ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الفتح   آية:

سورة الفتح - الفتح

من مقاصد السورة:
تبشير النبي والمؤمنين بالفتح والتمكين.
نبي او مومنانو ته د فتحې او واک ته د رسولو زيری ورکول.

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ
ای رسوله! پرته له شکه تاته مو د حديبيې په سولې سره يوه څرګنده بريا درکړه.
التفاسير العربية:
لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
ترڅو الله مخکې له دې بريا او روسته تر هغې ستا ګناه درته وبښي، او پر تا خپله پېرزوينه د ستا د دين په مرسته بشپړه کړي، او نېغې لارې ته دې لارښوونه وکړي، چې هيڅ کوږوالی پکې نشته، چې هغه د اسلام نېغه لاره ده.
التفاسير العربية:
وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟
او الله دې د خپلو دښمنانو پر خلاف داسې برلاسې مرسته وکړي چې هيڅوک يې مخه نه شي نيولای.
التفاسير العربية:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې د مؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله د خپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی.
التفاسير العربية:
لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ
ترڅو پر الله او د هغه پر رسول باور کوونکي نارينه او ښځينه داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او له هغوی يې ګناهونه ورژوي، نو پر هغوی يې نه نيسي، او د دغه يادې شوې موخې ترلاسه کېدل چې جنت دی، او د ویرې لرې والی چې هغه پر ګناهونو نيونه ده، د الله پر وړاندې لويه بريا ده چې هیڅ بريا ورته نه رسيږي.
التفاسير العربية:
وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟
او ترڅو منافقان او منافقانې په عذاب کړي او پر الله شرک کوونکي او شرک کوونکې په عذاب کړي، هغه کسان چې پر الله ګومان کوي چې هغه يې د دين مرسته نه کوي، او خپله کلمه يې نه لوړوي، نو د عذاب دائره پرې چاپېره شوه، او الله پر هغوی د کفر او بد ګومانۍ له امله غضب وکړ، او له خپلې لورېينې يې وشړل، او په آخرت کې يې هغوی لره داسې جهنم چمتو کړی چې ور ننوزي به او تل ترتله به پکې وي، او ډېر بد دی جهنم چې هغوی ورګرځي.
التفاسير العربية:
وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
او الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي له بندګانو يې چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت د خپل مخلوق ، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی.
التفاسير العربية:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
ای رسوله! پرته له شکه ته مو د د داسې شاهد په توګه لېږلی يې چې پر خپل امت به د قيامت په ورځ شاهدي ورکوې، او مؤمنانو ته د هغه څه د زيري ورکوونکي په توګه چې په دنيا کې يې کومه مرسته او ځواک هغوی ته چمتو کړی، او هغه څه چې په آخرت کې يې هغوی لره کوم نعمتونه چمتو کړي دي، او کافرانو ته د وېروونکي په توګه چې هغوی لره په دنيا کې کومه رسوايي او د مؤمنانو په لاسونو کومه ماتې چمتو کړې ده او په آخرت کې يې کوم دردوونکی داسې عذاب چمتو کړی چې انتظار به يې کوي.
التفاسير العربية:
لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
په دې هيله چې تاسو مسلمانان پر الله ايمان راوړئ او پر رسول يې ايمان راوړئ، او د رسول درناوی يې وکړئ او احترام يې وکړئ، او سهار او ماښام د الله پاکي بيان کړئ.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• صلح الحديبية بداية فتح عظيم على الإسلام والمسلمين.
د حديبيې سوله د اسلام او مسلمانانو لپاره د لويې بريا پيل و.

• السكينة أثر من آثار الإيمان تبعث على الطمأنينة والثبات.
آرامتيا د ايمان له اغېزو څخه ده چې په ډاډ او ثبات پسې لېږل کيږي.

• خطر ظن السوء بالله، فإن الله يعامل الناس حسب ظنهم به سبحانه.
پر الله د بد ګومانۍ خطر، ځکه الله پاک له خلکو سره د هغوی د ګومان سره سم چلند کوي.

• وجوب تعظيم وتوقير رسول الله صلى الله عليه وسلم.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د درناوي او احترام واجبوالی.

اِنَّ الَّذِیْنَ یُبَایِعُوْنَكَ اِنَّمَا یُبَایِعُوْنَ اللّٰهَ ؕ— یَدُ اللّٰهِ فَوْقَ اَیْدِیْهِمْ ۚ— فَمَنْ نَّكَثَ فَاِنَّمَا یَنْكُثُ عَلٰی نَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَوْفٰی بِمَا عٰهَدَ عَلَیْهُ اللّٰهَ فَسَیُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
پرته له شکه هغه کسان چې بيعت رضوان درسره کوي اې رسوله! د مکې د مشرکانو پر خلاف جګړه کې، هغوی په حقيقت کې له الله سره بيعت کوي، ځکه همغه ذات دی چې د مشرکانو خلاف جګړې امر يې ورته کړی دی او همغه به بدله ورکوي، د بيعت پرمهال د الله لاس د هغوی پرلاسونو د پاسه دی او هغه پرې خبر دی هيڅ هم له هغوی ترې پټ نه دي، چاچې بيعت مات کړ او پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې له الله سره يې د هغه د دين د مرستې تړون کړی و، نو دا الله ته زيان نه شي رسولای او چاچې پر هغه تړون کې د الله د دين پر مرسته وفا وکړه؛ نو هغه به يې لويه بدله ورکړي چې جنت دی.
التفاسير العربية:
سَیَقُوْلُ لَكَ الْمُخَلَّفُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ شَغَلَتْنَاۤ اَمْوَالُنَا وَاَهْلُوْنَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ— یَقُوْلُوْنَ بِاَلْسِنَتِهِمْ مَّا لَیْسَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا اَوْ اَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ؕ— بَلْ كَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
ای رسوله! ژر دی چې و به وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ د اولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه د نبي صلی الله عليه وسلم له لوري د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره د الله پر وړاندې د هيڅ واک ونه لري که چېرې هغه د ښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو د کومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ.
التفاسير العربية:
بَلْ ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّنْقَلِبَ الرَّسُوْلُ وَالْمُؤْمِنُوْنَ اِلٰۤی اَهْلِیْهِمْ اَبَدًا وَّزُیِّنَ ذٰلِكَ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ ۖۚ— وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُوْرًا ۟
د مالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه د شاته پاتې کېدلو لامل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله د خپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله د داسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې د سر غړونې له امله.
التفاسير العربية:
وَمَنْ لَّمْ یُؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ فَاِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَعِیْرًا ۟
او چا چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه وي راوړی هغه کافر دی، او پر الله باندې کافرانو لپاره مو د قيامت په ورځ بل شوی اور چمتو کړی چې پکې په عذابيږي به.
التفاسير العربية:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې پاچايي ده، له بندګانو يې چې چاته وغواړي ګناهونه يې ورته بښي، نو په خپله پېرزوينه يې جنت ته ننباسي، او چاته وغواړي په عدالت سره عذاب ورکوي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
التفاسير العربية:
سَیَقُوْلُ الْمُخَلَّفُوْنَ اِذَا انْطَلَقْتُمْ اِلٰی مَغَانِمَ لِتَاْخُذُوْهَا ذَرُوْنَا نَتَّبِعْكُمْ ۚ— یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّبَدِّلُوْا كَلٰمَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ لَّنْ تَتَّبِعُوْنَا كَذٰلِكُمْ قَالَ اللّٰهُ مِنْ قَبْلُ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ بَلْ تَحْسُدُوْنَنَا ؕ— بَلْ كَانُوْا لَا یَفْقَهُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
ای مؤمنانو کله چې تاسو د خيبر د هغو ولجو خواته ولاړ شئ چې د حديبيې له سولې وروسته الله يې له تاسو سره ژمنه کړې ده ترڅو يې ترلاسه کړئ، هغه کسان چې الله شاته پرې اېښې دي وايي به: موږ هم پرېږدئ له تاسو سره ووځو ترڅو څه تر لاسه کړو، دغه شاته پاتې کړل شوي غواړي ترڅو په دغه غوښتنه د الله هغه ژمنه بدله کړي چې له مؤمنانو سره يې د حديبيې له سولې وروسته کړې ده چې يوازې هغوی ته به د خيبر ولجې ورکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هيڅکله به موږ پسې دغو ولجو ته را نه شئ، پرته له شکه الله له موږ سره ژمنه کړې چې د خيبر ولجې به يوازې د هغه چا لپاره وي چې په حديبيه کې حاضر و، نو ژر به هغوی وايي: په تاسو پسې خيبر ته له درتګ څخه ستاسو له خوا زموږ منع کول د الله په امر سره نه دي بلکې ستاسو له خوا زموږ سره د کينې له امله دي، خو امر داسې نه دی لکه دغو شاته پاتې کړل شويو چې فکر کړی، بلکې هغوی ډېر لږ د الله پر امرونو او نواهيوو پوهيږي، نو ځکه يې په سرغړونه کې اخته شوي دي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مكانة بيعة الرضوان عند الله عظيمة، وأهلها من خير الناس على وجه الأرض.
د رضوان بيعت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده، او د رضوان بيعت خلک د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره خلک دي.

• سوء الظن بالله من أسباب الوقوع في المعصية وقد يوصل إلى الكفر.
پر الله بد ګوماني کول په ګناه کې د واقع کېدو له لاملونو څخه دي او کله کفر ته سړی رسوي.

• ضعاف الإيمان قليلون عند الفزع، كثيرون عند الطمع.
کمزوري ايمان والا د ستونزې په وخت کې کم وي، د تمې[امید] په وخت کې زيات وي.

قُلْ لِّلْمُخَلَّفِیْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ اِلٰی قَوْمٍ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ تُقَاتِلُوْنَهُمْ اَوْ یُسْلِمُوْنَ ۚ— فَاِنْ تُطِیْعُوْا یُؤْتِكُمُ اللّٰهُ اَجْرًا حَسَنًا ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّیْتُمْ مِّنْ قَبْلُ یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
ای رسوله! له بانډه چيانو چې څوک له تا سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي دي هغوی ته د ازموينې په توګه ووايه: ژر به تاسو د داسې قوم جنګ ته ور وبلل شئ چې په جنګ کې د ځواک څښتنان دي، تاسو به له هغوی سره د الله په لار کې جګړه کوئ، او يا به هغوی په اسلام کې پرته له جنګه داخليږي، که چېرې تاسو په هغه څه کې د الله پيروي وکړئ چې د هغوی جګړې ته ور بلل شوي ياست ښه بدله به يې درکړي چې هغه جنت دی، او که له پيروۍ يې مخ واړوئ لکه چې له هغه سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي واست دردوونکی عذاب به درکړي.
التفاسير العربية:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ یُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ یُعَذِّبْهُ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
څوک چې د ړوندوالي، ګوډوالي او ناروغۍ له امله معذور وي پر هغو کومه ګناه نشته کله چې د الله په لار کې له جګړې شاته پاتې شي، څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او څوک يې چې له پيروۍ سرغړونه وکړي الله به دردوونکی عذاب ورکړي.
التفاسير العربية:
لَقَدْ رَضِیَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ یُبَایِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ فَاَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ عَلَیْهِمْ وَاَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟ۙ
پرته له شکه الله له مؤمنانو راضي شو په داسې حال کې چې هغوی په حديبيه کې تر ونې لاندې ستا سره د رضوان بيعت کولو، نو پر هغه څه پوه شو چې د هغوی په زړونو کې کوم ايمان، اخلاص او رېښتينولي وه، الله د هغوی پر زړونو ډاډ نازل کړ، او پر دغه يې د نېږدې بريا بدله ورکړه چې هغه د خيبر فتحه ده، دا د هغه څه په بدل کې چې هغوی مکې ته له ننوتلو پاتې شوي وو.
التفاسير العربية:
وَّمَغَانِمَ كَثِیْرَةً یَّاْخُذُوْنَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
او هغوی ته يې ډېرې ولجې ورکړې چې د خيبر له خلکو يې ترلاسه کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت[دمخلوق په پیدایښت]، تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
التفاسير العربية:
وَعَدَكُمُ اللّٰهُ مَغَانِمَ كَثِیْرَةً تَاْخُذُوْنَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هٰذِهٖ وَكَفَّ اَیْدِیَ النَّاسِ عَنْكُمْ ۚ— وَلِتَكُوْنَ اٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ وَیَهْدِیَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
ای مؤمنانو! الله له تاسو سره د ډېرو ولجو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې يې په اسلامي فتحو(برياوو) کې ترلاسه کړئ، د خيبر ولجې يې په بيړه درکړې، د يهودانو لاسونه يې منع کړل کله چې هغوی غوښتل چې له تاسو وروسته ستاسو عيال ته ورسيږي، او دا د دې لپاره چې دغه بېړنۍ ولجې د الله له لوري ستاسو د مرستې او تاييد نښانه وي، او الله داسې نېغه لار درته ښيي چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
التفاسير العربية:
وَّاُخْرٰی لَمْ تَقْدِرُوْا عَلَیْهَا قَدْ اَحَاطَ اللّٰهُ بِهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرًا ۟
او الله د نورو ولجو ژمنه هم درسره کړې ده چې په دغه وخت کې تاسو پرې نه يی توانېدلي، يوازې الله پر هغو ځواکمن دی، او هغه د الله په پوهه اوتدبير کې دي، او الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی یي نه شي عاجزولای.
التفاسير العربية:
وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوَلَّوُا الْاَدْبَارَ ثُمَّ لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟
او ای مؤمنانو! که چېرې هغه کسان درسره جنګېدلي وای چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، هرومرو به يې ستاسو پر وړاندې د تېښتې او ماتې په حال کې شاوې دراړولې وای، بيا به يې نه کوم دوست موندلی چې چارې يې سمبال کړې وای او نه به يې کوم مرستندوی موندلی چې ستاسو پرخلاف جګړه کې يې مرسته ورسره کړې وای.
التفاسير العربية:
سُنَّةَ اللّٰهِ الَّتِیْ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ ۖۚ— وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللّٰهِ تَبْدِیْلًا ۟
د مؤمنانو بريا او د کافرانو ماتې په هر وخت او ځای کې ثابته ده، هغه له دغو درواغ ګڼونکو مخکې په تېرو امتونو کې د الله تګلاره ده او ای رسوله! هېڅکله به د الله تګللارې لره بدلون ونه مومې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إخبار القرآن بمغيبات تحققت فيما بعد - مثل الفتوح الإسلامية - دليل قاطع على أن القرآن الكريم من عند الله.
د پټو خبرو په اړه د قرآن خبر ورکول چې وروسته بيا رامنځته شوې، لکه اسلامي فتوحات، دا قطعي دليل دی چې قرآن کريم د الله له لورې دی.

• تقوم أحكام الشريعة على الرفق واليسر.
د شريعت حکمونه پر نرمۍ او آسانۍ ولاړ دي.

• جزاء أهل بيعة الرضوان منه ما هو معجل، ومنه ما هو مدَّخر لهم في الآخرة.
د رضوان بيعت د خلکو بدله ځينې هغه ده چې ژر ورکړل شوه اوځينې يې بيا آخرت ته زېرمه کړل شوې ده.

• غلبة الحق وأهله على الباطل وأهله سُنَّة إلهية.
د حق او د حق د څښتنانو برلاسي کېدل پر باطل او د هغو پر څښتنانو الهي تګلاره ده.

وَهُوَ الَّذِیْ كَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ اَنْ اَظْفَرَكُمْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا ۟
او الله همغه ذات دی چې د مشرکانو لاسونه يې له تاسو ايسار کړل کله چې شاوخا اتيا کسانو غوښتل په حديبيه کې تاسو ته ضرر ورسوي، او ستاسو لاسونه يې له هغوی ايسار کړل، چې نه مو هغوی ووژل او نه مو آزار کړل، بلکې هغوی مو وروسته له دې آزاد کړل چې د هغوی پر نيولو یې ځواکمن کړئ، او الله د هغه څه ليدونکی و چې کول مو، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
التفاسير العربية:
هُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْیَ مَعْكُوْفًا اَنْ یَّبْلُغَ مَحِلَّهٗ ؕ— وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُوْنَ وَنِسَآءٌ مُّؤْمِنٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوْهُمْ اَنْ تَطَـُٔوْهُمْ فَتُصِیْبَكُمْ مِّنْهُمْ مَّعَرَّةٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— لِیُدْخِلَ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— لَوْ تَزَیَّلُوْا لَعَذَّبْنَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
هغوی داسې کسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، او تاسو يې د مسجد حرام څخه ايسار کړي ياست، اود قربانۍ څاروي يې ايسار کړي چې د حلالې ځای حرم ته له رسېدو بند پاتې شوي دي، او که چېرې پر الله باور کوونکي نارينه او پر هغه باورکوونکې ښځې نه وای چې تاسو يې نه پېژنئ کېدای شي له کافرانو سره يې يوځای ووژنئ، چې د وژلو له امله به يې پرتاسو ګناه او ديت راشي پرته له دې چې تاسې پرې پوه وئ، نو تاسې ته به يې د مکې د فتحې پر مهال اجازه درکړې وای ترڅو الله په خپله لورېينه کې د مؤمنانو غوندې په مکه کې هغه څوک داخل کړي چې غواړي يې، که چېرې هغه کسان چې کفر يې کړی په مکه کې له مؤمنانو بېل شي هرومرو به موږ هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی دردوونکې سزا ورکړو.
التفاسير العربية:
اِذْ جَعَلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْحَمِیَّةَ حَمِیَّةَ الْجَاهِلِیَّةِ فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوٰی وَكَانُوْۤا اَحَقَّ بِهَا وَاَهْلَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠
کله چې هغوکسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وو په خپلو زړونو کې ننګ واچولو د جاهليت ننګ چې د حق له ثابتولو سره يې هيڅ تړاو نه لرلو بلکې د هوسونو سره تړاو لرلو، نو د حديبيې په کال يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ورننوتلو ننګ وکړ، د دغې خبرې له وېرې چې هغه پرې برلاسی شو، نو الله له خپل لوري پر رسول يې ډاډ را نازل کړ او پر مؤمنانو يې هم را نازل کړ، نو پر هغوی د مشرکانو مقابلې ته د هغوی د کړنې غوندې غوسه رانغله، او الله پر مؤمنانو حق کلمه لازمه کړه چې هغه لااله الا الله ده، او دا چې د هغې حق پر ځای کړي چې هغوی پر ځای هم کړ، او مؤمنان د نورو په پرتله ډېر د دغې کلمې حقداره وو، او د دغې کلمې وړ وو ځکه الله د هغوی په زړونو کې پر ښېګڼه پوهېدی، او الله پر هرڅه ښه پوه و او له هغه هيڅ هم نه پټيږي.
التفاسير العربية:
لَقَدْ صَدَقَ اللّٰهُ رَسُوْلَهُ الرُّءْیَا بِالْحَقِّ ۚ— لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ ۙ— مُحَلِّقِیْنَ رُءُوْسَكُمْ وَمُقَصِّرِیْنَ ۙ— لَا تَخَافُوْنَ ؕ— فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوْا فَجَعَلَ مِنْ دُوْنِ ذٰلِكَ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟
پرته له شکه چې الله خپل رسول ته په حقه خوب ور رېښتينی کړ کله چې هغه خپل ځان په خوب کې وليد او خپل ملګري يې پرې خبرل کړل، هغه دا چې هغه او ملګري يې د الله کور حرام ته له خپل دښمنه څخه په امن کې ننوځي، ځينې يې د خپلو سرونو خريونکي او ځينې نور يې لنډوونکي وو چې د حج د مراسمو د پای ته رسېدو څرګندوينه يې کوله. نو ای مؤمنانو الله ستاسو پر مصلحت پوه و، چې تاسو په خپله پرې نه پوهېدئ، نو د خوب له ثابتوالي پرته چې مکې ته داخلیدل و همدغه کال یې نېږدې فتحه (بريا) وګرځوله، او د خيبر فتحه يې ورپسې کړه د هغو مؤمنانو پر لاس چې په حديبيه کې حاضر شوي وو.
التفاسير العربية:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ
الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې له څرګند بيان او داسې حق دين سره لېږلی چې هغه د اسلام دين دی، ترڅو يې پر نورو ټولومخالفو دينونو لوړ کړي، او پرته له شکه الله پر دې شاهدي ورکړې او الله د شاهد په توګه بسنه کوي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الصد عن سبيل الله جريمة يستحق أصحابها العذاب الأليم.
د الله له لارې راګرځول داسې يوه ګناه ده چې څښتنان يې د دردوونکي عذاب وړ دي.

• تدبير الله لمصالح عباده فوق مستوى علمهم المحدود.
د الله د خپلو بندګانو د ګټو لپاره تدبير د هغوی د محدودې پوهې تر کچې لوړ دی.

• التحذير من استبدال رابطة الدين بحمية النسب أو الجاهلية.
د دين اړيکې د نسب او جاهليت د ننګ پر اړيکه له بدلولو څخه ډارول.

• ظهور دين الإسلام سُنَّة ووعد إلهي تحقق.
د اسلام د دين برلاسي کول يو الهي سنت او ژمنه ده چې ثابته شوه.

مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَی الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ تَرٰىهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا یَّبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانًا ؗ— سِیْمَاهُمْ فِیْ وُجُوْهِهِمْ مِّنْ اَثَرِ السُّجُوْدِ ؕ— ذٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ ۛۖۚ— وَمَثَلُهُمْ فِی الْاِنْجِیْلِ ۛ۫ۚ— كَزَرْعٍ اَخْرَجَ شَطْاَهٗ فَاٰزَرَهٗ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوٰی عَلٰی سُوْقِهٖ یُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِیَغِیْظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ؕ— وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ مِنْهُمْ مَّغْفِرَةً وَّاَجْرًا عَظِیْمًا ۟۠
محمد د الله رسول دی او له هغه سره ملګري يې پر جنګياليو کافرانو سخت دي، په خپلو منځو کې مهربانه، له يو بل سره نرمي کوونکي او مينه کوونکي دي، ای ليدونکيه! ته به يې الله پاک لره رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې، له الله به غواړي چې په بښنه او پتمنه بدله پېرزوينه پرې وکړي، او دا چې ترې راضي شي، نښانه يې په مخونو کې د سجدو آثار دي چې لارښوونه، ښېګڼه او د لمانځه رڼا يې په مخونو کې ده، دا يې هغه صفت دی چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب تورات يې بيان کړی، او پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب انجيل کې يې بېلګه داسې ده چې هغوی په خپل منځي مرسته او بشپړوالي کې د هغه کښت (شینګيا) غوندې دي چې کوچنی را پورته شي، پیاوړی او مضبوط شي، پر خپلو ډنډرونو ودريږي، کروندګر ته د هغه پياوړتيا او بشپړوالی خوند ورکوي، ترڅو کافران پرې په غوسه کړي، ځکه هغوی پياوړتيا، ټينګښت او بشپړوالی پکې ويني، او الله د صحابه وو له هغه کسانو سره چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی د ګناهونو د بښنې ژمنه کړې ده چې پر هغو به يې نه نيسي، او له خپل لوري يې د لويې بدلې ژمنه کړې ده چې هغه جنت دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تشرع الرحمة مع المؤمن، والشدة مع الكافر المحارب.
له مؤمن سره رحمت او جنګيالي کافر سره سختي روا کړل شوې ده.

• التماسك والتعاون من أخلاق أصحابه صلى الله عليه وسلم.
خپل مینځي مرسته او لاسنیوی د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له اخلاقو څخه وه..

• من يجد في قلبه كرهًا للصحابة الكرام يُخْشى عليه من الكفر.
څوک چې په خپل زړه کې د صحابه وو لپاره کرکه مومي پر هغو د کفر وېره شته.

• وجوب التأدب مع رسول الله صلى الله عليه وسلم، ومع سُنَّته، ومع ورثته (العلماء).
د رسول الله صلی الله عليه وسلم، د هغه د سنتو او د هغه د وارثانو (علماوو) پر وړاندې د ادب واجبوالی.

 
ترجمة معاني سورة: الفتح
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق