او د هغه پر لويي، يووالي او د بېرته را ژوندي کولو پر قدرت يې له دلالت کوونکو نښانو دا دي چې ځمکه وينې چې هيڅ شينګی پکې نشته، خو کله چې موږ د باران اوبه پرې و اوروو، نو په هغې کې د پټو تخمونو په راشنه کېدو له امله هغه په خوځښت شي او پورته شي، بېشکه هغه ذات چې دغه مړه ځمکه يې په شينګيو را ژوندۍ کړه، هغه د مړو را ژوندی کوونکی دی او د حساب او بدلې لپاره يې را پورته کوونکی دی، بېشکه هغه پر هر څه ځواکمن دی، د ځمکې له مړه کېدو وروسته د هغې را ژوندي کول هغه نه شي عاجزه کولای او نه د مړو را ژوندي کول او نه د هغوی له قبرونو را پاڅول.
بېشکه هغه خلک چې د الله په آيتونو کې له حقه په انکار او د آيتونو په درواغ ګڼلو او بدلولو کوږوالی کوي، د هغوی حال له موږ پټ نه دی، موږ پرې پوهېږو، نو آيا څوک چې په اور کې اچول کيږي هغه غوره دی او که هغه څوک چې د قيامت په ورځ له عذابه په امن کې راشي؟ ای خلکو له خير او شره چې څه غواړئ کوئ يې، بېشکه موږ خير او شر درته بيان کړل، له شک پرته الله له دغو دواړو د هغه څه ليدونکی دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي.
بېشکه هغه کسان چې پر قرآن يې کفر وکړ کله چې د الله له لوري ورته راغی، هغوی به هرومرو د قيامت په ورځ په عذاب کړل شي، او حال دا چې هغه ډېر قوي مضبوط کتاب دی، هيڅ تحريف کوونکی يې تحريفولای نه شي او هيڅ بدلوونکی يې بدلولای نه شي.
باطل نه له مخې ورته راتلای شي او نه له څټه په کموالي، زياتوالي، تبديل والي او تحريف سره، په خپل پيدايښت، تقدير او تشريع کې د حکمت لرونکي لخوا نازل کړل شوی دی، په هر حال کې ستايل شوی دی.
او که مو دغه قرآن له عربي پرته په بله ژبه نازل کړی وای، نو له هغوی به کافرانو ويلي وو: ولې يې آيتونه داسې نه دي بيان کړل شوي چې موږ پرې پوهېدلی، آيا قرآن عجمي دی او څوک چې ورسره راغلي هغه عربي؟ ای رسوله! دغو خلکوته ووايه: دغه قرآن د هغو کسانو لپاره چې پر الله ايمان راوړي او رسولان يې رېښتيني ګڼي له لارورکۍ لارښوونه او د هغوی په سينو کې چې کومه ناپوهي ده او د کوم څه چې پيروي کوي د هغو لپاره درملنه ده، او هغه کسان چې پر الله ايمان نه راوړي په غوږونو کې يې دروندوالی دی، چې پر هغوی بوج دی، نه پرې پوهيږي، دغه خلک چې پر دغو صفتونو متصف دي داسې دي لکه يو څوک چې له لرې رابولې، نو هغوی به د آواز کوونکي غږ څنګه واوري!.
چاچې نېک عمل وکړ د نېک عمل ګټه يې همغته ورګرځېدونکې ده، الله ته د هيچا نېک عمل ګټه نه رسوي، او چا چې بد عمل وکړ، نو د دغه ضرر همغته ورګرځېدونکی دی، الله ته له مخلوقه د هيچا ګناه ضرر نه رسوي، او هر چاته به د هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، او ای رسوله! ستا پالونکی پر خپلو بندګانو ظلم کوونکی نه دی، نو له هغوی به يې هيڅ نيکي کمه نه کړي او نه به هيڅ بدي ور زياته کړي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• حَفِظ الله القرآن من التبديل والتحريف، وتَكَفَّل سبحانه بهذا الحفظ، بخلاف الكتب السابقة له.
الله قرآن له تبديلۍ او تحريف ساتلی، او هغه پاک ذات دغه ساتنه پر خپله ذمه اخېستې ده، پر خلاف د هغه د پخوانيو کتابونو.