Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: زُخرُف   آیت:
وَكَذٰلِكَ مَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ ۙ— اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّقْتَدُوْنَ ۟
او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.
عربی تفاسیر:
قٰلَ اَوَلَوْ جِئْتُكُمْ بِاَهْدٰی مِمَّا وَجَدْتُّمْ عَلَیْهِ اٰبَآءَكُمْ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
هغوی ته يې رسول وويل: آيا تاسو د خپلو پلرونو پيروي کوئ که څه هم ما چې څه درته راوړي هغه د هغوی تر هغه ملت هم غوره دي چې هغوی پرې وو؟ هغوی وايي: موږ پر هغه څه کافران يو چې ته او له تا مخکې رسولان ورسره لېږل شوي دي.
عربی تفاسیر:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
له هغو امتونو مو غچ واخيست چې له تا مخکې رسولان يې درواغجن وګڼل، چې هغوی مو تباه کړل، نو فکر وکړه د خپلو رسولانو د درواغجن ګڼونکو پايله څنګه وه؟ نو پايله يې ډېره دردوونکې وه.
عربی تفاسیر:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖۤ اِنَّنِیْ بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله! په ياد کړه هغه وخت چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشکه زه له هغو بوتانو بېزار يم چې تاسو يې له الله پرته عبادت کوئ..
عربی تفاسیر:
اِلَّا الَّذِیْ فَطَرَنِیْ فَاِنَّهٗ سَیَهْدِیْنِ ۟
پرته له هغه الله چې زه يې پيداکړی يم، بېشکه هغه به مې هغه څه ته لارښوونه وکړي چې د کوم سم دين په پيروۍ کې مې ګټه وي.
عربی تفاسیر:
وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِیَةً فِیْ عَقِبِهٖ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.
عربی تفاسیر:
بَلْ مَتَّعْتُ هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی جَآءَهُمُ الْحَقُّ وَرَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟
د دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو په تباه کولو کې مې بيړه ونه کړه، په دنيا کې مې په پرېښودلو ګټه ورکړه، او له هغوی مخکې مې يې پلرونو ته ګټه ورکړه تردې چې قرآن او څرګند بيانوونکی رسول محمد صلی الله عليه وسلم ورته راغلل.
عربی تفاسیر:
وَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ وَّاِنَّا بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او کله چې دغه قرآن چې حق دی هيڅ شک پکې نشته ورته راغی هغوی وويل: دا خو کوډې دي چې محمد يې پر موږ کوي، او بېشکه موږ پرې کافران يو او هيڅکله به پرې ايمان را نه وړو.
عربی تفاسیر:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ هٰذَا الْقُرْاٰنُ عَلٰی رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیْمٍ ۟
او درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: ولې الله دغه قرآن د بې وزله يتيم محمد پر ځای د مکې او طائف له دوو لویو کسانو څخه پر يو را نازل نه کړ؟.
عربی تفاسیر:
اَهُمْ یَقْسِمُوْنَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ؕ— نَحْنُ قَسَمْنَا بَیْنَهُمْ مَّعِیْشَتَهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ لِّیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِیًّا ؕ— وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي.
عربی تفاسیر:
وَلَوْلَاۤ اَنْ یَّكُوْنَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَنْ یَّكْفُرُ بِالرَّحْمٰنِ لِبُیُوْتِهِمْ سُقُفًا مِّنْ فِضَّةٍ وَّمَعَارِجَ عَلَیْهَا یَظْهَرُوْنَ ۟ۙ
او که دا وېره نه وای چې خلک به په کفر کې يو امت شي، موږ به هرومرو د هغه چا د کورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې پر الله کفر کوي، او هغه زينې هم د هغوی لپاره چې پرې خېژي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• التقليد من أسباب ضلال الأمم السابقة.
د پخوانو امتونو د ګمراهۍ د اسبابو د جملې څخه یو سبب تقلید دی.

• البراءة من الكفر والكافرين لازمة.
له کفر او کافرانو بېزاري لازمي ده.

• تقسيم الأرزاق خاضع لحكمة الله.
د روزيو وېش د الله د حکمت له مخې دی.

• حقارة الدنيا عند الله، فلو كانت تزن عنده جناح بعوضة ما سقى منها كافرًا شربة ماء.
د الله په وړاندې د دنيا سپکوالی، که چېرې يې د هغه په وړاندې د غوماشي د وزر په مقدار ارزښت لرلای، نو کافر ته به يې له هغې يوغړپ هم نه وای ورڅښلای.

 
معانی کا ترجمہ سورت: زُخرُف
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں