ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: العنكبوت   آية:

سورة العنكبوت - العنكبوت

من مقاصد السورة:
الأمر بالصبر والثبات عند الابتلاء والفتن، وبيان حسن عاقبته.
پر صبر امر، د ازموينې پر مهال ثابت پاتې کېدل، فتنې او د هغه د ښې پايلې بيان.

الٓمّٓ ۟ۚ
الٓمٓ) د بقرې سورت په پيل کې د دغو ډول تورو تفصيل تېر شو.
التفاسير العربية:
اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ یُّتْرَكُوْۤا اَنْ یَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَهُمْ لَا یُفْتَنُوْنَ ۟
آيا یقیناخلک ګومان کوي سره دویناددوی چې موږ پر الله ايمان راوړی،چې پرته له داسې ازموينې به پرېښودل شي چې د هغوی د وينا حقيقت څرګند کړي چې آيا هغوی په حقه مؤمنان دي؟! معامله داسې نه ده لکه هغوی چې ګومان کړی.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَلَیَعْلَمَنَّ الْكٰذِبِیْنَ ۟
په تحقیق سره پرته له شکه ازمایلي مونږپخواني،پس راښکاره کوي الله په پوره راښکاره کولواوراڅرګندوي یې تاسوته رښتیادرښتینوپه ایمان کې اودرواغ ددرواغجنو[په ایمان کې].
التفاسير العربية:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّسْبِقُوْنَا ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟
داسې نه ده.ایا هغه خلکو دا ګومان کړی چې شرک او نور ګناهونه ترسره کوي چې موږ به بې وسې کړي او زموږ له سزا به وژغورل شي؟ ډېر بد دی د هغوی دا حکم چې کوي يې، هغوی الله نه شي بې وسې کولای او نه يې له سزا خلاصېدلی شي که چېرې د کفر په حالت کې مړه شي.
التفاسير العربية:
مَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ اللّٰهِ فَاِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ لَاٰتٍ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
څوک چې د قيامت په ورځ له الله سره د مخامخ کېدو هيله لري تر څو ثواب ورکړي؛ نو پوه دې شي هغه نېټه چې الله د دغه لپاره ټاکلې ده ژر راتلونکې ده، او هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی دی، پر کړنو يې ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پاتې کيږي او ژر به یې پرکړنو سزا ورکړي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ جٰهَدَ فَاِنَّمَا یُجَاهِدُ لِنَفْسِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او څوک چې له خپل نفس سره جهاد کوي چې د الله پيروۍ ته يې اړباسي او له ګناه يې لرې کوي، او د الله په لار کې جهاد کوي؛ نو هغه په حقيقت کې د ځان لپاره جهاد کوي، ځکه ګټه يې همدته ورګرځېدونکې ده، او الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، د هغوی پيروي الله ته څه نه ورزياتوي او نه د هغوی سرغړونه له هغه څه کموي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• النهي عن إعانة أهل الضلال.
د لارورکو خلکو له مرستې څخه منع کول.

• الأمر بالتمسك بتوحيد الله والبعد عن الشرك به.
د الله پر يووالي ټينګ درېدل او له شرک څخه لرې کېدل.

• ابتلاء المؤمنين واختبارهم سُنَّة إلهية.
د مؤمنانو ازمويل او د هغوی امتحانول د الله کړنلاره ده.

• غنى الله عن طاعة عبيده.
د الله بې پروايي او غناء د بندګانو له پيروۍ څخه

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَحْسَنَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او زموږ لخوا يې پر ازموينه صبر کړی او نېک اعمال يې کړي دي، هرومرو به يې ګناهونه له منځه يوسو د هغو نېکو اعمالو له امله چې ترسره کړي يې دي او په آخرت کې به د هغو اعمالو غوره بدله ورکړو چې په دنيا کې يې کړي دي.
التفاسير العربية:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ حُسْنًا ؕ— وَاِنْ جٰهَدٰكَ لِتُشْرِكَ بِیْ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ؕ— اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او انسان ته مو سپارښتنه کړې چې له خپل مور او پلار دواړو سره نيکي او ښېګڼه وکړي، خو ای انسانه! که ستا مور اوپلار دې اړ باسي چې ته له ما سره داسې څه شريک کړې چې د هغه د شريکولو په اړه څه پوهه ونه لرې- لکه د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه مور ته چې داسې څه پېښ شول - په دغه کې يې پيروي مه کوه، ځکه د خالق د سر غړونې پر وړاندې د مخلوق پيروي روا نده، د قيامت په ورځ يوازې ماته مو راګرځېدل دي، پر هغه څه به مو خبر کړم چې په دنيا کې مو کول او پر هغه به جزا درکړم.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِی الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، د قيامت په ورځ به يې هرومرو په نېکانو کې شامل کړو او له هغوی سره يوځای به يې راپورته کړو اود هغوی په شان بدلې به ورکړو.
التفاسير العربية:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ فَاِذَاۤ اُوْذِیَ فِی اللّٰهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللّٰهِ ؕ— وَلَىِٕنْ جَآءَ نَصْرٌ مِّنْ رَّبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ؕ— اَوَلَیْسَ اللّٰهُ بِاَعْلَمَ بِمَا فِیْ صُدُوْرِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او له خلکو ځينې وايي:موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله يې چې کافران د ايمان له امله وځوروي؛ نو د هغوی ځورونه لکه د الله عذاب غوندې ګڼي او له کافرانو سره د يووالي په موخه له ايمانه اوړي او که ستا د پالونکي لخوا ستا مرسته وشي ای رسوله! - هغوی خامخا وايي ای مؤمنانو موږ خو په ايمان کې له تاسو سره وو- آيا الله پر هغه څه ښه پوه نه دی چې د خلکو په زړونو کې دي؟! او له هغه هيڅ هم له کفر او ايمانه پټ نه دي چې د هغوی په زړونو کې دي؛ نو هغوی څنګه الله پر هغه څه خبروي چې په زړونو کې يې دي سره له دې چې الله له هغوی هم ډېر ښه پوه دی چې د هغوی په زړونو کې دي.
التفاسير العربية:
وَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیَعْلَمَنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ ۟
او هرومرو به الله هغه کسان څرګند کړي چې په حقه يې ايمان راوړی او هغه منافقان به هم ښکاره کړي چې ايمان ښکاره کوي او کفر پټوي.
التفاسير العربية:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبِعُوْا سَبِیْلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطٰیٰكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ بِحٰمِلِیْنَ مِنْ خَطٰیٰهُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
او هغه کسان چې کفر يې کړی هغو کسانو ته به يې ويل چې يوازې پر الله يې ايمان راوړی: په دين او هغه څه کې زموږ پيروي وکړئ چې موږ پرې يو، موږ به ستاسو ګناهونه هم پر غاړه واخلو؛ نو يوازې موږ ته به سزا راکړل شي نه تاسوته، خو هغوی يې هيڅ هم له ګناهونو پر غاړه نه شي اخېستی او هغوی په دغه وينا کې يې درواغجن دي.
التفاسير العربية:
وَلَیَحْمِلُنَّ اَثْقَالَهُمْ وَاَثْقَالًا مَّعَ اَثْقَالِهِمْ ؗ— وَلَیُسْـَٔلُنَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَمَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
او هرومرو به دغه مشرکان چې خپل باطل ته بلنه کوي خپل هغه ګناهونه پرغاړه واخلي چې ترسره کړي يې دي او د هغو کسانو ګناهونه به هم پر غاړه واخلي چې د هغوی د بلنې پيروي يې کړې ده پرته له دې چې د پيروانو له ګناهونو يې څه کم کړل شي، او د قيامت په ورځ به د هغو باطلوخبرو په اړه وپوښتل شي چې په دنيا کې يې جوړولې.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَلَبِثَ فِیْهِمْ اَلْفَ سَنَةٍ اِلَّا خَمْسِیْنَ عَامًا ؕ— فَاَخَذَهُمُ الطُّوْفَانُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟
او پرته له شکه نوح مو د رسول په توګه خپل قوم ته يې ولېږلو، په هغوی کې يې نهه سوه پنځوس کاله وخت تېر کړ چې د الله يووالي ته يې رابلل، خو هغوی درواغجن وګڼلو او پر خپل کفر پاتې شول؛ نو هغوی طوفان ونيول په داسې حال کې چې هغوی پر الله د کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله ظالمان وو؛ نو په ډوبېدو سره تباه شول.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأعمال الصالحة يُكَفِّر الله بها الذنوب.
د نېکو اعمالو له امله ګناهونه الله له منځه وړي.

• تأكُّد وجوب البر بالأبوين.
د مور او پلار سره په نېکۍ کولو ټينګار.

• الإيمان بالله يقتضي الصبر على الأذى في سبيله.
پر الله ايمان راوړل د هغه په لاره کې پر سختيو د صبر کولو غوښتنه کوي.

• من سنَّ سُنَّة سيئة فعليه وزرها ووزر من عمل بها من غير أن ينقص من أوزارهم شيء.
چا چې د بدې لارې بنسټ کېښود هغه لره به د بنسټ اېښودلو ګناه هم وي او نور څوک چې پر هغې عمل کوي د هغوی ګناه به هم وي پرته له دې چې د عمل کوونکو له ګناه څه کم کړل شي.

فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
نو نوح او له مؤمنانو چې څوک له هغه سره په کښتۍ کې وو هغوی مو د ډوبېدو له تباهۍ وژغورل او کښتۍ مو د خلکو لپاره داسې د پند نښانه وګرځوله چې پند ترې اخلي.
التفاسير العربية:
وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه د ابراهيم کيسه کله يې چې خپل قوم ته وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، د هغه له عذابه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، دغه څه چې امر درته پرې شوی ستاسو لپاره غوره دي که تاسو پوهېږئ.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
بېشکه ای مشرکانو تاسو چې د څه عبادت کوئ هغه داسې بوتان دي چې هيڅ ګټه او زيان نه شي رسولای، او له ځانه داسې درواغ جوړوئ چې ګومان کوئ چې هغه بوتان د عبادت وړ دي، بېشکه هغه څه چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ ستاسو لپاره د روزۍ واک نه لري چې روزي درکړي؛ نو له الله روزي وغواړئ يوازې هغه روزي ورکوونکی دی او يوازې د هغه عبادت وکړئ او د هغه شکر وباسئ پر هغه روزۍ چې پرتاسو يې پېرزو کړې ده، او د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ نه ستاسو بوتانو ته.
التفاسير العربية:
وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او ای مشرکانو که تاسو محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې ورسره راغلی دی؛ نو پرته له شکه له تاسو مخکې امتونو لکه د نوح قوم، عادیانو او ثموديانو هم رسولان درواغجن ګڼلي دي او په رسول خو يوازې څرګنده رسونه ده، او د کوم څه په رسولو چې هغه ته امر شوی و هغه يې تاسو ته ورسول.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
آيا دغو مشرکانو نه دي ليدلي چې الله څنګه په پيل کې د مخلوق پيداکول کوي بيا يې له منځه تلو وروسته بېرته راګرځوي؟! بېشکه دغه پر الله ډېر آسانه دي او هغه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
التفاسير العربية:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ
ای رسوله! دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه د پيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک د هغوی له مرګ وروسته د دويم ځل لپاره را ژوندي کوي د راپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو د خلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې د لومړي ځل پيداکولو څخه نه و بې وسې.
التفاسير العربية:
یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟
له مخلوقه يې چې چاته وغواړي په انصاف سزا ورکوي او چاته چې وغواړي په پېرزوينه پرې رحميږي او يوازې هغه ته د قيامت په ورځ د حساب لپاره ورګرځول کېږئ کله مو چې له خپلو قبرونو ژوندي را پورته کړي.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠
او تاسو مو له پالونکي نه شئ پاتې کېدلی او نه يې له سزا څخه په ځمکه او نه هم په آسمان کې تښتېدلای شئ، او له الله پرته نه تاسو لره کوم دوست شته چې چارې مو سمبال کړي، او نه له الله پرته تاسو لره کوم مرستندوی شته چې د هغه سزا درڅخه لېرې کړي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې د الله پاک له آيتونو او د قيامت په ورځ يې له مخامخکېدو انکار کړې، همدوی زما له رحمته ناهيلي شوي، هيڅکله به يې د خپل کفر له امله جنت ته ننه نه وځي، او همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب انتظار کوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأصنام لا تملك رزقًا، فلا تستحق العبادة.
بتان د روزۍ واک نه لري؛ نو د لمانځلو وړ نه دي.

• طلب الرزق إنما يكون من الله الذي يملك الرزق.
روزي غوښتل يوازې له الله څخه کيږي چې د روزۍ څښتن دی.

• بدء الخلق دليل على البعث.
د پيدايښت پيل پر بېرته را ژوندي کېدو دليل دی.

• دخول الجنة محرم على من مات على كفره.
جنت ته ننوتل پر هغه حرام دي چې پر کفر مړه شوي وي.

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
د ابراهيم د قوم ځواب هغه لره چې کله يې چې هغوی ته امر وکړ چې يوازې د الله عبادت وکړي او له هغه پرته د بتانو عبادت پرېږدي يوازې دا و چې ويل يې: د خپلو معبودانو د مرستې په موخه هغه ووژنئ يا يې په اور کې وغورځوئ؛ نو الله هغه له اوره وژغوره، بېشکه په اور کې د هغه له غورځولو وروسته د هغه ژغورنه د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، ځکه همغوی دي چې له عبرتونو ګټه اخلي.
التفاسير العربية:
وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ
ابراهيم عليه السلام خپل قوم ته وويل: تاسو بوتان په الوهیت سره نیولي عبادت یې کوئ،اوپه دې نږدې ژوند کې ستاسویودبل سره بیژندګلوي او مینه کول ددې په عبادت ولاړه ده، بيا به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ دغه مينه له منځه ولاړه شي؛ نو د عذاب د ليدو پر مهال به مو ځينې له ځينو بېزاري کوي،اویوپه بل به بدوایي او ستاسو د ورتګ ځای چې ورګرځئ اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله له عذابه مو وژغوري، نه به هغه بوتان ستاسو مرستندويان وي چې د الله پرته مو دهغې عبادت کړی او نه بل څوک.
التفاسير العربية:
فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
نو لوط عليه السلام ورته خپل ایمان ښکاره کړ ، او ابراهيم عليه السلام وويل: بېشکه زه مې خپل پالونکي ته د شام مبارکې ځمکې لوري ته هجرت کوم، بېشکه هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او څوک چې د هغه لوري ته هجرت کوونکی وي نه خواريږي، په خپل تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او ابراهيم ته مو اسحاق او د هغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او د الله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق د صبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته د نېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده.
التفاسير العربية:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه لوط چې کله يې خپل قوم ته وويل: تاسو داسې يوه ناوړه ګناه کوئ چې له تاسو مخکې په مخلوقاتو کې هيچا نه وه ترسره کړې؛ نو تاسو لومړني هغه څوک ياست چې دغه ګناه مو رامنځته کړې ده چې روغ فطرت ترې نفرت کوي.
التفاسير العربية:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
آيا تاسو نارينه وو ته د هغوی د شا لخوا د شهوت پر ځای کولو لپاره ورتګ کوئ او د مسافرو لار شکوئ؛ نو هغوی پر تاسو د ناروا کړنې د وېرې له امله نه شي تېرېدلای، او په خپلو ناستو کې ناوړه کړنې کوئ لکه ځان لوڅول او په وينا او فعل د هغه چا آزارول چې پر تاسو تېريږي؟ نو د قوم ځواب يې هغه لره د هغه لخوا د نارواو څخه د منع کولو وروسته يوازې دا و چې ويل يې: د الله هغه عذاب پر موږ راوله چې ته مو پرې ډاروې که ته په هغه څه کې رېښتينی وې چې دعوی يې کوې.
التفاسير العربية:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
لوط عليه السلام د خپل پالونکي په رابللو سره د خپل قوم د ضد او د سپکاوي په توګه د هغوی له لوري د خپلو ځانو پر خلاف د عذاب غوښتنې وروسته وويل: ای زما پالونکيه! په ځمکه کې د ورانکاري قوم پرخلاف زما مرسته وکړه چې هغوی کوم کفر او ناوړه ګناهونه خپروي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عناية الله بعباده الصالحين حيث ينجيهم من مكر أعدائهم.
د الله پاملرنه خپلو نېکو بندګانو ته يې چې د دښمنانو له مکر څخه يې ژغوري.

• فضل الهجرة إلى الله.
د الله لوري ته د هجرت فضيلت.

• عظم منزلة إبراهيم وآله عند الله تعالى.
د الله په وړاندې د ابراهيم او د هغه د پيروانو د مقام لوی والی.

• تعجيل بعض الأجر في الدنيا لا يعني نقص الثواب في الآخرة.
په دنيا کې د ثواب د يوې برخې په بيړه ورکړه دا معنا نه لري چې په آخرت کې به يې ثواب کم وي.

• قبح تعاطي المنكرات في المجالس العامة.
په عامه مجلسونو کې د ناوړه کارونو ترسره کولو بدوالی.

وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا مُهْلِكُوْۤا اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ ۚ— اِنَّ اَهْلَهَا كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ
کله چې موږ هغه پرېښتې ابراهيم ته د اسحاق او له هغه وروسته د هغه د زوی يعقوب د زيري ورکولو لپاره ورولېږلې هغوی ورته ويلې: موږ د سدم نومي کلي د خلکو چې د لوط د قوم کلی دی تباه کوونکې يو، ځکه د هغه اوسېدونکي ظالمان وو چې ناوړه کارونه يې کول.
التفاسير العربية:
قَالَ اِنَّ فِیْهَا لُوْطًا ؕ— قَالُوْا نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَنْ فِیْهَا ؗ— لَنُنَجِّیَنَّهٗ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته وويل: په دغه کلي کې چې تاسو يې د خلکو د تباهۍ هوډ لرئ لوط هم دی او هغه له ظالمانو څخه نه دی، پرېښتو وويل: موږ ښه پوه يو چې څوک پکې دي، هرومرو به هغه او کورنۍ يې له هغې تباهۍ وژغورو چې د کلي پر خلکو راتلونکې ده خو پرته له مېرمنې يې چې هغه به له تباه کېدونکو پاتې کېدونکو څخه وي او ژر ده چې هغه به د کلي له خلکو سره يوځای تباه کړو.
التفاسير العربية:
وَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوْطًا سِیْٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَّقَالُوْا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۫— اِنَّا مُنَجُّوْكَ وَاَهْلَكَ اِلَّا امْرَاَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
کله چې هغه پرېښتې چې د لوط د قوم تباهۍ ته مو لېږلې وې لوط ته ورغلې هغه زړه تنکی شو او د خپل قوم د ناوړه کار څخه د وېرې له امله د هغوی راتګ خپه کړلو، هغه پرېښتې د سړيو په څېرو کې ورغلې او د هغه قوم له ښځو پرته نارينه وو ته د شهوت پوره کولو لپاره ورتلل او پرېښتو هغه ته وويل: ته مه خپه کېږه هيڅکله به دې قوم زيان درته ونه شي رسولای او مه پر هغه څه غمجن کېږه چې موږ د هغوی پر تباهۍ خبر کړې، بېشکه موږ له تباهۍ څخه ستا او ستا د کورنۍ ژغورونکي يو، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به په تباه کېدونکو پاتې کېدونکو کې وي او ژر ده چې له هغوی سره يوځای به يې تباه کړو.
التفاسير العربية:
اِنَّا مُنْزِلُوْنَ عَلٰۤی اَهْلِ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
بېشکه موږ د دغه کلي پر خلکو چې ډېر بد کارونه کوي له آسمانه د يو داسې عذاب را نازلوونکي يو چې هغه نښانه شوې ډبرې دي دا د هغوی لپاره يو عذاب دی چې د الله له پيروۍ څخه د ډېر ناوړه کار په ترسره کولو وتلي وو، چې هغه له ښځو پرته نارينه وو ته د شهوت لپاره ورتګ دی.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ تَّرَكْنَا مِنْهَاۤ اٰیَةً بَیِّنَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او پرته له شکه موږ د دغه کلي څخه چې تباه مو کړ يوه څرګنده نښانه د هغو خلکو لپاره پرېښې ده چې له عقله کار اخلي، ځکه همدوی دي چې له آيتونو پند اخلي.
التفاسير العربية:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ۙ— فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَارْجُوا الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟
او د مدين سيمې ته مو د هغوی نسبي ورور شعيب عليه السلام ورولېږلو؛ نو هغه وويل: ای زما قومه! يوازې دیو الله عبادت وکړئ او د هغه په خانګړی عبادت مو د آخرت په ورځ د بدلې هيله ولرئ او په ځمکه کې د ګناهونو په کولو او د هغو په خپرولو فساد مه کوئ.
التفاسير العربية:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ؗ
قوم يې هغه درواغجن وګڼلو؛ نو سخته زلزله ورته ورسېدله، چې په خپلو کورونو کې پړمخې پراته وګرځېدل، مخونه يې له خاورو سره ولګېدل او هيڅ خوځښت يې نه لرلو.
التفاسير العربية:
وَعَادًا وَّثَمُوْدَاۡ وَقَدْ تَّبَیَّنَ لَكُمْ مِّنْ مَّسٰكِنِهِمْ ۫— وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَكَانُوْا مُسْتَبْصِرِیْنَ ۟ۙ
او موږ همدارنګه عاديان د هود قوم، ثموديان د صالح قوم تباه کړل، او ای د مکې خلکو تاسو ته د هغوی له ځايونو په ونو، ډبرو او هغه څه چې د هغوی تباهۍ ته مو لارښوونه کوي سره په حضرموت (سيمه) کې څرګنده شوه، چې ځايونه يې خالي دي او پر دغه شاهدي ورکوي. او شيطان هغوی لره هغه کفر او نور ګناهونو کول ښايسته کړل؛ نو له نېغې لارې يې وګرځول او هغوی د حق او باطل، لارښوونې او سرکښۍ ليدونکي وو چې رسولانو يې ورښوولي وو، خو د لارښوونې د پيروۍ پر ځای يې د نفسي غوښتنو پيروۍ ته لومړيتوب ورکړ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• قوله تعالى:﴿ وَقَد تَّبَيَّنَ..﴾ تدل على معرفة العرب بمساكنهم وأخبارهم.
د الله وينا چې ( قدتبين) دلالت کوي پردې خبره چې عربو ته د هغوی ځايونه او حالات ورمعلوم وو.

• العلائق البشرية لا تنفع إلا مع الإيمان.
بشري اړيکې ګټه نه رسوي مګر د ایمان سره.

• الحرص على أمن الضيوف وسلامتهم من الاعتداء عليهم.
پر خپلو مېلمنو له تيري څخه د خونديتابه او امن حرص لرل.

• منازل المُهْلَكين بالعذاب عبرة للمعتبرين.
د عذاب له امله د تباه شويو هستوګنځي د پند اخېستونکو لپاره پند دی.

• العلم بالحق لا ينفع مع اتباع الهوى وإيثاره على الهدى.
يوازې پر حق پوهېدل ګټه نه لري کله چې د خواهشاتو پيروي ورسره وي او خواهشاتو ته پر لارښوونه لومړيتوب ورکول شي.

وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ
قارون مو په خپل کور کې يې په ځمکه کې په ډوبولو تباه کړ کله يې چې پر موسی تېری وکړ، او فرعون او د هغه وزير هامان مو په درياب کې په ډوبولو تباه کړل،او بېشکه موسی هغوی ته له داسې څرګندو نښانو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، خو هغوی د مصر په ځمکه کې پر موسی له ايمان راوړلو څخه لويي وکړه؛ نو هغوی زموږ له عذابه خوندي نه شول چې له موږ دې پاتې شي.
التفاسير العربية:
فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
له مخکې ياد شويو څخه مو هر يو په خپل تباه کوونکي عذاب ونيوی، پرځينو مو لکه د لوط قوم پرله پسې سختې ډبرې را ولېږلې، ځينې مو لکه د صالح او شعيب قومونه په سخته چېغه ونيول، ځينې مو لکه قارون له خپله کوره سره يې په ځمکه کې ډوب کړل او ځينو مو لکه د نوح قوم، فرعون او هامان په ډوبولو تباه کړل، او الله پرته له کومې ګناه په تباه کولو پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی پر خپلو ځانونو د ګناهونو په ترسره کولو سره ظلم کړی چې د عذاب وړ وګرځېدل.
التفاسير العربية:
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
د هغو مشرکانو بېلګه چې له الله پرته نور بتان يې نيولي او په دې هيله يې عبادت کوي چې هغوی ته به ګټه ورسوي او يا به يې سپارښتنه وکړي داسې ده لکه د غڼې (تارکشې) چې داسې يو کور يې نيولی وي چې پر ځان له تيري څخه يې خوندي کړي او پرته له شکه چې تر ټولو کمزوری کور د غڼې (تارکشې) کور وي، چې هغه له ځانه د دښمن مخه نه شي نيولی، همدارنګه بتان چې دي نه ګټه رسولای شي، نه زيان او نه سپارښت کولای شي، که چېرې مشرکان پر دې پوهېدلای؛ نو له الله پرته بتان به يې نه وای نيولي چې عبادت یې کوي.
التفاسير العربية:
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟
دغه بېلګې چې موږ يې خلکو ته بيانوو د دې لپاره دي چې هغوی بيداره کړي او حق ور وښيي او لارښوونه ورته وکړي او په مطلوب ډول يې يوازې د الله پر شريعت او حکم پوه خلک درک کولای شي.
التفاسير العربية:
خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي.
التفاسير العربية:
اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟
ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لارښوونه کوي او د الله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أهمية ضرب المثل: (مثل العنكبوت) .
د بېلګې وړاندې کولو اهميت"دغڼې يا تارکشې بېلګه".

• تعدد أنواع العذاب في الدنيا.
په دنيا کې د عذاب د ډولونو شمېر.

• تَنَزُّه الله عن الظلم.
له ظلم څخه د الله پاکوالی.

• التعلق بغير الله تعلق بأضعف الأسباب.
له الله پرته له نورو سره اړيکه ساتل ترټولو له کمزورو اسبابو سره اړيکه ساتل دي.

• أهمية الصلاة في تقويم سلوك المؤمن.
د مؤمنانو د چلند په سمون کې د لمانځه اهميت.

وَلَا تُجَادِلُوْۤا اَهْلَ الْكِتٰبِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ وَقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَاُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَاِلٰهُنَا وَاِلٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ای مومنانو! تاسو د یهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې د جنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لاس جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ۚ— وَمِنْ هٰۤؤُلَآءِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الْكٰفِرُوْنَ ۟
او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې د ده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار د حق وي سره د څرګندوالي د هغه بل څوک پرې نه کافر کېږي.
التفاسير العربية:
وَمَا كُنْتَ تَتْلُوْا مِنْ قَبْلِهٖ مِنْ كِتٰبٍ وَّلَا تَخُطُّهٗ بِیَمِیْنِكَ اِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لاس څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا د نبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا د پخوانیو کتابونو څخه لیکل کول.
التفاسير العربية:
بَلْ هُوَ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ فِیْ صُدُوْرِ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الظّٰلِمُوْنَ ۟
بلکې دا پر تا نازل شوی قرآن څرګند آیاتونه دي د هغو مؤمنو خلکو په زړونو کې چې علم ورکړل شوی دی، او نه منکرېږي زمونږ له آیاتونوڅخه پرته له هغو ظالمانو چې په کفر او شرک سره یې پر ځان ظلم کړی.
التفاسير العربية:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او مشرکانو وویل: ولې پر محمد د خپل رب لخوا داسې آیاتونه ندي نازل شوي لکه څرنګه چې له ده څخه په مخکنو پېغمبرانو نازل شوي وې، ووایه -ای پېغمبره- دغو وړاندیز کوونکو ته: آیاتونه خو د الله په لاس کې دي، نازلوي يې څرنګه یې چې خوښه شي، او د نازلولو واک یې زه نلرم، زه خو یوازې ستاسو وېرونکی یم د الله تعالی له عذاب څخه، ښکاره وېرونکی.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَكْفِهِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّذِكْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
آیا دغو د آیاتونو وړاندېزونکو ته بس نه دي چې مونږ پر تا -ای پېغمبره- قرآن نازل کړی چې پر دوی لوستل کېږي، بېشکه په دغه نازل شوي قرآن کې هغه قوم لپاره رحمت او پند دی چې ایمان راوړي، پس همغوی ترې ګټه پورته کوي، ځکه هغه څه چې پر دوی نازل شوي ډېر ښه دي له هغه چې دوی وړاندیزول په شان د هغه چې پخوا پر پېغمبرانو نازل شوي.
التفاسير العربية:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ شَهِیْدًا ۚ— یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوْا بِاللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ووایه -ای پېغمبره- کافي دی الله تعالی په شاهدي ورکولو زما په ریښتنولۍ د هغه څه په اړه چې ما راوړی، او ستاسو په دروغجن ګڼلو، پوهېږي په هغه څه چې آسمانو او ځمکه کې دي، هېڅ ترې نه پټېږي په دې دواړو کې، او هغه کسان چې پر باطل باور لري چې د الله پرته د نورو عبادت کوي، او په الله کفر کوي چې د عبادت وړ دی، همدوی تاوانیان دي؛ ځکه چې کفر یې پر ایمان تبدیل کړی دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مجادلة أهل الكتاب تكون بالتي هي أحسن.
د اهل کتابو سره په ښایسته توګه بحث کول.

• الإيمان بجميع الرسل والكتب دون تفريق شرط لصحة الإيمان.
له توپير پرته پر ټولو پېغمبرانو او کتابونو باور لرل د ایمان د صحت لپاره شرط دی.

• القرآن الكريم الآية الخالدة والحجة الدائمة على صدق النبي صلى الله عليه وسلم.
قرآن کریم همیشنۍ نښه او دائمي دلیل دی د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په ریښتنولۍ باندې.

وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَلَوْلَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— وَلَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
ای پېغمبره! مشرکان پر تا د هغه عذاب بیړه کوي چې تا ترې ویرولي، او که چېرې الله تعالی عذاب لپاره وخت نه وی ټاکلی چې نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي نو خامخا به ورته هغه عذاب راغلی وو کوم یې چې غوښتی، او خامخا به دوی ته ناڅاپه راشي په داسې حال کې چې دوی یې هیله نه لري.
التفاسير العربية:
یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ
بیړه کوي دوی پر تا د هغه عذاب چې تا ورسره ژمنه کړې، او بېشکه هغه جهنم چې الله تعالی یې کافرانو سره ژمنه کړې له دوی را چاپېرېدونکی دی، د دې له عذاب څخه نشي تښتېدلی.
التفاسير العربية:
یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَیَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
هغه ورځ چې پر دوی له پاسه عذاب راخپور شي، او د دوی د پښولاندې فرش وګرځي، او الله تعالی د زورنې په توګه ورته ووایي: د هغه شرک او ګناهونو خوند وڅکې چې تاسو کول.
التفاسير العربية:
یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ ۟
ای زما هغو بندګانو چې پر ما یې ایمان راوړی، د هغې ځمکې څخه هجرت وکړئ چې تاسو پکې زما د عبادت وس نلرئ، بېشکه زما ځمکه پراخه ده، یوازې زما عبادت وکړئ، او ما سره هېڅوک شریک مه نیسئ.
التفاسير العربية:
كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ۫— ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟
او د مرګ څخه وېره دې تاسو له هجرت څخه نه منع کوي، هر ساکښ د مرګ څکونکی دی، بیا یوازې مونږ ته د قیامت په ورځ حساب او بدلې ورکولو لپاره راګرځئ.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ۗۖ
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېکې کړنې يې ترسره کړې دي چې هغه ته يې نېږدې کوي، هرومرو به يې په جنت کې په داسې لوړو کورونو کې استوګن کړو چې لاندې ترې ويالې بهيږي تل ترتله به پکې وي، هلته به فنا نه پرې راځي، د الله د پيروي کوونکو لپاره دغه غوره بدله ده.
التفاسير العربية:
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
غوره بدله د الله پر تابعدارۍ عمل کوونکو لره ده هغه چې د الله تعالی په تابعدارۍ او د هغه له نافرمانۍ کولو څخه یې صبر کړی وي، او یوازې پر خپل رب بروسه کوي په خپلو ټولو کارونو کې.
التفاسير العربية:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ۖۗؗ— اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَاِیَّاكُمْ ۖؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
ټول خوځېدونکي -سره له زیاتوالي- چې روزي نشي راټولولی او نه یې په شا بارولی شي، الله دوی ته هم روزي ورکوي او تاسو ته هم، نو تاسو د لوږې له وېرې د هجرت په پرېښودلو هېڅ عذر نلرئ، او هغه ستاسو د ویناوو اورېدونکی دی، ستاسو په کړنو او نیتونو پوهه دی، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به درکړي.
التفاسير العربية:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۚ— فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
ای پېِغمبره! که چېرې له دې مشرکانو پوښتنه وکړې: آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ لمر او سپوږمئ چا په کار اچولي چې یو بل پسې راځي؟ خامخا به ووایي: الله پېدا کړي، نو څرنګه یوازې پر الله د ایمان راوړلو اړول کېږي، او له هغه پرته د نورو معبودانو عبادت کوي چې ګټه او زیان نشي رسولی.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله تعالی روزي پراخوي خپلو بندګانو ته چې خوښه یې شي، او تنګوي یې چا ته یې چې خوښه شي، د حکمت له کبله چې خپله پرې پوه دی، بېشکه الله په هر څه پوه دی، هېڅ هم ترې پټ ندي، نو کوم تدبیر یې چې بندګانو ته مناسب وي هغه ترې پټ نه دی.
التفاسير العربية:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟۠
او که ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له مشرکانو څخه: چا له آسمانه اوبه راورولې چې ځمکه یې پرې زرغونه کړه پس له دې چې وچه وه؟ خامخا به ووایي: الله دی چې له آسمانه یې باران راورولی او ځمکه یې پرې زرغونه کړې، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ثنا ده هغه ذات لره چې تاسو ته یې دلیل ښکاره کړی، بلکه پایله داده چې زیاتره یې عقل نه کاروي؛ ځکه که چېرې یې عقل کارولی نو د الله سره به یې بتان نه شریکول چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• استعجال الكافر بالعذاب دليل على حمقه.
په بیړه سره د کافر عذاب غوښتل د هغه د کم عقلتوب دلیل دی.

• باب الهجرة من أجل سلامة الدين مفتوح.
د هجرت دروازه د دین د سلامتیا لپاره خلاصه ده.

• فضل الصبر والتوكل على الله.
د صبر او په الله بروسه ساتلو فضیلت.

• الإقرار بالربوبية دون الإقرار بالألوهية لا يحقق لصاحبه النجاة والإيمان.
له الوهیت (لمانځنې) پرته یوازې په ربوبیت (پالنې) اقرار کولو یې څښتن نجات او ایمان نشي ترلاسه کولی.

وَمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَهْوٌ وَّلَعِبٌ ؕ— وَاِنَّ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ لَهِیَ الْحَیَوَانُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او نه دی ژوند د دنیا -سره له دومره شهوتونو او خوندونو- مګر ساعت تېري ده د هغې پورې تړل شوو زړونو لپاره او لوبې دي، نه پاتې کېږي دا چې په بیړه ختم شي، او بېشکه د آخرت کور خامخا هماغه د پاتې کېدو ریښتنی ژوند دی، که چېرې پوهېدلای نو هغه څه به یې نه وړاندې کول چې فنا کېږي په هغه څه چې پاتې کېږي.
التفاسير العربية:
فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او کله چې مشرکان په بېړیو کې په سمندر کې سپاره شي یوازې الله ته په دعا کې اخلاص کوي چې د ډوبېدو یې وژغوري، خو کله یې چې له ډوبېدو وژغوري بېرته مشرکان شي او نور معبودان ورسره رابلي.
التفاسير العربية:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ۙۚ— وَلِیَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
بېرته مشرکان وګرځېدل څو نا شکري وکړي د هغو نعمتونو چې مونږ ورکړي دي، او څو خوند واخلي د دنیا د ژوند له هغه ښایست څخه چې مونږ ورکړی، زر دی چې کله مړه شي په خپل بد انجام به پوهه شي.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَّیُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَكْفُرُوْنَ ۟
آیا دا د الله له نعمتونو څخه منکر شوي بل نعمت نه ویني چې کله مونږ دوی له ډوبېدو څخه وژغول، هغه دا چې دوی ته مونږ حرم د امن ځای ګرځولی چې د دوی وینې او شتمنۍ پکې خوندي دي، په داسې حال کې چې په نورو باندې حملې کېږي، وژل کېږي، بندیانېږي، میرمنې او بچي یې مینځې او مریان کېږي، او شتمنۍ يې لوټېږي، آیا په باطلو خدایانو باور لري، او د الله نعمت چې پر دوی دی کفر کوي، او د الله شکر پرې نه وباسي؟!.
التفاسير العربية:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
هېڅوک له هغه چا زیات ظالم نه دی چې پر الله دروغ تړي او د شریک نسبت ورته کوي، او یا هغه حق دورغجن بولي چې د هغه پېغمبر ورته راوړی، شک نشته چې دوزخ د کافرانو او د دوی په څېر خلکو استوګن ځای دی.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ جٰهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
او هغه کسان چې زمونږ د خوښۍ په خاطر خپلو نفسونو سره جهاد کوي نو خامخا به هغوی ته نېغې لارې ته د رسېدو وس ورکړو، او بېشکه الله تعالی د نېکانو سره په مرسته او لارښوونه کې مل دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لجوء المشركين إلى الله في الشدة ونسيانهم لأصنامهم، وإشراكهم به في الرخاء؛ دليل على تخبطهم.
د سختیو پر مهال الله ته د مشرکانو پناه وړل او خپل بوتان هېرول، او د آسانۍ پر مهال ورسره شریک جوړول د دوی په لیونتوب دلیل دی.

• الجهاد في سبيل الله سبب للتوفيق إلى الحق.
د الله په لار کې جهاد کول حق ته د توفیق موندلو لامل دی.

• إخبار القرآن بالغيبيات دليل على أنه من عند الله.
د غیبو (پټو) په اړه د قرآن خبر ورکول په دې دلیل دی چې (قرآن) د الله له لوري څخه دی.

 
ترجمة معاني سورة: العنكبوت
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق