ای رسوله! مشرکان له تا څخه د انکار او درواغ ګڼونکو په توګه پوښتنه کوي او همدا راز يهود هم درڅخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي: دغو خلکو ته ووايه: د قيامت پوهه له الله سره ده، ما لره د هغو په اړه هيڅ هم نشته، او ای رسوله! ته څه پوهېږې یقینا قيامت نېږدې وي؟.
هغوی به د تل لپاره په دغه اور کې وي چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوی دی، هلته به نه کوم دوست مومي چې مرسته يې وکړي او نه کوم مرستندوی چې له هغوی عذاب لېرې کړي.
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او سمه رېښتينې وينا وکړئ.
له شک پرته که تاسو له الله څخه ووېرېږئ او سمه وينا وکړئ، هغه به مو کړنې درته سمې کړي او قبولې به يې کړي، او له تاسو به مو ګناهونه لېرې کړي، نو نه به مو رانیسي پرې، او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي کوي، هغه ستره بريا ترلاسه کړه چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای، او هغه بريا د الله رضا او جنت ته ننوتل دي.
له شک پرته موږ شرعي تکليفونه او کوم مالونه او رازونه چې ساتل کیږي پر آسمانونو، ځمکه او پر غرونو وړاندې کړل، نو هغوی يې له پورته کولو انکار وکړه[دا عرض اختیاري وو]، او له پايلې يې ووېرېدل، او انسان هغه پر غاړه واخېستل، بېشکه هغه انسان خپل ځان لره ډېر ظلم کوونکی او د هغو په غاړه اخېستلو له پايلې ډېر ناپوه دی.
انسان هغه د الله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته د هغوی د نفاق او پر الله د شرک سزا ورکړي، او تر څو الله د هغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې د تکليفونو د امانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اختصاص الله بعلم الساعة.
د قيامت پوهه يوازې تر الله پورې ځانګړې ده.
• تحميل الأتباع كُبَرَاءَهُم مسؤوليةَ إضلالهم لا يعفيهم هم من المسؤولية.
د پيروانو لخوا پر خپلو مشرانو د هغوی د لارورکۍ مسؤوليت وراچول، هغوی له مسؤولیته نه شي خلاصولای.