تر هغه زيات ظالم نشته چې الله ته د شريک، ښځې او بچي نسبت کوي چې له هغه سره نه ښايي، او نه تر هغه زيات ظالم شته چې د الله د رسول صلی الله عليه وسلم راوړې وحي درواغ ګڼي، آيا هغه کسان چې پر الله او پر هغه څه کافران دي چې د هغه رسول راوړي د هغوی ځای او هستوګنه په اور کې نه ده؟! ولې نه، له شک پرته د هغوی ځای او هستوګنه به هملته وي.
او له نبيانو او نورو خلکو چې په ويناوو او کړنو کې له رېښتيا سره راغلي، او د مومن په توګه يې رېښتيا ګڼلي، د هغو پر غوښتنه يې عمل کړی، همدوی په رېښتيا کره پرهیزګان دي،دا هغه خلک دي چې د خپل رب امر مني او له نهي یې ډډه کوي.
آيا الله د خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم د دين او دنيا د چارې لپاره بسنه نه کوي او ایا الله به د دشمن څخه د هغه دفاع ونکړي؟! ولې نه، هغه بسنه کوي، ای رسوله! هغوی د ناپوهۍ او کم عقلۍ له امله له الله پرته تا پر هغو بوتانو وېروي چې هغوی يې د الله څخه په غیر عبادت کوي، چې تاته به زيان ورسوي، او څوک چې الله يې خوار کړي او د لارښوونې توفيق ور نه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه او مرسته يې وکړي.