فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَیَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ ؕ— اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوْا مَا فِیْهِ ؕ— وَالدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
نو راغلل وروسته د دوی نه بد خلک چې د دوی خلیفګان (وارثان) وو، تورات یې د خپلو مشرانو څخه اخیستی و، هغه به یې لوسته خو لیکن عمل به یې نه کاوه په هغه احکامو چې په دې کې و، د الله تعالی د کتاب د بدلولو په وجه به یې د دنیا لږ بیکاره سازوسامان د رشوت په ډول اخیست، او د فیصله کولو د وجې نه په هغه څه چې دې کې ندي راغلي، او ځان ته به یې دا امیدونه ورکول چې خامخا الله تعالی به دوی ته د دوی ګناهونه وبخښي، او که چیرته راشي دوی ته لږ دنیوي سازوسامان نو اخلي يې په پرلپسې توګه، آیا نه وو اخیستي الله تعالی د دوی نه مضبوط لوظونه او وعدې په دې خبره چې نه به وایې دوی په الله تعالی مګر حق به وائې پغیر د تحریف او بدلولو نه؟! او نه و پریښودل د دوی عمل کولو لره په کتاب باندې د ناپوهۍ له وجې، بلکې سره له پوهې نه وو، نو بیشکه دوی لوستلي وو هغه څه چې په دې کې وو او یاد کړي يې هم وو، نو د دوی ګناه ډیره سخته ده، او کور وروستنی او هغه دایمي نعمتونه چې په دې وروستني کور کې دي ډیر غوره دي د دې ختمیدونکي سازوسامان څخه، هغه چا لره چې د الله تعالی څخه ویریږي د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، آیا دا کسان چې دا لږ سازوسامان اخلي ولي نه پوهیږي چې بیشکه هغه څه چې الله تعالی د پرهیزګارانو لپاره په آخرت کې تیار کړي ډیر غوره او همیشه پاتي کیدونکي دي؟!.
التفاسير:
المُيسَّر
المختصر
السعدي
ابن كثير
الطبري