او دغو خلکو ته به څه زيان رسېدلی و، که يې په حقه پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړی و او د الله ورکړې روزي يې په هغو لارو کې لګولې وه چې الله يې خوښوي او پرې خوشحاليږي، بلکې په دغو ټولو کې يې خير و، او الله پر هغوی ښه پوه دی، هيڅ يې نه ترې پټيږي او هر يوه ته به يې پر کړنه بدله ورکړي.
بیشکه الله تعالی عادل ذات دی په خپلو بندګانو هیڅ ظلم نه کوي، نو د هغوی د حسناتو څخه د وړوکي میږي په اندازه هم نه کموي، او که چیرته نیکي د ذرې په اندازه هم وي ثواب یې څو چنده کوي د خپلې مهربانۍ له مخې، او سره د زیاتوالي نه؛ د خپل طرف نه ډیر لوی ثواب هم ورکوي.
په دغه لویه ورځ کې به ارمان کوي هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی دی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني یې کړې چې کاش که دوی خاوري شوي وی نو دوی او ځمکه به برابره وه، او نه به شي پټولی د الله تعالی څخه هیڅ شی د هغه عمل نه چې دوی کړی وي؛ ځکه چې الله تعالی به د دوی په ژبو باندې مهر ولګوي نو خبرې به پرې نشي کولی، او اندامونو ته به یې حکم وشي نو په دوی به د دوی په کړو عملونو ګواهي وکړي.
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړی! تاسو لمونځ مه کوئ په داسې حال کې چې تاسو نشه یاستئ تر دې پورې چې خه روغ شئ له نشې څخه، او پوهه شئ په هغه څه چې تاسو یې وایئ -او دا حکم مخکې د شرابو د حراموالي څخه و- او لمونځ مه کوئ حال دا چې تاسو په جنابت کې یاستئ، او تاسو جوماتونو ته مه ننوځئ د نشې په حال کې مګر دا چې تیریدونکي یاستئ او په هغه کې نه پاتې کیږئ؛ تر دې چې ولامبئ، او که چیرته تاسو ته داسې مرض دررسیدلی وي چې د هغه سره د اوبو استعمال نا ممکن وي، او یا تاسو مسافر وئ، او یا یو کس ستاسو څخه بی اودسه شي، او یا د خپلو ښځو سره کوروالی وکړئ؛ نو اوبه پیدا نه کړئ نو پس بیا قصد وکړئ پاکې خاورې ته، نو مسح وکړئ په خپلو مخونو او په خپلو لاسونو د دې خاورې څخه، بیشکه الله تعالی مخ اړوونکی دی ستاسو د کموالي څخه، بخنه کوونکی دی تاسو ته.