ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: محمد   آية:

سورة محمد - محمد

من مقاصد السورة:
تحريض المؤمنين على القتال، تقويةً لهم وتوهينًا للكافرين.
مومنان په جهاد ورتیزول هغوی لره مضبوطوي او کافر کمزوري کوي.

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
کومو کسانو چې پر الله کفر کړی او خلک يې د الله له دينه راګرځولي دي، الله د هغوی عملونه له منځه وړي دي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاٰمَنُوْا بِمَا نُزِّلَ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۙ— كَفَّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَاَصْلَحَ بَالَهُمْ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي، او پر هغه څه يې ايمان راوړی چې الله يې پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړي او هغه يې د خپل پالونکي له لوري حق هم دي، الله به د هغوی ناوړه کړنې ورڅخه ورژوي، نو پر هغو به يې نه نيسي، او دنيوي او اخروي چارې به يې ورته سمې کړي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَاَنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ اَمْثَالَهُمْ ۟
دغه د دواړو ډلو لپاره ياده شوې بدله د هغه څه له امله ده، چې کومو کسانو چې پر الله کفر کړی او د باطل پيروي يې کړې وه، او کومو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړی او د خپل پالونکي له لوري یې د حق پيروي کړې ده، نو د هغوی دواړو بدلې سره بېلې بېلې شوې، د هغوی د هڅو د بېلوالي له کبله، لکه څنګه چې الله په دواړو ډلو کې خپله پرېکړه بيان کړه، يوه ډله د مؤمنانو او بله ډله د کافرانو، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي، نو يوه بېلګه له بلې بېلګې سره نښلوي.
التفاسير العربية:
فَاِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَضَرْبَ الرِّقَابِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَثْخَنْتُمُوْهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ ۙ— فَاِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَاِمَّا فِدَآءً حَتّٰی تَضَعَ الْحَرْبُ اَوْزَارَهَا— ذٰلِكَ ۛؕ— وَلَوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَبْلُوَاۡ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَنْ یُّضِلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
ای مؤمنانو! کله چې د هغو کسانو له جنګياليو سره مخ شئ چې کفر يې کړی، نو پر خپلو تورو مو د هغوی غاړې ووهئ، د هغوی د وژلو لړۍ جاري وساتئ ( د دې لپاره تر څو) د هغوی دبدبه له بېخه وباسئ، کله مو چې په هغوی کې وژنه زياته کړه، نو بيا يې بنديان ونيسئ، کله مو چې بنديان کړل، بيا د مصلحت له غوښتنې سره سم تاسو اختيار لرئ، پرته له بدلې څخه په احسان د هغوی د آزادولو او يا د مال يا بل څه په بدله کې د اخستلو، د هغوی وژلو او بندي کولو ته همداسې ادامه ورکړئ ترڅو د کافرانو په اسلام راوړلو او يا تړون کولو جګړه پای ته ورسيږي. دغه ياد شوې د مؤمنانو ازموينه په کافرانو سره، د ورځو ادلون بدلون او د ځينو پر ځينو برلاسي کېدل د الله پرېکړه ده، که چېرې الله پرته له جګړې پر کافرانو برلاسي غوښتی نو پرې برلاسي کړي به يې وای، خو الله جهاد روا کړی ترڅو ستاسو ځينې پر ځينو نورو وازمايي، نو له مؤمنانو هغه ازمایي چې جهاد کوي او هغه چې جهاد نه کوي، او کافر په مؤمن ازمایي، که چېرې مؤمن ووژل شي جنت ته به ننوزي او که مؤمن کافر ووژني هغه کافر به دوزخ ته ننوزي، او کوم کسان چې د الله په لار کې وژل شوي الله به هېڅکله د هغوی اعمال باطل نه کړي.
التفاسير العربية:
سَیَهْدِیْهِمْ وَیُصْلِحُ بَالَهُمْ ۟ۚ
ژر به هغوی ته په خپل دنيوي ژوند کې د حق د پيروۍ توفيق ورکړي او حال به يې سم کړي.
التفاسير العربية:
وَیُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ۟
او د قيامت په ورځ به يې هغه جنت ته ننباسي چې په دنيا کې يې د هغه صفتونه ورته بيان کړي دي، نو هغوی پېژندلی دی او په آخرت کې په جنت کې يې هغوی ته خپل هستوګنځي ورپېژندلي دي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَیُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ ۟
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي! که تاسې د الله مرسته وکړه، د هغه د نبي او د دين په مرسته کولو سره او د کافرانو سره په جګړه کولو، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي پر هغوی باندې په برلاسي کولو سره، او د هغوی سره په جګړه کې به ستاسې پښې در ټينګې کړي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَاَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، هغوی لره زيان او تباهي ده، او الله به د هغوی د کړنو بدله له منځه يوسي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَرِهُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟
پر هغوی دغه پرېوتونکې سزا له دې امله ده ځکه هغوی هغه څه بد وګڼل چې الله له قران څخه پر خپل رسول نازل کړي و، ځکه په هغو کې د الله يووالی و، نو الله د هغوی کړنې له منځه يوړې، نو هغوی په دنيا او آخرت کې زيانمن شول.
التفاسير العربية:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؗ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا ۟
آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، تر څو یې لیدلی وای چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه شوه کومو چې تکذيب کړی وو، پايله يې ډېره دردوونکې وه، الله پر هغوی هستوګنځي ور چپه کړل، هغوی يې تباه کړل، د هغوی اولادونه او مالونه يې ورتباه کړل، او د کافرانو لپاره به په هرځای او هر وخت کې دا ډول سزاوې وي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ مَوْلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاَنَّ الْكٰفِرِیْنَ لَا مَوْلٰی لَهُمْ ۟۠
دغه د دواړو ډلو لپاره ياده شوې بدله ځکه ده چې الله د هغوکسانو مرستندوی دی چې پر هغه يې ايمان راوړی، او کافرانو لره کوم مرستندوی نشته.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• النكاية في العدوّ بالقتل وسيلة مُثْلى لإخضاعه.
د دښمنپه وژلو کې سختي کول د هغه د تسليمۍ لپاره تر ټولو غوره وسیله ده.

• المن والفداء والقتل والاسترقاق خيارات في الإسلام للتعامل مع الأسير الكافر، يؤخذ منها ما يحقق المصلحة.
په اسلام کې د کافر بندي سره د معاملې کولو لپاره احسان کول، فديه اخېستل، وژل او غلام جوړل یې دا ټول اختيارات شتون لري، هغه څه به ترې غوره کيږي چې مصلحت پکې وي.

• عظم فضل الشهادة في سبيل الله.
د الله په لار کې د شهادت د غوره والی لوی والی.

• نصر الله للمؤمنين مشروط بنصرهم لدينه.
د مؤمنانو لپاره د الله مرسته د هغوی له لوري د الله د دين تر مرستې پورې تړلې ده.

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟
پرته له شکه الله هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته ننباسي چې ترماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی په دنيا کې د خپلو نفسي غوښتنو په پيروۍ څه(لږه) ګټه پورته کوي، خوراک کوي لکه د څارویو په څېر، يوازې له خېټو او فرجونو سره يې اندېښنه وي، او د قيامت په ورځ اور د هغوی داسې هستوګنځی دی چې پناه به وروړي.
التفاسير العربية:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟
او د پخوانيو امتونو له کليو څخه څومره داسې کلي وو چې د ځواک له پلوه پياوړي او د مالونو او اولادونو له پلوه د هغې مکې څخه زيات وو چې خلکو يې ته ترې اېستلی يې، موږ هغوی تباه کړل ځکه هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل، نو هغوی لره کوم مرستندوی نه و چې د الله له عذابه يې ژغورلي وای کله چې ورته راغی، نو د مکې د خلکو تباهي مو هم نه شي بې وسې کولای که مو هغه وغوښتله.
التفاسير العربية:
اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
آيا هغه څوک چې د خپل پالونکي له لورې ښکاره دليل او څرګند حجت ولري او په بصيرت سره یې عبادت کوي، د هغه چا غوندې دی چې شيطان يې ناوړه کړنه ورته ښايسته کړې او د هغه څه پيروي يې کړې چې نفسي غوښتنو يې ورکاږه کړي دي لکه د بوتانو عبادت، د ګناهونو ترسره کول او د رسولانو درواغجن ګڼل؟!.
التفاسير العربية:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟
د هغه جنت صفت چې الله يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره له متقيانو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به ور ننباسي: داسې دی چې په هغو کې د اوبو داسې ويالې دي چې د زيات ځنډ له امله يې بوی او خوند نه بدليږي، او د شيدو داسې ويالې دي پکې چې خوند يې نه خرابيږي، په هغو کې د څښونکو لپاره د خوندورو شرابو ويالې دي او د داسې ګبينو (شهدو) ويالې دي چې د بل څه له ګډوالي څخه به پاک وي، او هغوی لره پکې هرډول مېوې دي چې هغوی يې غواړي، او د دغو ټولو سربېره هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو له منځه وړل دي، چې پر هغو به يې نه نيسي، آيا هغه څوک چې دا ډول بدله يې وي له هغه چا سره برابرېدلای شي چې هغه تل په اور کې وي او هيڅکله نه ترې وځي، او سختې ګرمې اوبه ورڅښل کيږي، تر دې چې د خېټو کولمې يې د سخت ګرموالي له امله ټوټې ټوټې شي؟!
التفاسير العربية:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟
او ای رسوله! له منافقانو ځينې تاته داسې غوږ نيسي چې مني يې نه، بلکې له مخ اړولو سره وي، تر دې چې کله له تا بېرون ووځي، هغو خلکو ته وايي چې الله پوهه ورکړې: هغه په خپلو نېږدو خبرو کې څه وويل؟ د ځان په ناپوهه نيولو او مخ اړولو سره، همدوی هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو ټاپه وهلې، نو ښېګڼې ته نه رسيږي، او د خپلو هوسونو پيروي يې کړې چې له حقه يې ړانده کړي دي.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟
او هغو کسانو چې حق لارې او د هغه څه پیروۍ ته يې لارموندلې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی، هغوی ته به يې پالونکی لارښوونه او ښېګڼې ته توفيق لا ورزيات کړی، او پر هغه څه عمل کول يې ورښودلي چې له اوره يې ساتي.
التفاسير العربية:
فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟
نو آيا کافران د قيامت له ناڅاپه راتګ پرته چې هغوی لره دې پرې پخوانۍ پوهه وي د بل څه انتظار کوي؟! نښانې خو يې راغلې دي، چې له هغو د نبي صلی الله عليه وسلم رالېږل او د سپوږمۍ چاودېدل دي، نو څنګه به هغوی پند واخلي کله چې هغوی لره قيامت راشي؟
التفاسير العربية:
فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠
نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او د خپلوګناهونو، د مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو د ورځې په تصرف او د شپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اقتصار همّ الكافر على التمتع في الدنيا بالمتع الزائلة.
د کافر فکر يوازې په دنيا کې په ختمېدونکې توښې پورې تړلی دی.

• المقابلة بين جزاء المؤمنين وجزاء الكافرين تبيّن الفرق الشاسع بينهما؛ ليختار العاقل أن يكون مؤمنًا، ويختار الأحمق أن يكون كافرًا.
د مؤمنانو او کافرانو د بدلې ترمنځ پرتله کول د دواړو ترمنځ ډېرلوی توپير بيانوي، ترڅو هوښيار دا غوره کړي چې مؤمن وي او کم عقل دا غوره کړي چې هغه دې کافر وي.

• بيان سوء أدب المنافقين مع رسول الله صلى الله عليه وسلم.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د منافقانو د بې ادبۍ بيان.

• العلم قبل القول والعمل.
له وينا او عمل مخکې پوهه اړینه ده.

وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ ۚ— فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ ۙ— رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ؕ— فَاَوْلٰى لَهُمْ ۟ۚ
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی په دې هيله چې الله يې پر خپل رسول داسې يو سورت را نازل کړي چې د جهاد پر حکم مشتمل وي وايي: ولې الله داسې سورت نازل نه کړ چې د جهاد بيان وي پکې، خو کله چې الله داسې سورت رانازل کړ چې په خپل بيان او حکمونو کې محکم دی د جهاد بيان پکې راغلی، ای رسوله! له منافقانو به هغه کسان چې په زړونو کې يې د شک ناروغي ده ووينې داسې به درته ګوري لکه پر چا چې د سختې وېرې او ډار پرده خوره وي، نو الله هغوی ته ژمنه ورکوي چې د هغوی عذاب رارسېدلی او نېږدې دی دغه عذاب په سبب د یریدلو د دوی او په شا کیدلو د دوی له جهاده.
التفاسير العربية:
طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ
دا چې هغوی د الله پيروي وکړي، او داسې ښه وينا وکړي چې هيڅ ناروا پکې نه وي دا به هغوی لره غوره وي، خو کله چې جهاد فرض شو او چاره سخته شوه، که چېرې هغوی پر الله ايمان راوړلو او د هغه په پيروۍ کې رېښتيني و دا به هغوی لره له نفاق او د الله له امرونو څخه د سرغړونې نه غوره وای.
التفاسير العربية:
فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَتُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ ۟
او ستاسو له حاله غالب دا ښکاري چې که پر الله له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ مخ واړوئ هرومرو به تاسو په ځمکه کې په کفر او ګناهونو ورانکاری وکړئ، او د خپلوۍ اړيکې به پرې کړئ، لکه څنګه مو چې په جاهليت کې حال وو.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَاَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ ۟
دغه په ځمکه کې په ورانکارۍ او د خپلويو په پرېکولو متصف خلک هغه کسان دي چې الله له خپلې لورېينې لېرې کړې دي، او د هغوی غوږونه يې د حق له اورېدلو، منلو او باور کولو څخه کاڼه کړي دي او د باور له ليدلو يې ړانده کړي دي[عبرت نه اخلي].
التفاسير العربية:
اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟
ولې دغو له قرآنه مخ اړوونکو غور نه دی کړی او په هغو کې يې فکر نه دی کړی؟! که چېرې يې غور پکې کړی وای، نو هرې ښېګڼې ته به يې د هغوی لارښوونه کړې وای، او له هر شره به يې لرې کړي وای، يا د دغو خلکو پر زړونو داسې تالې دي چې تړل يې ور محکم کړي دي، چې هيڅ پند نه ورته رسيږي، او هيڅ نصيحت ګټه نه ورته رسوي؟!
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی ۙ— الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ ؕ— وَاَمْلٰی لَهُمْ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې له ايمانه کفر او نفاق ته ورګرځېدلي، وروسته لدې چې حجت پرې قائم شو، او د نبي صلی الله عليه وسلم رېښتينولي هم ورته څرګنده شوه، همغه شيطان دی چې هغوی ته يې کفراو نفاق ښايسته کړی او آسانه کړی، او د ارزو په اوږدوالي يې هيله مند کړي دي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ ۟
دغه هغوی ته حاصله شوې لار ورکي له دې امله ده چې هغوی په پټه هغو مشرکانو ته ویل چې د الله له لوري د هغه پر رسول نازله کړې وحي به يې نه خوښوله، موږ به زر په ځينو چارو لکه له جګړې څخه په وروسته پاتې کېدو کې ستاسو پيروي وکړو، او الله پر هغه څه پوهيږي چې هغوی يې څرګندوي او پټوي، پر هغه هيڅ هم پټ نه دي، نو څه ته يې چې خوښه شي خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته يې ښکاره کوي.
التفاسير العربية:
فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۟
نو څنګه به يې وينې په هغه عذاب او بد حالت کې چې کله يې چې د ساه پر اخېستلو ګومارل شوې پرېښتې ساه اخلي، مخونه او څټونه به يې د اوسپنې په ګرزونو وهي.
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟۠
دغه سزا له دې امله ده چې هغوی له کفر، نفاق، د الله او د هغه د رسول له دښمنۍ د هر هغه څه پيروي وکړه چې پر هغوی يې الله په غوسه کړ، او پر الله له ايمان راوړلو او د هغه د رسول له پيروۍ يې هغه څه بد وګڼل چې خپل پالونکي ته يې نېږدې کول، او د هغه خوښي یې ور په برخه کوله، نو هغه کړنې يې له منځه ور يووړې.
التفاسير العربية:
اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ ۟
آيا له منافقانو هغه کسان چې په زړونو کې يې شک دی ګومان کوي چې الله به هيڅکله د هغوی کينې را ونه باسي او ښکاره به يې نه کړي؟! هرومرو به يې په ازمويلو سره را وباسي، ترڅو د ايمان رېښتينی له درواغجن څخه بېل شي، مؤمن څرګند او منافق رسوا شي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• التكليف بالجهاد في سبيل الله يميّز المنافقين من صفّ المؤمنين.
د الله په لار کې پر جهاد مکلفول منافقان د مؤمنانو له کتاره بېلوي.

• أهمية تدبر كتاب الله، وخطر الإعراض عنه.
د الله په کتاب کې د غور کولو اهميت، او له هغه څخه د مخ اړولو خطر.

• الإفساد في الأرض وقطع الأرحام من أسباب قلة التوفيق والبعد عن رحمة الله.
په ځمکه کې ورانکاري کول او د خپلويو پرېکول د توفيق کموالی او د الله له لورېينې لرې والی دی.

وَلَوْ نَشَآءُ لَاَرَیْنٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِیْمٰهُمْ ؕ— وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِیْ لَحْنِ الْقَوْلِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اَعْمَالَكُمْ ۟
او ای رسوله! که موږ د منافقانو در پېژندل وغواړو هرومرو به يې در وپېژنو، ته به يې په نښانو وپېژنې، او ژر به يې د خبرو په اسلوبو وپېژنې، الله ستاسو پر کړنو پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پر هغو بدله درکړي.
التفاسير العربية:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتّٰی نَعْلَمَ الْمُجٰهِدِیْنَ مِنْكُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ ۙ— وَنَبْلُوَاۡ اَخْبَارَكُمْ ۟
او ای مؤمنانو هرومرو به تاسو په جهاد او د دښمنانو په جګړه او وژنه ازمایو ترڅو له تاسو د الله په لار کې مجاهدين او د هغه د دښمنانو پر وړاندې په جګړه کې په زغم معلوم کړو، او موږ تاسو ازمويو، چې له تاسې رېښتينی له درواغجن څخه وپېژنو.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَشَآقُّوا الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدٰی ۙ— لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— وَسَیُحْبِطُ اَعْمَالَهُمْ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی او د الله له دينه يې ځانونه راګرځولي او نور يې راګرځولي دي او د هغه د رسول مخالفت يې کړی او وروسته تر دې يې دوښمني ورسره کړې چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه نبي دی، هغوی به الله ته هيڅکله کوم زيان ونه شي رسولای، بلکې هغوی يوازې ځانونو ته زيان اړوي او زر به يې الله کړنې له منځه يوسي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَلَا تُبْطِلُوْۤا اَعْمَالَكُمْ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر روا کړل شوي يې عمل کړی، د الله پيروي وکړئ او د رسول پيروي وکړئ د هغوی د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره، کړنې مو په کفر، ځان ښوونه او داسې نورو کړنو له منځه مه وړئ.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ مَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، خپل ځانونه او نور يې د الله له دينه ګرځولي، بيا له توبې مخکې پر خپل کفر مړه شوي دي، هيڅکله به الله هغویته تر ګناهونو په پټولو یي ور تېر نه شي، بلکې هغوی به پرې ونيسي، او د تل لپاره به يې اور ته ننباسي.
التفاسير العربية:
فَلَا تَهِنُوْا وَتَدْعُوْۤا اِلَی السَّلْمِ ۖۗ— وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ ۖۗ— وَاللّٰهُ مَعَكُمْ وَلَنْ یَّتِرَكُمْ اَعْمَالَكُمْ ۟
او ای مؤمنانو! د خپل دښمن له مخامخ کېدو مه کمزوري کېږئ چې سولې ته یې راوبولئ مخکې تردې چې هغوی مو را وبولي، په داسې حال کې چې تاسو پرې پياوړي برلاسي واست، الله په خپله مرسته کولو او تاييد ستاسو سره دی، او هيڅکله به ستاسو د اعمالو له ثوابه هيڅ هم کم نه کړي، بلکې په احسان او پېرزوينه کې به زياتوالی درکړي.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ ؕ— وَاِنْ تُؤْمِنُوْا وَتَتَّقُوْا یُؤْتِكُمْ اُجُوْرَكُمْ وَلَا یَسْـَٔلْكُمْ اَمْوَالَكُمْ ۟
پرته له شکه د دنيا ژوند لوبې او ساعت تېری ده، نو هوښيار د خپل آخرت له عمله پرې نه بوختيږي، که چېرې پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، هغه به پرته له کموالي ستاسو د کړنو بشپړه بدله درکړي، او له تاسو څخه مو ټول مالونه نه غواړي، بلکې هغه يوازې واجب زکات درڅخه غواړي.
التفاسير العربية:
اِنْ یَّسْـَٔلْكُمُوْهَا فَیُحْفِكُمْ تَبْخَلُوْا وَیُخْرِجْ اَضْغَانَكُمْ ۟
که چېرې هغه له تاسو مو ټول مالونه وغواړي او له تاسې په غوښتنه ټينګار وکړي، تاسې به بخيلي پرې وکړئ، او په زړونو کې مو چې د هغه په لار کې د لګولو لپاره کوم بد ګڼل دي هغه به را وباسي، نو پر تاسو د مهربانۍ له مخې يې د هغو غوښتنه درڅخه پرې اېښې ده.
التفاسير العربية:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— فَمِنْكُمْ مَّنْ یَّبْخَلُ ۚ— وَمَنْ یَّبْخَلْ فَاِنَّمَا یَبْخَلُ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ الْغَنِیُّ وَاَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ۙ— ثُمَّ لَا یَكُوْنُوْۤا اَمْثَالَكُمْ ۟۠
خبراوسئ تاسې داسې خلک ياست چې رابلل کېږئ ترڅو له خپلو مالونو يوه برخه د الله په لار کې ولګوئ، او له تاسو د خپلو ټولو مالونو د لګولو غوښتنه نه کيږي، نو له تاسو چې څوک د بخيلۍ له امله د غوښتل شوي مال لګول منع کوي، او څوک چې د الله په لار کې د خپل مال د يوې برخې په لګولو بخيلي کوي، پرته له شکه هغه په حقيقت کې د لګولو له ثوابه په یې برخې کولو سره پر خپل ځان بخيلي کوي، الله غني دی ستاسو لګښت ته اړتيا نه لري، او تاسو هغه ته فقيران ياست، که چېرې له اسلامه کفر ته واوړئ هغه به مو تباه کړي، او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي، بيا به هغوی ستاسو غوندې نه وي، بلکې هغوی به الله لره غاړه اېښودونکي وي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سرائر المنافقين وخبثهم يظهر على قسمات وجوههم وأسلوب كلامهم.
د منافقانو پټ رازونه او د هغوی خباثت د هغوی په څېرو او د خبرو په طرز کې ښکاريږي.

• الاختبار سُنَّة إلهية لتمييز المؤمنين من المنافقين.
ازموينه يوه الهي تګلاره ده ترڅو مؤمنان له منافقانو بېل کړي.

• تأييد الله لعباده المؤمنين بالنصر والتسديد.
د الله له لوري د خپلو بندګانو تاييد د هغوی په مرسته او سمې لارې ته په برابرولو سره.

• من رفق الله بعباده أنه لا يطلب منهم إنفاق كل أموالهم في سبيل الله.
د الله پر خپلو بندګانو له مهربانۍ دا هم ده چې له هغوی د الله په لار کې د ټولو مالونو لګولو غوښتنه نه کوي.

 
ترجمة معاني سورة: محمد
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق