ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الشورى   آية:

سورة الشورى - الشورى

من مقاصد السورة:
بيان كمال تشريع الله، ووجوب متابعته، والتحذير من مخالفته.
د الله د تشريع د بشپړوالي بيان، د هغه د پيروۍ وجوب او له مخالفته يې وېرول.

حٰمٓ ۟ۚ
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
التفاسير العربية:
عٓسٓقٓ ۟
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
التفاسير العربية:
كَذٰلِكَ یُوْحِیْۤ اِلَیْكَ وَاِلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكَ ۙ— اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
ای محمده! د دغې وحي په شان الله تاته او له تا مخکې نبيانو ته وحي کوي، الله له خپلو دښمنانو په غچ اخېستنه کې برلاسی دی او په خپل تدبير او مخلوق کې حکمت والا دی.
التفاسير العربية:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، هغه په خپل ذات، ځواک او برلاسۍ کې د لوړې مرتبې والا دی او په ذات کې لوی دی.
التفاسير العربية:
تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
د هغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي د ځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره د ستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله د خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ اللّٰهُ حَفِیْظٌ عَلَیْهِمْ ۖؗ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟
او هغه کسان چې له الله پرته بوتان يې دوستان نيولي او پرته له الله يې عبادت کوي، الله هغوی لره په کمين کې دی چې کړنې يې ليکي او بدله به يې ورکړي، او ای رسوله! ته د هغوی د کړنو ساتونکی نه يې، هيڅکله به له تا د هغوی د کړنو پوښتنه ونه شي، ته يوازې رسوونکی يې.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ یَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— فَرِیْقٌ فِی الْجَنَّةِ وَفَرِیْقٌ فِی السَّعِیْرِ ۟
لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې ده همداراز مو تاته عربي قرآن وحي کړی دی، ترڅو مکه او د هغې شاوخوا د عربو کلي او بيا ټول خلک پرې ووېروې، او خلک د قيامت له ورځې ووېروې له هغې ورځې چې الله به لومړني او وروستني خلک په يوه ځمکه کې د حساب او بدلې لپاره را ټول کړي، د دغې ورځې په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته، او خلک به په دغه ورځ دوو ډلو ته وېشل شوي وي: يوه ډله به په جنت کې وي چې هغه مؤمنان دي، بله ډله به په دوزخ کې وي چې هغه کافران دي.
التفاسير العربية:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَهُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمُوْنَ مَا لَهُمْ مِّنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.
التفاسير العربية:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۚ— فَاللّٰهُ هُوَ الْوَلِیُّ وَهُوَ یُحْیِ الْمَوْتٰی ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
بلکې دغو مشرکانو له الله پرته نور دوستان نيولي چې ملګرتيا يې وکړي، او الله په حقه دوست دی، له هغه پرته بل څوک نه ګټه رسولای شي او نه تاوان، هغه مړي را ژوندي کوي د حساب او بدلې لپاره په بيا راپاڅولو سره او هغه پاک ذات لره هيڅ شی نه شي عاجزه کولای.
التفاسير العربية:
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟
او ای خلکو! تاسو چې د دين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې د الله په واک کې ده، چې په هغې کې به د الله کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• عظمة الله ظاهرة في كل شيء.
د الله لويي په هر څه کې څرګنده ده.

• دعاء الملائكة لأهل الإيمان بالخير.
د پرېښتو لخوا د ايمان څښتنانو ته د خير دعا.

• القرآن والسُنَّة مرجعان للمؤمنين في شؤونهم كلها، وبخاصة عند الاختلاف.
قرآن او سنت د مؤمنانو د خپلو ټولوچارو لپاره دوه د ورګرځېدو ځايونه دي، په ځانګړي ډول د اختلاف پر مهال.

• الاقتصار على إنذار أهل مكة ومن حولها؛ لأنهم مقصودون بالرد عليهم لإنكارهم رسالته صلى الله عليه وسلم وهو رسول للناس كافة كما قال تعالى: ﴿وَمَآ أَرسَلنُّكَ إلَّا كافةً لِّلنَّاس...﴾، (سبأ: 28).
د مکې او شاوخوا خلکو پر وېرولو بسنه کول، ځکه په رد کولو کې هغوی مقصود وو، چې د رسول صلی الله عليه وسلم له رسالته يې نټه کړې وه، سره له دې چې هغه د ټولو خلکو لپاره رسول دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: او ته مو ټولو خلکو ته لېږلی يې.

فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّمِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا ۚ— یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ ؕ— لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
الله پرته له پخوانۍ بېلګې د آسمانونو او ځمکې پيداکوونکی دی، تاسو لره يې له خپلو ځانونو جوړې (مېرمنې) پيداکړې دي، او له اوښانو، غواوو او پسونو يې هم جوړې پيداکړې دي، تر څو ستاسو لپاره څاروي زيات شي، تاسو پيدا کوي داسې چې ستاسو لپاره یې د واده کولو لپاره جوړې پيدا کړي او تاسو ته ژوند درکوي داسې چې ستاسو لپاره د څارويو غوښې او شېدې پيداکوي، د هغه په مخلوقاتو کې هیح شی د هغه مماثل نه شي کیدای، هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اوورېدونکی او کړنو لره يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ نه پاتې کيږي، او ژر به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير و، نو خير او که شر و، نو شر به وي.
التفاسير العربية:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې د زېرمو چابيانې دي، له بندګانو يې چې چاته وغواړي د ازموينې په توګه يې روزي ورپراخوي، چې آيا شکر کوي او که کفر کوي؟ او چاته چې وغواړي د ازميښت په ډول يې روزي تنګوي چې صبر کوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟ له شک پرته هغه پر هر څه پوه دی له هغو شيانو هيڅ هم ترې پټ نه دي په هغو کې يې د بندګانو ګتې وي.
التفاسير العربية:
شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَمَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ ؕ— كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ ؕ— اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ ۟ؕ
ستاسو لپاره يې هغه دين د شريعت په توګه درکړ، چې نوح ته مو د هغه په رسولو او عمل کولو امر کړی و، او ای رسوله! تاسوته مو هم وحي کړی دی، او تاسو ته يې د هغه څه سپارښتنه کړې چې ابراهيم، موسی او عیسی ته مو يې د رسولو او عمل کولو امر کړی و او لنډه دا چې: په دين نېغ ودرېږئ او په هغو کې اختلاف کول پرېږدئ، پر مشرکانو ستا لخوا د هغوی د الله يووالي او له هغه پرته د بل چا عبادت پرېښودلو ته را بلنه درنده شوه، الله چې له بندګانو يې چاته وغواړي غوره کوي ېې د خپل عبادت او پيروۍ توفيق ورکوي، او له بندګانو يې چې څوک هغه ته له خپلو ګناهونو په توبه اېستلو رجوع کوي خپل لوري ته يې لارښوونه کوي.
التفاسير العربية:
وَمَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او کافران او مشرکان وروسته تر هغې په اختلاف کې شول چې هغوی ته د محمد صلی الله عليه وسلم پر رالېږلو پر هغوی حجت قائم شو، د هغوی اختلاف يوازې د سرکښۍ او ظلم له امله و، که چېرې د الله په پوهه کې دا خبره نه وای تېره شوې چې هغه په خپله پوهه کې له هغوی تر يوې ټاکلې مودې چې د قيامت ورځ ده عذاب وروسته کوي، نو الله به د هغوی ترمنځ پرېکړه کړې وای، چې د هغوی پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله به يې په عذاب ورکولو کې بيړه کړې وای، او بېشکه هغه کسان چې تورات يې له يهودو او انجيل يې له نصاراوو وروسته له خپلو پخوانيو او وروسته له دغو مشرکانو څخه په ميراث ترلاسه کړل، هغوی هرمرو د دغه قرآن په اړه چې محمد صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی په شک کې دي او درواغ ګڼونکي يې دي.
التفاسير العربية:
فَلِذٰلِكَ فَادْعُ ۚ— وَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ ۚ— وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ ۚ— وَاُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ؕ— لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؕ— لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟ؕ
دغه مستقيم (نېغ) دين ته بلنه کوه، د الله له امر سره سم پرې ټينګ اوسه، او د هغوی د باطلو هوسونو پيروي مه کوه، او د هغوی د شخړې پر مهال ووايه: پر الله او پر هغو کتابونو مې ايمان راوړی چې پر رسولانو يې نازل کړي دي، او الله امر راته کړی چې ستاسو ترمنځ په عدل پرېکړه وکړم، الله هغه ذات دی چې بنده ګي يې کوم، زموږ او ستاسو ټولو پالونکی دی، زموږ لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، ستاسو لپاره خپل عملونه دي ښه وي او که بد، وروسته تردې چې دليل څرګند او سمه لار په ډاګه شوه زموږ او ستاسو تر منځ جګړه نشته، الله به موږ ټول را غونډ کړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو هر چاته به هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، چې هغه مهال به رېښتينی له درواغجن او حق والا به د باطل والا څخه بېل شي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• دين الأنبياء في أصوله دين واحد.
د نبيانو دين په اصولو کې يو دين دی.

• أهمية وحدة الكلمة، وخطر الاختلاف فيها.
د خبرې[فکر او نظر] د يووالي اهميت او په هغې کې د اختلاف خطر.

• من مقومات نجاح الدعوة إلى الله: صحة المبدأ، والاستقامة عليه، والبعد عن اتباع الأهواء، والعدل، والتركيز على المشترك، وترك الجدال العقيم، والتذكير بالمصير المشترك.
د الله لوري ته د بلنې د بريا له لارو څخه د بنسټ سموالی، پر هغو ټينګ درېدل، د هوسونو له پيروۍ لرې والی، عدالت، مشترک شي ته ډېره پاملرنه کول، د شنډې شخړې پرېښودل، او د ګډې لارې ور په يادونه دي.

وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
او هغه کسان چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دين کې په باطلو دليلونو سره شخړه کوي، وروسته تردې چې خلکو هغه ومنلو، د دغو شخړه کوونکو دليل د الله او د مؤمنانو په وړاندې له منځه تلونکی او بې ارزښته دی چې هيڅ اغېز نه لري، د هغوی د کفر او د حق د ردولو له امله يې پر هغوی د الله غضب دی او هغوی لره د قيامت په ورځ سخت عذاب دی چې انتظار به يې کوي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟
الله هغه ذات دی چې قرآن يې داسې په حقه نازل کړی چې هيڅ شک پکې نشته، او عدل يې نازل کړی تر څو د خلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه وکړي، او کله هغه قيامت چې دوی يې درواغ ګڼي کېدای شي نږدې وي، او معلومه خبره ده چې هر راتلونکی نږدې وي.
التفاسير العربية:
یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟
هغه کسان چې ايمان نه پرې لري هغوی يې په بيړه غواړي، ځکه هغوی په حساب، ثواب او سزا باور نه لري، او هغه کسان چې پر الله ايمان لري، له قيامته ډارېدونکي دي په هغو کې د خپلې پايلې څخه د وېرې له امله، او په علم اليقين سره پوهيږي چې قيامت داسې حق دی چې هيڅ شک پکې نشته، خبر اوسئ هغه کسان چې د قيامت په اړه شخړې او جګړې کوي، او په رامنځته کېدو کې يې شک کوي، هغوی له حقه په لرې لارورکۍ کې دي.
التفاسير العربية:
اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠
الله پر خپلو بنده ګانو د مهربانۍ څښتن دی، چاته چې وغواړي روزي ورکوي، نو روزي يې ورته پراخوي او چاته چې وغواړي پرې تنګوي يې د خپل حکمت او مهربانۍ د غوښتنې له مخې او هغه داسې ځواکمن دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای همهغه له خپلو دوښمنانو غچ اخلي.
التفاسير العربية:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟
څوک چې د آخرت ثواب غواړي او د هغه لپاره عمل کوي، موږ يې ثواب څو برابره کوو، يوه نېکۍ لس برابره تر اوه سوه برابره پورې تر زياتو برابرو پورې، او څوک چې يوازې دنيا غواړي موږ يې په هغې کې ټاکلې برخه ورکوو، خو هغه لره بيا په آخرت کې برخه نشته ځکه دنيا ته يې پر آخرت لومړيتوب ورکړ.
التفاسير العربية:
اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
آيا د دغو مشرکانو لپاره له الله پرته نور معبودان دي، او د هغوی لپاره يې داسې دين راوړی چې الله هغوی ته د دغه دين اجازه نه ده ورکړې چې په هغه کې دې شرک وي او حلال دې حرام او حرام دې حلال شي؟ که چېرې الله نېټه نه وای ټاکلې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، او الله يې د هغوی ترمنځ تر پرېکړې پورې ځنډوي، او بېشکه پر الله د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکو لپاره دردوونکی عذاب دی چې د قيامت په ورځ د هغوی انتظار کوي.
التفاسير العربية:
تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟
ای رسوله! ته به وينې چې د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي د کړې ګناه له امله له سزا وېرېدونکي وي، خو سزا به هرومرو پر هغوی راتلونکې وي، له توبې پرته يوازې وېره يې ګټه نه ورته رسوي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی د دغو ظالمانو برعکس دي، چې هغوی به د جنتونو په باغچو کې وي مزې به کوي، هغوی لره به يې د خپل پالونکي په وړاندې ډول ډول هغه نعمتونه وي چې هيڅکله نه ختميږي، دا هغه لويه پېرزوينه ده چې هيڅ پېرزوينه نه شي ورته نېږدې کېدلای.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• خوف المؤمن من أهوال يوم القيامة يعين على الاستعداد لها.
د مؤمنانو د قيامت له سختيو وېره د قيامت لپاره په چمتووالي کې مرسته کوي.

• لطف الله بعباده حيث يوسع الرزق على من يكون خيرًا له، ويضيّق على من يكون التضييق خيرًا له.
د الله لورېينه پر خپلو بندګانو چې چاته وغواړي روزي يې ور پراخوي که د هغه په خير وي، او چاته يې بيا روزي تنګوي که تنګي يې په خير وي.

• خطر إيثار الدنيا على الآخرة.
دنيا ته پر آخرت د لومړيتوب ورکولو خطر.

ذٰلِكَ الَّذِیْ یُبَشِّرُ اللّٰهُ عِبَادَهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا اِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبٰی ؕ— وَمَنْ یَّقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهٗ فِیْهَا حُسْنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ شَكُوْرٌ ۟
دا هغه لوی زيری دی چې الله د خپل رسول په لاس هغو کسانو ته پرې زيری ورکوي چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، ووايه ای رسوله!: زه له تاسو د حق په رسونه بدله نه غواړم مګر يوازې يوه هغه بدله چې ګټه يې تاسو ته درګرځېدونکې ده، او هغه دا چې له ما سره په تاسو کې زما د خپلوۍ له امله مينه ولرئ چاچې يوه نيکي تر لاسه کړه، موږ به يې بدله ورته څو برابره کړو، يوه نيکي به لس برابره کړو، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې هغه لره توبه وباسي، د هغو ښو کړنو يې شکرګزاره دی چې د هغه د رضا لپاره يې کوي.
التفاسير العربية:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۚ— فَاِنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یَخْتِمْ عَلٰی قَلْبِكَ ؕ— وَیَمْحُ اللّٰهُ الْبَاطِلَ وَیُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
د مشرکانو له ګومانه دا خبره هم ده چې محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړکړی او خپل پالونکي ته يې نسبت کړی، او الله پر هغوی د رد په توګه وايي: که چېرې دې نفس درته ووايي چې درواغ وتړې، هرومرو به دې پر زړه مهر ولګوم، او د درواغ تړونکي باطل به له منځه يوسم، او حق به پرېږدم، کله چې امر داسې نه دی، نو دا د نبي صلی الله عليه وسلم پر رېښتيولۍ دلالت کوي، چې هغه ته د خپل پالونکي لخوا وحي شوې ده، بېشکه هغه د خپلوبندګانو پر زړونو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم پټ نه دي.
التفاسير العربية:
وَهُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ وَیَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟ۙ
اوهغه پاک ذات هغه دی چې له کفر او ګناهونو د خپلو بندګانو توبه قبلوي کله چې هغه توبه وباسي او د هغوی له هغو ناوړه کړنو تېريږي چې ترسره کړې يې دي، او څه چې تاسو کوئ پر هغو پوهيږي، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به يې بدله درکړي.
التفاسير العربية:
وَیَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَیَزِیْدُهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟
او د هغو کسانو دعا قبلوي چې پر الله، د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي، او له خپلې پېرزوينې هغه څه پرې ورزياتوي چې هغوی يې غوښتنه نه ده کړې، او پر الله او د هغه پر رسولانو کفرکوونکو لپاره قوي عذاب دی چې د قيامت په ورخ به يې انتظار کوي.
التفاسير العربية:
وَلَوْ بَسَطَ اللّٰهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهٖ لَبَغَوْا فِی الْاَرْضِ وَلٰكِنْ یُّنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرٌ بَصِیْرٌ ۟
او که چېرې الله د خپلوټولو بندګانو لپاره روزي پراخه کړې وای، هرومرو به هغوی په ځمکه کې ظلم کړی وای، خو هغه پاک ذات چې چاته وغواړي په پراخه يا تنګه اندازه یې روزي را نازلوي، بېشکه د خپلوبندګانو پر حالاتو ښه خبر او ليدونکی دی، نو د حکمت له پلوه يې ورکوي او همداراز د حکمت له مخې يې منع کوي.
التفاسير العربية:
وَهُوَ الَّذِیْ یُنَزِّلُ الْغَیْثَ مِنْ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَیَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ ؕ— وَهُوَ الْوَلِیُّ الْحَمِیْدُ ۟
او هغه داسې ذات دی چې پر خپلو بندګانو باران وروي وروسته تر دې چې له اورښته يې نا هيلي شي، او دغه باران پراخوي، چې ځمکه شنه کوي، او همغه د خپلوبندګانو د چارو سمبالوونکی دی او په هر حال ستایل شوی دی.
التفاسير العربية:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَثَّ فِیْهِمَا مِنْ دَآبَّةٍ ؕ— وَهُوَ عَلٰی جَمْعِهِمْ اِذَا یَشَآءُ قَدِیْرٌ ۟۠
او د هغه پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو د آسمانونو پيدايښت او د ځمکې پيدايښت دی، او هغه څه چې په دغو دواړو کې يې عجيبه مخلوقات خپاره کړي دي، او هغه د حشر او بدلې لپاره چې څه وخت وغواړي د هغوی پر راټولولو ځواکمن دی، له دغه يې څوک نه شي عاجزه کولای چې لومړی ځل د هغو پيدا کولو نه دی عاجزه کړی.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِیْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَیْدِیْكُمْ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ۟ؕ
ای خلکو! تاسو ته چې ستاسو په ځانونو يا مالونو کې کوم مصيبت در رسيږي دا د هغو ګناهونو له امله چې ستاسو لاسونو کړې دي، او الله ستاسو له ډېری ګناهونو تېريږي، نيونه مو پرې نه کوي.
التفاسير العربية:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ ۖۚ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
او تاسو مو له خپل پالونکي په تېښته ځواکمن نه ياست، کله چې هغه د سزا درکولو هوډ وکړي، او له هغه پرته تاسو لره کوم دوست نشته چې چارې مو سمبال کړي، او نه کوم مرستدوی چې عذاب درڅخه پورته کړي که چېرې هغه پرتاسو د عذاب اراده ولري.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الداعي إلى الله لا يبتغي الأجر عند الناس.
الله ته بلنه کوونکی له خلکو بدله نه غواړي.

• التوسيع في الرزق والتضييق فيه خاضع لحكمة إلهية قد تخفى على كثير من الناس.
په روزۍ کې پراخي او تنګي راوستل يوازې تر الهي حکمته پورې اړه لري، کله پر ډېری خلکو دا حکمت پټ وي.

• الذنوب والمعاصي من أسباب المصائب.
ګناهونه او سرغړونې د مصيبتونو لاملونه وي.

وَمِنْ اٰیٰتِهِ الْجَوَارِ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ؕ
او د الله پر قدرت او يووالي له دلالت کوونکو نښانو هغه کښتۍ دي چې په خپل لوړوالي او اوچتواالي کې د غرونو غوندې په درياب کې چليږي.
التفاسير العربية:
اِنْ یَّشَاْ یُسْكِنِ الرِّیْحَ فَیَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلٰی ظَهْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟ۙ
که چېرې الله د هغه باد درول وغواړي چې کښتۍ چلوي، وبه يې دروي، نو کښتۍ به په درياب کې آرامه پاتې شي چې خوځښت به نه کوي، بېشکه په دغه ياد شوي د کښتيو په پيدايښت او بادونو په تابع کولو کولو کې د الله پر ځواکمنتيا پر ستونزو او مصیبتونو کې د هر صبرکوونکي او د الله پر نعمتونو د شکر اېستونکي لپاره څرګندې نښې دي.
التفاسير العربية:
اَوْ یُوْبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوْا وَیَعْفُ عَنْ كَثِیْرٍ ۟ۙ
او که چیرې هغه پاک ذات د هغه کښتيو تباهي وغواړي د تیزې سيلۍ په لېږلو سره، نو د خلکو د کړې ګناه له امله به يې تباه کړي، او د خپلو بندګانو له ډېری ګناهونو تېريږي چې هغوی ته پرې سزا نه ورکوي.
التفاسير العربية:
وَّیَعْلَمَ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ مَّحِیْصٍ ۟
او د توندو سيليو په لېږلو سره د دغو کښتيو د تباهۍ پر مهال هغه خلک پوه شي چې زموږ په آیتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، چې هغوی لره له تباهۍ د تېښتې ځای نشته، نو يوازې الله به رابولي او له هغه پرته نور به پرېږدي.
التفاسير العربية:
فَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟ۚ
نو ای خلکو کوم مال، مرتبه او اولاد چې تاسوته درکړل شوي، هغه د دنيا د ژوند لږه قایده ده او له منځه تلونکې ختمېدونکې ده، او تلپاتې نعمت هغه خو د جنت نعمت دی چې الله د هغو خلکو لپاره چمتو کړی چې پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان لري، او يوازې پر خپل پالونکي په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَاِذَا مَا غَضِبُوْا هُمْ یَغْفِرُوْنَ ۟ۚ
او هغه کسان چې له لويو او ناوړه ګناهونو لرې اوسي، او کله چې د چا د ناوړه وينا يا کړنې له امله په غوسه شي، نو د هغه تېروتنه بښي، او سزا پرې نه ورکوي، دغه بښنه د هغوی لخوا يوه مهرباني ده کله چې په کې خير او مصلحت وي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ۪— وَاَمْرُهُمْ شُوْرٰی بَیْنَهُمْ ۪— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۚ
او هغه کسان چې د خپل پالونکي مني د هغه څه په ترسره کولو سره چې امر يې ورته کړی او هغه څه په پرېښودلو چې ترې منع کړي دي، او په بشپړه توګه لمونځ کوي او هغه خلک چې په هغو چارو کې چې هغوی لره مهمې وي په خپلو کې مشورې سره کوي او څه مو چې په روزۍ ورکړي د الله د خوښۍ لپاره يې لګوي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَهُمُ الْبَغْیُ هُمْ یَنْتَصِرُوْنَ ۟
او هغه کسان چې ظلم پرې وشي د خپلو ځانونو د اکرام او درناوي په موخه غچ اخلي، کله چې ظالم د بښنې وړ نه وي، او دغه غچ اخېستنه حق دی، په ځانګړې ډول کله چې په بخښنه کې مصلحت هم نه وي.
التفاسير العربية:
وَجَزٰٓؤُا سَیِّئَةٍ سَیِّئَةٌ مِّثْلُهَا ۚ— فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او څوک چې د خپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې د هغه او د ورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو د الله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو د هغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي.
التفاسير العربية:
وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ مَا عَلَیْهِمْ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او څوک چې د ځان غچ اخلي، نو دوی هغه څوک دي چې د خپل حق اخېستنې له امله نيونه پرې نشته.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَیَبْغُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
بېشکه مؤاخذه (نيونه) او جزا يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ګناهونه ترسره کوي، همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی.
التفاسير العربية:
وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِ ۟۠
او څوک چې ځان ته د بل لخوا پر رسېدلي آزار صبر وکړي، او له هغه تېر شي، نو دغه صبر هغه او ټولنې ته خير راوړي، او دا يو ستايل شوی کار دی، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د دغه توفيق ورکول کيږي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ وَّلِیٍّ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَتَرَی الظّٰلِمِیْنَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ یَقُوْلُوْنَ هَلْ اِلٰی مَرَدٍّ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟ۚ
او څوک چې الله له لارښوونې پرېږدي، له حقه يې لارورکی کړي، نو هغه لره کوم دوست نشته چې له هغه وروسته يې چاره سمبال کړي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي به وينې چې کله د قيآمت په ورځ عذاب وويني د آرزو کوونکو په توګه به وايي: آيا دنيا ته د ګرځېدو لار شته چې الله ته توبه وباسو؟.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الصبر والشكر سببان للتوفيق للاعتبار بآيات الله.
صبر او شکر د الله له آيتونو د پند اخېستو د توفيق لپاره دوه لاملونه دي.

• مكانة الشورى في الإسلام عظيمة.
په اسلام کې د مشورې مرتبه لويه ده.

• جواز مؤاخذة الظالم بمثل ظلمه، والعفو خير من ذلك.
په ورته عمل سره د ظالم د مؤاخذې (نيونې) جواز، او بخښنه تر دغه هم غوره ده.

وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟
او ای رسوله! ته به دغه ظالمان وينې چې پر اور به ور ټېل وهل کيږي په داسې حال کې چې خوار رسوا به له خپلې سختې وېرې خلکو ته په پټه ګوري، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وايي به: بېشکه په حقه تاوانيان خو هغه خلک دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او کورنۍ تاوانيان کړل، د الله له عذابه د ځواک نه لرلو له امله، خبر اوسئ د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي په تلپاتې داسې عذاب کې دي چې هيڅکله نه ختميږي.
التفاسير العربية:
وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او هغوی لره به داسې دوستان هم نه وي چې د قيامت په ورځ له اوره يې په ژغورلو سره مرسته وکړي، او څوک چې الله له حقه پرېږدي، لارورکی يې کړي، نو هغه لره هيڅکله داسې لار نشته چې تر حقه يې لارښوونې ته ورسوي.
التفاسير العربية:
اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟
ای خلکو! خپل پالونکي ته مو د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو او ژر دی چې وبه کړم په پرېښودلو سره قبولتیا وکړئ، مخکې تردې چې د قيامت هغه ورځ راشي چې د هغې د راتلو لپاره کوم مخنيوونکی نشته، بيا به تاسو لره کوم پناه ځای نه وي چې پناه وروړئ، او نه به تاسو لره انکار وي چې له خپلو هغو ګناهونو انکار وکړئ چې په دنيا کې مو کړي دي.
التفاسير العربية:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟
او که هغوی له هغه څه مخ وګرځولو چې امر دې ورته پرې کړی، نو ای رسوله! ته مو پر هغوی ساتونکی نه يې لېږلی چې عملونه يې وساتې، پرتا يوازې د هغه څه رسونه ده چې په رسولو يې امر درته شوی دی، د هغوی حساب پر الله دی، او که موږ انسان ته له خپل لوري د شتمنۍ، روغتيا او دېته ورته نورې لورېينې وروڅکو، هغه پرې خوشاله شي، او که انسانانو ته د هغوی د ګناهونو له امله ناوړه مصيبت ورسيږي، نو د هغوی طبيعت د الله پر نعمتونو کفر دی، د هغو ناشکري ده، او پر هغه څه غوسه کېدل دي چې الله په خپل حکمت مقدر کړي دي.
التفاسير العربية:
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ
يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.
التفاسير العربية:
اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟
يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.
التفاسير العربية:
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟
هيڅ انسان لره صحيح نه ده چې الله ورسره خبرې وکړي، مګر دا چې په الهام يا بله لار سره وحي وي، او يا داسې خبرې ورسره وکړي چې د هغه د خبرو آواز اوري خو ويني يې نه، او يا پرېښته د بېلګې په ډول جبريل د استازي په توګه ورته وليږي، نو هغه انساني رسول ته وحي کوي د الله په اجازه چې څه وغواړي وحي کوي يې، بېشکه هغه پاک ذات په خپل ذات او صفتونو کې لوړ دی، په خپل پيدايښت، ځواک او شريعت کې حکمت والا دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب المسارعة إلى امتثال أوامر الله واجتناب نواهيه.
د الله د امرونو د منلو او له نواهيوو يې د ډډه کولو لوري ته د بيړه کولو واجبوالی.

• مهمة الرسول البلاغ، والنتائج بيد الله.
د رسول دنده رسونه ده او پايلې د الله په لاس کې دي.

• هبة الذكور أو الإناث أو جمعهما معًا هو على مقتضى علم الله بما يصلح لعباده، ليس فيها مزية للذكور دون الإناث.
د نارينه يا ښځينه او يا دواړو ورکړه هغه د الله د پوهې غوښتنه ده چې د خپلو بندګانو لپاره يې څنګه مصلحت ويني، په دې کې د نارينه وو لپاره پر ښځينه وو کوم غوراوی نشته.

• يوحي الله تعالى إلى أنبيائه بطرق شتى؛ لِحِكَمٍ يعلمها سبحانه.
الله خپلو نبيانو ته په ډېرو لارو وحي کوي، د ځينو حکمتونو له مخې چې هغه پاک ذات پرې پوهيږي.

وَكَذٰلِكَ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ رُوْحًا مِّنْ اَمْرِنَا ؕ— مَا كُنْتَ تَدْرِیْ مَا الْكِتٰبُ وَلَا الْاِیْمَانُ وَلٰكِنْ جَعَلْنٰهُ نُوْرًا نَّهْدِیْ بِهٖ مَنْ نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ؕ— وَاِنَّكَ لَتَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ۙ
او ای رسوله! لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې، تاته مو له خپل لوري قرآن وحي کړ، له دې مخکې ته نه پوهېدې چې پر رسولانو نازل کړل شوي آسماني کتابونه څه دي، او نه پوهېدې چې ايمان څه دی؟ خو موږ دغه قرآن ړڼا کوونکی نازل کړ، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو لارښوونه پرې کوو، او بېشکه ته خلکو ته د نېغې لارې خوا ته لارښوونه کوې چې هغه د اسلام دين دی.
التفاسير العربية:
صِرَاطِ اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِلَی اللّٰهِ تَصِیْرُ الْاُمُوْرُ ۟۠
د هغه الله لار چې د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه څه چې په آسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي هغه لره دي، هرومرو به يوازې الله ته ټولې چارې د هغه په تقدير او تدبير کي ورګرځول کيږي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سمي الوحي روحًا لأهمية الوحي في هداية الناس، فهو بمنزلة الروح للجسد.
وحي ته روح ويل د خلکو په لارښوونه کې د وحي د اهميت له امله، نو هغه داسې ده لکه روح د بدن د پاره.

• الهداية المسندة إلى الرسول صلى الله عليه وسلم هي هداية الإرشاد لا هداية التوفيق.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته منسوب هدايت چې دی هغه د لارښوونې هدایت دی نه د توفيق ورکوونې هدایت.

• ما عند المشركين من توحيد الربوبية لا ينفعهم يوم القيامة.
د مشرکانو د ربوبيت توحيد به هغوی ته د قيامت په ورځ ګټه ونه رسوي.

 
ترجمة معاني سورة: الشورى
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق