او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.
هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو د خپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه د هغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي.
او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.
او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو.
او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو د هغه چا د کورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي.