او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي، او پر هغه څه يې ايمان راوړی چې الله يې پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، الله به د هغوی ناوړه کړنې ورڅخه ورژوي، نو پر هغو به يې نه نيسي، او دنيوي او اخروي چارې به يې ورته سمې کړي.
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي! که تاسې د الله مرسته وکړه، د هغه د نبي او د دين په مرسته کولو سره او د کافرانو سره په جګړه کولو، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي پر هغوی باندې په برلاسي کولو سره، او د هغوی سره په جګړه کې به ستاسې پښې در ټينګې کړي.
پر هغوی دغه پرېوتونکې سزا له دې امله ده ځکه هغوی هغه څه بد وګڼل چې الله له قران څخه پر خپل رسول نازل کړي و، ځکه په هغو کې د الله يووالی و، نو الله د هغوی کړنې له منځه يوړې، نو هغوی په دنيا او آخرت کې زيانمن شول.