او یقینا مونږ راتګ کړی دی پدې قرآن سره، هغه چې کوم پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی کتاب دی، او یقینا مونږ بیان کړی دې لره سره د پوهې زمونږه نه په هغه څه باندې چې مونږ یې بیانوو، او دا هدایت کوونکی دی مومنانو لره عقلمندۍ او حق لارې ته، او رحمت دی په دوی باندې د دې وجې نه چې پدې کې کومه ښودنه ده د دنیا او اخرت خیر ته.
بیشکه رب ستاسو -ای خلکو- خاص الله تعالی دی هغه ذات چې پیدا کړي یې دي اسمانونه او پیدا کړی یې ده ځمکه پغیر د مخکني مثال نه په اندازه د شپږو ورځو کې، بیا پورته شو، او اوچت شو الله تعالی په عرش باندې داسې پورته کیدل چې څنګه د هغه د شان او مرتبې سره مناسب وي چې مونږ د هغه په کیفیت (څرنګوالی) نه پوهیږو، بیا له منځه وړي تیاره د شپې د ورځې په رڼا سره، او د ورځې رڼا د شپي په تیارې سره، او هر یو د دې دواړو نه طلب کوي یو بل لره په تیزۍ سره داسې چې د هغه څخه وروسته کیږي نه، نو کله چې دا یو لاړ شي دا بل راشي، او پیدا کړی یی دی لمر، او پیداکړی یې ده سپوږمۍ، او پیدا کړي یي دي ستوري تابعدار او تیار، خاص الله تعالی لره یوازې اختیار د پیدایش دی، نو څوک دی پیداکوونکی پرته له هغه نه؟! او خاص یوازې هغه لره دی واک د حکم کولو،او زیات دی خیر د هغه او ډیر دی احسان د هغه، نو هغه موصوف دی په صفتونو د عظمت او پوروالی، پالونکی د ټولو عالمونو دی.
راوبلئ -ای مومنانو- رب خپل په پوره عاجزۍ او تواضع سره په پټه، خالص کړئ هغه لره دعا په داسې حال کې چې ریا کوونکي (ځان ښودونکي) به نه یاست او نه به بل چا لره د هغه سره په دعا کې شریک کوونکي یاست، او ستر تیریدل د حد نه په دعا کې دا دي، د هغه سره د بل چا څخه دعا غوښتل لکه مشرکانو چې به کول.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږي هواګانې زیری ورکوونکی په باران سره، تر دې چې بار کړي دا هواګانې وریځو لره چې درنې وي په اوبو سره نو مونږ بوځو دغو وریځو لره داسې یو ښار ته چې وچ وي نو مونږ په دغه ښار باندې اوبه رانازلې کړو، نو راوباسو مونږ په دې اوبو سره د هر قسم میوو نه، په شان د راویستلو د میوو په دې طریقې سره؛ راوباسو مونږ مړي د خپلو قبرونو نه ژوندي، مونږ دا کار د دې لپاره وکړ چې امید دی تاسو به -ای خلکو- رایادکړئ د الله تعالی قدرت او د هغه نا اشنا جوړول، او دا به رایادکړئ چې بیشکه هغه د مړو په ژوندي کولو قادر دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• القرآن الكريم كتاب هداية فيه تفصيل ما تحتاج إليه البشرية، رحمة من الله وهداية لمن أقبل عليه بقلب صادق.
قرآن کریم د هدایت کتاب دی په دې کې تفصیل د هر هغه شي دی چې انسانان ورته ضرورت لري، دا رحمت دی د الله تعالی له طرفه او هدایت دی د هغه چا لپاره چې په ریښتوني زړه سره ورته مخه کړي.
• خلق الله السماوات والأرض في ستة أيام لحكمة أرادها سبحانه، ولو شاء لقال لها: كوني فكانت.
الله آسمانونه او ځمکه په شپږو ورځو کې د هغه حکمت له مخې پيداکړل چې هغه پاک ذات يې اراده کړې وه، که يې غوښتی ورته ويلي به يې و، چې شه هغه به شوي وو.
• يتعين على المؤمنين دعاء الله تعالى بكل خشوع وتضرع حتى يستجيب لهم بفضله.
مومنان باید د الله تعالی څخه په پوره خشوع او عاجزۍ دعا وغواړي تر څو په خپل فضل سره د هغوی دعا قبوله کړي.