وګرځئ-ای مشرکینو-په ځمکه کې د څلورو میاشتو لپاره په دې حال کې چې تاسو به امن کې یاست. د دې مودې نه وروسته به نه ستاسو لوظ وي او نه به ستاسو لپاره امان وي او یقین ولرئ چې بیشکه تاسوهیچیرې نه شئ خلاصیدلی د الله له عذاب او د هغه د سزا نه که ادامه مو ورکړه خپل کفر ته په الله تعالی باندې، اویقین ولرئ چئ بیشکه الله شرموونکی دی کافرانو لره په قتلولو او قید کولو په دنیاکې او په داخلولو اور ته دقیامت په ورځ او شامل دی دا اعلان هغه چاته چې هغوی خپل لوظونه مات کړي،او هغه چاته چې دهغوی سره مطلق لوظ شوی وخت پکې معلوم نه دی او هر چې هغه معاهد دی چې د هغه نیټه معلومه ده که دڅلورو میاشتو څخه زیاته وه نوبیشکه پوره کیږي به د هغه سره لوظ د هغه تر نیټې مقررې پورې.
د الله له طرفه خبرداری دی او د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه د الله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې د عذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي د هغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې د دوی انتظارکوي.
که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات دليل واضح على حرص الإسلام على تسوية العلاقات الخارجية مع الأعداء على أساس من السّلم والأمن والتّفاهم.
په ایتونوکې څرګند دلیل دی پر دې چې اسلام د دښمنانو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزه تفاهم پر اساس په برابرو اړیکو جوړولو باندي ټینګار کوي.
• الإسلام يُقَدِّر العهود، ويوجب الوفاء بها، ويجعل حفظها نابعًا من الإيمان، وملازمًا لتقوى الله تعالى.
اسلام د تړونونو درناوی کوي او په وفا یې د وجوب حکم کوي او د هغې لحاظ کول دایمان اصل او د پرهیزګارۍ دلوازماتو څخه ګڼي.
• أَنَّ إقامة الصّلاة وإيتاء الزّكاة دليل على الإسلام، وأنهما يعصمان الدّم والمال، ويوجبان لمن يؤدّيهما حقوق المسلمين من حفظ دمه وماله إلا بحق الإسلام؛ كارتكاب ما يوجب القتل من قتل النفس البريئة، وزنى الزّاني المُحْصَن، والرّدّة إلى الكفر بعد الإيمان.
یقینا ودرول د لمانځه او ورکول د زکات دلیل دی په اسلام(دهغه شخص) او بیشکه دا دواړه ژغورونکي دي وینې او مال لره او واجبوونکي دي د هغه چا لپاره چې ادا کوي دې دواړو لره حقونه د مسلمانانو د مال او د وینې د حفاظت، مګر په حق د اسلام لکه هغه ګناه کول چې د هغې سزا قتل وي لکه ناحقه قتل کول، او د واده والا زناکار او د ایمان نه روسته کفر ته اوړیدل.
• مشروعيّة الأمان؛ أي: جواز تأمين الحربي إذا طلبه من المسلمين؛ ليسمع ما يدلّ على صحّة الإسلام، وفي هذا سماحة وتكريم في معاملة الكفار، ودليل على إيثار السِّلم.
جواز د امان یعنې یو حربي کافر ته امن ورکول جایز دي کله یې چې د مسلمانانو نه وغواړي ددې لپاره چې واوري هغه څه چې دلیل دی په صحیحوالي د اسلام او په دې کې د کافرو سره په معامله کې عزت اواسانتیا ده اودلیل دی په اولویت ورکولوصلحې ته.
څنګه به شی د دوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه د الله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش د ژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې د ژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې د الله د طاعت نه وتونکي دي دوعدې د ماتولو په وجه.
د الله د آیتونو د تابعدارۍ په بدل کې یې اخیستې پیسې سپکې چې په دې باندې خپلو خواهشاتو او شهواتو ته ځان رسوي او یو د دې تابعدارۍ نه په وعده پوره والی دی نو دوی د حق د تابعدارۍ نه ځانونه بند کړي او مخ یې ورڅخه اړولی اوبند کړي یې دي نور خلک د حق نه بیشکه ډیر بد دی عمل د دوي هغه چې دوی یې کوي.
د مؤمن اړوند نه له الله څخه ویریږي او نه د خپلولۍ او لوظ لحاظ کوي، دا هر څه د هغې دښمنۍ له امله کوي چې دوی پرې اخته دي، نو دوی د الله له پولو اوښتي دي ځکه ظلم او تیری کول د دوی صفت دی.
که توبه یې وایسته الله ته د خپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او د خپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، د دوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول د دوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي.
او الله تعالی به د خپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي د هغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته د دښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي د دې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو د مکې د فتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي د دوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې.
آیاګمان کوئ-ای مومنانو-چې الله تعالی به مو پرته له امتحانولو پریږدي؟ابتلا د الله تعالی د طریقو نه یوه طریقه ده، ژر دی چې په تاسو به ابتلا وکړی شي تر دې چې راښکاره کړي الله هغه په څرګنده راښکاره کولو د مجاهدینو بنده ګانو لپاره د ستاسو نه په اخلاص کولو الله ته هغه کسان چې نه یې دی نیولی په غیر د الله نه او په غیر د رسول د هغه نه او په غیر د مومنانو نه رازدار له کافرانو څخه چې دوستي دې وکړي د هغوی سره او چاڼ کړی شوي بنده ګان د هغوی نه چې مینه دې وکړي د هغوی سره او الله خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ پټ نه دی په الله هیڅ شی او ژر دی چې سزا به درکړي تاسوته الله ستاسو د عملونو.
نه ښایې د مشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره د خپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې د عمل د قبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا د همیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که د مرګ نه مخکې یې توبه وایسته.
بیشکه مستحق د جوماتونو د آبادولو او د هغې په حق صحیح ولاړ هغه څوک دی چې چاپه یو الله ایمان راوړی او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړي او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی اولمونځ یې ودرولی او د خپل مال زکات یې ورکړی اونه دی ویریدلی د هیچا څخه مګر د یو الله نه دا هغه خلک دي طمعه شته درسیدلو د دوی سیده لیارې ته او هر چې مشرکان دي هغوی خورا لیرې دي ددغه لیارې نه.
هغه کسانو چې هغوی حاصل کړی په مینځ دایمان په الله تعالی او په هجرت د دار کفر نه دار اسلام ته او په جهاد دالله په لیارکې په مالونو اوځانونو غټه مرتبه د الله په نیز دنورو خلکو نه او کوم کسان چې موصوف وي په دغه صفاتو همدوي جنتیان دي.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات دلالة على محبة الله لعباده المؤمنين واعتنائه بأحوالهم، حتى إنه جعل من جملة المقاصد الشرعية شفاء ما في صدورهم وذهاب غيظهم.
په ایتونوکې دلیل دی په مینه کولودالله تعالی دخپلومومنانوبنده ګانوسره اوددوي دحالاتولحاظ کول تردې پورې چې بیشکه الله ګرځولی د شرعي اغراضو د جملې نه د هغوی د سینو شفاء او د غصې دمینځه وړل.
• شرع الله الجهاد ليحصل به هذا المقصود الأعظم، وهو أن يتميز الصادقون الذين لا يتحيزون إلا لدين الله من الكاذبين الذين يزعمون الإيمان.
الله تعالی جهاد روا کړی د هغه لوی مقصد د لاسته راوړلو لپاره هغه دا دی چې جدا شي هغه ریښتیني کسان چې خوزښت نه کوي مګر خاص د الله د دین لپاره د هغه درواغجنو نه چې د ایمان ګمان کوي.
• عُمَّار المساجد الحقيقيون هم من وُصِفوا بالإيمان الصادق، وبالقيام بالأعمال الصالحة التي أُمُّها الصلاة والزكاة، وبخشية الله التي هي أصل كل خير.
حقیقي د جوماتونو جوړوونکي هغه خلک دي چې موصوف وي په ریښتیني ایمان او په کولو د نیکو عملونو چې اصل په کې لمونځ او زکات دی او د الله په ویره چې دا د هرخیر بنیاد دی.
• الجهاد والإيمان بالله أفضل من سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام بدرجات كثيرة؛ لأن الإيمان أصل الدين، وأما الجهاد في سبيل الله فهو ذروة سنام الدين.
جهاد او په الله ایمان ډیر غوره دي د حاجیانو د خړوبولو نه او د مسجد حرام د جوړولو نه په ډیرو درجو ځکه چې ایمان بنیاد دی ددین او جهاد هغه لوړه څوکه ده په دین کې..
خبرورکوي دوی ته الله چې رب ددوی دی په هغه څه چې خوشحاله به شي دوی په مهربانۍ د هغه او د الله د مهربانۍ د شاملیدلو نه په دوی دا ده چې هیڅکه به په دوی غصه نه شي او په سبب د داخلیدلو جنتونو ته چې وی به د دوی لپاره په هغې کې نعمتونه تلپاتې چې هیڅکله نه قطع کیږي.
ووایه-ای پیغمبره که چیرته وي پلاران ستاسې-ای مومنانو-او بچي ستاسو او ورونه ستاسو اوښځې ستاسو او خپلوان ستاسو او هغه مالونه چې تاسو کسب کړي او هغه تجارتونه ستاسو چې تاسو یې زیاتوالی خوښوئ او د کوټه کیدوڅخه یې ویریږئ او هغه کورونه ستاسو چې پاتې کیدل په کې خوښوئ که چیرته دا ټول شیان ډیر خوښ وي تاسو ته د الله او د هغه د رسول څخه او د الله په لیارکې له جهاد څخه نو انتظار کوئ د هغه عبرتناک عذاب چې الله به یې درباندې نازل کړي او الله تعالی توفیق نه ورکوي هغه چاته چې د الله د طاعت څخه وتلي د هغه عمل چې الله ته خوښ وي
بیاورسته دتیښتې ستاسو نه د دښمن څخه الله تعالی پخپل رسول او په مومنانو سکون راولیږه سمدستي کلک شول جنګ ته او ملائک یې راولیږل چئ تاسو نه لیدل او الله عذاب ورکړ کافرانو ته په هغه څه چې ورورسیده مرګ،مالونه یې غنیمت اواینځې اوغلامان ورڅخه جوړشول او دا هغه جزا وه چې ورکړی شوه او دا جزا ده دټولو کافرو او څوک چې نسبت د درواغو کوي پیغمبر ته او د هغه شریعت څخه مخ اړوي چې پیغمبر راوړی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مراتب فضل المجاهدين كثيرة، فهم أعظم درجة عند الله من كل ذي درجة، فلهم المزية والمرتبة العلية، وهم الفائزون الظافرون الناجون، وهم الذين يبشرهم ربهم بالنعيم.
د مجاهدینو ډیرې درجې دي د دوی درجه د الله تعالی په نزد هرې درجې والا نه اوچته ده پس د دوی لپاره اوچته درجه او خصوصي امتیاز دی او دوی کامیاب دي غالبه دي نجات ورته حاصل دی او دوی هغه خلک دي چې الله زیری ورکړی په همیشه نعمتونو.
• في الآيات أعظم دليل على وجوب محبة الله ورسوله، وتقديم هذه المحبة على محبة كل شيء.
په آیتونوکې غټ دلیل دی چې د الله تعالی سره او د هغه د رسول سره مینه کول واجب دي او دا هم واجب دي چې دا مینه به د هر بل شي سره په مینې کولو مخکې کوې.
• تخصيص يوم حنين بالذكر من بين أيام الحروب؛ لما فيه من العبرة بحصول النصر عند امتثال أمر الله ورسوله صلى الله عليه وسلم وحصول الهزيمة عند إيثار الحظوظ العاجلة على الامتثال.
د حنین د ورځې د یادونې تخصیص په ما بین د نورو جنګي ورځو کې په دې وجه و چې په دې کې عبرت دی د مدد په راتللو؛ کله چې د الله او د رسول-صلی الله علیه وسلم-حکم منل شوی. او په ماتې خوړلو کله چې د الله او د رسول د حکم په مقابل کې د دنیا معمولي برخې غوره شوې.
• فضل نزول السكينة، فسكينة الرسول صلى الله عليه وسلم سكينة اطمئنان على المسلمين الذين معه وثقة بالنصر، وسكينة المؤمنين سكينة ثبات وشجاعة بعد الجَزَع والخوف.
د سکینې د راتلو غوره والی؛ درسول الله-صلی الله علیه وسلم- سکینه په هغه مومنانو کوم اطمینان ووکوم چې د هغه سره وو او په مدد اعتماد وو او د مومنانو سکینه هغه د مومنانو شجاعت او د هغوی کلکیدل وو پس د فریاد او ویرې نه.
بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي د خپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع د خپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي د خپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته د کفر او ګناهونو نه.
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او د هغه په رسول اوتابعداري مو کړې د هغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او د دې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) د دې کال نه وروسته چې هغه نهم کال د هجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت و الا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره.
اې مؤمنانو له هغو کافرانو سره وجنګېږئ چې پر هغه الله د معبود په توګه ايمان نه لري چې هيڅ شريک نه لري، او نه د قيامت په ورځ ايمان لري او نه له هغه څه ډډه کوي چې الله او د هغه رسول پرې ناروا کړي دي لکه مرداره، د خوګ غوښه، شراب، سود او داسې نور، يهودو او نصاراوو ته چې الله څه روا کړي دي هغو ته غاړه نه ږدي، تردې چې په خپلو لاسونو د مغلوبو رسوا شويو په توګه جزيه ورکړي.
يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی د مريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله د يهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی د مريم زوی ته يوازې دا امر کړی و چې يوازې د الله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في الآيات دليل على أن تعلق القلب بأسباب الرزق جائز، ولا ينافي التوكل.
په آیتونوکې دلیل دی په دې خبره چې درزق اسبابو ته لیوالتیاجايز ده او دا د توکل سره منافات نلري.
• في الآيات دليل على أن الرزق ليس بالاجتهاد، وإنما هو فضل من الله تعالى تولى قسمته.
په آیتونو کې دلیل دی چې رزق په کوشش ندی، بیشکه دا د الله تعالی فضل دی د رزق تقسیم هغه پخپله کوي.
• الجزية واحد من خيارات ثلاثة يعرضها الإسلام على الأعداء، يقصد منها أن يكون الأمر كله للمسلمين بنزع شوكة الكافرين.
جزیه په درې شیانوکې یو انتخاب دی چې اسلام یې دښمنانو ته وړاندې کوي او غرض پکې دا دی چې اختیار دې ټول د مسلمانانو په لاس کې شي او د کافرو څخه دې زوراو هر نوعه طاقت لاړ شي.
• في اليهود من الخبث والشر ما أوصلهم إلى أن تجرؤوا على الله، وتنقَّصوا من عظمته سبحانه.
په یهودوکې دومره شر او خباثت دی چې دې اندازې ته یې رسولي چې په الله یې جرات کړی دی او (په خپل باور یې ) د هغه کبریا یې راکمه کړیده!
دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي.
او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.
د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ.
که چېرې تاسو -ای مومنانو- د الله د پېغمبر مرسته ونکړه، او د الله په لار کې د جهاد کولو په اړه مو د هغه بلنه و نه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه د ثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی د دې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی د همغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی د خپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او د هغه مرسته یې کوله، او د کافرانو وینا یې ښکته کړله، او د الله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې د حکمت خاوند دی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العادات المخالفة للشرع بالاستمرار عليها دونما إنكار لها يزول قبحها عن النفوس، وربما ظُن أنها عادات حسنة.
د شریعت سره په ټکر کې عادتونو باندې همیشوالی کول په غیر د رد نه چې پر نفسونو یې بده اغیزه له مینځه ولاړه شي، او ډیر کرتې ګمان کیدای شي چې دا ښه عادتونه دي.
• عدم النفير في حال الاستنفار من كبائر الذنوب الموجبة لأشد العقاب، لما فيها من المضار الشديدة.
جهاد ته د بلنې پر وخت نه وتل د لویو ګناهونو څخه دي چې دسختې سزا لامل ګرځي، ځکه چې په دې کې سخت زیانونه دي.
• فضيلة السكينة، وأنها من تمام نعمة الله على العبد في أوقات الشدائد والمخاوف التي تطيش فيها الأفئدة، وأنها تكون على حسب معرفة العبد بربه، وثقته بوعده الصادق، وبحسب إيمانه وشجاعته.
د سکینې (زړه ډاډینه او آرام) فضیلت، او دا چې دا د الله تعالی پر بنده باندې د بشپړو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې د سختۍ او وېرې پر مهال راځي پداسې وخت کې چې زړونه پریشانه کېږي، او دا سکینه د خپل رب د پېژندلو، د هغه پر ژمنو د بروسې کولو، ایمان لرلو او زړورتیا په اندازه وي.
• أن الحزن قد يعرض لخواص عباد الله الصدِّيقين وخاصة عند الخوف على فوات مصلحة عامة.
خفګان کله کله د الله تعالی خاصو صادقو بندګانو ته هم رسي، او په ځانګړي ډول کله چې د عام مصلحت له لاسه ورکولو وېره وي.
ای مومنانو! تاسو د الله په لار کې جهاد کولو لپاره لاړ شئ، د سختۍ او اسانتیا پر مهال، د ځوانۍ او بوډاوالي پر مهال، او په خپلو مالونو او نفسونو باندې جهاد وکړئ، ځکه چې دا جهاد کول په مالونو او ځانونو باندې زیات ګټور دی د دنیا په ژوند کې او هم په آخرت کې د کیناستلو څخه، او د مالونو او ځانونو پورې زړه تړلو څخه، که چېرې تاسو په دې پوهېږئ نو په جهاد حرص وکړئ.
که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره د الله تعالی په لار کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن د دوی وتل له تا سره د الله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل.
بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې د شبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به د چغل خورۍ هڅې کول ستاسې د بیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې د دوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی د منافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې د مومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب الجهاد بالنفس والمال كلما دعت الحاجة.
د اړتیا پر مهال په ځان او مال د جهاد کول واجب کېدل.
• الأيمان الكاذبة توجب الهلاك.
د دروغو قسمونه د هلاکت لامل ګرځي.
• وجوب الاحتراز من العجلة، ووجوب التثبت والتأني، وترك الاغترار بظواهر الأمور، والمبالغة في التفحص والتريث.
د چټکتیا څخه ځان ژغورل، او په کار کې د تحقیق او سوج کولو واجب کېدل، او د چارو په ښکاره بڼه نه غولېدل، او په تحقیق او څېړنه او ورسته والي کې زیاتوالی کول.
• من عناية الله بالمؤمنين تثبيطه المنافقين ومنعهم من الخروج مع عباده المؤمنين، رحمة بالمؤمنين ولطفًا من أن يداخلهم من لا ينفعهم بل يضرهم.
مومنانو لره د الله تعالی د ساتنې يو ډول دا دی چې منافقان یې سست کړل، او د دوی سره یې د وتلو څخه منع کړل، د خپلې پېرزویې او لورینې له مخې چې د دوی لیکو ته داسې څوک نننوځي چې د دوی په ګټه نه وي، بلکه د دوی په زیان وي.
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: څومره مال چې مصرفوئ که مو په خوښه وي او که په زوره خو مصرف یې کړئ، هېڅکله به در څخه قبول نه کړل شي هغه څه چې تاسو مصرف کړي ستاسو د کفر او د الله د طاعت څخه د وتلو له امله.
او نه دي منع کړي دوی د نفقو د قبلېدو څخه مګر درې کارونو: په الله تعالی او د هغه په پېغمبر باندې کفر کول، او په لمانځه کې سستي کول، او دا چې دوی خپل مالونه په خوښۍ سره نه مصرفوي بلکه د زړه په زور یې مصرفوي؛ ځکه چې دوی نه په لمانځه باندې د ثواب هیله لري او نه په مال مصرفولو.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• دأب المنافقين السعي إلى إلحاق الأذى بالمسلمين عن طريق الدسائس والتجسس.
د منافقانو عادت دا دی چې مسلمانانو ته د دسیسو او جاسوسۍ کولو په بڼه د زیان او ضرر رسولو هڅه کوي.
• التخلف عن الجهاد مفسدة كبرى وفتنة عظمى محققة، وهي معصية لله ومعصية لرسوله.
د جهاد څخه شاته پاتې کېدل لوی فساد او ستره ثابته شوې فتنه ده، او دا د الله تعالی او د هغه د پېغمبر نافرماني ده.
• في الآيات تعليم للمسلمين ألا يحزنوا لما يصيبهم؛ لئلا يَهِنوا وتذهب قوتهم، وأن يرضوا بما قدَّر الله لهم، ويرجوا رضا ربهم؛ لأنهم واثقون بأن الله يريد نصر دينه.
په دې آیاتونو کې مسلمانانو ته دا ښودنه ده چې په هغه څه غمجن نه شي کوم چې دوی ته رسېږي؛ ځکه چې کمزوري نه شي، او توان له لاسه ورنکړي، او په هغه څه راضي شي کوم چې ورته الله تعالی په تقدیر کې لیکلی وي، او تل د خپل رب د خوشالولو هیله ولري؛ ځکه دوی په دې باوري دي چې الله تعالی د خپل دین د مرستې اراده لري.
• من علامات ضعف الإيمان وقلة التقوى التكاسل في أداء الصلاة والإنفاق عن غير رضا ورجاء للثواب.
د ایمان د کمزورۍ او د تقوی د کمښت د نښو څخه داده چې لمانځه کې سستي کول او مال په خوښۍ او د ثواب په نیت نه مصرفول.
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.
او که چېرې دا منافقان چې تا د صدقو په ویش باندې تورنوي په هغه څه راضي شي کوم چې الله تعالی دوی ته لازمي کړي دي او کوم چې دوی ته پېغمبر علیه السلام ورکړي دي، او داسي ووایي: الله تعالی زمونږ بس دی، زر دی چې الله تعالی به مونږ ته له خپل فضل څخه څه یې چې خوښه وي راکړي، او زر دی چې د هغه پېغمبر به هم مونږ ته د هغه څه څخه راکړي کوم چې ده ته الله تعالی ورکړي دي، مونږ یوازې الله تعالی ته رغبت کوونکي یو چې له خپل فضل څخه مونږ ته څه راکړي، نو که چېرې دوی دا کار کړی وی نو دا به ورته له دې ډېر غوره وی چې تا تورن کړي.
او ځېنې منافقان د الله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې د هغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو د هر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او د حق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه د ده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الأموال والأولاد قد تكون سببًا للعذاب في الدنيا، وقد تكون سببًا للعذاب في الآخرة، فليتعامل العبد معهما بما يرضي مولاه، فتتحقق بهما النجاة.
مالونه او اولادونه کله په دنیا کې د عذاب لامل ګرځي، او کله په آخرت کې د د عذاب لامل ګرځي، نو بنده باید د دې دواړو سره داسې تعامل وکړي چې خپل مولا پرې راضي کړي، نو پدې دواړو سره به یې ژغورنه ور په برخه شي.
• توزيع الزكاة موكول لاجتهاد ولاة الأمور يضعونها على حسب حاجة الأصناف وسعة الأموال.
آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې د دې دواړو سره دښمني کوي نو د قیامت په ورځ به د جهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی.
منافقان له دې وېره لري چې الله پر خپل استازي کوم داسې سورت را نازل نه کړي چې پر هغه کفر يې خبر کړي کوم چې هغوی یې په زړونو کې پټوي، اې رسوله ووايه! اې منافقانو خپلو ملنډو او په دين کې عيب ويلو ته ادامه ورکړئ، الله د سورت په را نازلولو او يا د خپل استازي په خبرولو سره د هغه څه را اېستونکی دی چې تاسو يې پټوئ.
او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!.
الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• قبائح المنافقين كثيرة، ومنها الإقدام على الأيمان الكاذبة، ومعاداة الله ورسوله، والاستهزاء بالقرآن والنبي والمؤمنين، والتخوف من نزول سورة في القرآن تفضح شأنهم، واعتذارهم بأنهم هازلون لاعبون، وهو إقرار بالذنب، بل هو عذر أقبح من الذنب.
د منافقانو بدیانې ډېرې دي، چې له هغې څخه په دروغو قسم خوړلو ته وړاندې کېدل هم دي، او د الله تعالی او د هغه پېغمبر سره دښمني هم ده، او په قرآن کریم او پېغمبر او مومنانو پورې ټوکې کول هم دي، او لدې هم ویره ده چې د دوی په اړه د قرآن کریم کوم سورت را نازل نه شي چې د دوی حالت رسوا کړي، او عذرونه وړاندې کول چې مونږ ټوکې او لوبې کولې، چې دا خو په ګناه باندې اعتراف کول دي، بلکه دا داسې یو عذر دی چې له ګناه بدتر دی.
• لا يُقبل الهزل في الدين وأحكامه، ويعد الخوض بالباطل في كتاب الله ورسله وصفاته كفرًا.
د الله تعالی په دین او احکامو کې ټوکې نه منل کېږي، او د الله تعالی په کتاب پېغمبرانو او صفاتو کې په باطله توګه څېړنه کفر بلل کېږي.
• النّفاق: مرض عُضَال متأصّل في البشر، وأصحاب ذلك المرض متشابهون في كل عصر وزمان في الأمر بالمنكر والنّهي عن المعروف، وقَبْض أيديهم وإمساكهم عن الإنفاق في سبيل الله للجهاد، وفيما يجب عليهم من حق.
منافقت: سخته ناروغتیا ده چې په بشریت کې ريښه شوې ده، او د دې ناروغتیا څښتنان په هره زمانه او دور کې په بدو باندې د امر کولو او نیکیو څخه په منع کولو کې سره یو شان وي، او لاسونه موټي کولو او د الله په لار کې د جهاد لپاره مصرف کولو کې، او په دوی باندې چې کوم حقوق واجب دي.
• الجزاء من جنس العمل، فالذي يترك أوامر الله ويأتي نواهيه يتركه من رحمته.
بدله د کړنې له جنس څخه ده، نو څوک چې د الله تعالی امرونه پرېږدي او هغه څه کوي چې هغه ترې منع کړې، نو الله تعالی هم هغه د خپلې لورینې څخه پرېږدي.
او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې د ځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې د الله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او د الله تعالی طاعت کوي، او د هغه د پېغمبر طاعت کوي؛ د همدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دی.
الله تعالی د مومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به د قیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لاندې د قصرونو د هغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې د اوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې د دې په څېر بله بدله نشته.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• سبب العذاب للكفار والمنافقين واحد في كل العصور، وهو إيثار الدّنيا على الآخرة والاستمتاع بها، وتكذيب الأنبياء والمكر والخديعة والغدر بهم.
په ټولو دورونو کې د کافرانو او منافقانو د عذاب لامل یو وي، او هغه د آخرت په مقابل کې دنیا غوره کول او له هغې څخه خوند اخیستل، او د پېغمبرانو تکذیب او هغوی سره چل ول دوکې او غداري کول.
• إهلاك الأمم والأقوام الغابرة بسبب كفرهم وتكذيبهم الأنبياء فيه عظة وعبرة للمعتبر من العقلاء.
د پخوانیو قومونو په هلاکت کې د هغوی د کفر او د پېغمبرانو د تکذیب له کبله د عقل خاوندانو لپاره وعظ او عبرت دی.
• أهل الإيمان رجالًا ونساء أمة واحدة مترابطة متعاونة متناصرة، قلوبهم متحدة في التوادّ والتحابّ والتعاطف.
د ایمان خاوندان نارینه او ښځینه سره یو تړلی امت دی، یو بل سره مرسته کوي او زړونه یې سره یو دي په مینه محبت او یو پر بل رحم کولو کې.
• رضا رب الأرض والسماوات أكبر من نعيم الجنات؛ لأن السعادة الروحانية أفضل من الجسمانية.
د ځمکې او اسمانونو د پروردګار رضا کول د جنتونو د نعمتونو څخه لوی دی؛ ځکه چې روحاني سعادت او نیکبختي د جسماني څخه غوره ده.
منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته د ښکنځلو کولو او ستا د دین د عیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې د دوی د کفر لامل ګرځي، او کفر یې د ایمان د ښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې د دوی وس پرې بر نه شو، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو هڅه کول وو، او د هېڅ شي انکار یې نه کولو مګر د یو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته د غنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به د وژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور د سوځولو دردناک عذاب ورکړي، او د دوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي.
آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس د دوی د اعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به د دې بدله ورکړي.
• وجوب جهاد الكفار والمنافقين، فجهاد الكفار باليد وسائر أنواع الأسلحة الحربية، وجهاد المنافقين بالحجة واللسان.
د کافرانو او منافقانو سره د جهاد کولو وجوب، د کافرانو سره جهاد په لاس باندې او د هر ډول جنګي وسلې په مټ، او د منافقانو سره د دلیل او ژبې پر مټ.
• المنافقون من شرّ الناس؛ لأنهم غادرون يقابلون الإحسان بالإساءة.
منافقان بد ترین خلک دي؛ ځکه چې دوی دوکه ماران دي، د نیکیو په بدل کې بدي کوي.
• في الآيات دلالة على أن نقض العهد وإخلاف الوعد يورث النفاق، فيجب على المسلم أن يبالغ في الاحتراز عنه.
په آیتونو کې دلالت په دې خبره دی چې د ژمنو ماتول او د وعدو مخالفت کول منافقت زېږوي، نو مسلمان باندې واجب دي چې په ټینګار سره ترې ځان وساتي.
• في الآيات ثناء على قوة البدن والعمل، وأنها تقوم مقام المال، وهذا أصل عظيم في اعتبار أصول الثروة العامة والتنويه بشأن العامل.
په آیتونو کې د تن په ځواک او کار کولو ستاینه شوې ده، او دا چې دا د مال ځای نیسي، او دا ستر اصل دی په دې خبره چې عامه شتمنتي معتبره ده او دکار کولو ستاینه ده.
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.
دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الكافر لا ينفعه الاستغفار ولا العمل ما دام كافرًا.
کافر چې تر څو کافر وي نو هېڅ استغفار (بخښنه) او نه عمل کول ورته ګټه رسوي.
• الآيات تدل على قصر نظر الإنسان، فهو ينظر غالبًا إلى الحال والواقع الذي هو فيه، ولا ينظر إلى المستقبل وما يتَمَخَّض عنه من أحداث.
دا آیتونه د انسان پر لنډ فکر دلالت کوي، چې هغه زیاتره وخت هغه حالت او واقع ته ګوري چې پکې وي، او راتلونکي ته نه ګوري او نه هغې واقعاتو ته ګوري چې آینده راپورته کېږي.
• التهاون بالطاعة إذا حضر وقتها سبب لعقوبة الله وتثبيطه للعبد عن فعلها وفضلها.
د یو طاعت د وخت رارسېدلو پر مهال سستي او بې پروایي کول د الله تعالی د عذاب لامل ګرځي، او بنده د هغې د کولو او فضیلت ترلاسه کولو کې سستوي.
• في الآيات دليل على مشروعية الصلاة على المؤمنين، وزيارة قبورهم والدعاء لهم بعد موتهم، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يفعل ذلك في المؤمنين.
په دې آیتونو کې پر مومنانو د لمونځ (جنازې) کولو مشروعیت ثابتېږي، او د دوی دقبرونو زیارت کول او دوی ته د مرګ څخه وروسته دعا غوښتل ثابتېږي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مومنانو کول.
هر چې پېغمبر او د ده سره مومنان دي نو هغوی د الله تعالی په لار کې د جهاد څخه د دوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی د الله په لار کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او د دوی بدله د الله تعالی سره د دنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او د آخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او د وېرې او ډار څخه ژغورنه ده.
او یوه ډله د مدینې او ګرد چاپېره د بانډچیانو څخه د الله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې د الله په لار کې جهاد ته د نه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او د الله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به د دوی د کفر له کبله دردناک عذاب ورسي.
او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې د دوی له سترګو څخه د غم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي.
له جهاده پاتې کېدونکي منافقان مسلمانانو ته د هغوی له جهاده د بېرته راتلو پر مهال کمزوري عذرونه وړاندې کوي، الله خپل نبي او مؤمنانو ته پر هغوی د رد توجيه ورښايي: د درواغو عذرونه مه کوئ، موږ هيڅکله په هغه څه کې تاسو رېښتيني نه ګڼو چې پرې خبر مو کړو، بېشکه الله ستاسو له زړونو په لږ څه موږ خبر کړو، ژر به الله او د هغه رسول وګوري: چې آيا تاسو توبه وباسئ چې الله مو توبه قبوله کړي او يا خپل نفاق ته مو دوام ورکوئ؟ بيا هغه الله ته ورځئ چې پر هر څه پوهيږي؛ نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې کول مو او پر هغه به سزا درکړي؛ نو د توبې اېستلو او ښه کار لوري ته بيړه وکړئ.
د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.
د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ميدان العمل والتكاليف خير شاهد على إظهار كذب المنافقين من صدقهم.
د عمل او تکاليفو ميدان غوره شاهد دی د منافقانو پر درواغو د هغوی تر رېښتينولۍ څخه.
• أهل البادية إن كفروا فهم أشد كفرًا ونفاقًا من أهل الحضر؛ لتأثير البيئة.
د چاپېريال د اغېزې له امله د صحرا خلک که کفر وکړي؛ نو هغوی د کفر او نفاق له پلوه ډېر سخت وي تر ښاري خلکو.
• الحض على النفقة في سبيل الله مع إخلاص النية، وعظم أجر من فعل ذلك.
د الله په لار کې لګښت کولو ته هڅوونه د نيت له اخلاص سره د دغه کړنې د بدلې لوی والی.
له مهاجرينو هغه کسان چې لومړی يې ايمان ته بيړه کړې ده، له خپلو کليو او وطنونو يې الله ته هجرت کړی دی، له انصارو هغه کسان چې د الله د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته يې کړې ده او هغه کسان چې په ايمان کې يې د لومړنيو مهاجرينو او انصارو په عقیده ویناوو او کړنو کې پيروي په ښه توګه کړې ده، الله له هغوی څخه راضي دی؛ نو د هغوی پيروي يې قبوله کړې ده او هغوی له الله څخه راضي دي چې لويه بدله يې ورکړې ده او د هغوی لپاره يې داسې جنتونه چمتو کړي چې تر ماڼیو لاندې يې نهرونه بهيږي، تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله لويه بريا ده.
او د صحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې د هغوی د نفاق په ښکاره کولو، د هغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې د قبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي د قیامت په ورځ لوی عذاب ته چې د اور تر ټولو لاندې برخه کې دی.
له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، د درواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې د الله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او د هغه په لار کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
له جهاده پاتې کېدونکي او الله ته توبه اېستونکي دې پر دې پوه شي چې الله د خپلو ورګرځېدونکو بندګانو توبه قبلوي او د هغوی صدقې قبلوي حال دا چې هغه ترې بې پروا دی او صدقه ورکوونکي ته يې په صدقه بدله ورکوي او هغه پاک ذات د هغه چا توبه قبلونکی دی چې له بندګانو يې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
د تبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي د هغوی په اړه د الله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به د هغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې د سزا وړ دي او څوک يې د بښنې، په خپل حکم او تدبير کې د حکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی د مراره، او مالک زوی د کعب او اميه زوی د هلال دي.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• فضل المسارعة إلى الإيمان، والهجرة في سبيل الله، ونصرة الدين، واتباع طريق السلف الصالح.
د ايمان او الله په لار کې هجرت، د دين د مرستې او پخوانيو ښو خلکو د پيروۍ خواته د بيړې کولو غوراوی.
• استئثار الله عز وجل بعلم الغيب، فلا يعلم أحد ما في القلوب إلا الله.
د پټو پوهه الله خپل ځان ته ځانګړې کړې؛ نو له الله پرته هيڅوک پر هغه څه نه پوهيږي چې په زړونو کې دي.
• الرجاء لأهل المعاصي من المؤمنين بتوبة الله عليهم ومغفرته لهم إن تابوا وأصلحوا عملهم.
هېله لرل د هغو ګناهکاره مؤمنانو لپاره د الله لخوا په توبه قبلولو او هغوی ته په بښنې کولو که چېرې الله ته توبه وباسي او خپلې کړنې ښې کړي.
• وجوب الزكاة وبيان فضلها وأثرها في تنمية المال وتطهير النفوس من البخل وغيره من الآفات.
د زکات واجبوالی، د فضيلت بيان يې، د مال په زياتوالي او له بخل او داسې نورو آفتونو څخه د نفسونو په پاکوالي کې يې اغېز.
د کوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! د منافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه د قباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، د قبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي.
کوم جومات چې هغوی جوړ کړی و تل ضرر و د هغوی په زړونو کې د ثابت شک او نفاق له امله، تردې چې زړونه يې د مرګ او په توره د وژلو له امله پرې شي، الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی، پر خير او شر د بدلې ورکولو په پرېکړه کې د حکمت څښتن دی.
بېشکه الله پاک له خپل لوري د پېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی د الله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې د الله د کلمې د لوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات د موسی په کتاب، انجيل د عيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات د ژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• محبة الله ثابتة للمتطهرين من الأنجاس البدنية والروحية.
د الله مينه ثابته ده د هغو کسانو لپاره چې له بدني او روحي پليتيو ځانونه ښه پاکوي.
• لا يستوي من عمل عملًا قصد به وجه الله؛ فهذا العمل هو الذي سيبقى ويسعد به صاحبه، مع من قصد بعمله نصرة الكفر ومحاربة المسلمين؛ وهذا العمل هو الذي سيفنى ويشقى به صاحبه.
نه دی برابر هغه څوک چې د الله د خوښۍ په موخه کار وکړي، دغه کړنه به يې پاتې وي او څښتن به يې پرې نېکمرغه شي، له هغه چا سره چې له خپلې کړنې يې موخه د کفر مرسته او د مسلمانانو سره جګړه وي، دغه کړنه به يې له منځه ولاړه شي او څښتن به يې پرې بدبخته شي.
• مشروعية الجهاد والحض عليه كانت في الأديان التي قبل الإسلام أيضًا.
د جهاد مشروعيت او هغه ته هڅونه له اسلامه په مخکې دينونو کې هم وو.
• كل حالة يحصل بها التفريق بين المؤمنين فإنها من المعاصي التي يتعين تركها وإزالتها، كما أن كل حالة يحصل بها جمع المؤمنين وائتلافهم يتعين اتباعها والأمر بها والحث عليها.
هر هغه حالت چې د مؤمنانو تر منځ د اختلاف لامل کيږي، هغه له هغو ګناهونو څخه دی چې پرېښودل او له منځه وړل يې متعين دي، لکه هر هغه حالت چې د مؤمنانو د يوځای کېدو او په يوه خوله کېدو لامل کيږي د هغه پيروي، پر هغه امر کول او هغو ته هڅونه متعينه ده.
د دغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته د عاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو د هغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې د خپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره د الله د حکمونو او په ډډه کولو د هغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي د هغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي.
د نبي او مؤمنانو لپاره په کار نده چې له الله څخه د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم هغوی يې له خپلوانو وي، وروسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې دوی دوزخيان دي، پر شرک د مړه کېدو له امله.
ای هغو کسانو چې پر الله، د هغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ د حکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله د خلاصون لاره نشته.
د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي.
هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي.
د مؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی د جهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او د قرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی و چې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې د الله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو د هغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب تقوى الله والصدق وأنهما سبب للنجاة من الهلاك.
له الله څخه د وېرې او ريښتينولۍ واجبوالی او دا چې دغه دواړه له تباهۍ د خلاصون لامل دي.
• عظم فضل النفقة في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت د ثواب لوی والی.
• وجوب التفقُّه في الدين مثله مثل الجهاد، وأنه لا قيام للدين إلا بهما معًا.
پر دين د پوهاوي واجبوالی، بېلګه يې د جهاد غوندې ده او دا چې د دين قيام پر همدغو دوو دی.
کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې د ملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته د ايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته د سورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي.
آيا منافقانو د الله لخوا په ازموينه د پند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې د پوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لاس په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه د الله لخوا وو.
کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.
که چېرې هغوی درڅخه مخ واړوي او په هغه څه ايمان را نه وړي چې تا راوړي دي؛ نو ورته ووايه ای رسوله! ما ته هغه الله بسنه کوي چې له هغه پرته پر حقه بل معبود نشته، يوازې پر هغه مې باور کړی دی او هغه پاک ذات د لوی عرش رب دی.
التفاسير:
|
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب ابتداء القتال بالأقرب من الكفار إذا اتسعت رقعة الإسلام، ودعت إليه حاجة.
له نېږدې کافرانو څخه د جنګ د پيل لازموالی، کله چې د اسلام لمن پراخه شي او دېته اړتيا پېښه شي.
• بيان حال المنافقين حين نزول القرآن عليهم وهي الترقُّب والاضطراب.
د منافقانو د حالت بيان؛ پر هغوی د قرآن د نازلېدو په وخت کې چې هغه انتظار او نا کراري وه.
• بيان رحمة النبي صلى الله عليه وسلم بالمؤمنين وحرصه عليهم.
پر مؤمنانو د نبي صلی الله عليه وسلم د لورېينې او پر هغوی يې د حرص بيان.
• في الآيات دليل على أن الإيمان يزيد وينقص، وأنه ينبغي للمؤمن أن يتفقد إيمانه ويتعاهده فيجدده وينميه؛ ليكون دائمًا في صعود.
په آيتونو کې د دې خبرې دليل چې ايمان زياتيږي او کميږي او د مؤمن لپاره په کار دي چې د خپل ايمان په لټه کې وي، پاملرنه ورته وکړي، نوی يې کړي او زيات يې کړي، تر څو تل د اوچتوالي په حال کې وي.