ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: القيامة   آية:

سورة القيامة - القيامة

من مقاصد السورة:
إظهار قدرة الله على بعث الخلق وجمعهم يوم القيامة.
پر بېرته را ژوندي کولو او د قيامت په ورځ د هغو په راټولولو د الله د قدرت ښکارندويي.

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ
الله د قيامت پر ورځ لوړه وکړه په کومه ورخ چې خلک د مخلوقاتو پالونکي پر وړاندې دريږي.
التفاسير العربية:
وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟
او پر پاک نفس يې لوړه وکړه کوم چې خپل څښتن په نېکو اعمالو کې پر کوتاهۍ د بدو کارونو په ترسره کولو ملامتوي، پر دغو دواړو شيانو يې لوړه وکړه چې هرومرو به خلک حساب او بدلې ته را پورته کوي.
التفاسير العربية:
اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ
آيا انسان دا ګومان کوي چې موږ به يې له مرګ وروسته د بېرته را پورته کولو لپاره هډوکي را ټول نه کړو؟!.
التفاسير العربية:
بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟
ولې نه، موږ له را ټولو سره د هغه د ګوتو د سرونو پر بېرته راګرځولو داسې په سمه توګه پيدايښت ځواکمن يو لکه څنګه چې وو.
التفاسير العربية:
بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ
بلکې انسان د بېرته را پورته کېدو څخه په خپله نټه غواړي چې په راتلونکي کې هم پرته له کوم خنډ څخه خپلې بېلارۍ ته دوام ورکړي.
التفاسير العربية:
یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ
د قيامت د ورځې د لرې ګنلو په توګه پوښتنه کوي: چې هغه به کله رامنځته کيږي؟.
التفاسير العربية:
فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ
کله چې سترګې حيرانې شي او وارخطا شي کوم وخت چې هغه څه وويني چې درواغ يې ګڼل.
التفاسير العربية:
وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ
او د سپوږمۍ رڼا ولاړه شي.
التفاسير العربية:
وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ
او د لمر او سپوږمۍ ټیکلي يوځای کړل شي.
التفاسير العربية:
یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ
په دغه ورځ به بدکاره انسان ووايي: چېرې به تېښته وي؟!.
التفاسير العربية:
كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ
په دغه ورځ تېښته نشته، او نه د پناه ځای شته چې بدکاره پناه وروړي، او نه د خونديتوب څه شته چې پرې خوندي کړل شي.
التفاسير العربية:
اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ
اې رسوله! په دغه ورځ به ستا د پالونکي لور ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل او ورتګ وي.
التفاسير العربية:
یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ
په دغه ورځ به انسان پر هغه څه خبر کړل شي چې کوم اعمال يې مخکې کړي او کوم يې وروسته کړي دي.
التفاسير العربية:
بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ
بلکې انسان پر ځان شاهد دی چې د هغه غړي به پر هغه څه شاهدي ورکوي چې کومه ګناه يې کړې ده.
التفاسير العربية:
وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ
که څه هم له داسې عذرونو سره راشي چې له ځانه پرې دفاع کوي چې هغه هيڅ بد کار نه دی کړی خو ګټه به ورته ونه رسوي.
التفاسير العربية:
لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ
اې رسوله! ته پر قرآن خپله ژبه ژر ژر مه ښوروه چې بيړه کوونکی وې چې در څخه هېر نه شي.
التفاسير العربية:
اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ
پرته له شکه زموږ پر ذمه ستا لپاره ستا په سينه کې د هغه را جمع کول او ستا پر ژبه د هغه د لوستلو اثبات دی.
التفاسير العربية:
فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ
کله چې پر تا زموږ استازی جبرئيل قرآن لولي؛ نو د هغه لوستلو ته غوږه نيسه او اوره يې.
التفاسير العربية:
ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ
بيا پرته له شکه ستا لپاره د هغه تفسير هم پر موږ دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مشيئة العبد مُقَيَّدة بمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله تر خوښې پورې تړلې ده.

• حرص رسول الله صلى الله عليه وسلم على حفظ ما يوحى إليه من القرآن، وتكفّل الله له بجمعه في صدره وحفظه كاملًا فلا ينسى منه شيئًا.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه څه په يادولو حرص کول چې له قرآنه به وحي ورته کېده، او الله د هغه لپاره د هغه په سينه کې جمع کول او داسې بشپړ يادول چې بيا هيڅ هم ترې هېر نه شي پر غاړه واخېستل.

كَلَّا بَلْ تُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ ۟ۙ
هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه تاسې چې د بېرته را پورته کېدو د ناشونتيا دعوی کوئ، تاسو پوهېږئ چې څوک ستاسو پر لومړي ځل پيداکولو ځواکمن دی هغه به مو له مرګ وروسته له را ژوندي کولو عاجزه نه شي، خو ستاسو لخوا د بېرته را پورته کېدو د درواغ ګڼلو لامل هغه ستاسو د دنيا له ژوند سره مينه ده چې په بيړه پای ته رسېدونکی دی.
التفاسير العربية:
وَتَذَرُوْنَ الْاٰخِرَةَ ۟ؕ
او ستاسو لخوا د آخرت هغه ژوند پرېښودل دي چې لار يې د هغو پيرويو ترسره کول دي چې الله امر درته پرې کړی، او د هغو نارواو پرېښودل دي چې ترې منع کړي يې ياست.
التفاسير العربية:
وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاضِرَةٌ ۟ۙ
په دغه ورځ به د ايمان او نېکبختۍ د څښتنانو مخونه داسې تازه وي چې رڼا به لري.
التفاسير العربية:
اِلٰى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ۟ۚ
خپل پالونکي ته به کتونکي وي چې پر دغه به خوند اخېستونکي وي.
التفاسير العربية:
وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ بَاسِرَةٌ ۟ۙ
او د کفر او بدبختۍ د څښتنانو مخونه به په دغه ورځ تريو وي.
التفاسير العربية:
تَظُنُّ اَنْ یُّفْعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ۟ؕ
او باور به کوي چې لوی عذاب او دردوونکی عذاب به پرې نازليږي.
التفاسير العربية:
كَلَّاۤ اِذَا بَلَغَتِ التَّرَاقِیَ ۟ۙ
امر به داسې نه وي لکه څنګه چې مشرکانو فکر کړی چې هغوی کله مړه شي عذاب به نه ورکول کيږي، کله چې له هغوی د يوه روح د سينې لوړې برخې ته ورسيږي.
التفاسير العربية:
وَقِیْلَ مَنْ ٚ— رَاقٍ ۟ۙ
او ځينې خلک ځينو ته ووايي: څوک به دغه دم کړي، کېدای شي جوړ شي؟!
التفاسير العربية:
وَّظَنَّ اَنَّهُ الْفِرَاقُ ۟ۙ
او څوک چې په ځنکندن کې وي په هغه ورځ دا باور وکړي چې په مرګ سره له دنيا يې بېلتون دی.
التفاسير العربية:
وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ۟ۙ
او د دنيا د پای ته رسېدو او آخرت د پيل کېدو سختۍ سره يوځای شي.
التفاسير العربية:
اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمَسَاقُ ۟ؕ۠
کله چې دغه حاصل شي مړی به د خپل پالونکي لورې ته روان کړل شي.
التفاسير العربية:
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلّٰى ۟ۙ
کافر خو نه پر هغه څه باور درلود چې د هغه (الله) رسول ور سره راغلی و او نه يې د الله پاک لپاره لمونځ کړی و.
التفاسير العربية:
وَلٰكِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰى ۟ۙ
خو هغه څه يې درواغ وګڼل چې د هغه رسول ورسره راغلی و او مخ يې ترې واړولو.
التفاسير العربية:
ثُمَّ ذَهَبَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ یَتَمَطّٰى ۟ؕ
بيا دغه کافر خپلې کورنۍ ته ولاړ په داسې حال کې چې په خپل تګ کې يې له لويۍ خيال کولو.
التفاسير العربية:
اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ۙ
نو الله کافر ته ګواښ وکړ چې د هغه عذاب پرې را وګرځېدی او ورته نېږدې شو.
التفاسير العربية:
ثُمَّ اَوْلٰى لَكَ فَاَوْلٰى ۟ؕ
بیا یې د تاکید په توګه جمله بیا تکرار کړه او ویې ویل: آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟.
التفاسير العربية:
اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَنْ یُّتْرَكَ سُدًی ۟ؕ
آيا انسان دا ګومان کوي چې الله به د هغه همداسې پرېښودونکی وي پرته له دې چې پر شريعت يې مکلف کړي؟.
التفاسير العربية:
اَلَمْ یَكُ نُطْفَةً مِّنْ مَّنِیٍّ یُّمْنٰى ۟ۙ
آيا دغه انسان يوه ورځ د مني نطفه نه وه چې په رحم کې څڅول کېده.
التفاسير العربية:
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰى ۟ۙ
بيا له دې وروسته هغه د ټينګې وينې يوه ټوټه وه، بيا الله هغه پيدا کړ، او پيدايښت يې برابر کړ.
التفاسير العربية:
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ؕ
نو له خپل جنسه يې دوه ډولونه وګرځول: نارينه او ښځينه؟!.
التفاسير العربية:
اَلَیْسَ ذٰلِكَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰى ۟۠
آيا هغه ذات چې انسان يې له نطفې، بيا د وينې له ټوټې پيدا کړ له نوي سره د حساب او بدلې لپاره د مړيو پر ژوندي کولو ځواکمن نه دی؟! ولې نه، پرته له شکه هغه ځواکمن دی.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• خطر حب الدنيا والإعراض عن الآخرة.
له دنيا سره د مينې او له آخرت څخه د مخ اړلو خطر.

• ثبوت الاختيار للإنسان، وهذا من تكريم الله له.
د انسان لپاره د اختيار ثبوت، او دا د هغه لپاره د الله يو تکريم (درناوی) دی.

• النظر لوجه الله الكريم من أعظم النعيم.
د الله کريم مخ ته کتل له لويو نعمتونو څخه دي.

 
ترجمة معاني سورة: القيامة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق