ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: المجادلة   آية:

سورة المجادلة - المجادلة

من مقاصد السورة:
إظهار علم الله الشامل وإحاطته البالغة، تربيةً لمراقبته، وتحذيرًا من مخالفته.
د الله د هر اړخيزې پوهې څرګندونه او د هغې پوره چاپېروالی، د څارنې د روزنې او له مخالفت څخه د وېرې په موخه.

قَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّتِیْ تُجَادِلُكَ فِیْ زَوْجِهَا وَتَشْتَكِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ۖۗ— وَاللّٰهُ یَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
اې رسوله! پرته له شکه الله د هغې ښځې خبرې واورېدلې چې هغه د ثعلبه لور خوله وه، کومې چې د خپل مېړه؛ صامت زوی د اوس په اړه ستا سره خبرې کولې، کله چې هغه ظهار ورسره وکړ، هغې الله ته شکايت کولو چې مېړه يې څه ورسره وکړل، الله ستاسو دواړو له يو بل سره خبرې اوري، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، پرته له شکه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د کړنو يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.
التفاسير العربية:
اَلَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕهِمْ مَّا هُنَّ اُمَّهٰتِهِمْ ؕ— اِنْ اُمَّهٰتُهُمْ اِلَّا الّٰٓـِٔیْ وَلَدْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَیَقُوْلُوْنَ مُنْكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَزُوْرًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟
هغه کسان چې له خپلو مېرمنو سره ظهار کوي، دا چې له هغوی يو خپلې مېرمنې ته داسې وايي: ته پر ما د خپلې مور د شا غوندې يې، په خپله دغه وينا کې يې درواغ ويلي دي، د هغوی مېرمنې د هغوی ميندې نه دي، بېشکه مېندې خو يې هغه دي چې زيږولي يې دي، او پرته له شکه کله چې هغوی دغه وينا کوي هغوی هرومرو ناوړه وينا او درواغ وايي او پرته له شکه الله تېرېدونکی او بخښونکی دی، له ګناه څخه د هغوی د خلاصون په موخه يې د هغوی لپاره کفاره روا کړې ده.
التفاسير العربية:
وَالَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا قَالُوْا فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ؕ— ذٰلِكُمْ تُوْعَظُوْنَ بِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لازم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې د مرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو د راګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
التفاسير العربية:
فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ فَاِطْعَامُ سِتِّیْنَ مِسْكِیْنًا ؕ— ذٰلِكَ لِتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
نو څوک چې مرېيی ونه لري چې آزاد يې کړي، پر هغه پرله پسې دوې مياشتې روژه نيول دي مخکې تردې چې له خپلې هغې مېرمنې سره کوروالی وکړي له کومې څخه يې چې ظهار کړی، او څوک چې دوې مياشتې پرله پسې د روژې نيولو توان نه لري، نو پر هغه شپېته بې وزلو ته ډوډۍ ورکول دي، دغه پرېکړه چې مو کړې ده، د دې لپاره ترڅو باور ولرئ چې الله امر پرې کړی دی، نو امر يې پر ځای کړئ او د هغه د رسول پيروي وکړئ او دغه حکمونه چې درته روا کړي مو دي د الله هغه پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي، چې ترې تېر نه شئ او د کافرانو لپاره د الله په هغو حکمونو او پولو سره چې ټاکلې يې دي درودوونکې سزا ده.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ كُبِتُوْا كَمَا كُبِتَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ۚ
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، د هغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده.
التفاسير العربية:
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اَحْصٰىهُ اللّٰهُ وَنَسُوْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟۠
په کومه ورځ چې به الله هغوی ټول ژوندي را پاڅوي، هيڅوک به هم له هغوی نه پرېږدي؛ نو پر هغه څه به يې خبر کړي چې په دنيا کې يې کوم ناوړه کارونه تر سره کړي دي، د هغوی له کړنو به هيڅ نه ترې پاتې کيږي، هغوی په خپله هېر کړي، خو په خپلو هغو صحيفو کې به يې ليکل شوي ومومي چې نه وړه او نه لويه پرېږدي، مګر شمېرلي يې دي، او الله پر هرڅه خبر دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لُطْف الله بالمستضعفين من عباده من حيث إجابة دعائهم ونصرتهم.
د الله پر خپلو کمزورو بندګانو مهرباني د هغوی د دعا په قبلولو او مرسته کولو سره.

• من رحمة الله بعباده تنوع كفارة الظهار حسب الاستطاعة ليخرج العبد من الحرج.
د الله پر خپلو بندګانو له لورېينې څخه د هغوی له توان سره سم د کفارې بېلابېل ډولونه ټاکل ترڅو بنده له ستونزې ووځي.

• في ختم آيات الظهار بذكر الكافرين؛ إشارة إلى أنه من أعمالهم، ثم ناسب أن يورد بعض أحوال الكافرين.
د ظهار د آيتونو په پای کې د کافرانو يادونه دېته اشاره ده چې هلته د هغوی له کړنو ځينې مناسب دي چې د کافرانو ځينې حالتونه راوړل شي.

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَا یَكُوْنُ مِنْ نَّجْوٰی ثَلٰثَةٍ اِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ اِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَاۤ اَدْنٰی مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْثَرَ اِلَّا هُوَ مَعَهُمْ اَیْنَ مَا كَانُوْا ۚ— ثُمَّ یُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
اې رسوله! ايا تا نه دي ليدلي، چې الله پر هغه څه پوهيږي چې په اسمانونو کې دي او پر هغه څه پوهيږي چې په ځمکه کې دي، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، کوم څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، له دريو څخه په پټه کومه خبره نه وي مګر څلورم يې په خپله پوهه هغه (الله) پاک وي، او نه د پنځو په پټه خبره وي، مګر شپږم يې په خپله پوهه هغه (الله) وي، او نه تر دغه شمېر کم او نه تر هغه زيات وي، مګر هغه په خپله پوهه ورسره وي هر چېرې چې هغوی وي، د هغوی له خبرو هيڅ هم نه ترې پټيږي، بيا به الله د قيامت په ورځ هغوی پر هغه څه خبر کړي چې کړي يې دي، پرته له شکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ نُهُوْا عَنِ النَّجْوٰی ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا نُهُوْا عَنْهُ وَیَتَنٰجَوْنَ بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ ؗ— وَاِذَا جَآءُوْكَ حَیَّوْكَ بِمَا لَمْ یُحَیِّكَ بِهِ اللّٰهُ ۙ— وَیَقُوْلُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ لَوْلَا یُعَذِّبُنَا اللّٰهُ بِمَا نَقُوْلُ ؕ— حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
اې رسوله! تا هغو يهودانو ته نه دي کتلي چې کله مؤمن وويني؛ نو په خپلو کې پټې خبرې سره کوي، چې الله له دغو پټو خبرو منع کړي وو، بيا هغوی همغه ته ورګرځي چې الله ترې ايسار کړي وو، او په خپلو منځو کې هغه پټې خبرې کوي چې د مؤمنانو د غيبت کولو ګناه، پر هغوی د تيري کولو او له رسول څخه سرغړونه ده، او ای رسوله! کله چې تاته راځي داسې سلام درته کوي چې الله هغه ډول سلام نه دی درته کړی، او هغه دا د هغوی وينا ده: چې پر تا دې سام يعني مرګ وي، او د نبي صلی الله عليه وسلم په درواغجن ګڼلو سره وايي: ولې الله پر هغه څه موږ ته عذاب نه راکوي چې موږ يې وايو، که چېرې هغه خپله دغه دعوا کې رېښتينی وای چې هغه نبي دی، نو الله به هرومرو موږ ته پر هغه څه سزا را کړې وای چې موږ يې د هغه په اړه وايو! هغوی ته يې په خپله وينا دوزخ د سزا په ډول بسنه کوي، چې ګرمي به يې زغمي، د هغوی د ورګرځېدو ځای ډېر بد د ورګرځېدو ځای دی.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَنَاجَیْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِیَتِ الرَّسُوْلِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ.
التفاسير العربية:
اِنَّمَا النَّجْوٰی مِنَ الشَّیْطٰنِ لِیَحْزُنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَیْسَ بِضَآرِّهِمْ شَیْـًٔا اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
پرته له شکه پټې خبرې چې پر ګناه، تيري او د رسول پر سرغړونه مشتمله وي، د شيطان له لوري خپلو دوستانو ته ښايسته کړل شوې او وسوسه وي، تر څو مؤمنانو ته خپګان ورسوي پدې چې چل ورته جوړ شوی، شیطان او د عمل لره د هغه ښايسته کول؛ مؤمنانو ته هيڅ زيان رسوونکي نه دي مګر دا چې د الله خوښه او اراده وي، نو يوازې پر الله دې مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوْا فِی الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوْا یَفْسَحِ اللّٰهُ لَكُمْ ۚ— وَاِذَا قِیْلَ انْشُزُوْا فَانْشُزُوْا یَرْفَعِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ۙ— وَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې درته وويل شي: په مجلسونو کې پراخي راولئ، نو پکې را يې ولئ، الله به مو د دنيا او آخرت په ژوند کې پراخي راولي، او کله چې درته وويل شي: چې له ځينو مجلسونو څخه پورته شئ، تر څو ځينې د فضل څښتنان پکې کېني؛ نو ترې پورته شئ، الله پاک له تاسو څخه هغه خلک لويو مرتبو ته پورته کوي چې ايمان يې راوړی او پوهه ورکړل شوې ده، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي او ژر به پرې بدله درکړي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مع أن الله عالٍ بذاته على خلقه؛ إلا أنه مطَّلع عليهم بعلمه لا يخفى عليه أي شيء.
سره له دې چې الله پر خپل مخلوق د ذات له پلوه لوړ دی، خو بيا هم پر هغوی خبر لري له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.

• لما كان كثير من الخلق يأثمون بالتناجي أمر الله المؤمنين أن تكون نجواهم بالبر والتقوى.
کله چې ډېری خلکو په سرګوشۍ (پټوخبرو) ګناه کوله، الله مؤمنانو ته امر وکړ چې په خپلو منځو کې پټې خبرې دې په نېکۍ او ځان ساتنه وي.

• من آداب المجالس التوسيع فيها للآخرين.
د مجلس له ادبونو څخه د نورو لپاره ځای پراخول هم دي.

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ فَقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقَةً ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لَّكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— فَاِنْ لَّمْ تَجِدُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
کله چې صحابه و له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پټې خبرې زياتې کړې، الله وفرمايل: اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی کله مو چې له رسول سره د پټو خبرو اراده وکړه، نو له پټوخبرو مخکې مو صدقه وړاندې کړئ، دغه د خيرات وړاندې کول ستاسو لپاره ډېره غوره او پاکيزه دي، ځکه په هغې کې د الله هغه پيروي ده چې زړونه پاکوي، که هغه څه مو ونه موندل چې خيرات يې کړئ، نو بيا پر تاسو په پټو خبرو کې کومه ګناه نشته، بېشکه الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی، چې هغوی يوازې پر هغه څه مکلفوي چې په توان کې يې وي.
التفاسير العربية:
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍ ؕ— فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا وَتَابَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
آيا له رسول سره د پټو خبرو کولو پر مهال مخکې د خيرات ورکولو له امله له بې وزلۍ وډار شوئ؟! کله مو چې هغه څه ونه کړل چې الله له هغو امر پرې کړی دی، او ستاسو توبه يې ومنله چې د پرېښودلو رخصت يې درکړ؛ نو پر بشپړ ډول لمونځ کوئ، د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې نه پټيږي، او ژر به پرې بدله درکړي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— مَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ ۙ— وَیَحْلِفُوْنَ عَلَی الْكَذِبِ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ
اې رسوله! ايا تا هغو منافقانو ته نه دي کتلي چې له هغو يهودانو سره يې دوستي کړې چې الله د هغوی د کفر او ګناهونو له امله پرې غضب کړی، دغه منافقان نه له مؤمنانو او نه له يهودانو څخه دي، بلکې هغوی په منځ منځ کې دي نه له دغو څخه او نه له هغو څخه دي، او لوړې کوي چې هغوی مسلمانان دي او دا چې هغوی د مسلمانانو خبرې يهودو ته نه دي نقل کړې، او هغوی په خپلو لوړو کې درواغجن دي.
التفاسير العربية:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
الله د هغوی لپاره په آخرت کې سخت عذاب چمتو کړی، داسې چې د اور تر ټولو لاندې کندې ته به يې ننباسي، پرته له شکه بد دي د هغوی په دنيا کې د کفر اعمال.
التفاسير العربية:
اِتَّخَذُوْۤا اَیْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
هغوی خپلې هغه لوړې چې کوي يې د خپل کفر له امله له وژلو څخه ډال ګرځولې دي، داسې چې پر هغو يې اسلام ښکاره کړی تر څو يې وينې او مالونه خوندي کړي، نو خلک يې له حقه ګرځولي ځکه په هغو کې د مسلمانانو لپاره سپکاوی او ایسارول دي له هغه څه چې غواړي یې، نو د هغوی لپاره داسې سپکوونکی عذاب دی چې سپکوي او ذليلوي به يې.
التفاسير العربية:
لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
هغوی ته به يې مالونه او اولادونه د الله په وړاندې هيڅ ګټه ونه رسوي، همدوی د اور والا دي چې ور ننوزي به، تل ترتله به پکې وي له هغوی به عذاب پرې نه شي.
التفاسير العربية:
یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیَحْلِفُوْنَ لَهٗ كَمَا یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ عَلٰی شَیْءٍ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْكٰذِبُوْنَ ۟
په کومه ورځ چې الله هغوی ټول ژوندي راپورته کړي، له هغوی به يو هم داسې پرې نه ږدي مګر دا چې د بدلې لپاره به يې را پورته کړي، نو الله ته به لوړې کوي چې هغوی پر کفر او نفاق نه و، بلکې هغوی داسې مؤمنان وو چې پر هغه څه يې عمل کولو چې الله رضا کوي، اې مؤمنانو! هغوی به په آخرت کې هغه (الله) لره داسې لوړې کوي لکه په دنيا کې يې چې تاسو ته کولې، چې ګواکې هغوی مسلمانان دي، هغوی دا ګومان کوي چې پر دغو لوړو چې الله لره يې کوي پر څه داسې دليل دی چې هغوی ته ګټه رسوي او يا ضرر ور څخه دفع کوي، خبر اوسئ هغوی په رېښتيا په دنيا کې په خپلو قسمونو کې او په آخرت کې په خپلو قسمونو کې درواغجن دي.
التفاسير العربية:
اِسْتَحْوَذَ عَلَیْهِمُ الشَّیْطٰنُ فَاَنْسٰىهُمْ ذِكْرَ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ الشَّیْطٰنِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ الشَّیْطٰنِ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
پر هغوی شيطان برلاسی شوی، چې په خپله وسوسه يې د الله ياد ترې هېر کړی، نو پر هغه څه يې عمل نه دی کړی چې الله رضا کوي، بلکې پر هغه څه يې عمل کړی چې په غوسه کوي يې، دغه کسان چې پر دغو صفتونو متصف دي همدوی د ابلیس لښکر او د هغه پيروان دي، خبر اوسئ همدغه د شيطان لښکر او پيروان په دنيا او آخرت کې تاوانيان دي، چې لارښوونه يې پر لار ورکۍ او جنت يې په دوزخ پلورلي دي.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗۤ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْاَذَلِّیْنَ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي همدوی په هغه ډله کې دي چې الله په دنيا او آخرت کې رسوا کړي او له کافرانو امتونو څخه يې سپک کړي دي.
التفاسير العربية:
كَتَبَ اللّٰهُ لَاَغْلِبَنَّ اَنَا وَرُسُلِیْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ قَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
الله په خپله پخوانۍ پوهه کې پرېکړه کړې چې هرومرو به زه او زما رسولان د خپلو دښمنانو پر وړاندې په حجت او ځواک سره برلاسي کيږو، پرته له شکه الله د خپلو رسولانو په مرسته ځواکمن، برلاسی دی چې د هغوی له دښمنانو به غچ اخلي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• لطف الله بنبيه صلى الله عليه وسلم؛ حيث أدَّب صحابته بعدم المشقَّة عليه بكثرة المناجاة.
د الله مهرباني پر خپل نبي صلی الله عليه وسلم باندې، داسې چې د هغه صحابه يې داسې و روزل چې په زياتو پټو خبرو کولو سره پر هغه کړاو نه راولي.

• ولاية اليهود من شأن المنافقين.
له يهودانو سره دوستي د منافقانو شان دی.

• خسران أهل الكفر وغلبة أهل الإيمان سُنَّة إلهية قد تتأخر، لكنها لا تتخلف.
د کافرانو زيانمن کېدل او مؤمنانو برلاسي کېدل يوه الهي کړنلار ده، کله وروسته کيږي خو خلاف نه کيږي.

لَا تَجِدُ قَوْمًا یُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ یُوَآدُّوْنَ مَنْ حَآدَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَوْ كَانُوْۤا اٰبَآءَهُمْ اَوْ اَبْنَآءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِیْرَتَهُمْ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَاَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُ ؕ— وَیُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— رَضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حِزْبُ اللّٰهِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟۠
اې رسوله! هيڅ قوم به داسې ونه مومې چې پر الله ايمان لري او د قيامت په ورځ ايمان لري او بيا له هغه چا سره دوستي کوي چې هغه له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم دغه د الله او د هغه د رسول دښمنان يې پلرونه، يا يې اولادونه، يا يې وروڼه او يا يې هغه کورنۍ وي چې هغې ته منسوبیږي، ځکه د ايمان اړيکه د الله او د هغه د رسول د دښمنانو دوستي منع کوي، او ځکه چې د ايمان اړيکه تر ټولو اړيکو لوړه ده، چې د ټکر پر مهال به مخکې وي، همدوی له هغه چا سره دوستي نه کوي کوم چې د الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، که څه هم هغوی يې خپلوان وي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې په زړونو کې ايمان ثابت کړی او بدلون نه مومي، او له خپل لوري يې په حجت او رڼا سره پياوړي کړي دي، او د قيامت په ورځ به يې داسې تلپاتې بڼونو(جنتونو) ته ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل به هغو کې وي، نعمتونه به يې نه ترې پرې کيږي او نه به پای ته رسيږي، الله له هغوی داسې راضي دی چې هيڅکله به پرې غوسه نه شي، او هغوی هم له الله راضي دي چې هغوی ته يې داسې نعمتونه ورکړي چې نه ختميږي، له هغو څخه د الله پاک ليدل دي، پر دغو ياد شويو صفتونو موصوف خلک د الله هغه لښکر دی چې هر هغه څه پر ځای کوي چې امر يې ورته کړی، او له هغه څه ځان ساتي چې ترې منع کړي يې دي، خبر اوسئ همدغه د الله لښکر داسې بريالی دی چې خپل مطلوب به ترلاسه کوي، او په دنيا او آخرت کې به له هغه څه خوندي وي چې وېروي يې.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المحبة التي لا تجعل المسلم يتبرأ من دين الكافر ويكرهه، فإنها محرمة، أما المحبة الفطرية؛ كمحبة المسلم لقريبه الكافر، فإنها جائزة.
هغه محبت چې مسلمان د کافر له دين څخه نه بېزاره کوي او هغه بد نه ګڼي، نو هغه حرام دی، خو هغه فطري محبت، لکه د يو مسلمان له کافر خپلوان سره محبت دا بيا جائز دی.

• رابطة الإيمان أوثق الروابط بين أهل الإيمان.
د اهل ايمان ترمنځ د ايمان اړيکه ترټولو پياوړې اړيکه ده.

• قد يعلو أهل الباطل حتى يُظن أنهم لن ينهزموا، فتأتي هزيمتهم من حيث لا يتوقعون.
کله د باطل څښتنان لوړيږي تردې چې ګومان کيږي چې هغوی ماتې نه خوري، خو له هغه لوري يې ماتې راځي چې هيله يې نه کيږي.

• من قدر الله في الناس دفع المصائب بوقوع ما دونها من المصائب.
په خلکو کې د الله له تقدير څخه دا هم دی چې لويې ستونزې د کوچنيو ستونزو په راوستلو سره دفع کوي.

 
ترجمة معاني سورة: المجادلة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق