ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: النمل   آية:

سورة النمل - النمل

من مقاصد السورة:
الامتنان على النبي صلى الله عليه وسلم بنعمة القرآن وشكرها والصبر على تبليغه.
پر نبي صلی الله عليه وسلم د قرآن په لورولو احسان د هغه شکر اداکول او پر تبليغ او رسونه يې صبر کول.

طٰسٓ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
طس) د دغو ډول آيتونو په اړه تفصيل د البقره سورت په پيل کې تېر شو. دغه پر تا نازل شوي آيتونه د قرآن او داسې څرګند کتاب آيتونه دي چې هيڅ پټوالی پکې نشته، چا چې فکر پکې وکړ پوه به شي چې هغه د الله لخوا دی.
التفاسير العربية:
هُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
دغه آيتونه حق لوري ته لارښوونکي او تر هغه پورې رسوونکي دي او پر الله او د هغه پر رسول ايمان لرونکو لره زيری ورکوونکي دي.
التفاسير العربية:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟
هغه کسان چې په بشپړه توګه لمنځونه کوي، او مستحقو خلکو ته د خپلو مالونو زکاتونه ورکوي او په آخرت کې پر ثواب او عذاب باور کوونکي دي.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَ ۟ؕ
بېشکه هغه کافران چې پر آخرت او په هغو کې د ثواب او عذاب پر شتون باور نه لري، هغوی ته مو يې بد اعمال ښايسته کړي؛ نو د هغو پر ترسره کولو يې دوام کړی؛ او هغوی لالهانده دي حق او سم کار ته لار نشي موندلی.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟
دغه کسان چې په دغو ياد شويو صفتونو متصف دي، همدوی لره په دنيا کې د وژلو او بندي کېدلو بد عذاب دی او په آخرت کې تر ټولو خلکو زيات تاوانيان دي، چې خپل ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ په اور کې د تل لپاره په اچولو زيانمنې کړي دي.
التفاسير العربية:
وَاِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ ۟
او بېشکه ای رسوله! تاته دغه پر تا نازل شوی قرآن د داسې ذات لخوا در ښوول کيږي چې په خپل مخلوق، تدبير او شريعت کې حکمت لرونکی دی، ښه پوه دی د خپلو بندګانو له ګټو هيڅ هم ترې پټ نه دي.
التفاسير العربية:
اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا ؕ— سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، د بلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لار راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
کله چې د اور هغه ځای ته ور ورسېدی چې ليدلی يې و؛ نو الله آواز ورته وکړ: چې برکت ورکړل شوی دی هغه چاته چې په اور کې دی او هغه پرېښتې چې تر اور چاپېره دي، د مخلوقاتو پالونکي لره لويي ده او له هغو صفاتو پاک دی چې وړ يې نه دي او لار ورکي يې ورته بيانوي.
التفاسير العربية:
یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ
الله ورته وويل: ای موسی! بېشکه همدا زه داسې برلاسی الله يم چې هيڅوک نشي را باندې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، تقدير او شريعت کې د حکمت څښتن يم.
التفاسير العربية:
وَاَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ ۫— اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۗۖ
او لکڼه دې و غورځوه، موسی حکم ومنلو؛ نو ويې ليدله چې ښوري او خوځيږي لکه يو مار چې وي، له هغې لکڼې په څټ ولاړ او بېرته را و نه ګرځېد، الله ورته وويل: له هغې مه وېرېږه، بېشکه زما پر وړاندې رسولان نه له ماره ډاريږي او نه له بل څه شي څخه.
التفاسير العربية:
اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
خو پرته له هغه چا چې پر ځان يې د ګناه په ترسره کولو ظلم کړی وي، بيا يې له دغه وروسته توبه اېستلې وي؛ نو بېشکه زه هغه لره بښونکی او پر هغه مهربانه یم.
التفاسير العربية:
وَاَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ۫— فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
او لاس دې د کميس په هغه خلاص ځای کې ننباسه چې له غاړې سره دی، له ننه اېستلو وروسته به پرته د فيس له ناروغۍ د واورې غوندې سپين راووځي، د هغو نهو نښانو تر څنګ چې ستا پر رېښتينولۍ شاهدي ورکوي، چې له لاس سره: لکڼه، کلونه، د مېوو کموالی، طوفان، ملخ، سپږې، څنګښې او وينه ده، دغه نښې فرعون او د هغه قوم ته وې، بېشکه هغوی په کفر کولو د الله له پيروۍ وتونکي خلک وو.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
کله چې هغوی ته زموږ دغه څرګندې او ښکاره نښانې راغلې چې د موسی تاييد مو پرې کړی و، هغوی وويل: هغه نښانې چې موسی راوړې دي ښکاره کوډې دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• القرآن هداية وبشرى للمؤمنين.
قرآن د مؤمنانو لپاره لارښوونه او زيری دی.

• الكفر بالله سبب في اتباع الباطل من الأعمال والأقوال، والحيرة، والاضطراب.
پر الله کفر د باطلو کړنو، ويناوو، د حيرانتيا او اضطراب لامل کيږي.

• تأمين الله لرسله وحفظه لهم سبحانه من كل سوء.
د الله پاک لخوا د خپلو رسولانو له هرې بدۍ څخه ساتل او خونديتوب.

وَجَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّعُلُوًّا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې و نه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا د الله له لوري دي، د هغوی د ظلم او له حق څخه د لويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې د ورانکارو خلکو د کفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او پرته له شکه داود او د هغه زوی سليمان ته مو پوهه ورکړه، له هغو څخه د الوتونکو د خبرو پوهه، او داؤد او سليمان د الله عزوجل د شکر کوونکو په توګه وويل: ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې پر موږ يې پېرزوينه کړې ده چې موږ يې له خپلو ډېری مؤمنو بنده ګانو څخه په پوهه او نبوت ځانګړي کړي يو.
التفاسير العربية:
وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟
سليمان مو يې په نبوت، پوهه او پاچايۍ کې د خپل پلار داود وارث وګرځاوه، هغه پر خپل ځان او خپل پلار د الله د لورېينې د ښکاره کولو په موخه وويل: ای خلکو! الله موږ ته د الوتونکو د غږونو پوهه راکړې ده او هر هغه څه يې راکړي دي چې نبيانو او پاچايانو ته يې ورکړي دي، پرته له شکه دغه څه چې الله پاک موږ ته راکړي دا يو ښکاره او څرګند غوراوی دی.
التفاسير العربية:
وَحُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ وَالطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او سليمان ته يې له انسانانو، پېريانو اومرغانو يې لښکرې را غونډې کړل شوې وې او هغوی په يو نظام يو بل ته چلول کېدل.
التفاسير العربية:
حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ ۙ— قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ ۚ— لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَجُنُوْدُهٗ ۙ— وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
همداسې چلول کېدل تر دې چې د مېږيانو ناو ته راغلل چې د شام په سيمه کې و، يو ميږي له مېږيانو وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته مو ننوځئ تر څو مو سليمان او د هغه لښکرې تباه نه کړي، حال دا چې هغوی به پرتاسو پوه هم نه وي، ځکه که هغوی پرتاسو پوه وي؛ تر پښو لاندې مو نه کوي.
التفاسير العربية:
فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
کله چې سليمان د مېږي وينا واورېده، د هغه له دغې وينا مسکی په خندا شو او خپل پالونکي ته يې په رابللو وويل: ای زما پالونکيه! ما ته توفيق راکړې او دا مې په زړه کې را واچوې چې ستا د هغه نعمت شکر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو کړی و، او د دې توفيق راکړې چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې راضي شې او په خپله پېرزوينه دې ما د خپلو نېکو بندګانو په ډله کې داخل کړې.
التفاسير العربية:
وَتَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ ۖؗ— اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ ۟
سلیمان علیه السلام ټول مرغان ولټول نو ملا چرګک یې ونه مونده، نو ویې ویل: څه دي چې ملا چرګک نه ویم؟ آیا د هغې له کتلو څه منع کړی یم، او یا ناسوب شوی دی؟.
التفاسير العربية:
لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاَاذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
کله يې چې ناسوب والی ښکاره شو؛ نو ويې ويل: هرومرو به سخته سزا ورکړم، يا به يې د ناسوب والي له امله د سزا په توګه حلال کړم، يا دا چې څرګند دليل راوړي چې د ناسوب والي عذر يې بيان کړي.
التفاسير العربية:
فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ ۟
نو ملاچرګک په خپل ناسوب والي کې ډېر ځنډ ونه کړ، کله چې راغی، سليمان عليه السلام ته يې وويل: پر هغه څه خبر شوم چې ته نه يې پرې خبر شوی، د سبا نومې سيمې د خلکو څخه مې يو رېښتينی خبر درته راوړی چې هيڅ شک پکې نشته.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التبسم ضحك أهل الوقار.
مسکا د وقار لرونکو خلکو خندا ده.

• شكر النعم أدب الأنبياء والصالحين مع ربهم.
د نعمتونو شکر اېستل د انبياوو او نېکانو لخوا د خپل پالونکي پر وړاندې ادب دی.

• الاعتذار عن أهل الصلاح بظهر الغيب.
د سمو خلکو لخوا عذر غوښتنه د زړه له کومي وي.

• سياسة الرعية بإيقاع العقاب على من يستحقه، وقبول عذر أصحاب الأعذار.
د خلکو پر وړاندې سياست هغه چاته سزا ورکول دي چې وړ يې وي او د عذر لرونکو عذر منل دي.

• قد يوجد من العلم عند الأصاغر ما لا يوجد عند الأكابر.
کله له کوچنيانو سره د هغه څه پوهه وي چې له لويانو سره نه وي.

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟
بېشکه ما يوه ښځه وموندله چې پر هغوی واکمني کوي، او دغې ښځې ته د ځواک او پاچايۍ له اسبابو هرڅه ورکړل شوي دي، هغې لره يو لوی تخت دی چې له هغو څخه د خپل قوم چارې اداره کوي.
التفاسير العربية:
وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ
دغه ښځه او د هغې قوم مې په داسې حال کې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجدې کولې، او شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي دي؛ نو له حق لارې يې ګرځولي او هغوی حق ته لار نه مومي.
التفاسير العربية:
اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟
شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي، تر څو يوازې هغه الله ته سجدې و نه کړي کوم چې هغه باران را ښکاره کوي چې په آسمان کې یې پټ کړی دی، او هغه شينګيا چې په ځمکه کې ده، او پر هغو کارونو پوه دی چې تاسو يې پټوئ او يا يې ښکاره کوئ، له دغو هيڅ هم له هغه نشي پټېدلی.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟
الله هغه ذات دی چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، د لوی عرش رب دی.
التفاسير العربية:
قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
سليمان عليه السلام، ملاچرګک ته وويل: ګورو به چې تا په هغه دعوی کې رېښتيا ويلي چې کړې دې ده او که له درواغجنو يې.
التفاسير العربية:
اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟
نو سليمان يو ليک وليکلو او ملاچرګک ته يې وسپارلو او ورته يې وويل: دغه زما ليک وېسه او د سبا سيمې خلکو ته يې وروغورځوه او هغوی ته يې وروسپاره، بيا له هغوی يو اړخ ته شه داسې چې هغه څه اورې چې هغوی يې د ليک په اړه سره تکراروي.
التفاسير العربية:
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟
ملکې ليک تر لاسه کړ او ويې ويل: ای سردارانو! ماته يو لوی عزتمن ليک راغورځول شوی.
التفاسير العربية:
اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
د دغه لېږل شوي ليک مضمون د سليمان لخوا دی او په بسم الله الرحمن الرحيم پيل شوی دی.
التفاسير العربية:
اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠
دا چې لويي مه کوئ، غاړه اېښودونکي او د هغه څه منونکي راشئ چې ورته رابولم مو چې هغه د الله يووالی او د هغه شرک پرېښودل دي چې اوس تاسو پرې ياست، دا چې له هغه سره د لمر عبادت کوئ.
التفاسير العربية:
قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟
ملکې وويل: ای سردارانو او مشرانو! زما په کار کې ماته حق لاره وښيئ، زه تر هغه د هيڅ کار په اړه پرېکړه کوونکی نه يم تر څو تاسو ماته حاضر نه شئ او خپله رايه مو پکې څرګنده نه کړئ.
التفاسير العربية:
قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟
له قومه يې سردارانو وويل: موږ د لوی ځواک څښتنان يو، او په جنګ کې د ډېرې سختۍ څښتنان يو، نور نو رايه هغه ده چې ته يې مناسبه بولې، وګوره چې په څه امر راته کوې، موږ يې پر پلي کولو ځواکمن يو.
التفاسير العربية:
قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟
ملکې وويل: پرته له شکه پاچايان چې کله له کليو څخه کوم کلي ته ننوځي، هغه په وژلو، چور چپاول ورانوي، مشران او سرداران يې خوار ګرځوي وروسته له دې چې هغه د عزت او درناوي څښتنان وي، پاچايان تل همداسې کوي کله چې د کوم کلي پر خلکو برلاسی شي، تر څو د خلکو په زړونو کې وېره او ډار پيداکړي.
التفاسير العربية:
وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟
زه د ليک څښتن او د هغه قوم ته د يوې ډالۍ لېږونکې يم او بيا ګورم چې استازي د دغې ډالۍ له لېږلو وروسته له څه سره راځي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إنكار الهدهد على قوم سبأ ما هم عليه من الشرك والكفر دليل على أن الإيمان فطري عند الخلائق.
د ملاچرګک هغه شرک او کفر بد ګڼل چې د سبا قوم پرې وو د دې خبرې دليل دی چې ايمان د ټولو مخلوقاتو په اند يو فطري شی دی.

• التحقيق مع المتهم والتثبت من حججه.
د تورن په اړه څېړنه کول او د دليلونو ثابتوالی يې.

• مشروعية الكشف عن أخبار الأعداء.
د دښمن د خبرونو په اړه د جاوسوسۍ رواوالی.

• من آداب الرسائل افتتاحها بالبسملة.
د ليکونو له آدابو څخه د هغو پر بسم الله پیلول دي.

• إظهار عزة المؤمن أمام أهل الباطل أمر مطلوب.
د مؤمن د عزت ښکارول د باطل د څښتنانو پر وړاندې يو مطلوب کار دی.

فَلَمَّا جَآءَ سُلَیْمٰنَ قَالَ اَتُمِدُّوْنَنِ بِمَالٍ ؗ— فَمَاۤ اٰتٰىنِ اللّٰهُ خَیْرٌ مِّمَّاۤ اٰتٰىكُمْ ۚ— بَلْ اَنْتُمْ بِهَدِیَّتِكُمْ تَفْرَحُوْنَ ۟
کله چې د هغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان د هغوی د ډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې د دنيا لږه توښه درکول کيږي.
التفاسير العربية:
اِرْجِعْ اِلَیْهِمْ فَلَنَاْتِیَنَّهُمْ بِجُنُوْدٍ لَّا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِّنْهَاۤ اَذِلَّةً وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟
سليمان عليه السلام، د هغې استازي ته وويل: هغه ډالۍ بېرته هغوی ته وروړه، موږ به هغې او قوم ته يې له داسې لښکرو سره ورشو، چې هغوی به يې د مقابلې توان ونه لري او هغوی به د سبا نومې سيمې څخه خوار او بې عزته وباسو وروسته له دې چې پکې عزتمن وو، که چېرې هغوی ماته غاړه اېښودونکي را نشي.
التفاسير العربية:
قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟
سليمان عليه السلام د خپل پاچايۍ جاسوسانو ته د ويناکوونکي په توګه وويل: ای خلکو څوک به له تاسو د هغې د پاچايۍ تخت ماته راوړي مخکې تر دې چې هغوی غاړه اېښودونکي راشي؟.
التفاسير العربية:
قَالَ عِفْرِیْتٌ مِّنَ الْجِنِّ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ تَقُوْمَ مِنْ مَّقَامِكَ ۚ— وَاِنِّیْ عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ اَمِیْنٌ ۟
له پېريانو مارد نومي پيري په دې ويلو ځواب ورکړ: زه به د هغې تخت درته راوړم مخکې تر دې چې ته له خپل هغه ځايه پورته کېږې چې پکې يې، زه يې پر راوړلو ځواکمن او د هغه څه په اړه امين يم چې پکې دي، هيڅکله به څه ترې کم نه کړم.
التفاسير العربية:
قَالَ الَّذِیْ عِنْدَهٗ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتٰبِ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهٗ قَالَ هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ ۫— لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُ ؕ— وَمَنْ شَكَرَ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ رَبِّیْ غَنِیٌّ كَرِیْمٌ ۟
له سليمان سره موجود يو نېک پوه سړي وويل: چې له هغه سره د کتاب پوهه هم وه، او ترڅنګ يې د الله لوی هغه نوم هم و چې د هغه په مرسته څوک دعا وغواړي؛ نو قبليږي: زه د هغې تخت درته راوړم مخکې ستا د سترګو تر رپ، داسې چې الله ته به دعا وکړم؛ نو هغه به يې راته راوړي، نو هغه دعا وکړه او دعا يې قبوله شوه، کله چې سليمان دهغې تخت له ځان سره نېږدې ځای پرځای شوی وليد ويې ويل: دغه زما د پالونکي پېرزوينه ده، تر څو مې وازمويي چې زه د هغه د نعمتونو شکر کوم او که يې ناشکري کوم؟ که چا د الله شکر واېستی؛ نو د شکر ګټه به يې ور ورسيږي، الله بې پروا دی، د بندګانو شکر يې هغه ته څه نه ورزياتوي، چا چې د الله له نعمتونو نټه وکړه او شکر يې ونه اېستی، بېشکه زما پالونکی د هغه له شکره غني او کريم دی، او د هغه له کرم څخه داده چې پر هغه چا يې غوروای ورکړی چې له نعمتونو يې نټه کړې ده.
التفاسير العربية:
قَالَ نَكِّرُوْا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ اَتَهْتَدِیْۤ اَمْ تَكُوْنُ مِنَ الَّذِیْنَ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟
سليمان عليه السلام وويل: د هغې د پاچايۍ تخت له خپل پخواني حالت څخه ورته بدل کړئ چې وګورو: آيا هغه خپل تخت پېژندلی شي او که له هغو کسانو کيږي چې د خپلو شيانو پېژندګلوۍ ته لار نشي موندلی.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا جَآءَتْ قِیْلَ اَهٰكَذَا عَرْشُكِ ؕ— قَالَتْ كَاَنَّهٗ هُوَ ۚ— وَاُوْتِیْنَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِیْنَ ۟
کله چې د سبا سيمې ملکه، سليمان ته راغله د ازموينې په ډول ورته وويل شول: آيا دغه ستا تخت دی؟ هغې له پوښتنې سره سم ځواب ورکړ: ګواکې همداسې دی، نو سليمان وويل: الله موږ ته له هغې مخکې پوهه راکړې، پر داسې چارو د توان پيداکولو له امله، موږ د الله امر ته غاړه اېښودونکي او هغه لره پيروان يو.
التفاسير العربية:
وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَّعْبُدُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟
د الله له يووالي هغه څه راګرځولې وه چې د خپل قوم په پيروۍ او د هغوی په پل د پل اېښودلو له کبله يې له الله پرته نور شيان لمانځل، بېشکه هغه پر الله د کفرکوونکي قوم څخه وه، چې د هغوی غوندې کافره وه.
التفاسير العربية:
قِیْلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ ۚ— فَلَمَّا رَاَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَّكَشَفَتْ عَنْ سَاقَیْهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّنْ قَوَارِیْرَ ؕ۬— قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ وَاَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمٰنَ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
هغې ته وويل شول: ماڼۍ ته ننوځه په داسې حال کې چې هغه د هوارې سطحې غوندې وه، کله يې چې وليده، ګومان يې وکړ چې اوبه دي؛ نو پايڅې له پنډيو راپورته کړې تر څو پرې ګډه شي، سليمان عليه السلام وويل: دا يوه ښویه د شيشوبنګله ده، او اسلام ته يې راوبلله، هغې په داسې ويلو د هغه بلنه ومنله: ای زما پالونکيه! ما ستا سره د نورو په لمانځلو پر ځان ظلم کړی و، او له سليمان سره يې د ټولو مخلوقاتو پالونکي ته غاړه کېښودله.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عزة الإيمان تحصّن المؤمن من التأثر بحطام الدنيا.
د ايمان عزت مؤمن ساتي له دې چې د دنيا له لږې توښې دې متاثره شي.

• الفرح بالماديات والركون إليها صفة من صفات الكفار.
پر مادياتو خوشحاله کېدل او هغو ته ورکږېدل دا د کافرانو له صفاتو څخه يو صفت دی.

• يقظة شعور المؤمن تجاه نعم الله.
د مؤمن د احساس بيدارېدل د الله د نعمتونو لوري ته.

• اختبار ذكاء الخصم بغية التعامل معه بما يناسبه.
د دښمن د ځيرکتيا ازموينه اخېستل په پسې شا داسې يوه کړنه چې وړ يې وي.

• إبراز التفوق على الخصم للتأثير فيه.
پر دوښمن د لوړوالي څرګندويي کول ترڅو متاثره شي.

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
او بېشکه ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ورولېږی، چې هغوی يوازې د الله عبادت وکړي، خو د هغه له رابلنې وروسته هغوی سملاسي دوې ډلې شول: يوه مؤمنه ډله او بله کافره او په خپلو کې يې شخړې کولې چې کومه يوه پر حقه ده.
التفاسير العربية:
قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
صالح عليه السلام هغوی ته وويل: ولې له رحمت مخکې په بيړه د عذاب غوښتنه کوئ؟ آيا تاسو له الله د خپلو ګناهونو بښنه نه غواړئ په دې هيله چې درباندې ورحميږي.
التفاسير العربية:
قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟
قوم يې په حق کې د ضد کولو له امله ورته وويل: موږ په تا او په هغو مؤمنانو پورې بد شاګوم نيولی چې ستا سره دي، صالح عليه السلام هغوی ته وويل: له بدفالۍ کوم بد مصيبت نه يې را ګرځولي، له الله سره پوهه ده له هغه هيڅ پټ نه دي، بلکې تاسو يو داسې قوم ياست چې ازمويل کېږئ په هغه خير چې درته پراخه کيږي او په هغه شر چې درته رسيږي.
التفاسير العربية:
وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
د حجر په ښار کې نهه کسان وو چې په ځمکه کې يې په کفر او ګناهونو فساد خپرولو، او په ايمان نېک عمل کولو يې سمون نه راوستلو.
التفاسير العربية:
قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
ځينو يې ځينو ته وويل: ستاسو هر يو دې پر الله قسم وکړي، چې هرومرو به يې نن شپه کور ته ورځو، هغه او کورنۍ به يې وژنو، بيا به د وينې ولي (څښتن) ته وايي: موږ د صالح او د هغه د کورنۍ په وژلو کې حاضر نه وو او موږ چې څه وايو په هغو کې رېښتيني يو.
التفاسير العربية:
وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
هغوی د صالح او د هغه د مؤمنو پيروانو لپاره په پټه چل جوړ کړ، موږ د هغه د مرستې او د هغوی له چل څخه د خلاصون لپاره او د هغه له قوم څخه د کافرانو د تباهۍ لپاره تدبير ونيوی، خو هغوی پردې پوه هم نه وو.
التفاسير العربية:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
نو ای رسوله! فکر وکړه چې د هغوی چل او تدبير څنګه پايله ورکړه؟ بېشکه موږ له خپل لوري په سزا ورکولو هغوی له بېخه و اېستل او هغوی ټول مو تباه کړل.
التفاسير العربية:
فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې د هغوی د ظلم له امله خالي شوي، بېشکه د هغوی د ظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي.
التفاسير العربية:
وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟
او د صالح عليه السلام له قومه مو هغه کسان وژغورل چې پر الله يې ايمان راوړی و، او له الله څخه وېرېدل د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو څخه يې په ځان ساتلو سره.
التفاسير العربية:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه لوط، کله يې چې خپل قوم ته ويل په داسې حال کې چې هغوی يې ترټل او پر هغوی يې بد ويل: ايا تاسو يو بد کار ترسره کوئ چې هغه لواطت دی په خپلو مجلسونو کې په ښکاره ډول چې ځينې مو ځينو ته ګوري؟!.
التفاسير العربية:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
آيا تاسو سړيوته د شهوت په موخه ورځئ ښځې پرېږدئ، چې پاک لمني او اولاد نه غواړئ، بېشکه دغه حيواني شهوت پوره کول دي، بلکې پر تاسو چې ايمان، پاکي او له ګناهونو لرېوالی لازم و، له دغو ټولو ناپوه خلک ياست.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الاستغفار من المعاصي سبب لرحمة الله.
له ګناهونو بښنه غوښتل د الله د رحمت لامل کيږي.

• التشاؤم بالأشخاص والأشياء ليس من صفات المؤمنين.
پر اشخاصو او شيانو بدشاګوم نيول د مؤمنانو له صفتونو څخه نه دي.

• عاقبة التمالؤ على الشر والمكر بأهل الحق سيئة.
د حق د څښتنانو په اړه په شر او چل کولو کې په يوه خوله کېدلو پايله بده وي.

• إعلان المنكر أقبح من الاستتار به.
د بد کارۍ اعلان کول له پټولو يې ډېر بد کار دی.

• الإنكار على أهل الفسوق والفجور واجب.
پر فاسقانو او فاجرانو انکار کول او بد ويل واجب دي.

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْۤا اٰلَ لُوْطٍ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟
نو نه و د هغه د قوم جواب پرته لدې خبرې چې؛ د لوط کورنۍ له خپل کلي نه وباسئ، ځکه دوی داسې خلک دي چې کرکه کوي له پلتیو څخه، دا خبره یې د لوط پر کورنۍ د ملنډو وهلو له امله کوله، ځکه هغوی ورسره په هغه ناوړه او پلیتو کارونو کې ګډون نه کاوه چې دوی به کول، بلکه پر دوی به یي بد ویل د هغه بدو کړنو له امله.
التفاسير العربية:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— قَدَّرْنٰهَا مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
نو هغه او کورنۍ مو يې وژغورل، پرته د هغه له مېرمنې چې د هغې په اړه مو دا پرېکړه کړې وه چې هغه به په سزا کې له پاتې کېدونکو څخه وي ترڅو له تباه کېدونکو څخه شي.
التفاسير العربية:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟۠
او پر هغوی مو له آسمانه ډبرې و اورولې، ډېر بد تباه کوونکی اورښت و د هغه چا لپاره چې له عذابه وېرول شوي وو خو هغوی خبره نه وه منلې.
التفاسير العربية:
قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ وَسَلٰمٌ عَلٰی عِبَادِهِ الَّذِیْنَ اصْطَفٰی ؕ— ءٰٓاللّٰهُ خَیْرٌ اَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
ای رسوله! ووايه: الله لره د هغه پر نعمتونو او د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو لپاره د هغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې د لوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه د عبادت وړ دی د هر څه واک يې په لاس کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه د ګټې واک لري او نه د زيان؟!
التفاسير العربية:
اَمَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ حَدَآىِٕقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ ۚ— مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُنْۢبِتُوْا شَجَرَهَا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَّعْدِلُوْنَ ۟ؕ
آيا چا چې آسمانونه او ځمګه پرته له مخکېنۍ بېلګې پيداکړي، ستاسو لپاره يې له آسمانه د باران اوبه را اورولې دي ای خلکو، پر هغو مو ښکلي او ښايسته باغونه را شنه کړي دي، چې تاسو د دغو باغونو ونې له هغه څخه د خپلې بې وسۍ له امله نه شوای را شنې کولای؛ نو الله هغه ذات دی چې دغه يې را شنه کړي، آيا دالله سره په دې کارونوکې بل شریک شته؟! نه، پس برابروي خالق دمخلوق سره غټ ظالمان دي.
التفاسير العربية:
اَمَّنْ جَعَلَ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّجَعَلَ خِلٰلَهَاۤ اَنْهٰرًا وَّجَعَلَ لَهَا رَوَاسِیَ وَجَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حَاجِزًا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؕ
يا هغه څوک چې ځمکه يې محکمه ثابته وګرځوله چې پر هغه چا نه خوځيږي چې پرې اوسيږي، په هغې کې يې د ننه سيندونه پيداکړي چې بهيږي، غرونه يې د هغې لپاره محکموونکي ګرځولي او د دوو دريابونو ترمنځ يې - چې یو ترېو بل خوږ دی- خنډ پيدا کړی چې د مالګين پر خوږ د ګډېدو مخه نيسي ترڅو خراب نه شي چې بيا د څښلو وړ نه وي، آيا داسې لمانځلی له الله سره شتون لري؟! نه، بلکې ډیری د هغوی نه پوهیږي، که چېرې پوهېدلی؛ نو له مخلوقاتو څخه به يې هيڅوک له الله سره نه و شريک کړی.
التفاسير العربية:
اَمَّنْ یُّجِیْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَیَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَیَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ
ایا هغه ذات چې د هغه چا دعا قبلوي چې په کار کې تنګي پرې راغلې وي او کار يې سخت شوی وي، له انسان څخه ناروغي، بې وزلي او داسې نور لرې کوي، په ځمکه کې مو ځينې د ځينو له يو کهول وروسته بل کهول ځای ناستي ګرځوي، آيا له الله سره بل کوم معبود داسې کولای شي؟! تاسو ډېر لږ پند او نصيحت قبلوئ.
التفاسير العربية:
اَمَّنْ یَّهْدِیْكُمْ فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ یُّرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— تَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟ؕ
ایاهغه څوک چې د وچې په تيارو او د درياب په تيارو کې د نښو او ستوريو په درولو لار درته ښيي، څوک دی چې د داسې باران د نېږدې کېدو زيری ورکوونکي بادونه لېږي چې پر بندګانو يې رحمت وي، آيا له الله سره بل معبود شته چې داسې وکړي؟! پاک دی الله او سپېڅلی دی له هغه څه چې له مخلوقاتو يې هغوی ورسره شريکوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لجوء أهل الباطل للعنف عندما تحاصرهم حجج الحق.
پر اهل باطل چې کله د حق دلايل را چاپېر شي؛ نو بيا تشدد او سختۍ ته مخه کوي.

• رابطة الزوجية دون الإيمان لا تنفع في الآخرة.
له ايمان پرته د زوجيت اړيکه هم په آخرت کې ګټه نه رسوي.

• ترسيخ عقيدة التوحيد من خلال التذكير بنعم الله.
د الله د نعمتونو په يادولو سره په زړونو کې د توحيد عقيده ځای په ځای کيږي.

• كل مضطر من مؤمن أو كافر فإن الله قد وعده بالإجابة إذا دعاه.
هر اړ کس که مؤمن وي او که کافر، الله ژمنه کړې چې دعا به يې قبلوي کله چې دعا وکړي.

اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ایاهغه څوک چې د ميندو په رحمونو کې له يو پړاو وروسته د بل پړاو د پيدايښت پيل کوي، بيا يې را ژوندی کوي وروسته تردې چې مړ کړی يې وي، او څوک دی چې له آسمانه په باران ورولو روزي درکوي او له ځمکې د نبتاتوپه رازرغونولو روزي درکوي! آيا له الله سره بل کوم معبود شته چې دغه کار وکړي؟! ووايه ای رسوله! دغو مشرکانو ته: پر خپل شرک مو دليلونه راوړئ که چېرې تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني یاست چې دا دعوی لرئ چې پرحقه ياست.
التفاسير العربية:
قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟
ووايه ای رسوله: کومې پرېښتې چې په آسمانو کې دي او کوم خلک چې په ځمکه کې دي هيڅوک هم پر پټو نه پوهيږي، خو يوازې الله هغه ذات دی چې پرې پوهيږي، او له الله پرته نور ټول څه چې په آسمانو او ځمکه کې دي پر دې هم نه پوهيږي چې کله به را پاڅول کيږي.
التفاسير العربية:
بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠
آيا د هغوی پوهه د آخرت پيروي کوي چې پرې پوه شي؟ نه داسې نه ده، بلکې هغوی د آخرت په اړه په شک او حيرانتيا کې دي، بلکې آن سترګې يې ترې ړندې شوې دي.
التفاسير العربية:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟
او هغه کسان چې کفر يې کړی د بد ګڼلو په ډول يې وويل: آيا چې کله موږ مړه شو او خاورې شو، بيا شونې ده چې ژوندي به را پاڅول کېږو؟
التفاسير العربية:
لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
بېشکه زموږ سره ژمنه شوې وه او مخکې زموږ له پلرونو سره ژمنه شوې وه، چې موږ ټول به را پاڅول کېږو، خو موږ د دغې ژمنې را منځته کېدل ونه ليدل، دغه ژمنه چې زموږ ټولو سره کيږي يوازې د پخوانيو له هغودرواغجنوکيسو څخه دي چې هغوی يې په کتابونو کې ليکلې دي.
التفاسير العربية:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟
ای رسوله! له بېرته را پاڅېدو دغو نټه کوونکو ته ووايه: په ځمکه کې هر لوري ته وګرځئ، تر څو فکر وکړئ چې د بېرته را پاڅېدو درواغ ګڼونکو مجرمانو پايله څنګه شوه، چې هغوی مو د درواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل.
التفاسير العربية:
وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟
ستا له بلنې د مشرکانو په مخ اړولو له امله مه خپه کېږه او نه دې د هغوی د چل له کبله ستا سينه تنګه شي، ځکه الله د هغوی پر خلاف ستا مرسته کوونکی دی.
التفاسير العربية:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ستا له قومه د بېرته را پاڅېدو څخه انکار کوونکي کافران وايي: کله به وي د هغه سزا ژمنه چې ته او مؤمنان يې له موږ سره کوئ، که چېرې تاسې رېښتيني ياست په دغه دعوی کې چې کوئ يې؟.
التفاسير العربية:
قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
هغوی ته ووايه: ای رسوله! کېدی شي ځينې برخه د هغې سزا درته نېږدې شوې وي چې تاسو يې په بيړه غواړئ.
التفاسير العربية:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
او بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! پر خلکو د لورېينې څښتن دی، چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، سره له دې چې هغوی په کفر او ګناهونو کې اخته وي، خو ډېری له خلکو د الله پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پرې کړي دي.
التفاسير العربية:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
او بېشکه پالونکی دې پر هغه پوهيږي چې بندګان يې په زړونو کې پټوي او څه چې ښکاره کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به جزا ورکړي.
التفاسير العربية:
وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
اونشته هیڅ یوشی چې هغه پټ وي دخلکوڅخه په آسمان کې اونه په ځمکه کې مګر هغه په څرګند کتاب لوح محفوظ کې شتون لري.
التفاسير العربية:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
بېشکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی قرآن بني اسرائيلو ته ډېری هغه څه بيانوي چې هغوی پکې اختلاف کوي او د هغوی کوږوالی څرګندوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• علم الغيب مما اختص به الله، فادعاؤه كفر.
د پټو پوهه يوازې دالله پورې ځانګړې ده؛ نو د بل چا لپاره يې دعوی کول کفر دی.

• الاعتبار بالأمم السابقة من حيث مصيرها وأحوالها طريق النجاة.
د پخوانيو امتونو له پايلې او حالاتو پند اخېستل يوازې د خلاصون لاره ده.

• إحاطة علم الله بأعمال عباده.
د بنده ګانو عملونه د الله تعالی په علم کې راګیردي .

• تصحيح القرآن لانحرافات بني إسرائيل وتحريفهم لكتبهم.
د قرآن لخوا د بني اسرائيلو د انحرافاتو او خپلو کتابونو د بدلولو تصحيح.

وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او دا قرآن د هغو مؤمنانو لپاره لارښوونه او لورېينه ده چې پر هغه څه عمل کوونکي دي چې په هغه کې راغلي.
التفاسير العربية:
اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ
بېشکه پالونکی دې ای رسوله! د خلکو ترمنځ - چې مؤمنان هم دي او کافران هم دي - د قيامت په ورځ په انصاف پرېکړه کوي، پر مؤمن رحم کوي او کافر ته سزا ورکوي، هغه برلاسی دی چې له خپلو دوښمنانو غچ اخلي او هيڅوک پر هغه نشي برلاسی کېدلای، داسې پوه دی چې حق او باطل نه ور څخه ګډوډيږي.
التفاسير العربية:
فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟
نو پر الله بروسه وکړه او په ټولو چارو کې پر هغه باور وکړه، بېشکه ته پر څرګند حق يې.
التفاسير العربية:
اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
پرته له شکه اې رسوله! ته هغه مړي نشې اورولای چې پر الله د کفر له امله يې زړونه مړه شوي اونه هغه څوک اورولای شې چې الله يې د حق له اورولو غوږونه کاڼه کړي دي، هغه څه ته يې چې رابولې، کله چې ګرځي، له تا څخه مخ اړوونکي وي.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟
ته د هغه چا لارښوونکی نه يې چې له حقه يې سترګې ړندې شوې وي؛ نو مه پرې خپه کېږه او ځان دې په هغه څه کې ستړی کړه چې توان يې لرې چې پر حق پوه شې، مګر هغه څوک چې زموږ پر آيتونو ايمان لري؛ نو هغوی د الله امرونو ته غاړه اېښودونکي دي.
التفاسير العربية:
وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠
کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې د ټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به د قيامت په را نېږدې کېدو سره د لويو نښو څخه د يوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې د امتونو له هر امت څخه به د هغوی له لويانو يوه ډله داسې کسان را غونډ کړو چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼل، لومړي به يې وروستيو ته وروګرځوو، بيا به حساب ته بوتلل شي.
التفاسير العربية:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
د هغوی بوول به همداسې دوام وکړي، تردې چې هغوی به د حساب ميدان ته راشي، الله به د رټنې په توګه ورته ووايي: آيا زما هغه آيتونه مو درواغ ګڼل چې زما پر يووالي يې دلالت کولو او زما پر شريعت مشتمل وو، او تاسو ته در معلوم هم نه وو چې هغه باطل دي؛ نو بيا څنګه درته روا وه چې هغه مو درواغ ګڼل، ( یعنې لومړی به مو ځان پوه کړی و، بیا به مو د حق او یا باطل په اړه پریکړه کوله).
التفاسير العربية:
وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟
پر هغوی به عذاب را ښکته شي، د هغوی د دغو ظلم له امله چې پر الله يې کفر کړی او د هغه آيتونه يې درواغ ګڼلي دي؛ نو هغوی به له خپلو ځانونو څخه د دفاع په موخه له دغه کار څخه د عاجزۍ او د هغوی د دليلونو د بطلان له امله خبرې نه شي کولای.
التفاسير العربية:
اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
آيا دغه د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکي نه ويني چې موږ شپه څنګه ګرځولې چې هغوی په خوب کولو آرام پکې کوي، او ورځ مو روښانه ګرځولې چې پکې ويني، ترڅو خپلو کارونو خوا ته هڅه وکړي، بېشکه په دغه تکراري مرګ او له هغه وروسته را ژوندي کېدو کې د هغو خلکو لپاره څرګندې نښانې دي چې ايمان راوړي.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته د دويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول د الله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي.
التفاسير العربية:
وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟
او په دغه ورځ به غرونه وينې چې ته به ګومان کوې چې کلک ولاړ دي خوځښت نه کوي او په حقيقت کې به د ورېځې غوندې تېز ځي، الله داسې جوړ کړي دي او همغه ذات به يې خوځوي، بېشکه هغه پر هغه څه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو له هغه څه پټ نه دي، او پر هغو به جزا درکړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• أهمية التوكل على الله.
پر الله د بروسې اهميت.

• تزكية النبي صلى الله عليه وسلم بأنه على الحق الواضح.
د نبي صلی الله عليه وسلم پاکي چې هغه پر څرګند حق دی.

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د لارښوونې توفيق د الله په لاس کې دی، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې.

• دلالة النوم على الموت، والاستيقاظ على البعث.
د خوب دلالت پر مرګ، او د را وېښېدو دلالت پر بېرته را ژوندي کېدو باندې.

مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَهُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ ۟
د قيامت په ورځ چې څوک له ايمان او نيک عمل سره راشي هغه لره به جنت وي، او هغوی به د قيامت په ورځ له وېرې څخه د الله په امن ورکولو ډاډه وي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او څوک چې له کفر او ګناهونو سره راشي، هغوی لره به اور وي چې پړ مخې به پکې اچول کيږي، او د ترټنې او سپکاوي په ډول به ورته ويل کيږي: آيا تاسو ته له هغه څه پرته د بل څه سزا درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول؟.
التفاسير العربية:
اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې د هغې مکې د پالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، د هغې ښکار به نه وژل کيږي او د هغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره د هر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم.
التفاسير العربية:
وَاَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟
او ما ته دغه امر شوی چې پر خلکو قرآن ولولم، چا چې د هغه لارښوونه غوره کړه او پر هغه څه يې عمل وکړ چې پکې دي؛ نو د لارښوونې ګټه به يې ځانته ورسيږي، او څوک چې لار ورکی شو او له هغه څه يې مخ واړوی او نټه يې ترې وکړه چې په هغو کې دي او پر هغه څه يې عمل ونه کړچې پکې دي؛ نو هغه ته ووايه: بېشکه زه يوازې له وېروونکو يم چې تاسو د الله له عذاب څخه وېروم او لارښوونه زما په لاس کې نه ده.
التفاسير العربية:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
ای رسوله! ورته ووايه: الله لره د هغه پر هغو نعمتونو ستاينه ده چې نه شمېرل کيږي، الله به تاسو ته ستاسو په ځانونو، آسمان، ځمکه او روزۍ کې خپلې نښانې دروښيي، تاسو به يې داسې وپېژنئ چې پر حق باور کولو خوا ته به مو لارښوونه وکړي، ستاسو پالونکی له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې خبر دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پرې جزا درکړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الإيمان والعمل الصالح سببا النجاة من الفزع يوم القيامة.
ايمان او نيک عمل د قيامت په ورځ له وېرې څخه د خلاصون دوه لاملونه دي.

• الكفر والعصيان سبب في دخول النار.
کفر او سرغړونه په اور کې د ننوتلو لامل دی.

• تحريم القتل والظلم والصيد في الحرم.
په حرم کې د وژلو، ظلم او ښکار کولو حراموالی.

• النصر والتمكين عاقبة المؤمنين.
مرسته او واک ترلاسه کول د مؤمنانو پايله ده.

 
ترجمة معاني سورة: النمل
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق