ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: القصص   آية:

سورة القصص - القصص

من مقاصد السورة:
سنة الله في تمكين المؤمنين المستضعفين وإهلاك الطغاة المستكبرين.
د الله تګلاره کمزورو مؤمنانو ته په واک ورکولو او د لويي کوونکو سرکښانو په تباه کولو کې ده.

طٰسٓمّٓ ۟
د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی.
التفاسير العربية:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟
دغه د څرګند قرآن آيتونه دي.
التفاسير العربية:
نَتْلُوْا عَلَیْكَ مِنْ نَّبَاِ مُوْسٰی وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
پر تا د موسی او فرعون له کيسې لږه برخه په داسې حق لولو چې هيڅ شک پکې نشته د هغو خلکو لپاره چې ايمان راوړي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکې دي.
التفاسير العربية:
اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَیَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
بېشکه فرعون د مصر په ځمکه کې سرغړونه وکړه، په هغې کې يې واک ترلاسه کړ، د هغې خلک يې په بېلو بېلو ډلو ووېشل، له هغوی به يې يوه ډله ترلاسه لاندې کړې وه چې هغوی بني اسرائيل وو، چې نارينه اولادونه به يې ور وژل او ښځينه به يې د خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې ترڅو ښه خوار شي، بېشکه هغه په ظلم کولو، سرکښۍ او لويۍ کولو په ځمکه کې له ورانکارو څخه و.
التفاسير العربية:
وَنُرِیْدُ اَنْ نَّمُنَّ عَلَی الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا فِی الْاَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ اَىِٕمَّةً وَّنَجْعَلَهُمُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۙ
او موږ غواړو چې پر هغو بني اسرائيلو پېرزوينه وکړو کوم چې فرعون د مصر په ځمکه کې کمزوري کړي دي، د هغوی د دښمن په تباه کولو او له هغوی څخه د کمزورۍ په لېرې کولو سره، هغوی داسې امامان وګرځوو چې په حق کې يې پيروي کيږي او د فرعون له تباهۍ وروسته هغوی د شام د مبارکې ځمکې وارثان وګرځوو، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي: او موږ هغه کمزوري کړل شوي کسان وارثان وګرځول د ځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې، چېرې چې مو چې برکت اچولی وو.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الإيمان والعمل الصالح سببا النجاة من الفزع يوم القيامة.
ايمان او نيک عمل د قيامت په ورځ له وېرې څخه د خلاصون دوه لاملونه دي.

• الكفر والعصيان سبب في دخول النار.
کفر او سرغړونه په اور کې د ننوتلو لامل دی.

• تحريم القتل والظلم والصيد في الحرم.
په حرم کې د وژلو، ظلم او ښکار کولو حراموالی.

• النصر والتمكين عاقبة المؤمنين.
مرسته او واک ترلاسه کول د مؤمنانو پايله ده.

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَنُرِیَ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَحْذَرُوْنَ ۟
او موږ غواړو چې هغوی ته په ځمکه کې واک ورکړو چې هغوی په ځمکه کې د واکمنۍ څښتنان وګرځوو، فرعون، د هغه لوی مرستيال هامان او په پاچايۍ کې د هغوی دواړو مرستنديه لښکرو ته هغه څه ور وښيو چې هغوی ترې وېريږي چې هغه د پاچايي له لاس نه وتل او له بني اسرائيلو څخه د نارينه پيداشوي بچي او بیا یې په لاس د هغه پاچايي پای ته رسېدل دي.
التفاسير العربية:
وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّ مُوْسٰۤی اَنْ اَرْضِعِیْهِ ۚ— فَاِذَا خِفْتِ عَلَیْهِ فَاَلْقِیْهِ فِی الْیَمِّ وَلَا تَخَافِیْ وَلَا تَحْزَنِیْ ۚ— اِنَّا رَآدُّوْهُ اِلَیْكِ وَجَاعِلُوْهُ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
د موسی عليه السلام مور ته مو په زړه کې دا خبره ورواچوله چې هغه ته تی ورکړي تردې چې کله له فرعون او د هغه له قومه د موسی پر وژلو ووېرېدلې؛ نو په صندوق کې يې واچوه او بيا يې د نيل په سیند کې وغورځوه، له ډوبېدو او له فرعون څخه د هغه په اړه مه وېرېږه، او مه د هغه د بېلتون له امله خپه کېږه، بېشکه موږ يې تاته ژوندی راګرځوونکي يو، او د الله له هغو رسولانو يې ګرځوونکي يو چې خپل مخلوق ته يې ليږي.
التفاسير العربية:
فَالْتَقَطَهٗۤ اٰلُ فِرْعَوْنَ لِیَكُوْنَ لَهُمْ عَدُوًّا وَّحَزَنًا ؕ— اِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَجُنُوْدَهُمَا كَانُوْا خٰطِـِٕیْنَ ۟
هغې هغه څه ومنل چې موږ د موسی په صندوق کې اېښودلو او په درياب کې د غورځولو الهام ورته کړی و؛ نو د فرعون خلکو وموندلو او وايې خېستلو، تر څو هغه څه رامنځته شي چې الله غوښتي و، چې موسی به د فرعون دوښمن کيږي او د هغه په لاس به يې پاچايي له منځه وړي، هغوی ته غم جوړوونکی و، بېشکه فرعون د هغه وزير هامان او د هغوی دواړو مرستندويان د هغوی د کفر او سرکښۍ او په ځمکه کې د فساد له امله ګناهکار وو.
التفاسير العربية:
وَقَالَتِ امْرَاَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَیْنٍ لِّیْ وَلَكَ ؕ— لَا تَقْتُلُوْهُ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
کله چې فرعون د هغه د وژلو اراده وکړه مېرمنې يې ورته وويل: دغه هلک زما او ستا لپاره د خوښۍ سرچينه ده، مه يې وژنه، کېدای شي په خدمت کولو څه ګټه راورسوي او يا به يې په زوی ولۍسره زوی ونيسو، په داسې حال کې چې هغوی پر دې نه پوهېدل چې د هغوی د پاچايۍ حال به د هغه په لاس څرنګه ګرځي.
التفاسير العربية:
وَاَصْبَحَ فُؤَادُ اُمِّ مُوْسٰی فٰرِغًا ؕ— اِنْ كَادَتْ لَتُبْدِیْ بِهٖ لَوْلَاۤ اَنْ رَّبَطْنَا عَلٰی قَلْبِهَا لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او د موسی عليه السلام د مور زړه له موسی پرته د دنيا له نورو ټولو چارو خالي شو؛ نو نه يې شوای زغملی، تر دې چې نېږدې وه چې له هغه سره د سخت تړاو له امله دا خبره ښکاره کړي چې هغه يې زوی دی، که چېرې يې موږ زړه نه وای ټينګ کړی او صبر مو نه وای ورکړی، تر څو پر خپل پالونکي له بروسه کوونکو مؤمنانو شي داسې چې پر پرېکړه يې صبر کوونکې وي.
التفاسير العربية:
وَقَالَتْ لِاُخْتِهٖ قُصِّیْهِ ؗ— فَبَصُرَتْ بِهٖ عَنْ جُنُبٍ وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
د موسی عليه السلام مور په نهر کې د موسی له غورځولو وروسته د هغه خور ته وويل: په هغه پسې شه چې څه پرې کيږي؛ نو هغې له لرې ورته کتل، ترڅو يې حال څرګند نه شي، خو فرعون او د هغه قوم پر دې نه پوهېدل چې هغه يې خور ده او د هغه حال معلوموي.
التفاسير العربية:
وَحَرَّمْنَا عَلَیْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰۤی اَهْلِ بَیْتٍ یَّكْفُلُوْنَهٗ لَكُمْ وَهُمْ لَهٗ نٰصِحُوْنَ ۟
او د الله په تدبير سره موسی د نورو ښځو له شېدو خوړلو منع شو، مخکې تر دې چې هغه يې مور ته را وګرځوو، کله يې چې خور د هغوی په تی (شېدو) ورکولو حرص وليد، هغوی ته يې وويل: ايا داسې کورنۍ درته ونه ښايم چې هغه ته تی ورکړي او پاملرنه ورته وکړي او هغه لره به نصيحت کوونکي وي.
التفاسير العربية:
فَرَدَدْنٰهُ اِلٰۤی اُمِّهٖ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو موسی مو يې مورته را وګرځولو، ترڅو يې له نېږدې په ليدلو سترګې يخې شي او د هغه د بېلوالي له امله خپه نشي، ترڅو پوه شي چې د هغه په راګرځولو سره د الله ژمنه داسې حق ده چې هيڅ شک پکې نشته، خو ډېری يې پر دغه ژمنه نه پوهېدل او هيڅوک نه پوهېدل چې هغه يې مور ده.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تدبير الله لعباده الصالحين بما يسلمهم من مكر أعدائهم.
د الله تدبير د خپلو نېکو بندګانو لپاره چې د خپل دښمن له چل يې خوندي کړي.

• تدبير الظالم يؤول إلى تدميره.
د ظالم تدبير د هغه په له منځه تللو تماميږي.

• قوة عاطفة الأمهات تجاه أولادهن.
د مور د مینې پیاوړی احساس د خپلو اولادونو پر وړاندې.

• جواز استخدام الحيلة المشروعة للتخلص من ظلم الظالم.
د ظالم له ظلم څخه د خلاصون په موخه د يوې روا لارې کارولو جواز.

• تحقيق وعد الله واقع لا محالة.
د الله ژمنه هرومرو ترسره کېدونکې ده.

وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَاسْتَوٰۤی اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
کله چې هغه د سختې ځوانۍ عمر ته ورسېد او د ځواک له اړخه غښتلی شو؛ نو موږ هغه ته له نبوت مخکې د بني اسرائيلو په دين کې پوهاوی او علم ورکړ، لکه څرنګه مو چې موسی ته د هغه د پيروۍ له کبله بدله ورکړې ده همدارنګه په هر وخت او هر ځای کې نېکانو ته بدله ورکوو.
التفاسير العربية:
وَدَخَلَ الْمَدِیْنَةَ عَلٰی حِیْنِ غَفْلَةٍ مِّنْ اَهْلِهَا فَوَجَدَ فِیْهَا رَجُلَیْنِ یَقْتَتِلٰنِ ؗ— هٰذَا مِنْ شِیْعَتِهٖ وَهٰذَا مِنْ عَدُوِّهٖ ۚ— فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِیْ مِنْ شِیْعَتِهٖ عَلَی الَّذِیْ مِنْ عَدُوِّهٖ ۙ— فَوَكَزَهٗ مُوْسٰی فَقَضٰی عَلَیْهِ ؗ— قَالَ هٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِیْنٌ ۟
د خلکو په خپلو کورونو کې د آرام پر مهال موسی ښار ته ننوت؛ نو دوه کسان يې وموندل چې له يوبل سره جګړه کوي او يوبل سره وهي، يو د موسی عليه السلام له قوم بني اسرائيلو څخه و، بل د فرعون له قوم قبطي و چې د موسی دښمنان وو؛ نو د خپل قوم سړي يې ترې وغوښتل چې د قبطي دښمن پر خلاف د هغه مرسته وکړي؛ نو موسی قبطي په سوک وواهه، چې په همدغه سوک يې ووژلو ځکه ډېر پياوړی سوک و، موسی عليه السلام وويل: دا کار د شيطان له ښايسته کولو او د هغه له دوکه کولو څخه و، بېشکه شيطان د هغه چابې لاری کوونکی دوښمن دی چې څوک يې پيروي وکړي، دښمني يې څرګنده ده، له ما چې څه وشول دا د هغه د دښمنۍ له امله او له دې کبله چې هغه لارورکی کوونکی دی زما لار ورکي غواړي.
التفاسير العربية:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ فَاغْفِرْ لِیْ فَغَفَرَ لَهٗ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
موسی له خپل پالونکي په دعا غوښتلو په داسې حال کې چې څه له هغه ترسره شوي و اعتراف کوونکی و وويل: ای زما پالونکيه! ما پر خپل ځان ظلم کړی، د دغه قبطي په وژلو سره؛ نو ماته مې د ګناه بښنه وکړه؛ نو الله د موسی لپاره خپله بښنه موږ ته بيان کړه، بېشکه هغه دی بښونکی د هغه چا چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی.
التفاسير العربية:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ فَلَنْ اَكُوْنَ ظَهِیْرًا لِّلْمُجْرِمِیْنَ ۟
بيا خبر همداسې د موسی له هغه دعا سره پيوسته شو چې پکې ويلي يې و: ای زما پالونکيه! د هغه ځواک، حکمت او پوهې له امله چې پر ما دې پېرزويلي دي، بيا هيڅکله د مجرمانو په جرم کې زه مرستندوی نه شم.
التفاسير العربية:
فَاَصْبَحَ فِی الْمَدِیْنَةِ خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ فَاِذَا الَّذِی اسْتَنْصَرَهٗ بِالْاَمْسِ یَسْتَصْرِخُهٗ ؕ— قَالَ لَهٗ مُوْسٰۤی اِنَّكَ لَغَوِیٌّ مُّبِیْنٌ ۟
کله چې له موسی د قبطي وژنه ترسره شوه؛ نو سهار يې په ښار کې په وېره انتظار کولو چې څه به کيږي، هغه و چې هغه سړی چې پرون يې د قبطي دښمن پر خلاف مرسته او کمک ترې غوښتی و نن بيا د يو بل قبطي پر خلاف مرسته ترې غواړي، موسی هغه ته وويل: پرته له شکه ته يو بې لارې او څرګندې لار ورکۍ څښتن يې.
التفاسير العربية:
فَلَمَّاۤ اَنْ اَرَادَ اَنْ یَّبْطِشَ بِالَّذِیْ هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا ۙ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اَتُرِیْدُ اَنْ تَقْتُلَنِیْ كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْاَمْسِ ۗ— اِنْ تُرِیْدُ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ جَبَّارًا فِی الْاَرْضِ وَمَا تُرِیْدُ اَنْ تَكُوْنَ مِنَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟
کله چې موسی عليه السلام وغوښتل چې هغه قبطي راونيسي چې د هغه او د اسرائيلي دښمن و، اسرائيلي دا ګومان وکړ، چې موسی د ده نيول غواړي ځکه چې ترې اورېدلي يې و (چې ويل يې ته خو څرګند بې لارې يې)؛ نو موسی ته يې وويل: آيا غواړې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون يو تن ووژلو، ته يوازې غواړې په زمکه زورواکی شې چې خلک وژنې او ظلم پرې کوې، ته نه غواړې چې د شخړه کوونکو ترمنځ له روغې کوونکو څخه شې.
التفاسير العربية:
وَجَآءَ رَجُلٌ مِّنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ یَسْعٰی ؗ— قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنَّ الْمَلَاَ یَاْتَمِرُوْنَ بِكَ لِیَقْتُلُوْكَ فَاخْرُجْ اِنِّیْ لَكَ مِنَ النّٰصِحِیْنَ ۟
کله چې خبر خپور شو، د ښار له لرې سيمې يو سړی تېز په منډه راغی پر موسی له نيولو وېرېدلو ويې ويل: ای موسی! پرته له شکه د فرعون د قوم سرداران ستا د وژلو مشوره کوي؛ نو له ښاره ووځه، پرته له شکه زه ستا لپاره د خېر غوښتونکو څخه يم، پرتا وېرېږم چې هغوی به دې ونيسي او وبه دې وژني.
التفاسير العربية:
فَخَرَجَ مِنْهَا خَآىِٕفًا یَّتَرَقَّبُ ؗ— قَالَ رَبِّ نَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو موسی د هغه نصيحت کوونکي سړي خبره ومنله، له ښاره د وېرې په حالت کې ووتلو په دې انتظار چې څه به ورته پېښيږي، له خپل پالونکي څخه يې په دعا غوښتلو وويل: ای زما پالونکيه! ما له ظلم کوونکي قوم څخه وژغوره، چې ماته زيان ونه رسوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الاعتراف بالذنب من آداب الدعاء.
خپله ګناه منل د دعا له آدابو څخه دي.

• الشكر المحمود هو ما يحمل العبد على طاعة ربه، والبعد عن معصيته.
ښه شکر اېستل دا دي چې بنده د خپل پالونکي پيروي وکړي او له سرغړونې يې لرې شي.

• أهمية المبادرة إلى النصح خاصة إذا ترتب عليه إنقاذ مؤمن من الهلاك.
نصيحت ته بیړه کول په ځانګړي ډول کله چې پرې د يو مؤمن له تباهۍ څخه خلاصون مرتب وي.

• وجوب اتخاذ أسباب النجاة، والالتجاء إلى الله بالدعاء.
د خلاصون د لارو غوره کولو لازموالی او الله ته په دعا سره پناه وړل.

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
کله چې هغه د مدين په لوري وخوځېدی ويې ويل: هیله ده چې پالونکی مې ماته داسې د خير لار وښيي، چې ترې لار ورکی نه شم.
التفاسير العربية:
وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ ؗ۬— وَوَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ ۚ— قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ؕ— قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ ٚ— وَاَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ ۟
کله چې د مدين هغو اوبو ته ورسېد چې خلک ترې خړوبیدل؛ نو يوه ډله خلک يې وموندل چې خپل څاروي خړوبوي، او له هغوی بلې خواته يې دوې ښځې وموندلې چې خپل پسونه يې له اوبو را ګرځول ترڅو خلک خپل څاروي اوبه کړي، موسی عليه السلام هغوی دواړو ته وويل: تاسو لره څه دي چې له خلکو سره يوځای خپل پسونه نه اوبوئ؟ هغوی دواړو ورته وويل: زموږ عادت دادی چې راځو خو تر هغه يې نه اوبوو چې ترڅو شپانه نه وي ګرځېدلي، ترڅو له هغوی سره ګډوډې نه شو، او زموږ پلار ډېر سپينږيری دی، پسونه نه شي اوبولی؛ نو موږ د خپلو پسونو اوبولو ته اړشوې یو
التفاسير العربية:
فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ ۟
نو موسی هغوی دواړو ته زړه بد شو او پسونه يې ورته اوبه کړل، بيا سيورې خواته ولاړ هلته يې آرام وکړ او له خپل پالونکي يې په اشاره خپله اړتيا وغوښتله چې ويې ويل: ای زما پالونکيه! هره ښېګڼه چې پر ما راکوزه کړې زه ورته اړ يم.
التفاسير العربية:
فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ ؗ— قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ؕ— فَلَمَّا جَآءَهٗ وَقَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ ۙ— قَالَ لَا تَخَفْ ۫— نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
کله چې هغوی دواړه ولاړې خپل پلار يې په کيسه خبر کړ؛ نو يوه يې ورواستوله ترڅو موسی را وغواړي، هغه د حيا په حالت کې ورته راغله ويې ويل: زما پلار دې بولي، چې راشې تر څو تاته زموږ د څارويو د اوبه کولو بدله درکړي؛ نو کله چې موسی د هغوی پلار ته راغی او په خپلو کيسو يې خبر کړ، هغه د ډاډ لپاره ورته وويل: مه وېرېږه له ظالم قوم څخه د فرعون او د هغه له ډلې ژغورل شوی يې، ځکه هغوی پر مدين پاچايي نه لري، نو تاته زيان نه شي در رسولی.
التفاسير العربية:
قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ ؗ— اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ ۟
يوې لور يې وويل: اې پلاره! هغه د پسونو څرولو لپاره مزدور کړه، هغه د دې وړ دی چې مزدور يې کړې، ځکه هغه ځواک او امانتداري دواړه لري، نو د ځواک په مرسته به خپل مسؤوليت اداکوي او د امانت له امله به هغه څه ساتي چې باور پرې شوی وي.
التفاسير العربية:
قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ ۚ— فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۚ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ؕ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
د هغوی دواړو پلار موسی عليه السلام ته په وينا کولو وويل: بېشکه زه غواړم له دغو دواړو لوڼو يوه په نکاح درکړم، په دې شرط چې مهر به يې دا وي چې آته کاله به زموږ پسونه څروې که چېرې دې لس کاله موده پوره کړه دا به ستا لخوا ښېګڼه وي لازم نه دي درباندې، ځکه تړون يوازې پر اته کلونو دی، له هغو پورته يوه ښېکڼه ده، او زه نه غواړم چې پرتا داسې څه لازم کړم چې پر تا سختي وي، که د الله خوښه وه ما به له هغو نېکانو ومومې چې پر خپلو ژمنو وفا کوي او ژمنې نه ماتوي.
التفاسير العربية:
قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ ؕ— اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟۠
موسی عليه السلام وويل: دا هغه څه دي چې زما او ستا ترمنځ پرې تړون وشو، پر هره يوه موده مې چې عمل درته وکړ: که په آته کلونو او که په لسو کلونو؛ نو ما به پر خپله ژمنه وفا کړې وي، له ما څخه به د زيادت غوښتنه نه کوې، الله د هغه څه ساتونکی دی چې تړون مو پرې کړی او د هغه څارونکی دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الالتجاء إلى الله طريق النجاة في الدنيا والآخرة.
الله ته پناه وړل د دنيا او آخرت د بريا لامل دی.

• حياء المرأة المسلمة سبب كرامتها وعلو شأنها.
د مسلمانې مېرمنې حياء د هغې د کرامت او د شان د لوړوالي لامل دی.

• مشاركة المرأة بالرأي، واعتماد رأيها إن كان صوابًا أمر محمود.
د ښخې رايه اخېستل او پر رايه يې باور کول که حق وي يو ښه کار دی.

• القوة والأمانة صفتا المسؤول الناجح.
ځواک او امانتداري د يو بريالي مسؤول صفتونه دي.

• جواز أن يكون المهر منفعة.
د دې خبرې جواز چې مهر دې کوم منفعت وټاکل شي.

فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَسَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا ۚ— قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
کله چې موسی د لسو کلونو موده پوره کړه، له خپلې کورنۍ سره له مدينه د مصر په لور روان شو، د طور غره له لوري يې يو اور وليدی، خپلې کورنۍ ته يي وويل: همدلته اوسئ، ما يو اور وليدی، کېدای شي کوم خبر درته ترې راوړم يا د اور کومه سکروټه چې اور پرې بل کړئ، او له يخه پرې ځانونه تاوده کړئ.
التفاسير العربية:
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
کله چې موسی هغه اور ته راغی چې ليدلی يې و، پالونکي يې د ناو له ښي لوري آواز ورته وکړ، له هغه ځايه چې الله له ونې څخه د موسی سره په خبرو کولو مبارک ګرځولی و داسې: چې اې موسی بېشکه زه الله د ټولو مخلوقاتو پالونکی يم.
التفاسير العربية:
وَاَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۫— اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ ۟
او دا چې امسا دې وغورځوه، موسی هغه وغورځوله د خپل پالونکي د امر په ځای کولو لپاره، کله يې چې وليده هغه حرکت کوي او داسې خوځيږي لکه يو تېز مار چې وي شا يې کړه او له هغې څخه د وېرې له امله په تېښته شو او له تېښتې يې را ونه ګرځېدی؛ نو پالونکي آواز ورته وکړ: اې موسی راوګرځه له هغې مه وېرېږه، بېشکه ته له هغې او نوروهغو شيانو څخه په امن کې يې چې خلک ترې وېريږي.
التفاسير العربية:
اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ؗ— وَّاضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
خپل لاس دې د غاړې لخوا ګریوان ته ننباسه نو پرته له پيس ناروغۍ به تک سپین را ووځي؛ نو موسی هغه ننه اېستلو چې د واورې غوندې سپين راووتلو، لاس دې ځان ته درنېږدې کړه ترڅو له وېرې په امن کې شې، موسی هغه ځانته نېږدې کړ؛ نو وېره ترې ولاړه، دغه دوه ياد شوي چې امسا او لاس وو، ستا د پالونکي لخوا فرعون او د هغه له قومه سردارانو ته دوه لېږل شوي دليلونه دي، بېشکه هغوی د کفر او ګناهونو په ترسره کولو سره د الله له پيروۍ وتلي خلک دي.
التفاسير العربية:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟
موسی خپل پالونکي ته په توسل کولو سره وويل: بېشکه ما له هغوی يو تن وژلی؛ نو وېرېږم که زه د هغه څه د رسولو لپاره هغوی ته ورشم چې پرې لېږل شوی يم هغوی به مې د هغه تن له امله ووژني.
التفاسير العربية:
وَاَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ ؗ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟
او زما ورور هارون له ما څخه ډېر څرګند بيان کوونکی دی هغه له ما سره د مرستيال په توګه ولېږه چې زما د خبرې تصديق کوي، که چېرې فرعون او د هغه قوم درواغجن وګڼلم، بېشکه زه وېرېږم چې هغوی به مې درواغجن وګڼي لکه څنګه چې د هغو امتونو همدا عادت و چې له ما مخکې رسولان ورلېږل شوي؛ نو درواغجن يې ګڼلي دي.
التفاسير العربية:
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا ۚۛ— بِاٰیٰتِنَا ۚۛ— اَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ ۟
الله د موسی د دعا په قبلولو سره وويل: ای موسی ژر ده چې ستا ورور به د مرستيال رسول په توګه درسره ولېږو چې پرې قوي دې کړو، او تاسو دواړوته به يو داسې دليل او تاييد در په برخه کړو چې هغوی به تاسو ته هيڅ زيان نه شي رسولای چې تاسو يې بد ګڼئ، زموږ د هغو نښانو له امله چې تاسو مو ورسره لېږلي ياست تاسو دواړه او ستاسو مؤمن پيروان به بريالي واست.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الوفاء بالعقود شأن المؤمنين.
پر تړونونو وفا کول د مؤمنانو شان دی.

• تكليم الله لموسى عليه السلام ثابت على الحقيقة.
له موسی عليه السلام سره د الله خبرې په حقيقت ثابتې دي.

• حاجة الداعي إلى الله إلى من يؤازره.
د بلونکي لخوا الله ته خپله هغه اړتيا وړاندې کول چې ملاتړ يې پرې وشي.

• أهمية الفصاحة بالنسبة للدعاة.
د بلونکي لپاره د فصاحت اهميت.

فَلَمَّا جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِاٰیٰتِنَا بَیِّنٰتٍ قَالُوْا مَا هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًی وَّمَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟
کله چې موسی عليه السلام زموږ له څرګندو نښانو سره هغوی ته ورغی هغوی وويل: دا خو يوازې هغه درواغ دي چې موسی له ځانه جوړ کړي دي او موږ دغه په خپلو پخوانيو پلرونو کې نه وو اورېدلي.
التفاسير العربية:
وَقَالَ مُوْسٰی رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی مِنْ عِنْدِهٖ وَمَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
موسی فرعون ته په وينا کولو وويل: زما پالونکی پر هغه چا پوهيږي چې په حقه وي د الله پاک لخوا له لارښوونې سره راغلی وي او پر دې هم پوهيږي چې په آخرت کې به ښه پايله د چا وي، بېشکه تېری کوونکي خپلې موخې ته نه شي رسېدلای او نه له خپلې وېرې خلاصېدلای شي.
التفاسير العربية:
وَقَالَ فِرْعَوْنُ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَاُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرِیْ ۚ— فَاَوْقِدْ لِیْ یٰهَامٰنُ عَلَی الطِّیْنِ فَاجْعَلْ لِّیْ صَرْحًا لَّعَلِّیْۤ اَطَّلِعُ اِلٰۤی اِلٰهِ مُوْسٰی ۙ— وَاِنِّیْ لَاَظُنُّهٗ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
فرعون د خپل قوم سردارانو ته په وينا کولو وويل: ای درباريانو! بېشکه زه تاسو لره له ما پرته بل معبود نه پېژنم؛ نو ای هامانه! په خټه اور بل کړه چې سخته شي او بيا لوړه ماڼۍ راته جوړه کړه په دې هيله چې زه د موسی پالونکی ووينم او پرې خبر شم، بېشکه زه خو موسی په هغه څه کې درواغجن ګڼم چې دعوی يې کوي چې هغه د الله لخوا ما او زما قوم ته را لېږل شوی دی.
التفاسير العربية:
وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُوْدُهٗ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ اِلَیْنَا لَا یُرْجَعُوْنَ ۟
د فرعون او د هغه د لښکرو لويي سخته شوه او پرته له کوم لامله يې د مصر په ځمکه کې له حقه لويي وکړه او له بېرته را ژوندي کېدو يې انکاروکړه، او دا ګومان يې وکړ چې د قيامت په ورځ به موږ ته د حساب او سزا لپاره نه را ګرځي.
التفاسير العربية:
فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
فرعون او د هغه لښکرې مو ونيولې او په درياب کې مو په ډوبولو وغورځول او ټول تباه شول؛ نو فکر وکړه ای رسوله! چې د ظالمانو انجام او پايله څنګه شوه، چې انجام او پايله يې تباهي وه.
التفاسير العربية:
وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
او هغوی مو د سرکښانو او لارورکو لپاره مشران وګرځول، چې د اور خواته د کفر او لار ورکۍ په خپرولو بلنه کوي، او د قيامت په ورځ به يې له سزا څخه په ژغورلو مرسته نه کيږي، بلکې هغوی لره به سزا څو برابره ورکول کيږي ځکه چې د بدې لارې بنسټ يې اېښی دی، او هغې ته يې په لار ورکۍ بلنه کړې ده، هغوی ته به يې د خپل عمل ګناه ليکل کيږي او همدارنګه د هغو کسانو د عمل ګناه چې د هغوی د پيروۍ له امله يې هغه ګناه ترسره کړې ده.
التفاسير العربية:
وَاَتْبَعْنٰهُمْ فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا لَعْنَةً ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ هُمْ مِّنَ الْمَقْبُوْحِیْنَ ۟۠
او په دغې دنيا کې مو د هغوی سزا ته رسوايي او ترټل ور زيات کړل او د قيامت په ورځ به هغوی له بد ګڼل شوو او د الله له لورېينې له لرې کړل شوو څخه وي.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِ مَاۤ اَهْلَكْنَا الْقُرُوْنَ الْاُوْلٰی بَصَآىِٕرَ لِلنَّاسِ وَهُدًی وَّرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
اوقسم دی خاماخاپه تحقیق سره موسی ته مو تورات ورکړ وروسته تردې چې پخوانيو امتونو ته مو رسولان ولېږل خو هغوی درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو د درواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل، چې په هغو کې د خلکو لپاره هغه څه و چې ويې ګوري؛ نو ګټه ترې واخلي او عمل پرې وکړي او هغه څه هم و چې هغوی ته زيان رسوي؛ نو پرې يې ږدي، او پکې د هغوی لپاره د ښېګڼې خوا ته لارښوونه وه او داسې رحمت و چې د دنيا او آخرت ښېګڼې پکې وې، کېدای شي د الله له هغو پېرزوينو پند واخلي چې پرې کړې يې دي؛ نو شکر به يې وباسي او ايمان به پرې راوړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• رَدُّ الحق بالشبه الواهية شأن أهل الطغيان.
د کمزورې شبهو له امله د حق ردول د سرکښو خلکو عادت دی.

• التكبر مانع من اتباع الحق.
لویې منع کوونکی دی د حق د پیروۍ څخه.

• سوء نهاية المتكبرين من سنن رب العالمين.
لويي کوونکي له بدې پايلې سره مخ کول د الله کړنلاره ده.

• للباطل أئمته ودعاته وصوره ومظاهره.
د باطل لپاره بېلابېل مښکښان، بلونکي، صورتونه او شکلونه وي.

وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِیِّ اِذْ قَضَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسَی الْاَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! هغه مهال ته د لوېديځ غره په خوا کې حاضر نه وې چې موږ موسی عليه السلام ته د فرعون او د هغه د ډلې خواته د لېږلو امر بشپړ کړ او نه ته له حاضرو خلکو وې چې پر دغه خبر پوه شوی وای چې بيا يې خلکو ته بيان کړې؛ نو هغوی چې پر څه خبر وې دا د الله هغه وحي ده چې تاته يې کړې ده.
التفاسير العربية:
وَلٰكِنَّاۤ اَنْشَاْنَا قُرُوْنًا فَتَطَاوَلَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ۚ— وَمَا كُنْتَ ثَاوِیًا فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ تَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۙ— وَلٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟
خو موږ له موسی وروسته ډېر امتونه او خلک پيداکړي دي، چې اوږده زمانه پرې تېره شوې ده تردې چې د الله ژمنې يې هېرې کړې دي، او نه ته د مدين په خلکو کې هستوګن وې چې پر هغوی زموږ آيتونه لولې، بلکې موږ له خپل لوري ته لېږلی يې، تاته مو د موسی د حالت او په مدين کې د اوسېدو په اړه وحي کړې ده؛ نو تا له دغه څخه خلک زموږ پر هغه وحي خبر کړل چې درته کړې مو ده.
التفاسير العربية:
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّوْرِ اِذْ نَادَیْنَا وَلٰكِنْ رَّحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او ته د طور غره په څنډه کې هم نه وې کله چې موږ موسی ته آواز وکړ او هغه ته مو هغه څه وحي کړل چې ورته وحي مو کړل ترڅو پر دغه خلک خبر کړې، بلکې موږ ته د خپل پالونکي لخوا دې د خلکو لپاره د رحمت په توګه ولېږلې؛ نو د دغه خبر مو درته وحي کړ ترڅو هغه قوم ووېروې چې له تا مخکې رسول نه دی ورته راغلی چې هغوی يې وېرولي وای کېدای شي هغوی پند واخلي؛ نو پر هغه څه ايمان راوړي چې ته د الله پاک لخوا ورسره راغلی يې.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَاۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَیَقُوْلُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
که چېرې داسې نه وای چې هغوی ته يې د کفر او ګناهونو له امله الهي سزا رسېدلې وای؛ نو هغوی ته د رسول په نه لېږلو به يې په استدلال کولو سره ويل: ولې دې موږ ته رسول را ونه لېږلو چې موږ ستا د آيتونو پيروي کړې وای او پر هغو مو عمل کړی وای او د خپل پالونکي پر امر عمل کوونکي مؤمنان وای، که چېرې دا خبره نه وای؛ نو په سزا ورکولو کې به مو بيړه کړې وای، خو هغوی ته مو سزا ورکول وروسته کړل تر څو هغوی ته د رسول په لېږلومونږدهغوی عذرته دپاې ټکی کیږدو.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْا لَوْلَاۤ اُوْتِیَ مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی ؕ— اَوَلَمْ یَكْفُرُوْا بِمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ ۚ— قَالُوْا سِحْرٰنِ تَظَاهَرَا ۫— وَقَالُوْۤا اِنَّا بِكُلٍّ كٰفِرُوْنَ ۟
کله چې محمد قريشو ته د خپل پالونکي لخوا له رسالت سره راغی، قريشو، يهود د هغه په اړه وپوښتل؛ نو يهودو قريشو ته دغه دليل وروښود چې ويې ويل: ولې محمد ته هغه څه نه دي ورکړل شوي لکه موسی ته چې څرګندې نښانې ورکړل شوې وې چې په دې خبره يې دلالت کولو چې هغه د خپل پالونکي له لوري رسول دی، لکه لاس او امسا، ای رسوله! پر هغوی د رد په توګه ووايه آيا له دې مخکې يهودانو پر هغه څه کفر ونه کړ چې موسی ته ورکړل شوي و، اومشرکینو د تورات او قرآن باره کې وويل:چې دا دواړه کوډې دي د يوبل ملاتړ کوي او ويې ويل: موږ پر هر يو له قرآن او تورات کافران يو.
التفاسير العربية:
قُلْ فَاْتُوْا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ هُوَ اَهْدٰی مِنْهُمَاۤ اَتَّبِعْهُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ای رسوله! دغو خلکو ته ووايه: راوړئ داسې کتاب چې د الله له لوري نازل شوی وي او له تورات او قرآن زيات لارښوونکی وي، که چېرې مو راوړ زه به يې پيروي وکړم که تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې کوئ يې چې تورات او قرآن کوډې دي.
التفاسير العربية:
فَاِنْ لَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكَ فَاعْلَمْ اَنَّمَا یَتَّبِعُوْنَ اَهْوَآءَهُمْ ؕ— وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوٰىهُ بِغَیْرِ هُدًی مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
که چېرې قريشو د هغه څه ځواب درنه کړ چې ورته رابللي دې دي چې داسې کتاب راوړي چې له تورات او قرآن څخه زيات لارښوونکی وي؛ نو باور وکړه چې د هغوی لخوا د تورات او قرآن درواغ ګڼل پرته له دليله دي، بلکې هغه يوازې د نفسي غوښتنو له امله دي، او له هغه چا زيات لارورکی بل څوک نشته چې د الله پاک له لارښوونې پرته د خپلو هوسونو پیروي کوي، پرته له شکه الله هغه ظالم قوم ته د هدايت او لارښوونې توفيق نه ورکوي چې پر الله يې د کفر له امله پر ځانونو ظلم کړی وي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نفي علم الغيب عن رسول الله صلى الله عليه وسلم إلَّا ما أطلعه الله عليه.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د پټو(غیبو) د پوهې نفي کول پرته له هغه څه چې الله پرې خبر کړی وي.

• اندراس العلم بتطاول الزمن.
د زیات وخت په تېریدو سره د پوهې له منځه تلل.

• تحدّي الكفار بالإتيان بما هو أهدى من وحي الله إلى رسله.
کافرانو ته چلنج ورکول چې له هغې وحي غوره لارښوونه راوړي چې الله خپلو رسولانو ته کړې ده.

• ضلال الكفار بسبب اتباع الهوى، لا بسبب اتباع الدليل.
د کافرانو لار ورکي د هغوی د هوسونو د پيروۍ له امله ده نه د دليل د پيروۍ له امله.

وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
او پرته له شکه موږ مشرکانو او له بني اسرائيلو يهودو ته د پخوانيو امتونو خبره رسولې ده، او د هغه عذاب خبره چې پر هغوی زموږ د رسولانو د درواغجن کڼلو له امله را نازل شو، په دې هيله چې له دغه پند واخلي او ايمان راوړي ترڅو هغه څه ور ونه رسيږي کوم چې ورته ورسېدل.
التفاسير العربية:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِهٖ هُمْ بِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟
هغه کسان چې د قرآن له نزول مخکې يې پر تورات ايمان راوړی وو هغوی پر قرآن هم ايمان راوړي ځکه هغوی يې په خپلو کتابونو کې خبر او صفت ليدلی وو.
التفاسير العربية:
وَاِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖۤ اِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهٖ مُسْلِمِیْنَ ۟
او کله چې پر هغوی لوستل کيږي وايي: موږ ايمان پرې راوړی بېشکه هغه حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، زموږ د پالونکي لخوا نازل شوی دی، موږ له دغه قرآنه مخکې لا مسلمانان وو، ځکه پر هغه څه مو ايمان لرلو چې له هغه مخکې نورو رسولانو راوړي وو.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ یُؤْتَوْنَ اَجْرَهُمْ مَّرَّتَیْنِ بِمَا صَبَرُوْا وَیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
دغه کسان چې په ياد شويو صفتونو متصف دي الله به يې د عمل بدله دوه ځلې ورکړي؛ يو دا چي پر خپل کتاب يې په ايمان راوړلو صبر کړی وو او بل دا چې پر محمد صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ کله چې هغه نبي شو او د خپلو نېکو اعمالو په ښېګڼو هغه ګناهونه له منځه وړي چې ترسره کړې يې دي او څه مو چې روزي ورکړې د خير په لارو کې يې لګوي.
التفاسير العربية:
وَاِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ اَعْرَضُوْا عَنْهُ وَقَالُوْا لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؗ— سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ؗ— لَا نَبْتَغِی الْجٰهِلِیْنَ ۟
کله چې دغو مسلمانانو د کتاب له څښتنانو باطل خبرې واورېدې له هغې يې مخ واړوی پاملرنه يې ورته ونه کړه او د باطل څښتنانو ته يې په وينا کولو وويل: زموږ لپاره زموږ د اعمالو بدله ده او ستاسو لپاره ستاسو د اعمالو بدله ده، زموږ لخوا له ښکنځلو او زيان خوندي اوسئ موږ د ناپوهۍ د څښتنانو ملګرتيا نه غواړو ځکه په هغو کې د دين او دنيا ضرر او زيان دی.
التفاسير العربية:
اِنَّكَ لَا تَهْدِیْ مَنْ اَحْبَبْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
بېشکه ای رسوله! ته هغه چاته لار نه شې ښوولی چې ته يې خوښوې لکه ابوطالب او داسې نور، چې د ايمان توفيق ورکړې، بلکې يوازې الله هغه ذات دی چې چاته وغواړي د لارښوونې توفيق ورکوي، او هغه ښه پوه دی چې په پخوانۍ پوهه کې يې دي چې څوک د نېغې لارې لارموندونکي دي.
التفاسير العربية:
وَقَالُوْۤا اِنْ نَّتَّبِعِ الْهُدٰی مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ اَرْضِنَا ؕ— اَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَّهُمْ حَرَمًا اٰمِنًا یُّجْبٰۤی اِلَیْهِ ثَمَرٰتُ كُلِّ شَیْءٍ رِّزْقًا مِّنْ لَّدُنَّا وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
د مکې مشرکانو له اسلام اوايمان راوړلو څخه د عذر غوښتنې په توګه وويل: که چېرې مو د دغه اسلام پيروي وکړه چې تا راوړی دی؛ نو زموږ دښمنان به مو له خپلې ځمکې په تېزۍ و باسي، آيا دغه مشرکان مو په حرم کې نه وو ځای پرځای کړي چې په هغو کې وينه تويول او ظلم ناروا کړل شوي وو، د نورو له يرغل څخه پکې خوندي وو، زموږ له لوري هر ډول مېوې د روزۍ په توګه ورته راتلې چې موږ ورته را چلولې وې؟! خو ډېری د هغوی پر هغه نعمتونو نه پوهيږي چې الله پرې کړي وو تر څو د هغه شکر وباسي.
التفاسير العربية:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ بَطِرَتْ مَعِیْشَتَهَا ۚ— فَتِلْكَ مَسٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّنْ بَعْدِهِمْ اِلَّا قَلِیْلًا ؕ— وَكُنَّا نَحْنُ الْوٰرِثِیْنَ ۟
او څومره داسې کلي دي چې د الله له نعمت يې نټه کړې او په ګناهونو او بدکارونو کې له بريده اوښتي دي، پر هغوی مو عذاب ورلېږلی او پرې تباه کړي مو دي، چې دغه ړنګ شوي يې هستوګنځي دي، خلک پرې تېريږي له اوسېدونکو وروسته يې يوازې لږ لاررويان پکې اوسېدلي دي او موږ هغه وارثان يو چې آسمانونه او ځمکې او څه چې په هغو کې دي مونږ یې وارثان کېږو.
التفاسير العربية:
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی حَتّٰی یَبْعَثَ فِیْۤ اُمِّهَا رَسُوْلًا یَّتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۚ— وَمَا كُنَّا مُهْلِكِی الْقُرٰۤی اِلَّا وَاَهْلُهَا ظٰلِمُوْنَ ۟
ای رسوله! ستا پالونکی تر هغه د کليو تباه کوونکی نه و، تر څو يې اوسېدونکو ته په لوی کلي کې د رسول په لېږلو د هغوی عذر نه وای پوره کړی لکه څنګه يې چې ته د کليو په مرکز کې ولېږلې چې هغه مکه ده، او نه موږ د کليو د اوسېدونکو تباه کوونکي وو په داسې حال کې چې هغوی پر حق ولاړ وای، موږ يوازې هغه مهال هغوی تباه کوو چې که چېرې هغوی د کفر او ګناهونو په تر سره کولو ظلم کوونکي وي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• فضل من آمن من أهل الكتاب بالنبي محمد صلى الله عليه وسلم، وأن له أجرين.
له اهل کتاب څخه د هغه چا غوره والی چې پر محمد صلی الله عليه وسلم يې ایمان راوړی او دا چې هغه لره دوه ثوابه دي.

• هداية التوفيق بيد الله لا بيد غيره من الرسل وغيرهم.
د لارښوونې توفيق د الله په لاس کې دی نه د رسول او نورو په لاس کې.

• اتباع الحق وسيلة للأمن لا مَبْعث على الخوف كما يدعي المشركون.
د حق پيروي د ډاډ لاره ده نه د وېرې لامل لکه څنګه يې چې مشرکان دعوی کوي.

• خطر الترف على الفرد والمجتمع.
په فرد او ټولنه باندې د نعمتونو زياتوالی د خطر لامل کيږي.

• من رحمة الله أنه لا يهلك الناس إلا بعد الإعذار إليهم بإرسال الرسل.
د الله له لورېينې دا هم ده چې تر هغه خلک نه تباه کوي تر څو يې د رسولانو په لېږلو د هغوی عذر له منځه نه وي وړی.

وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او د دنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او د ښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!.
التفاسير العربية:
اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
او چاته مو چې په آخرت کې د جنت او هلته په تلپاتې نعمتونو ژمنه ورکړې ده، نو هغه به هرومرو ور ګرځېدونکی وي، لکه څنګه مو چې هغه چاته داسې څه ورکړل چې د دنيا په ژوند کې له مال او ښکلا څخه پرې ګټه اخلي، بيا به د قيامت په ورځ اور ته له حاضر کړل شوو څخه وي.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې له ما پرته عبادت کولو او دا ګومان مو کولو چې هغوی زما شريکان دي؟.
التفاسير العربية:
قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟
او کفر ته بلونکو کسانو چې عذاب پرې واجب شوی و وويل: اې زموږ پالونکيه! دغه کسان دي چې موږ يې لار ورکي کړي يو، موږ هغوی لار ورکي کړي دي، لکه څنګه چې موږ لار ورکي شوي يو، موږ له هغوی تاته بيزاري کوو چې هغوی موږ لمانځي، بلکې هغوی شيطانان لمانځي.
التفاسير العربية:
وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟
ورته وبه ويل شي: خپل شريکان مو راوبولئ ترڅو له هغه رسوايۍ مو وباسي چې پکې ياست؛ نو هغوی به يې شريکان راوبولي خو هغوی به يې آواز ته ځواب ور نه کړي، چمتو شوی عذاب به وويني؛ نو وبه غواړي چې کاشکي په دنيا کې حق ته لار موندونکي وای.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي چې زما هغو رسولانو ته مو څه ځواب ورکړ چې درلېږلي مو وو.
التفاسير العربية:
فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
هغه څه به ترې پټ شي چې استدلال يې پرې کولو؛ نو هيڅ به يې هم په ياد نه راځي او نه به ځينې له ځينو پوښتنه کولای شي ځکه په هغه ورځ به مصيبت ډېر سخت وي له دې امله چې هغوی به باور وکړي چې عذاب ته ورګرځېدونکي دي.
التفاسير العربية:
فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟
نو چا چې له دغو مشرکانو له کفره يې توبه و اېستله او پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړ او نېک عمل يې وکړ؛ نو ښايي پر هغه څه له برياليو څخه وي چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي وي چې ترې وېرېدل.
التفاسير العربية:
وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي د خپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي.
التفاسير العربية:
وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او ستا پالونکی پوهيږي پر هغه څه چې د هغوی سيني يې پټوي او څه چې څرګندوي یې او له هغه څېزونو څخه هیڅ شی له هغه نه پټ ندی او زر ده چې بدله به يې ورکړي.
التفاسير العربية:
وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
همغه الله پاک دی چې له هغه پرته بل مستحق دعبادت نشته، يوازې هغه لره په دنيا کې ستاينه ده او يوازې هغه لره په آخرت کې ستاينه ده او د هغه پرېکړه پلې کېدونکې ده چې هيڅ ردوونکی نه لري او يوازې هغه ته به د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره ورګرځئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العاقل من يؤثر الباقي على الفاني.
هوښيار هغه دی چې پاتې کېدونکي ته پر فنا کېدونکي لومړيتوب ورکوي.

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها.
توبه مخکيني ګناهونه له منځه وړي.

• الاختيار لله لا لعباده، فليس لعباده أن يعترضوا عليه.
اختيار يوازې الله لره دی نه د هغه بندګانو لره؛ نو بندګانو لره نه ښایې چې پر الله نيوکه وکړي.

• إحاطة علم الله بما ظهر وما خفي من أعمال عباده.
د الله د پوهې چاپېروالی پر هغه څه چې ښکاره دي او پر هغه څه چې پټ دي د هغه د بندګانو له کړنو څخه.

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ الَّیْلَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِضِیَآءٍ ؕ— اَفَلَا تَسْمَعُوْنَ ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله پر تاسو شپه د تل لپاره همداسې اوږده کړي، چې د قيامت تر ورځې نه ختميږي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود شته چې تاسو ته د ورځې غوندې رڼا راولي؟! نو آيا دغه دليلونه نه اورئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې تاسو ته دغه راولي؟!.
التفاسير العربية:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ جَعَلَ اللّٰهُ عَلَیْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ یَاْتِیْكُمْ بِلَیْلٍ تَسْكُنُوْنَ فِیْهِ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟
ای رسوله! هغوی ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله ورځ درباندې د تل لپاره د قيامت تر ورځې اوږده کړي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود دی چې شپه درباندې راولي چې آرام پکې وکړئ او د ورځې د کار ستړيا څخه مو پکې په راحت شئ؟! نو آيا تاسې دغه دليلونه نه وينئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې دغه ټول درته راولي؟!.
التفاسير العربية:
وَمِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او هغه پاک ذات له خپلې لورېينې ای خلکو تاسوته شپه تياره ګرځولې ده، ترڅو آرام پکې وکړئ وروسته تردې چې د ورځې له کار څخه ستړي شوي وئ، او ورځ يې ستاسو لپاره رڼا ګرځولې ده تر څو پکې د روزۍ لټولو پسې هڅه وکړئ، کېدای شي پر تاسو د الله د نعمتونو شکر وباسئ او ناشکري يې ونه کړئ.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
او په کومه ورځ چې پالونکی يې په دې ويلو آواز ورته وکړي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو یې پرته له ما عبادت کاوه او ګومان مو کاوه چې هغوی زما شريکان دي؟.
التفاسير العربية:
وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا فَقُلْنَا هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوْۤا اَنَّ الْحَقَّ لِلّٰهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
او له هر امته به يې نبي حاضر کړو چې د هغوی پر کفر او درواغ ګڼلو به شاهدي ورکړي؛ نو له دغو امتونو څخه به درواغ ګڼونکو ته ووايو: راوړئ حجتونه او دلیلونه مو پر کفر او درواغ ګڼلو مو؛ نو د هغوی حجتونه به پرې شي[بې فائدې] او باور به وکړي چې هغه حق چې شک پکې نشته الله لره دی، او ترې پټ به شي هغه چې دوی جوړکړي وودالله سره کوم شريکان.
التفاسير العربية:
اِنَّ قَارُوْنَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوْسٰی فَبَغٰی عَلَیْهِمْ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ مِنَ الْكُنُوْزِ مَاۤ اِنَّ مَفَاتِحَهٗ لَتَنُوْٓاُ بِالْعُصْبَةِ اُولِی الْقُوَّةِ ۗ— اِذْ قَالَ لَهٗ قَوْمُهٗ لَا تَفْرَحْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْفَرِحِیْنَ ۟
بېشکه قارون د موسی عليه السلام له قومه و؛ نو پرهغوی يې لويي وکړه، هغه ته مو د مال دومره خزانې ورکړې وې چې د خزانو چابيانې به يې پر يوه ځواکمنه ډله هم درنې وې، کله چې يې قوم ورته وويل: د لويي ناز مه کوه، بېشکه الله د کبرله کبله خوشحالي کوونکي نه خوښوي، بلکې هغوی بد ګڼي او پر دغه عذاب ورکوي.
التفاسير العربية:
وَابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَاَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او کوم مالونه چې الله درکړي د هغو په بدل کې په آخرت کې څه ثواب ولټوه، داسې چې د خير په لارو کې يې ولګوه او همدارنګه له خوراک، څښاک، جامو او نورو نعمتونو څخه دې خپله برخه هم مه هېروه، خو چې د زيات لګښت بريد او لويۍ بريد ته نه وي رسېدلې، او له خپل پالونکي او د هغه له بندګانو سره ښه معامله کوه لکه څنګه چې الله پاک ستاسره ښه کړي دي او په ځمکه کې د ګناهونو په ترسره کولو او پيرويو په پرېښودلو ورانکاری مه کوه، بېشکه الله پر دغه څه په ځمکه کې ورانکاري نه خوښوي بلکې بد يې ګڼي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تعاقب الليل والنهار نعمة من نعم الله يجب شكرها له.
د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل د الله له نعمتونو يو نعمت دی چې هغه لره يې شکر اېستل واجب دي.

• الطغيان كما يكون بالرئاسة والملك يكون بالمال.
سرکښي لکه څنګه چې د مشرۍ او پاچايۍ له امله کيږي همدارنګه د مال له امله هم کيږي.

• الفرح بَطَرًا معصية يمقتها الله.
د لويۍ له امله خوشحالي کول ګناه ده چې الله پرې په غوسه کيږي.

• ضرورة النصح لمن يُخاف عليه من الفتنة.
د هغه چا لپاره د نصيحت اړتيا چې په اړه يې د فتنې وېره وي.

• بغض الله للمفسدين في الأرض.
په ځمکه کې دوران کاروسره دالله تعالی بغض[بدګڼل]

قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ عِنْدِیْ ؕ— اَوَلَمْ یَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ قَدْ اَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهٖ مِنَ الْقُرُوْنِ مَنْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَّاَكْثَرُ جَمْعًا ؕ— وَلَا یُسْـَٔلُ عَنْ ذُنُوْبِهِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟
قارون وويل: بېشکه دغه مالونه چې راکړل شوي دي زما د پوهې او پياوړتيا له امله، چې زه د دغه وړ يم. آيا قارون پردې خبره نه پوهېدی چې بېشکه الله له هغه مخکې ډېر امتونه تباه کړي دي چې هغوی تر قارون هم زيات پياوړي او د زياتو مالونو ټولوونکي وو؟! هغوی ته يې ځواک او مالونو کومه ګټه ونه رسوله، او د قيامت په ورځ به له ګناهکارانو څخه يې د ګناهونو په اړه پوښتنه نه کيږي ځکه الله د هغوی پر ګناهونو پوه دی؛ نو پوښتنه به يوازې د چوپ کولو او رټنې وي.
التفاسير العربية:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ فِیْ زِیْنَتِهٖ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا یٰلَیْتَ لَنَا مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ قَارُوْنُ ۙ— اِنَّهٗ لَذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
نو قارون د سينګار په حالت کې راووت د خپلې لويي ښکاره کوونکی و، د قارون ځينو هغو ملګرو چې د دنيا د ښکلا هيله يې لرله وويل: کاشکي موږ ته هم د دنيا داسې ښکلا راکړل شوې وای لکه قارون ته چې ورکړل شوې ده، بېشکه قارون د بشپړې لويې برخې څښتن دی.
التفاسير العربية:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَیْلَكُمْ ثَوَابُ اللّٰهِ خَیْرٌ لِّمَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ۚ— وَلَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الصّٰبِرُوْنَ ۟
او هغو کسانو چې پوهه ورکړل شوې وه - کله یې چې قارون په خپله ښکلا کې وليدی او هغه څه يې واورېدل چې د هغه ملګرو یې تمه درلوده؛ نو هغوی - وويل: تباهي دې وي تاسو لره! د الله ثواب په آخرت کې او هغه نعمتونه چې چمتو کړي يې دي د هغه چا لپاره چې ايمان يې راوړی وي او نېک عمل يې کړی وي غوره دي له هغه څه څخه چې قارون ته کومه د دنيا ښکلا ورکړل شوې ده، او د دغې کلمې ويلو او د هغې پر غوښتنه د عمل کولو توفيق يوازې هغه صبر کوونکو ته ورکول کيږي چې پر هغه څه صبر کوي چې له الله سره کوم ثواب دی هغه ته يې لومړيتوب ورکړی پر هغه له منځه تلونکې توښه چې په دنيا کې ده.
التفاسير العربية:
فَخَسَفْنَا بِهٖ وَبِدَارِهِ الْاَرْضَ ۫— فَمَا كَانَ لَهٗ مِنْ فِئَةٍ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗۗ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِیْنَ ۟
نو د هغه د سرکښۍ له امله مو له هغه څخه د غچ اخېستنې په موخه هغه او د هغه کور په ځمکه کې ننه اېستل، نو له الله پرته هغه لره نه کومه ډله وه چې مرسته يې وکړي او نه هغه په خپله د ځان له مرسته کوونکو څخه و.
التفاسير العربية:
وَاَصْبَحَ الَّذِیْنَ تَمَنَّوْا مَكَانَهٗ بِالْاَمْسِ یَقُوْلُوْنَ وَیْكَاَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ ۚ— لَوْلَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَا ؕ— وَیْكَاَنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟۠
اوهغه کسان چې په ځمکه کې د هغه له ننه اېستلو مخکې يې د هغه د مال او ښکلا غوندې هيله کوله د افسوس کوونکو او پند اخېستونکو په توګه ويل: آيا نه پوهېدو چې الله له خپلو بندګانو چاته وغواړي روزي يې پراخوي او له هغوی چې چاته وغواړي روزي يې تنګوي؟! که چېرې الله پر موږ احسان نه وای کړی چې پر هغه څه يې موږ ته سزا را نه کړه چې ومو ويل؛ نو موږ به يې هم داسې په ځمکه کې ننه اېستلي وای لکه قارون يې چې ننه اېستی، بېشکه کافران خلک نه بریالي کيږي، نه په دنيا او نه آخرت کې، بلکې د هغوی پایله او د ورګرځېدو حالت په دنيا او آخرت کې تاوان دی.
التفاسير العربية:
تِلْكَ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِیْنَ لَا یُرِیْدُوْنَ عُلُوًّا فِی الْاَرْضِ وَلَا فَسَادًا ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
دغه د آخرت کور موږ د نعمتونو او درناوي کور ګرځوو د هغو کسانو لپاره چې په ځمکه کې پر حق له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ څخه لويي کول نه غواړي او نه په هغې کې فساد غواړي، او ښه پايله چې هغه جنت او د هغه نعمتونه او په هغو کې د الله رضا ده دا ټول د هغو متقيانو لپاره دي چې د خپل پالونکي امرونه مني او له نواهيوو يې ځان ساتي.
التفاسير العربية:
مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَلَا یُجْزَی الَّذِیْنَ عَمِلُوا السَّیِّاٰتِ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
څوک چې د قيامت په ورځ د لمانځه، زکات، روژې او داسې نورو نېکيو سره راشي؛ نو هغه لره د دغې نېکي ښه بدله ده داسې چې نېکي به يې لس برابره شي، او څوک چې د قيامت په ورځ د کفر، سود خوړلو، زنا او داسې نورو بديو سره راشي؛ نو هغو کسانو ته چې بدکارونه يې کړي دي پرته له زيادته به يوازې د هغوی د بدو کارونو په اندازه سزا ورکړل شي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• كل ما في الإنسان من خير ونِعَم، فهو من الله خلقًا وتقديرًا.
په انسان کې چې هره ښېګڼه او نعمت شتون لري هغه د الله په پيدايښت او اندازه سره دي.

• أهل العلم هم أهل الحكمة والنجاة من الفتن؛ لأن العلم يوجه صاحبه إلى الصواب.
د پوهې څښتنان د حکمت او له فتنو څخه د خلاصون څښتنان دي، ځکه پوهه خپل څښتن حق ته متوجه کوي.

• العلو والكبر في الأرض ونشر الفساد عاقبته الهلاك والخسران.
په ځمکه کې لويي او تکبر او د فساد خپرولو پايله تباهي او زيان دی.

• سعة رحمة الله وعدله بمضاعفة الحسنات للمؤمن وعدم مضاعفة السيئات للكافر.
د الله د لورېينې پراخوالی او د هغه عدل چې د مؤمن لپاره د نېکيو بدله څو برابره ور کوي او کافر ته بدي څو برابره کوي نه..

اِنَّ الَّذِیْ فَرَضَ عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لَرَآدُّكَ اِلٰی مَعَادٍ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ مَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی وَمَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
بېشکه هغه ذات چې قرآن يې پر تا نازل کړی او د هغه رسونه او په هغه کې چې څه دي پر هغو يې عمل کول درباندې لازم کړي دي تر څو مکې ته د بريا په حال کې راوګرځې، ای رسوله! مشرکانو ته ووايه: زما پالونکی پر هغه چا ښه پوه دی چې له لارښوونې سره راغلی او پر هغه چا هم چې له لارښوونې او حق څخه په څرګنده یې لیارې دی.
التفاسير العربية:
وَمَا كُنْتَ تَرْجُوْۤا اَنْ یُّلْقٰۤی اِلَیْكَ الْكِتٰبُ اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ ظَهِیْرًا لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟ؗ
او ای رسوله! مخکې له رسول کېدو دې تا دا فکر نه و کړی چې تاته به د الله له لوري قرآن وحي کيږي، خو د الله پاک لخوا يو رحمت و چې پر تا يې د قرآن د نازلېدو غوښتنه وکړه؛ نو د کافرانو مرستندويه مه کېږه په هغه ناوړه غقیدواوعملونو چې هغوی پکې اخته دي.
التفاسير العربية:
وَلَا یَصُدُّنَّكَ عَنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ بَعْدَ اِذْ اُنْزِلَتْ اِلَیْكَ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ
او هيڅکله دې دغه مشرکان تا د الله له آيتونو وا نه ړوي وروسته تردې چې پرتا نازل شوي دي، چې ته يې لوستل او رسونه پرېږدې، خلک پر الله ايمان راوړلو، د هغه يووالي او پر شريعت يې عمل کولو ته رابوله، او هيڅکله له هغو مشرکانو مه کېږه چې د الله سره په عبادت کې نور باطل معبودان شریکوي، بلکې له هغو موحدينو شه چې يوازې د الله عبادت کوي.
التفاسير العربية:
وَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۫— كُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ ؕ— لَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
او له الله پرته د بل معبود عبادت مه کوه، له هغه پرته بل په حق معبود نشته، د الله پاک له ذات پرته نور هرڅه تباه کېدونکي دي، يوازې هغه لره حکم دی چې څه غواړي پرېکړه به يې کوي، او د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورستنېږئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• النهي عن إعانة أهل الضلال.
د لارورکو خلکو له مرستې څخه منع کول.

• الأمر بالتمسك بتوحيد الله والبعد عن الشرك به.
د الله پر يووالي ټينګ درېدل او له شرک څخه لرې کېدل.

• ابتلاء المؤمنين واختبارهم سُنَّة إلهية.
د مؤمنانو ازمويل او د هغوی امتحانول د الله کړنلاره ده.

• غنى الله عن طاعة عبيده.
د الله بې پروايي او غناء د بندګانو له پيروۍ څخه

 
ترجمة معاني سورة: القصص
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق