للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: النازعات   آية:
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ؗۖ
له هغه ویناوو چې هغه ته يې وکړې دا وه چې: فرعون ته ورشه، پرته له شکه هغه په تيري او لويۍکې له بريده اوښتی دی.
التفاسير العربية:
فَقُلْ هَلْ لَّكَ اِلٰۤی اَنْ تَزَكّٰی ۟ۙ
هغه ته ووايه: اې فرعونه! آيا ته غواړې چې له کفر او ګناهونو پاک شې؟.
التفاسير العربية:
وَاَهْدِیَكَ اِلٰی رَبِّكَ فَتَخْشٰی ۟ۚ
او خپل هغه پالونکي ته دې لارښوونه وکړم چې پيدا کړی يې یې او خيال دې ساتلی؛ نو ترې ووېرېږې، داسې کار وکړې چې راضي يې کړې، او له هغه څه ځان وساتې چې په غوسه کوي يې؟.
التفاسير العربية:
فَاَرٰىهُ الْاٰیَةَ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو بيا موسی عليه السلام هغه ته لويه نښانه وښوده چې پر دې خبره يې دلالت کولو چې هغه د خپل پالونکي له لوري يې رسول دی، او هغه لاس او لکڼه وو.
التفاسير العربية:
فَكَذَّبَ وَعَصٰی ۟ؗۖ
نو د فرعون له لوري بل څه نه و مګر دا چې دغه نښانه يې درواغ وګڼله او په هغه څه کې يې له موسی عليه السلام سرغړونه وکړه چې امر يې ورته کړی و.
التفاسير العربية:
ثُمَّ اَدْبَرَ یَسْعٰی ۟ؗۖ
بيا يې پر هغه څه له له ايمان راوړلو مخ واوړي چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و د الله په سرغړونه او د حق سره په معارضه کې په هڅه کولو سره.
التفاسير العربية:
فَحَشَرَ ۫— فَنَادٰی ۟ؗۖ
نو هغه خپل قوم او پيروان را ټول کړل پر موسی عليه السلام د برلاسه کېدو لپاره او په لوړ اواز يې وويل:
التفاسير العربية:
فَقَالَ اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰی ۟ؗۖ
زه مو تر ټولو لوړ پالونکی يم، نو له ما پرته پر تاسو د بل چا پيروي نشته.
التفاسير العربية:
فَاَخَذَهُ اللّٰهُ نَكَالَ الْاٰخِرَةِ وَالْاُوْلٰی ۟ؕ
نو الله هغه ونيوی، په دنيا کې يې په درياب کې په ډوبلو عذاب ورکړ، او په آخرت کې تر ټولو سخت عذاب ته په ننه اېستلو سره یې عذاب ورکړ.
التفاسير العربية:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ؕ۠
پرته له شکه پر کوم څه مو چې فرعون ته په دنيا او آخرت کې عذاب ورکړ په هغو کې د هغه چا لپاره پند دی چې له الله وېريږي؛ نو همغه له نصيحتونو ګټه پورته کوي.
التفاسير العربية:
ءَاَنْتُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمِ السَّمَآءُ ؕ— بَنٰىهَا ۟۫
اې د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکو! آيا ستاسې پيداکول سخت دي، او که د هغه آسمان چې جوړ کړی يې دی؟!.
التفاسير العربية:
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوّٰىهَا ۟ۙ
د هغه چت يې په پورته خوا کې لوړ ګرځولی، او برابر کړی يې دی، چې نه کمی پکې شته، نه څېرې والی او نه کوم عيب.
التفاسير العربية:
وَاَغْطَشَ لَیْلَهَا وَاَخْرَجَ ضُحٰىهَا ۪۟
او د هغه شپه يې تياره کړې ده، کله چې لمر ولويږي، او رڼا يې ښکاره کړې ده کله چې لمر را پورته شي.
التفاسير العربية:
وَالْاَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَا ۟ؕ
او ځمکه يې وروسته له هغه وغوړوله چې آسمان يې پيداکړ، او په هغې کې يې ګټې کښېښودلې.
التفاسير العربية:
اَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا ۪۟
او له هغې يې د اوبو داسې چينې را واېستلې چې بهيږي، او داسې شينګياوې يې پکې را شنې کړې چې خزندې پکې څري.
التفاسير العربية:
وَالْجِبَالَ اَرْسٰىهَا ۟ۙ
او غرونه يې پر ځمکه ثابت وګرځول.
التفاسير العربية:
مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ
اې خلکو! دا ټول ستاسو لپاره ګټې دي او ستاسو د څارويو لپاره، چاچې دا ټول پيداکړي دي هغه يې له بېرته راګرځولو څخه نه بې وسې کيږي.
التفاسير العربية:
فَاِذَا جَآءَتِ الطَّآمَّةُ الْكُبْرٰی ۟ؗۖ
نو کله چې هغه دويم پوکی راشي چې هر څه به په وېره سره پټ کړي او قيامت را منځته شي.
التفاسير العربية:
یَوْمَ یَتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ مَا سَعٰی ۟ۙ
په کومه ورځ چې هغه راشي انسان ته به هر هغه عمل ور په ياد شي چې مخکې يې کړی وي هغه که ښه وي او که بد.
التفاسير العربية:
وَبُرِّزَتِ الْجَحِیْمُ لِمَنْ یَّرٰی ۟
او دوزخ به راوړل شي او مخامخ به ښکاره کړل شي هغه چاته چې ويني يې.
التفاسير العربية:
فَاَمَّا مَنْ طَغٰی ۟ۙ
نو څوک چې په لار ورکۍ کې له بريده اوښتی وي.
التفاسير العربية:
وَاٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ۙ
او د دنيا پاتې کېدونکي ژوند ته يې د آخرت پر تلپاتې ژوند لومړيتوب ورکړی وي.
التفاسير العربية:
فَاِنَّ الْجَحِیْمَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
پرته له شکه اور به يې هغه استوګنځی وي چې ورځي به.
التفاسير العربية:
وَاَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَنَهَی النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰی ۟ۙ
نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به.
التفاسير العربية:
فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰی ۟ؕ
نو څوک چې د خپل پالونکي په مخکې له درېدلو ډار شوی وي او ځان يې د هوسونو له پيروۍ را ګرځولی وي کوم چې الله حرام کړي دي، د هغه لپاره استوګنځی جنت دی چې ورځي به.
التفاسير العربية:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ۟ؕ
اې رسوله! دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي پوښتنه درڅخه کوي چې قيامت به کله را منځته کيږي؟.
التفاسير العربية:
فِیْمَ اَنْتَ مِنْ ذِكْرٰىهَا ۟ؕ
تا لره پر هغه پوهه نشته چې هغوی لره يې ياد کړې، او نه دا ستا کار دی، ستا کار يوازې د هغه لپاره چمتووالی دی.
التفاسير العربية:
اِلٰی رَبِّكَ مُنْتَهٰىهَا ۟ؕ
يوازې ستا د پالونکي لوري ته د هغه د پوهې پای دی.
التفاسير العربية:
اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ یَّخْشٰىهَا ۟ؕ
ته يوازې د هغه چا وېروونکی يې چې له قيامته وېريږي، ځکه همغه ستا پر وېرونه ګټه اخلي.
التفاسير العربية:
كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَهَا لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا عَشِیَّةً اَوْ ضُحٰىهَا ۟۠
کله چې هغوی قيامت مخامخ وويني، داسې به وي لکه د دنيا په ژوند کې يې چې يوازې يو ماښام او يا يو سهار تېر کړی وي.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب الرفق عند خطاب المدعوّ.
چاته چې بلنه ورکول کيږي له هغه سره په نرمه د خبرو کولو لازموالی.

• الخوف من الله وكفّ النفس عن الهوى من أسباب دخول الجنة.
له الله څخه وېره او له هوسونو څخه ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• علم الساعة من الغيب الذي لا يعلمه إلا الله.
د قيامت پوهه له هغو پټو څخه دي چې يوازې الله پرې پوهيږي.

• بيان الله لتفاصيل خلق السماء والأرض.
د الله له لوري د آسمان او ځمکې د پيدايښت تفصيلي بيان.

 
ترجمة معاني سورة: النازعات
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

صادرة عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق