ای رسوله! که چېرې دغو خلکو پر هغه څه له ايمان راوړلو مخ واړولو چې ته ورسره راغلی يې، نو بيا ورته ووايه: ما له هغه عذابه ووېرولئ چې پر تاسو راتلونکی دی، لکه کوم عذاب چې د هود پر قوم عاد او صالح پر قوم ثمود راغلی و کله چې هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل.
نو د هود قوم عاديانو پر الله د کفر سربېره په ځمکه کې پرته له حقه لويي وکړه او پرخپلو شاوخوا خلکو يې ظلم وکړ، او په داسې حال چې پر خپل ځواک دوکه شوي وو ويې ويل: څوک له موږ زيات ځواکمن دي؟! د هغوی د ګمان سره سم تر هغوی زيات څوک ځواکمن نشته، نو الله پر هغوی رد وکړ: آيا دغه خلک نه پوهيږي او نه ويني چې الله تر هغوی زيات ځواکمن دی؟! په داسې حال کې چې هغوی د الله له هغو آيتونو انکار کولو چې هود عليه السلام ورسره راغلی و.
او هغه کسان مو وژغورل چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وو، او د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېرېدل، له هغه عذابه مو وژغورل چې پر قوم يې راغی.