاسو په شتمنیو کې څوک په برابره شریک شته، چې تاسو وېرېږئ چې شتمني مو درسره وویشي لکه څرنکه چې ځینې له تاسو خپل خپلواک سیال څخه وېرېږي چې شتمنۍ یې ورسره ونه ویشي؟ آیا تاسو خپلو ځانو لپاره د مریانو په داسې (چلن) خوښ یاست؟ له شک پرته په دې خوښ نه یاست، نو الله خو ډېر وړ دی چې په خپل ملکیت کې د مخلوقاتو او مریانو څخه څوک شریک ونلري، په دغه څېر او نورو مثالونو سره مونږ ګڼ ډول دلیلونه بیانوو هغو خلکو لپاره چې عقل کاروي، ځکه چې همدوی ترې ګټه اخلي.
التفاسير العربية:
بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
د هغوی د لار ورکۍ لامل په دلايلو کې کموالی او د هغو نه بيانول نه دي، بلکې هغه د نفسي غوښتنو پيروي او د هغوی له لوري پر هغوی د الله د حق په اړه د ناپوهۍ له مخې د پلرونو پسې تګ دی، نو څوک به د لارښوونې توفيق ورکړي څوک چې الله لار ورکی کړی وي، هيڅوک هم توفيق نشي ورکولای او نه به هغوی لره مرستندويان وي چې د الله له عذابه يې وژغوري.
التفاسير العربية:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ؕ— فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙۗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۗۙ
ای پېغمبره! هغه دین ته مخ کړه ته او هغه څوک چې درسره دي کوم ته چې الله ور مخ کړی یې؛ د ټولو دینونو څخه ده ته ورکوږ شه، د اسلام دین چې خلک یې پرې پېدا کړي، د الله د پېدایښت بدلون نشته، همدا نېغ دین دی چې کوږوالی نه لري، لیکن زیاتره خلک نه پوهېږي چې حق دین همدا دین دی.
التفاسير العربية:
مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَاتَّقُوْهُ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
ده ته له خپلو ګناهونو څخه په توبه کولو وروګرځئ، او په پلي کولو د هغه د اوامرو او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو ترې ووېرېږئ، او لمونځ په پوره توګه بشپړ کړئ، او له هغو مشرکانو مه ګرځئ چې له فطرت سره ټکر کې دي په خپلو عبادتونو کې د الله سره شریک نیسي.
التفاسير العربية:
مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
او له هغو مشرکانو مه کېږئ چې خپل دین یې بدل کړی، او په ځینې یې ایمان راوړی، او په ځېنې یې کفر کړی، او ډلې شوي دي، هره ډله یې په خپل باطل باندې خوشاله ده، فکر کوي چې یوازې همدوي په حقه دي او له دوی پرته نور په باطله دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• خضوع جميع الخلق لله سبحانه قهرًا واختيارًا.
په زور او په خوښه الله تعالی ته د ټولو مخلوقانو عاجزي.

• دلالة النشأة الأولى على البعث واضحة المعالم.
د لومړي پېدایښت دلالت په پاڅون باندې څرګندې نښې دي.

• اتباع الهوى يضل ويطغي.
د هوس تابعداري خلک بې لارې او سرکښه کوي.

• دين الإسلام دين الفطرة السليمة.
د اسلام دین د سم فطرت دین دی.

وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او کله به چې مشرکانو ته ناروغتیا یا ناچاري یا تنګسه ورسېدله نو یوازې خپل رب به یې رابله په عاجزۍ سره به ورته ورګرځېدل چې مصیبت ترې لرې کړي، خو کله به یې چې ترې د مصیبت لرې کولو لورینه وکړه، نو یو دم یوه ډله له دوی څخه د الله سره نور څه په دعا کې شریکولو ته ورګرځي.
التفاسير العربية:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
کله چې د الله پر نعمتونو کفر وکړي -چې له دې څخه د تکلیف لرې کول دي- او خوند واخلي په دې دنیا کې له هغه څه چې د دوی مخکې دي نو زر دی چې د قیامت په ورځ به په خپلو سترګو وویني چې دوی په ښکاره بې لارېتوب کې وو.
التفاسير العربية:
اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟
څه دي چې دوی یې شرک کولو ته رابللي دي او هېڅ دلیل نلري؟! نو مونږ خو د کوم کتاب دلیل پر دوی ندی نازل کړی چې دوی پرې د الله سره د شریک نیولو دلیل ونیسي، او دوی سره کوم کتاب هم نشته چې د دوی د شرک په اړه خبرې کوي، او دوی ته د کفر صحت ثابتوي.
التفاسير العربية:
وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟
او کله چې مونږ خلکو ته د خپلو نعمتونو څخه کوم نعمت د روغتیا او شتمنۍ ور وڅکو نو پرې خوشاله شي په لویي کولو سره، او که چېرې ورته د خپلو لاسونو د کړنو او ګناهونو له کبله د ناروغتیا او تنګسیا بدي ورسي، نو یو دم د الله د لورینې څخه ناهیلي شي، او د بدۍ له لرې کیدلو هم ناهیلي شي.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
آیا دوی نه دي لېدلي چې بېشکه الله تعالی روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له بندګانو څخه د ازمیښت لپاره چې شکر وباسي او که کفر کوي؟ او تنګوي یې چا ته چې وغواړي د ازمیښت لپاره چې صبر کوي که غوصه کېږي؟! بېشکه ځینو ته د روزۍ په پراخوالي، او ځینو ته د رزوۍ په تنګسیا کې خامخا مومنانو ته د الله تعالی د مهربانۍ او لورینې دلیلونه دي.
التفاسير العربية:
فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو اې مسلمانه! د خپلوۍ څښتن ته هغه ښېګڼه او خپلوي پالنه ورکړه چې وړ يې دی او اړمن ته هغه څه ورکړه چې اړتيا يې پوره کړي او هغه بې وزله ته څه ورکړه چې له ښاره يې لار پرې شوې وي، په دغو لارو کې ورکړه د هغو خلکو لپاره غوره ده چې د الله رضا غواړي، او هغه کسان چې دغه مرسته او حقوق وړاندې کوي همهغوی د هغه جنت په ترلاسه کولو - چې لټوي يې او هغې سزا څخه په خونيتوب چې ترې وېريږي - بريالي دي.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟
او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
یوازې الله هغه ذات دی چې ستاسو پېدایښت یې کړی، بیا یې روزي درکړې، بیا مو مړه کوي، بیا مو د پاڅون لپاره ژوندي کوي، آیا ستاسو له بتانو څخه چې تاسو یې له ده پرته عبادت کوئ څوک له دې کوم کار کولای شي؟! پاک دی هغه او لوړ دی د هغه څه چې مشرکان یې وایې او عقیده پرې لري.
التفاسير العربية:
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
په وچه او درياب کې فساد ښکاره شو، لکه وچکالي، د بارانونو کمښت، د ناروغيو او وباوو زياتوالی، د هغوی د کړو ګناهونو له امله، دغه ځکه ښکاره شو، ترڅو هغوی ته الله د دنيا په ژوند کې د ځينو بدو کړنو سزا يې وروڅکي په دې هيله چې هغه ته په توبه کولو راوګرځي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• فرح البطر عند النعمة، والقنوط من الرحمة عند النقمة؛ صفتان من صفات الكفار.
د نعمت پر مهال د لویي خوښي، او د مصیبت پر مهال د لورینې څخه ناهیلې کېدل د کافرانو د صفتونو څخه دوه صفتونه دي.

• إعطاء الحقوق لأهلها سبب للفلاح.
د حق څښتن ته خپل حق ورکول د بریا لامل دی.

• مَحْقُ الربا، ومضاعفة أجر الإنفاق في سبيل الله.
د سود بربادي، او د الله په لار کې د خیرات کولو د اجر زیاتوالی.

• أثر الذنوب في انتشار الأوبئة وخراب البيئة مشاهد.
د وباګانو په خپرېدلو او د ټولنې په بربادۍ کې د ګناهونو اغیز لېدونکی دی.

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟
ووایه -ای پېغبمبره- دوی مشرکانو ته: وګرځئ په ځمکه کې، نو سوچ وکړئ چې څرنګه وه پایله د دروغجنو قومونو له تاسو څخه مخکې؟ بېشکه بده پایله یې وه، د دوی زیاتره په الله مشرکان وو، هغه سره به یې د نورو عبادت کولو، نو د الله سره د شرک کولو له امله تباه شول.
التفاسير العربية:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟
ای پېغمبره! مخ دې د اسلام سم دین ته ور نېغ کړه چې کوږوالی پکې نشته مخکې له دې چې د قیامت ورځ راشي هغه چې کله راشي نو ګرځوونکی نه لري، په دغه ورځ خلک ویشل کېږي: یوه ډله په جنت کې په نعمتونو کې دي، او بله په اور کې په عذاب کې.
التفاسير العربية:
مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ
څوک چې په الله کفر وکړي نو د ده د کفر زیان -چې په اور کې تلپاتې کېدل دي- [هغه ضرر] همده ته ورګرځي، او چا چې نېک عمل وکړ چې د الله رضا غواړي نو خپلو ځانو ته د جنت داخلېدل او نعمتونه ترلاسه کول چمتو کوي همېشه به وي پکې تلپاتې.
التفاسير العربية:
لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟
تر څو هغو کسانو ته چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېک کارونه يې کړي دي چې د هغوی پالونکی خوشحالوي له خپلې پېرزوينې او نېکۍ بدله ورکړي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه او د هغه پر رسولانو کفر کوونکي نه خوښوي، بلکې سخته سزا ورکوي او د قيامت په ورځ عذاب ورکوي.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې بادونه لېږي چې بندګانو ته د باران د نازلېدو د نږدېوالي زېری ورکوي، چې تاسو ته -ای خلکو- د خپل رحمت څخه در وڅکوي په سبب د هغه څه چې د باران څخه وروسته کومه امدني او پراخي راځي، او ددې دپاره چې بېړۍ د هغه په خوښه په سمندر کې وچلېږي، او ددې دپاره چې ولټوئ دهغه مهرباني په سبب د تجارت په سمندر کې، او ښایې چې تاسو د الله په نعمتونو شکر وباسئ نو در زیات یې کړي.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او بېشکه مونږ له تا مخکې-ای پېغمبره-ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته لېږلي، نو دوی ورته په کلکو دلائلو راغلي وو چې د دوی په رښتنولۍ یې دلالت کولو، نو هغه څه یې دروغ وګڼل چې د دوی پېغمبرانو ورته راوړي وو، نو له هغو خلکو مو غچ واخیست چې ناکاره کړنې یې کړې وې، نو په خپل عذاب مو تباه کړل، او پېغمبرانو او مومنانو ته مو د تباهۍ څخه نجات ورکړ، او مومنانو ته نجات ورکول او ورسره مرسته پر مونږ حق او واجب ده چې مونږ پر ځان لازمه کړې ده.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
الله پاک هغه ذات دی چې هواوې چلوي او پورته کوي يې، بيا دغه هواوې ورېځې خوځوي او حرکت ورکوي؛ نو په آسمان کې يې چې څنګه وغواړي لږ وي او که ډېرې کش کوي او ټوټه يې ګرځوي، بيا اې لېدونکيه ته وينې چې باران د دغې ورېځې له منځ راوځي، کله چې باران له بنده ګانو يې چاته رسيږي، هغوی د الله د داسې باران په اورولو چې وروسته ترې د ځمکې د هغه څه شنه کول وي چې هغوی او څاروي يې ورته اړتيا لري خوشحاليږي چې پر هغوی يوه لورېينه ده.
التفاسير العربية:
وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟
او بېشکه دوی مخکې له دې چې الله پرې باران ووروي د باران ورېدلو څخه نا هیلي وو.
التفاسير العربية:
فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
وګوره -ای پېغمبره- د هغه باران اغیز ته چې الله یې په خپلو بندګانو د لورینې لپاره وروي، څرنګه الله ځمکه ژوندۍ کوي په ګڼو ګیاوو چې د وچوالي د ځمکې څخه وروسته یې شنه کوي، بېشکه هغه ذات چې دا وچه ځمکه ژوندۍ کوي خامخا د مړو راژوندي کوونکی دی، او هغه په هر څه باندې واکمن دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إرسال الرياح، وإنزال المطر، وجريان السفن في البحر: نِعَم تستدعي أن نشكر الله عليها.
د بادونو رالېږل، د باران ورول، په سمندر کې د بېړیو چلول: ټول هغه نعمتونه دي چې مونږ څخه د الله تعالی شکر ویستل غواړي.

• إهلاك المجرمين ونصر المؤمنين سُنَّة إلهية.
د مجرمانو هلاکول او د مومنانو سره مرسته کول الهي قانون دی.

• إنبات الأرض بعد جفافها دليل على البعث.
وچېدو څخه وروسته د ځمکې شنه کېدل په پاڅون دلیل دی.

وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟
او که چېرې مونږ د دوی پر کرهنو او ګیاوو باد راولېږو چې برباد یې کړي پرې، نو دوی خپل کښتونه تک زیړ رنګي وویني پس له دې چې شنه وو، نو خامخا به دوی له دې لېدلو وروسته د الله تعالی په مخکینیو نعمتونو کفر کوي سره له زیاتوالي د نعمتونو.
التفاسير العربية:
فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
لکه څرنګه چې ته مړو ته اورول نشې کولی او نه کوڼ ته اورول کولی شې، په داسې حال چې دوی در څخه لرې وي چې نور هم د دوی نه اورېدل ټینګ شي، نو همدا راز ته لارښوونه نشې کولای هغه چا ته چې د دوی په څېر وي په مخ اړولو او ګټه نه پورته کولو کې.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠
او ته اوس د هغه چا سمې لارې ته په لارښوونه نشې بریالیکیدلی، څوک چې له سمې لارې څخه بې لارې شوی وي، نه شي اورولی دوی داسې اورول چې ګټه ترې واخلي مګر هغه څوک چې زمونږ پر آیتونو باور لري؛ ځکه همدا له هغه څه ګټه پورته کوي چې ته یې وایې، نو همدوی زمونږ امر ته غاړه ایښودونکي دي، ورته عاجزي کوونکي دي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟
ای خلکو! الله هغه ذات دی چې تاسو یې له سپکو اوبو پېدا کړي یاست، بیا یې د ماشومتوب له کمزورتیا وروسته د سړیتوب قوت درکړ، بیا د سړیتوب د قوت وروسته بوډاوالی کمزوري کړئ، الله چې څه وغواړي له کمزورتیا او قوت څخه پېدا کوي یې، او هغه په هر څه پوهه دی، هېڅ هم ترې پټ نه دي، ځواکمن دی چې هېڅ یې نشي کمزوری کولی.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟
او کله چې قیامت ترسره شي مجرمان به قسمونه خوري چې په په قبرونو کې مو له یو ساعت پرته نور وخت ندی تېر کړی، لکه څرنګه چې د هغه وخت پېژندلو څخه اړول شوي دي چې په قبرونو کې یې تېر کړي همدا راز په دنیا کې له حق څخه اړول شوي وو.
التفاسير العربية:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
او له نبيانو او پرېښتو هغه کسان چې الله پوهه ورکړې وويل: بېشکه تاسو د الله په پخوانۍ پوهه کې ليکل شوي څه کې ځنډ وکړ، چې ستاسو له پيدايښته بيا ستاسو د دغې راپوته کولو تر ورځې پورې ده چې تاسو نټه ترې کوله، دا هغه ورځ ده چې خلک له قبرونو پکې پورته کيږي، خو تاسو نه پوهېدئ چې بېرته راپورته کېدل به ترسره کيږي؛ نو نټه مو ترې کوله.
التفاسير العربية:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
نو په کومه ورځ چې الله تعالی مخلوقات د حساب او بدلې لپاره پاڅوي، ظالمانو ته به هغه عذرونه چې جوړوي هېڅ ګټه ونه رسوي، او نه به له دوی څخه په توبه ویستلو او الله ته په ورګرځېدلو د هغه رضا کول وغوښتل شي؛ ځکه چې وخت به یې تېر شوی وي.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟
او بېشکه مونږ په دې قرآن کې خلکو لپاره -پر دوی د پام کولو لپاره- هر ډول مثال بیان کړی؛ څو دوی ته حق له باطل څخه څرګند شي، او که چېرې ته دوی ته راوړې -ای پېغمبره- په خپلې ریښتنولی باندې کوم دلیل نو خامخا به وایي هغه کسان چې کفر یې کړی: نه یاست تاسو په هغه څه کې چې راوړی مو دی پرته له باطل ویونکو.
التفاسير العربية:
كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د همدې ټاپې په څېر چې د دغو خلکو په زړونو وهل شوې کومو ته چې ته نښه راوړې نو ایمان پرې نه راوړي، ټاپه وهي الله په زړونو د ټولو هغو کسانو چې پدې نه پوهېږي چې څه تا راوړي هغه حق دي.
التفاسير العربية:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
نو صبر وکړه -ای پېغمبره- ستا د قوم په دروغجن ګڼلو تا لره، بېشکه تا سره د الله ژمنه په مرسته کولو او کلکولو کې شته، هېڅ شک پکې نشته، او تا دې بېړه کولو او د صبر پرېښودلو ته مجبوره نکړي هغه کسان چې باور نلري چې بیا ژوندي شي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• يأس الكافرين من رحمة الله عند نزول البلاء.
د مصیبت پر مهال د الله تعالی د رحمت څخه د کافرانو ناهیلي کېدل.

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د وس ورکولو (توفیق) لارښوونه د الله په لاس کې ده، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې.

• مراحل العمر عبرة لمن يعتبر.
د عمر پړاوونه د هغه چا لپاره پند دی چې پند اخلي.

• الختم على القلوب سببه الذنوب.
په زړونو د ټاپو لګېدلو لامل ګناهونه دي.

 
ترجمة معاني سورة: الروم
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق