او مونږ لعنت کړی په دوی (د خپل رحمت څخه مو شړلي) په سبب د وینا د دوی چې فخر کوونکي دي په دروغو سره: یقینا مونږ وژلی مسیح عیسی ځوی د مریم چې د الله تعالی رسول دی. او حال دا چې نه و وژلی دوی هغه لره لکه څرنګه چې دوی دعوی کوي او نه يې په دار کړی و، لیکن یو سړی یې وژلی و چې الله تعالی په هغه باندې د عیسی علیه السلام شکل اچولی وو او هغه يې په دار کړی و، نو دوی دا ګمان وکړ چې دا وژل شوی کس عیسی علیه السلام دی. او هغو کسانو چې د عیسی علیه السلام د قتل دعوی یې کړې وه د یهودیانو څخه او هغو کسانو چې دوی ته سپارلی و له نصاراو څخه، دواړه ډلې په حیرانتیا کې دي د حال د هغه نه او په شک کې دي، نو نشته دوی لره په عیسی علیه السلام باندې څه علم، بلکه دوی د ګمان تابعداري کوي، او بیشکه ګمان چې دی نشې بی حاجته کولی د حق څخه هیڅ شي، او دوی نه وو وژلی عیسی علیه السلام، او هیڅکله يې په دار کړی هم نه و.
بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.