Check out the new design

Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm * - Indise ng mga Salin


Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Ahzāb   Ayah:
یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا ۟
ای رسوله! مشرکان له تا څخه د انکار او درواغ ګڼونکو په توګه پوښتنه کوي او همدا راز يهود هم درڅخه د قيامت په اړه پوښتنه کوي: دغو خلکو ته ووايه: د قيامت پوهه له الله سره ده، ما لره د هغو په اړه هيڅ هم نشته، او ای رسوله! ته څه پوهېږې یقینا قيامت نېږدې وي؟.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَاَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًا ۟ۙ
له شک پرته الله پاک کافران له خپل رحمته شړلي دي او د قيامت په ورځ يې هغوی لره داسې لمبه وهونکی اور چمتو کړی چې انتظار به يې کوي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۚ— لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۚ
هغوی به د تل لپاره په دغه اور کې وي چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوی دی، هلته به نه کوم دوست مومي چې مرسته يې وکړي او نه کوم مرستندوی چې له هغوی عذاب لېرې کړي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟
په کومه ورځ چې مخونه يې د دوزخ په اور کې اړول کيږي، هغوی به د سخت افسوس او پښېمانۍ له امله وايي: های کاشکي مو د دنيا په ژوند کې د الله امر منلی وای د هغه څه په پرځای کولو سره چې امر يې راته کړی و، او له هغه څه څخه په ډډه کولو سره چې ترې منع کړي يې وو، او د رسول پيروي مو کړې وای په هغه څه کې چې د خپل پالونکي له لوري يې راوړي و.
Ang mga Tafsir na Arabe:
وَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا ۟
هغوی به له بې بنسټه باطل دليل سره راشي چې وبه وايي: ای زموږ پالونکيه! له شک پرته موږ د خپلو سردارانو او خپلو قومونو د مشرانو پيروي کړې وه، نو هغوی موږ له نېغې لارې لارورکي کړو.
Ang mga Tafsir na Arabe:
رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا ۟۠
ای زموږ پالونکيه! دغو سردارانو او لويانو ته چې موږ يې له نېغې لارې لارورکي کړي يو دوه برابره د هغه عذاب ورته وګرځوه چې موږ ته دې ګرځولی دی ځکه هغوی موږ لارورکي کړي يو، او له خپل رحمته دې یې په لوی شړلو سره وشړه.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا ؕ— وَكَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًا ۟
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، رسول مو مه آزاروئ چې د هغو خلکو غوندې به شئ چې موسی يې آزارولو، لکه د هغوی لخوا د هغه په بدن کې عيب بيانول، نو الله له هغه څه برائت ورکړ چې هغوی ويل، د هغه سلامتي يې ورته په ډاګه کړه له هغه څه څخه چې هغوی به پسې ويل، او موسی د الله په وړاندې داسې مخور و، چې غوښتنه يې نه ردېدله او هڅه يې نه ناکامېدله.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟ۙ
ای هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، او سمه رېښتينې وينا وکړئ.
Ang mga Tafsir na Arabe:
یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟
له شک پرته که تاسو له الله څخه ووېرېږئ او سمه وينا وکړئ، هغه به مو کړنې درته سمې کړي او قبولې به يې کړي، او له تاسو به مو ګناهونه لېرې کړي، نو نه به مو رانیسي پرې، او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي کوي، هغه ستره بريا ترلاسه کړه چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای، او هغه بريا د الله رضا او جنت ته ننوتل دي.
Ang mga Tafsir na Arabe:
اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَاَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْاِنْسَانُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًا ۟ۙ
له شک پرته موږ شرعي تکليفونه او کوم مالونه او رازونه چې ساتل کیږي پر آسمانونو، ځمکه او پر غرونو وړاندې کړل، نو هغوی يې له پورته کولو انکار وکړه[دا عرض اختیاري وو]، او له پايلې يې ووېرېدل، او انسان هغه پر غاړه واخېستل، بېشکه هغه انسان خپل ځان لره ډېر ظلم کوونکی او د هغو په غاړه اخېستلو له پايلې ډېر ناپوه دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ وَیَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠
انسان هغه د الله په تقدير پورته کړ، تر څو الله نارينه منافقانو او ښځينه منافقانو، نارينه مشرکانو او ښځينه مشرکانو ته د هغوی د نفاق او پر الله د شرک سزا ورکړي، او تر څو الله د هغو مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو توبه قبوله کړي چې د تکليفونو د امانت پورته کول يې په ښه توګه کړي دي، او الله خپلو هغو بندګانو لره بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
Ang mga Tafsir na Arabe:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• اختصاص الله بعلم الساعة.
د قيامت پوهه يوازې تر الله پورې ځانګړې ده.

• تحميل الأتباع كُبَرَاءَهُم مسؤوليةَ إضلالهم لا يعفيهم هم من المسؤولية.
د پيروانو لخوا پر خپلو مشرانو د هغوی د لارورکۍ مسؤوليت وراچول، هغوی له مسؤولیته نه شي خلاصولای.

• شدة التحريم لإيذاء الأنبياء بالقول أو الفعل.
په وينا او کړنه نبيانو ته د آزار رسولو سخت نارواوالی.

• عظم الأمانة التي تحمّلها الإنسان.
د هغه امانت لوی والی چې انسان پر غاړه واخېست.

 
Salin ng mga Kahulugan Surah: Al-Ahzāb
Indise ng mga Surah Numero ng Pahina
 
Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm - Indise ng mga Salin

Inilabas ng Markaz Tafsīr Lid-Dirāsāt Al-Qur’ānīyah (Sentro ng Tafsīr Para sa mga Pag-aaral Pang-Qur’an).

Isara