ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - පරිවර්තන පටුන


අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: සූරා අත් තව්බා   වාක්‍යය:

التوبة

සූරාවෙහි අරමුණු:
البراءة من المشركين والمنافقين وجهادهم، وفتح باب التوبة للتائبين.
له مشرکانو او منافقانو بېزاري او له هغوی سره جهاد او د توبه کوونکو لپاره د توبې دروازې پرانېستل.

بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ؕ
دا بیزاري د الله او د هغه د رسول له طرفه ده او خبر ورکول دي په ختمولو د هغه وعدو چې تاسو ورسره کړي-ای مومنانو-مشرکینوته به عربي ټاپوزمه کې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَسِیْحُوْا فِی الْاَرْضِ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مُخْزِی الْكٰفِرِیْنَ ۟
وګرځئ-ای مشرکینو-په ځمکه کې د څلورو میاشتو لپاره په دې حال کې چې تاسو به امن کې یاست. د دې مودې نه وروسته به نه ستاسو لوظ وي او نه به ستاسو لپاره امان وي او یقین ولرئ چې بیشکه تاسوهیچیرې نه شئ خلاصیدلی د الله له عذاب او د هغه د سزا نه که ادامه مو ورکړه خپل کفر ته په الله تعالی باندې، اویقین ولرئ چئ بیشکه الله شرموونکی دی کافرانو لره په قتلولو او قید کولو په دنیاکې او په داخلولو اور ته دقیامت په ورځ او شامل دی دا اعلان هغه چاته چې هغوی خپل لوظونه مات کړي،او هغه چاته چې دهغوی سره مطلق لوظ شوی وخت پکې معلوم نه دی او هر چې هغه معاهد دی چې د هغه نیټه معلومه ده که دڅلورو میاشتو څخه زیاته وه نوبیشکه پوره کیږي به د هغه سره لوظ د هغه تر نیټې مقررې پورې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاَذَانٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الْاَكْبَرِ اَنَّ اللّٰهَ بَرِیْٓءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۙ۬— وَرَسُوْلُهٗ ؕ— فَاِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
د الله له طرفه خبرداری دی او د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه د الله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې د عذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي د هغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې د دوی انتظارکوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ثُمَّ لَمْ یَنْقُصُوْكُمْ شَیْـًٔا وَّلَمْ یُظَاهِرُوْا عَلَیْكُمْ اَحَدًا فَاَتِمُّوْۤا اِلَیْهِمْ عَهْدَهُمْ اِلٰی مُدَّتِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې د مشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي د مخکني حکم نه، پوره کړئ د هغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه د وعدې بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره په منلو د الهي احکامو چې د هغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو د الله د منعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَاِذَا انْسَلَخَ الْاَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ وَخُذُوْهُمْ وَاحْصُرُوْهُمْ وَاقْعُدُوْا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ— فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَخَلُّوْا سَبِیْلَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
کله چې هغه د حرم مياشتې تېرې شي چې تاسو مو خپلو دوښمنانو ته پکې امان ورکړی، نو بيا مو چې هر چېرې مشرکان وموندل ويې وژنئ، بنديان يې کړئ او په خپلو ځايونو کې يې محاصره کړئ او په لارو کې کمينونه ورته ونيسئ، که يې الله ته له شرکه توبه واېستله او بشپړ لمونځ يې وکړ او د خپلو مالونو زکات يې ادا کړ؛ نو هغوی مو په اسلام کې وروڼه وګرځېدل، بيا جګړه ورسره پرېږدئ، پرته له شکه الله د هغه چا بخښونکی دی چې له بنده ګانو يې څوک توبه وباسي، پر هغه مهربان دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاِنْ اَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ اسْتَجَارَكَ فَاَجِرْهُ حَتّٰی یَسْمَعَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ اَبْلِغْهُ مَاْمَنَهٗ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• في الآيات دليل واضح على حرص الإسلام على تسوية العلاقات الخارجية مع الأعداء على أساس من السّلم والأمن والتّفاهم.
په ایتونوکې څرګند دلیل دی پر دې چې اسلام د دښمنانو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزه تفاهم پر اساس په برابرو اړیکو جوړولو باندي ټینګار کوي.

• الإسلام يُقَدِّر العهود، ويوجب الوفاء بها، ويجعل حفظها نابعًا من الإيمان، وملازمًا لتقوى الله تعالى.
اسلام د تړونونو درناوی کوي او په وفا یې د وجوب حکم کوي او د هغې لحاظ کول دایمان اصل او د پرهیزګارۍ دلوازماتو څخه ګڼي.

• أَنَّ إقامة الصّلاة وإيتاء الزّكاة دليل على الإسلام، وأنهما يعصمان الدّم والمال، ويوجبان لمن يؤدّيهما حقوق المسلمين من حفظ دمه وماله إلا بحق الإسلام؛ كارتكاب ما يوجب القتل من قتل النفس البريئة، وزنى الزّاني المُحْصَن، والرّدّة إلى الكفر بعد الإيمان.
یقینا ودرول د لمانځه او ورکول د زکات دلیل دی په اسلام(دهغه شخص) او بیشکه دا دواړه ژغورونکي دي وینې او مال لره او واجبوونکي دي د هغه چا لپاره چې ادا کوي دې دواړو لره حقونه د مسلمانانو د مال او د وینې د حفاظت، مګر په حق د اسلام لکه هغه ګناه کول چې د هغې سزا قتل وي لکه ناحقه قتل کول، او د واده والا زناکار او د ایمان نه روسته کفر ته اوړیدل.

• مشروعيّة الأمان؛ أي: جواز تأمين الحربي إذا طلبه من المسلمين؛ ليسمع ما يدلّ على صحّة الإسلام، وفي هذا سماحة وتكريم في معاملة الكفار، ودليل على إيثار السِّلم.
جواز د امان یعنې یو حربي کافر ته امن ورکول جایز دي کله یې چې د مسلمانانو نه وغواړي ددې لپاره چې واوري هغه څه چې دلیل دی په صحیحوالي د اسلام او په دې کې د کافرو سره په معامله کې عزت اواسانتیا ده اودلیل دی په اولویت ورکولوصلحې ته.

كَیْفَ یَكُوْنُ لِلْمُشْرِكِیْنَ عَهْدٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعِنْدَ رَسُوْلِهٖۤ اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ— فَمَا اسْتَقَامُوْا لَكُمْ فَاسْتَقِیْمُوْا لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟
نه ده صحیح چې شي دې د هغه چا لپاره چې د الله سره یې شرک کړی، وعده او امن د الله تعالی په نیز او دهغه درسول په نیز مګر وعده د هغه مشرکینو چې تاسو ورسره وعده کړیده-مسلمانانو- د مسجدحرام په خوا کې د حدیبیې په صلحه کې تر څو پورې چې هغوي ولاړ وو تاسو سره په هغه وعده چې وه ستاسو او د هغوی په مینځ کې او نه یې وه ماته کړې نو تاسو هم ودریږئ په دغه وعده او مه یې ماتوئ بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره د خپلو هغه بنده ګانونه چې عمل کوي د الله په اوامرو او ځان ساتي د هغه له نواهیو څخه.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
كَیْفَ وَاِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ لَا یَرْقُبُوْا فِیْكُمْ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— یُرْضُوْنَكُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ وَتَاْبٰی قُلُوْبُهُمْ ۚ— وَاَكْثَرُهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟ۚ
څنګه به شی د دوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه د الله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش د ژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې د ژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې د الله د طاعت نه وتونکي دي دوعدې د ماتولو په وجه.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِشْتَرَوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ثَمَنًا قَلِیْلًا فَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
د الله د آیتونو د تابعدارۍ په بدل کې یې اخیستې پیسې سپکې چې په دې باندې خپلو خواهشاتو او شهواتو ته ځان رسوي او یو د دې تابعدارۍ نه په وعده پوره والی دی نو دوی د حق د تابعدارۍ نه ځانونه بند کړي او مخ یې ورڅخه اړولی اوبند کړي یې دي نور خلک د حق نه بیشکه ډیر بد دی عمل د دوي هغه چې دوی یې کوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَا یَرْقُبُوْنَ فِیْ مُؤْمِنٍ اِلًّا وَّلَا ذِمَّةً ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُعْتَدُوْنَ ۟
د مؤمن اړوند نه له الله څخه ویریږي او نه د خپلولۍ او لوظ لحاظ کوي، دا هر څه د هغې دښمنۍ له امله کوي چې دوی پرې اخته دي، نو دوی د الله له پولو اوښتي دي ځکه ظلم او تیری کول د دوی صفت دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَاِخْوَانُكُمْ فِی الدِّیْنِ ؕ— وَنُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
که توبه یې وایسته الله ته د خپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او د خپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، د دوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول د دوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاِنْ نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ مِّنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوْا فِیْ دِیْنِكُمْ فَقَاتِلُوْۤا اَىِٕمَّةَ الْكُفْرِ ۙ— اِنَّهُمْ لَاۤ اَیْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَنْتَهُوْنَ ۟
هغه مشرکانو چې تاسو ورسره په نه کولو دجنګ معاهده کړې د معلومې نیټې پورې که معاهده یې ماته کړه او ستاسو ددین کمی او بدي یې ویله نو ورسره وجنګیږئ دا د کفر مشران او سپسالاران دي ددوی وعدې او لوظونه نشته وینې یې توئ کړئ ورسره وجنګیږئ کیدای شي چې د کفر او وعدې ماتولو او دین پسې دبد ویلو څخه منع شي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَا تُقَاتِلُوْنَ قَوْمًا نَّكَثُوْۤا اَیْمَانَهُمْ وَهَمُّوْا بِاِخْرَاجِ الرَّسُوْلِ وَهُمْ بَدَءُوْكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— اَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ— فَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشَوْهُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
ولې نه جنګیږئ-ای مومنانو-د هغه قوم سره چې خپل لوظونه یې مات کړي دي او کوشش یې کړی د خلکو د راجمع کولو په کور دجرګه کې لپاره د شړلو د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د مکې نه او حال دا دی چې د جنګ لومړی برید هغوی پر تاسې کړی دی هغه مهال کله چې د بکر قبیلې یې مرسته کړې وه چې دا د قریشو ګوندي ماران وو د خزاعوو په مقابله کې چې دا د رسول الله-صلی الله علیه وسله-همتړوني وو آیاتاسو ویریږئ چې د هغو جنګ ته نه وړاندې کیږئ؟ الله سبحانه ډیر حقدار دی چې ورڅخه ويیریږئ که په ریښتیا مؤمنان یاست.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• دلَّت الآيات على أن قتال المشركين الناكثين العهد كان لأسباب كثيرة، أهمها: نقضهم العهد.
آیتونه دلیل دی د جګړې پر جواز د هغه مشرکانو سره چې هغوی لوظونه ماتوي، او د جنګ د جواز لپاره ډیر لاملونه شته چې تر ټولو اړین یې د لوظ او ژمنې ماتول دي.

• في الآيات دليل على أن من امتنع من أداء الصلاة أو الزكاة فإنه يُقاتَل حتى يؤديهما، كما فعل أبو بكر رضي الله عنه.
په ایتونوکې دلیل دی په دې خبره بیشکه چا چې ممانعت وکړ د لمانځه د ادا کولونه او یا د زکات د ادا کولو نو بیشکه د هغه سره به جګړه کیدی شي تر هغه وخته پورې چې دا دواړه ادا کړي، لکه څرنګه چې ابوبکر-رضی الله عنه-کړی وو.

• استدل بعض العلماء بقوله تعالى:﴿وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ﴾ على وجوب قتل كل من طعن في الدّين عامدًا مستهزئًا به.
ځينو علماوو د الله تعالی له دغه وينا څخه چې (وطعنوا في دينکم) هغوی ستاسو په دين کې طعن وکړ، د هر هغه چا د وژلو د وجوب په اړه استدلال کړی چې په لوی لاس په دين کې عيب وايي او ملنډې پرې وهي.

• في الآيات دلالة على أن المؤمن الذي يخشى الله وحده يجب أن يكون أشجع الناس وأجرأهم على القتال.
په آیتونو کې دلالت دی په دې خبره چې بیشکه هغه مومن چې د یو الله څخه ویریږي باید تر ټولو ډیر زړور او په جګړه کې تر ټولو زیات میړنی وي.

قَاتِلُوْهُمْ یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ بِاَیْدِیْكُمْ وَیُخْزِهِمْ وَیَنْصُرْكُمْ عَلَیْهِمْ وَیَشْفِ صُدُوْرَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
وجنګیږئ - ای مومنانو- له دغو مشرکانو سره بیشکه که تاسو د دوی سره جنګ شروع کړ الله تعالی عذاب ورکوي دوی ته ستاسو په لاسونو په سبب د قتلولو ستاسو دوی لره او الله شرموي هغوی په ماتې خوړلو او بندي کېدلو او ستاسو مرسته کوي تاسو ته پر هغوی په غلبه درکولو او هغه مومنان چې جنګ ته نه وي حاضر شوي د هغوی د سینو ناروغتیا به ښه شي په وژلو، بندي کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو سره او د ښمن په وړاندې د مؤمنانو په مرسته کولو سره.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَیُذْهِبْ غَیْظَ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَیَتُوْبُ اللّٰهُ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او الله تعالی به د خپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي د هغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته د دښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي د دې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو د مکې د فتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي د دوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تُتْرَكُوْا وَلَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَلَمْ یَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَلَا رَسُوْلِهٖ وَلَا الْمُؤْمِنِیْنَ وَلِیْجَةً ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
آیاګمان کوئ-ای مومنانو-چې الله تعالی به مو پرته له امتحانولو پریږدي؟ابتلا د الله تعالی د طریقو نه یوه طریقه ده، ژر دی چې په تاسو به ابتلا وکړی شي تر دې چې راښکاره کړي الله هغه په څرګنده راښکاره کولو د مجاهدینو بنده ګانو لپاره د ستاسو نه په اخلاص کولو الله ته هغه کسان چې نه یې دی نیولی په غیر د الله نه او په غیر د رسول د هغه نه او په غیر د مومنانو نه رازدار له کافرانو څخه چې دوستي دې وکړي د هغوی سره او چاڼ کړی شوي بنده ګان د هغوی نه چې مینه دې وکړي د هغوی سره او الله خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ پټ نه دی په الله هیڅ شی او ژر دی چې سزا به درکړي تاسوته الله ستاسو د عملونو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یَّعْمُرُوْا مَسٰجِدَ اللّٰهِ شٰهِدِیْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ ۖۚ— وَفِی النَّارِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟
نه ښایې د مشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره د خپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې د عمل د قبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا د همیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که د مرګ نه مخکې یې توبه وایسته.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّمَا یَعْمُرُ مَسٰجِدَ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَی الزَّكٰوةَ وَلَمْ یَخْشَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— فَعَسٰۤی اُولٰٓىِٕكَ اَنْ یَّكُوْنُوْا مِنَ الْمُهْتَدِیْنَ ۟
بیشکه مستحق د جوماتونو د آبادولو او د هغې په حق صحیح ولاړ هغه څوک دی چې چاپه یو الله ایمان راوړی او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړي او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی اولمونځ یې ودرولی او د خپل مال زکات یې ورکړی اونه دی ویریدلی د هیچا څخه مګر د یو الله نه دا هغه خلک دي طمعه شته درسیدلو د دوی سیده لیارې ته او هر چې مشرکان دي هغوی خورا لیرې دي ددغه لیارې نه.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَجَعَلْتُمْ سِقَایَةَ الْحَآجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَجٰهَدَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَا یَسْتَوٗنَ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ
آیا ګرځوئ تاسو-ای مشرکانو-هغه څوک چې هغه حاجیانو ته اوبه ورکوي او مسجدحرام جوړوي په شان د هغه چا چې ایمان یې راوړی په الله او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړی او ایمان یې راوړی په ورځ د قیامت او جهاد یې کړی پخپل ځان او مال باندې ددې لپاره چې د الله کلمه اوچته شي او د هغه کسانو چې کفر یې کړی د هغوي کلمه ښکته شي، آیا تاسو دوی یو شان ګرځوئ په غوره والی کې دالله په نیز؟!دوی هیڅکله برابرنه دي د الله په نیز الله توفیق نه ورکوي ظالمانو مشرکانو ته اګر که بعضې د خیر کارونه هم کوي لکه حاجیانوته اوبه ورکول.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ۙ— اَعْظَمُ دَرَجَةً عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
هغه کسانو چې هغوی حاصل کړی په مینځ دایمان په الله تعالی او په هجرت د دار کفر نه دار اسلام ته او په جهاد دالله په لیارکې په مالونو اوځانونو غټه مرتبه د الله په نیز دنورو خلکو نه او کوم کسان چې موصوف وي په دغه صفاتو همدوي جنتیان دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• في الآيات دلالة على محبة الله لعباده المؤمنين واعتنائه بأحوالهم، حتى إنه جعل من جملة المقاصد الشرعية شفاء ما في صدورهم وذهاب غيظهم.
په ایتونوکې دلیل دی په مینه کولودالله تعالی دخپلومومنانوبنده ګانوسره اوددوي دحالاتولحاظ کول تردې پورې چې بیشکه الله ګرځولی د شرعي اغراضو د جملې نه د هغوی د سینو شفاء او د غصې دمینځه وړل.

• شرع الله الجهاد ليحصل به هذا المقصود الأعظم، وهو أن يتميز الصادقون الذين لا يتحيزون إلا لدين الله من الكاذبين الذين يزعمون الإيمان.
الله تعالی جهاد روا کړی د هغه لوی مقصد د لاسته راوړلو لپاره هغه دا دی چې جدا شي هغه ریښتیني کسان چې خوزښت نه کوي مګر خاص د الله د دین لپاره د هغه درواغجنو نه چې د ایمان ګمان کوي.

• عُمَّار المساجد الحقيقيون هم من وُصِفوا بالإيمان الصادق، وبالقيام بالأعمال الصالحة التي أُمُّها الصلاة والزكاة، وبخشية الله التي هي أصل كل خير.
حقیقي د جوماتونو جوړوونکي هغه خلک دي چې موصوف وي په ریښتیني ایمان او په کولو د نیکو عملونو چې اصل په کې لمونځ او زکات دی او د الله په ویره چې دا د هرخیر بنیاد دی.

• الجهاد والإيمان بالله أفضل من سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام بدرجات كثيرة؛ لأن الإيمان أصل الدين، وأما الجهاد في سبيل الله فهو ذروة سنام الدين.
جهاد او په الله ایمان ډیر غوره دي د حاجیانو د خړوبولو نه او د مسجد حرام د جوړولو نه په ډیرو درجو ځکه چې ایمان بنیاد دی ددین او جهاد هغه لوړه څوکه ده په دین کې..

یُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَّجَنّٰتٍ لَّهُمْ فِیْهَا نَعِیْمٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
خبرورکوي دوی ته الله چې رب ددوی دی په هغه څه چې خوشحاله به شي دوی په مهربانۍ د هغه او د الله د مهربانۍ د شاملیدلو نه په دوی دا ده چې هیڅکه به په دوی غصه نه شي او په سبب د داخلیدلو جنتونو ته چې وی به د دوی لپاره په هغې کې نعمتونه تلپاتې چې هیڅکله نه قطع کیږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
وخت به تیروي په دغه جنتونو کې وخت چې اخر به نلري دا به بدله وي ددوی لپاره د هغه نیکو عملونو چې کړي یې دي په دنیاکې بیشکه شته د الله سره ثواب لوی د هغه چا لپاره چې د الله په اوامرو یې عمل کړی او د هغه د نواهیو نه یې ځان ساتلی پداسې حال کې چې د الله په طاعت کې یې اخلاص کوونکي وو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْۤا اٰبَآءَكُمْ وَاِخْوَانَكُمْ اَوْلِیَآءَ اِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَی الْاِیْمَانِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله اوتابعداري مو کړې د هغه څه چې راتګ کړی په هغې د الله رسول مه ګرځوئ خپل پلاران او خپل ورونه نسبي او غیر د دوی نه نور خپل خپلوان خصوصي دوستان چې دوستي کوي د هغوی سره په ښکاره کولو د رازونو د مومنانو هغوی ته او مشوري کول د هغوی سره که کفر یې غوره کړی و په مقابل د ایمان کې په یو الله چا چې وګرځول دوستان سره د باقي پاتی کیدلو د هغوی په کفر او ښکاره کوله یې ورته مینه په تحقیق سره د الله نافرمان دی او ظلم یې کړی پخپل ځان په راښکلو د خپل ځان ځایونو د هلاکت ته په سبب دنافرمانۍ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
قُلْ اِنْ كَانَ اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ وَاِخْوَانُكُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ وَعَشِیْرَتُكُمْ وَاَمْوَالُ ١قْتَرَفْتُمُوْهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسٰكِنُ تَرْضَوْنَهَاۤ اَحَبَّ اِلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَجِهَادٍ فِیْ سَبِیْلِهٖ فَتَرَبَّصُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ووایه-ای پیغمبره که چیرته وي پلاران ستاسې-ای مومنانو-او بچي ستاسو او ورونه ستاسو اوښځې ستاسو او خپلوان ستاسو او هغه مالونه چې تاسو کسب کړي او هغه تجارتونه ستاسو چې تاسو یې زیاتوالی خوښوئ او د کوټه کیدوڅخه یې ویریږئ او هغه کورونه ستاسو چې پاتې کیدل په کې خوښوئ که چیرته دا ټول شیان ډیر خوښ وي تاسو ته د الله او د هغه د رسول څخه او د الله په لیارکې له جهاد څخه نو انتظار کوئ د هغه عبرتناک عذاب چې الله به یې درباندې نازل کړي او الله تعالی توفیق نه ورکوي هغه چاته چې د الله د طاعت څخه وتلي د هغه عمل چې الله ته خوښ وي
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ فِیْ مَوَاطِنَ كَثِیْرَةٍ ۙ— وَّیَوْمَ حُنَیْنٍ ۙ— اِذْ اَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَیْـًٔا وَّضَاقَتْ عَلَیْكُمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّیْتُمْ مُّدْبِرِیْنَ ۟ۚ
پرته له شکه اې مؤمنانو الله مو له مشرکانو څخه د دښمنانو پر خلاف په ډېرو غزاګانو کې مرسته وکړه، سره له دې چې شمېر مو لږ او توښه مو کمزورې وه، کله مو چې پر الله بروسه وکړه او اسباب مو غوره کړل او زياتوالي مو غره نه کړئ، هیڅکله ستاسو ډېروالی د هغوی پر خلاف د بريا لامل ندی شوی، کله مو چې په حنين کې ډېروالي غره کړئ، ومو ويل نن به هيڅکله له کمښته مات نشو؛ نو هغه ډېروالي مو هيڅ ګټه درته ونه رسوله چې تاسو يې مغرور کړي وئ، دښمن مو درباندې برلاسی شو او ځمکه د خپلې پراخۍ سربېره درباندې تنګه شوه، بيا مو له دښمنه ماتې خوړونکې منډې وهلې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
ثُمَّ اَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَنْزَلَ جُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ— وَعَذَّبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
بیاورسته دتیښتې ستاسو نه د دښمن څخه الله تعالی پخپل رسول او په مومنانو سکون راولیږه سمدستي کلک شول جنګ ته او ملائک یې راولیږل چئ تاسو نه لیدل او الله عذاب ورکړ کافرانو ته په هغه څه چې ورورسیده مرګ،مالونه یې غنیمت اواینځې اوغلامان ورڅخه جوړشول او دا هغه جزا وه چې ورکړی شوه او دا جزا ده دټولو کافرو او څوک چې نسبت د درواغو کوي پیغمبر ته او د هغه شریعت څخه مخ اړوي چې پیغمبر راوړی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• مراتب فضل المجاهدين كثيرة، فهم أعظم درجة عند الله من كل ذي درجة، فلهم المزية والمرتبة العلية، وهم الفائزون الظافرون الناجون، وهم الذين يبشرهم ربهم بالنعيم.
د مجاهدینو ډیرې درجې دي د دوی درجه د الله تعالی په نزد هرې درجې والا نه اوچته ده پس د دوی لپاره اوچته درجه او خصوصي امتیاز دی او دوی کامیاب دي غالبه دي نجات ورته حاصل دی او دوی هغه خلک دي چې الله زیری ورکړی په همیشه نعمتونو.

• في الآيات أعظم دليل على وجوب محبة الله ورسوله، وتقديم هذه المحبة على محبة كل شيء.
په آیتونوکې غټ دلیل دی چې د الله تعالی سره او د هغه د رسول سره مینه کول واجب دي او دا هم واجب دي چې دا مینه به د هر بل شي سره په مینې کولو مخکې کوې.

• تخصيص يوم حنين بالذكر من بين أيام الحروب؛ لما فيه من العبرة بحصول النصر عند امتثال أمر الله ورسوله صلى الله عليه وسلم وحصول الهزيمة عند إيثار الحظوظ العاجلة على الامتثال.
د حنین د ورځې د یادونې تخصیص په ما بین د نورو جنګي ورځو کې په دې وجه و چې په دې کې عبرت دی د مدد په راتللو؛ کله چې د الله او د رسول-صلی الله علیه وسلم-حکم منل شوی. او په ماتې خوړلو کله چې د الله او د رسول د حکم په مقابل کې د دنیا معمولي برخې غوره شوې.

• فضل نزول السكينة، فسكينة الرسول صلى الله عليه وسلم سكينة اطمئنان على المسلمين الذين معه وثقة بالنصر، وسكينة المؤمنين سكينة ثبات وشجاعة بعد الجَزَع والخوف.
د سکینې د راتلو غوره والی؛ درسول الله-صلی الله علیه وسلم- سکینه په هغه مومنانو کوم اطمینان ووکوم چې د هغه سره وو او په مدد اعتماد وو او د مومنانو سکینه هغه د مومنانو شجاعت او د هغوی کلکیدل وو پس د فریاد او ویرې نه.

ثُمَّ یَتُوْبُ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي د خپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع د خپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي د خپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته د کفر او ګناهونو نه.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْمُشْرِكُوْنَ نَجَسٌ فَلَا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هٰذَا ۚ— وَاِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنِیْكُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖۤ اِنْ شَآءَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او د هغه په رسول اوتابعداري مو کړې د هغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او د دې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) د دې کال نه وروسته چې هغه نهم کال د هجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت و الا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَلَا یُحَرِّمُوْنَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَلَا یَدِیْنُوْنَ دِیْنَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حَتّٰی یُعْطُوا الْجِزْیَةَ عَنْ یَّدٍ وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟۠
اې مؤمنانو له هغو کافرانو سره وجنګېږئ چې پر هغه الله د معبود په توګه ايمان نه لري چې هيڅ شريک نه لري، او نه د قيامت په ورځ ايمان لري او نه له هغه څه ډډه کوي چې الله او د هغه رسول پرې ناروا کړي دي لکه مرداره، د خوګ غوښه، شراب، سود او داسې نور، يهودو او نصاراوو ته چې الله څه روا کړي دي هغو ته غاړه نه ږدي، تردې چې په خپلو لاسونو د مغلوبو رسوا شويو په توګه جزيه ورکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ عُزَیْرُ ١بْنُ اللّٰهِ وَقَالَتِ النَّصٰرَی الْمَسِیْحُ ابْنُ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ ۚ— یُضَاهِـُٔوْنَ قَوْلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ۚ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
بیشکه هر یو د یهودو او نصاراو څخه مشرکان دي، یهودو د الله سره شرک کړی و هغه وخت چې دعوه یې کړې وه چې عزیر -علیه السلام- د الله زوی دی او نصاراو شرک کړی و کله یې چې دعوه کړې وه چې مسیح عیسی -علیه السلام- د الله زوی دی دا هغه وینا وه چې دوی له ځانه جوړه کړې وه د دوی د ژبې په سر خبره وه هیڅ دلیل ورباندې نه وو (د هغوی پخپل دین کې) دوی په دې وینا کې پخوانیو مشرکینو ته ورته والی لري چې هغوی ویلي و: بیشکه ملائک د الله لورګانې دي، اوچت دی الله ددې نه په بې حده اوچتوالي الله هلاک کړي وو (الله دې هلاک کړي) څرنګه د ښکاره حق څخه اړول کېږي باطل ته؟!.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَالْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ ۚ— وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوْۤا اِلٰهًا وَّاحِدًا ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— سُبْحٰنَهٗ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی د مريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله د يهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی د مريم زوی ته يوازې دا امر کړی و چې يوازې د الله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• في الآيات دليل على أن تعلق القلب بأسباب الرزق جائز، ولا ينافي التوكل.
په آیتونوکې دلیل دی په دې خبره چې درزق اسبابو ته لیوالتیاجايز ده او دا د توکل سره منافات نلري.

• في الآيات دليل على أن الرزق ليس بالاجتهاد، وإنما هو فضل من الله تعالى تولى قسمته.
په آیتونو کې دلیل دی چې رزق په کوشش ندی، بیشکه دا د الله تعالی فضل دی د رزق تقسیم هغه پخپله کوي.

• الجزية واحد من خيارات ثلاثة يعرضها الإسلام على الأعداء، يقصد منها أن يكون الأمر كله للمسلمين بنزع شوكة الكافرين.
جزیه په درې شیانوکې یو انتخاب دی چې اسلام یې دښمنانو ته وړاندې کوي او غرض پکې دا دی چې اختیار دې ټول د مسلمانانو په لاس کې شي او د کافرو څخه دې زوراو هر نوعه طاقت لاړ شي.

• في اليهود من الخبث والشر ما أوصلهم إلى أن تجرؤوا على الله، وتنقَّصوا من عظمته سبحانه.
په یهودوکې دومره شر او خباثت دی چې دې اندازې ته یې رسولي چې په الله یې جرات کړی دی او (په خپل باور یې ) د هغه کبریا یې راکمه کړیده!

یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَیَاْبَی اللّٰهُ اِلَّاۤ اَنْ یُّتِمَّ نُوْرَهٗ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟
دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟
او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا یُنْفِقُوْنَهَا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یَّوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰی بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ ؕ— هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ ۟
د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙ۬— فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ ۫— وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِیْنَ كَآفَّةً كَمَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ كَآفَّةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
بیشکه د کال د میاشتو شمېر د الله تعالی د پرېکړې او فیصلې سره سم دولس میاشتې دي، څرنګه چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ثبت کړي هغه مهال چې لومړی الله تعالی اسمانونه او زمکه پېدا کړل، له دې دولسو میاشتو څخه څلور میاشتې هغه دي چې وژنه په کې حرامه ده، او هغه دې مسلسلې: (ذو القعدة، او ذو الحجة، او محرم) دي، او یوه ځانته ده چې (رجب) ده. دا یاد شوی شمېر د کال دمیاشتو، او د څلورو عزتمندې ګرځول، برابر دین دی، نو تاسو په دې بزرګو میاشتو کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ چې جنګ او وژل په کې وکړئ، او د دې میاشتو بې عزتي وکړئ، او تاسو ټول مشرکانو سره جنګ وکړئ لکه څرنګه چې هغوی ټول تاسي سره جنګ کوي، او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی په مرسته او ثابت پاتې کېدو کې د هغو خلکو سره دی چې د هغه د حکم په منلو او د هغه څه څخه چې ترې یې منع کړې ځان ساتي، او چا سره چې الله تعالی مل شو نو هیڅوک پرې نه شي غالب کیدلای.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• دين الله ظاهر ومنصور مهما سعى أعداؤه للنيل منه حسدًا من عند أنفسهم.
د الله تعالی دین غالب او کامیاب دی که هر څه هم دښمنان يې د کینې له امله د مخالفت هڅه او کوښښ کوي.

• تحريم أكل أموال الناس بالباطل، والصد عن سبيل الله تعالى.
د خلکو د مالونو په ناروا ډول خوړلو او د الله تعالی د لارې څخه د خلکو ګرځولو حراموالی.

• تحريم اكتناز المال دون إنفاقه في سبيل الله.
د الله په لار کې د مال خرچ کولو پرته د هغې د خزانه کول حراموالی.

• الحرص على تقوى الله في السر والعلن، خصوصًا عند قتال الكفار؛ لأن المؤمن يتقي الله في كل أحواله.
د الله تعالی څخه په ښکاره او پټه وېره کولو باندې حرص کول، په ځانګړي ډول د کافرانو سره د جنګ پر مهال؛ ځکه چې مومن د الله تعالی څخه په ټولو حالاتو کې وېرېږي.

اِنَّمَا النَّسِیْٓءُ زِیَادَةٌ فِی الْكُفْرِ یُضَلُّ بِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُحِلُّوْنَهٗ عَامًا وَّیُحَرِّمُوْنَهٗ عَامًا لِّیُوَاطِـُٔوْا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ فَیُحِلُّوْا مَا حَرَّمَ اللّٰهُ ؕ— زُیِّنَ لَهُمْ سُوْٓءُ اَعْمَالِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
د عزتمندې میاشت پریخودل او دهغې پر ځای یوه بله میاشت ټاکل(چې هغې ته په شریعت کې عزت نه دی ورکړای شوی) -لکه څرنګه چې عربو د جاهلیت په زمانه کې کول- په الله تعالی د کفر کولو دپاسه بل کفر دی، دا چې د حرامو میاشتو په اړه د الله تعالی په حکم کافران شوي، ګمراه کوي په دې کار سره شیطان هغه کسانو لره چې په الله تعالی کافران شوي دي کله یې چې دوی ته دا بد عادت پرېښوده، یو کال حرامه میاشت حلالوي او د هغې پر ځای حلاله میاشت حراموي، او همدا راز په خپل حرمت باندې یې یو کال پرېږدي دې لپاره چې د هغه میاشتو شمېر سره سم شي کومې چې الله تعالی حرامې کړې دي اګر که د هغو میاشتو سره بعینه مخالف هم شي، پس نه حلالوی یوه میاشت مګر د هغې پر ځای بله میاشت حراموي، نو په دې ډول هغه څه ځان ته حلالوي کومې میاشتې چې الله تعالی حرامې کړې دي، او مخالفت کوي د الله تعالی د حکم، شیطان ورته دا بد عملونه ښایسته کړي دي نو دوی یې کوي، او د هغو کارونو څخه چې دوی نوي پېدا کړي دي نسیء (وروسته والی د میاشتو) هم دی، او الله تعالی هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټینګار کوي -د هدایت- توفیق نه ورکوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَا لَكُمْ اِذَا قِیْلَ لَكُمُ انْفِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اثَّاقَلْتُمْ اِلَی الْاَرْضِ ؕ— اَرَضِیْتُمْ بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا مِنَ الْاٰخِرَةِ ۚ— فَمَا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا قَلِیْلٌ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او د هغه په پېغمبر او د هغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته د الله په لار کې د جهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو د دنیا د ژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت د همیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لاره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه د دنیا د ژوند د آخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس د باقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی د لوی شي په بدل کې غوره کوي؟!
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِلَّا تَنْفِرُوْا یُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۙ۬— وَّیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوْهُ شَیْـًٔا ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
که چېرې تاسو د الله په لار کې جهاد او د دښمنانو سره جنګ ته ونه وځئ -ای مومنانو- نو الله تعالی به درته د ذلت سزا درکړي، او ستاسو پر ځای به داسې یو قوم راولي چې د الله اطاعت به کوي، کله چې ورڅخه وغوښتل شي چې د جهاد لپاره وځئ نو دوی وځي، او تاسو د ده د امر په نه منلو کې ده ته هېڅ زیان نشئ رسولی، ځکه چې هغه تاسو څخه بې پروا دی، او تاسو ده ته محتاج یاست، او الله تعالی په هر څه توان لرونکی دی، هېڅ شی یې نشي نا توانه کولی، هماغه د خپل دین او پېغمبر سره په مرسته کولو کې له تاسو پرته توانمند دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِلَّا تَنْصُرُوْهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّٰهُ اِذْ اَخْرَجَهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ثَانِیَ اثْنَیْنِ اِذْ هُمَا فِی الْغَارِ اِذْ یَقُوْلُ لِصَاحِبِهٖ لَا تَحْزَنْ اِنَّ اللّٰهَ مَعَنَا ۚ— فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلَیْهِ وَاَیَّدَهٗ بِجُنُوْدٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِیْنَ كَفَرُوا السُّفْلٰی ؕ— وَكَلِمَةُ اللّٰهِ هِیَ الْعُلْیَا ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
که چېرې تاسو -ای مومنانو- د الله د پېغمبر مرسته ونکړه، او د الله په لار کې د جهاد کولو په اړه مو د هغه بلنه و نه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه د ثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی د دې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی د همغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی د خپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او د هغه مرسته یې کوله، او د کافرانو وینا یې ښکته کړله، او د الله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې د حکمت خاوند دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• العادات المخالفة للشرع بالاستمرار عليها دونما إنكار لها يزول قبحها عن النفوس، وربما ظُن أنها عادات حسنة.
د شریعت سره په ټکر کې عادتونو باندې همیشوالی کول په غیر د رد نه چې پر نفسونو یې بده اغیزه له مینځه ولاړه شي، او ډیر کرتې ګمان کیدای شي چې دا ښه عادتونه دي.

• عدم النفير في حال الاستنفار من كبائر الذنوب الموجبة لأشد العقاب، لما فيها من المضار الشديدة.
جهاد ته د بلنې پر وخت نه وتل د لویو ګناهونو څخه دي چې دسختې سزا لامل ګرځي، ځکه چې په دې کې سخت زیانونه دي.

• فضيلة السكينة، وأنها من تمام نعمة الله على العبد في أوقات الشدائد والمخاوف التي تطيش فيها الأفئدة، وأنها تكون على حسب معرفة العبد بربه، وثقته بوعده الصادق، وبحسب إيمانه وشجاعته.
د سکینې (زړه ډاډینه او آرام) فضیلت، او دا چې دا د الله تعالی پر بنده باندې د بشپړو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې د سختۍ او وېرې پر مهال راځي پداسې وخت کې چې زړونه پریشانه کېږي، او دا سکینه د خپل رب د پېژندلو، د هغه پر ژمنو د بروسې کولو، ایمان لرلو او زړورتیا په اندازه وي.

• أن الحزن قد يعرض لخواص عباد الله الصدِّيقين وخاصة عند الخوف على فوات مصلحة عامة.
خفګان کله کله د الله تعالی خاصو صادقو بندګانو ته هم رسي، او په ځانګړي ډول کله چې د عام مصلحت له لاسه ورکولو وېره وي.

اِنْفِرُوْا خِفَافًا وَّثِقَالًا وَّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای مومنانو! تاسو د الله په لار کې جهاد کولو لپاره لاړ شئ، د سختۍ او اسانتیا پر مهال، د ځوانۍ او بوډاوالي پر مهال، او په خپلو مالونو او نفسونو باندې جهاد وکړئ، ځکه چې دا جهاد کول په مالونو او ځانونو باندې زیات ګټور دی د دنیا په ژوند کې او هم په آخرت کې د کیناستلو څخه، او د مالونو او ځانونو پورې زړه تړلو څخه، که چېرې تاسو په دې پوهېږئ نو په جهاد حرص وکړئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِیْبًا وَّسَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوْكَ وَلٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَیْهِمُ الشُّقَّةُ ؕ— وَسَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ ۚ— یُهْلِكُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟۠
که چېرې هغه منافقان چې تاسو څخه د جهاد د نه تللو اجازه اخلي تاسو راوبلئ آسانه غنیمت او بې مشقته سفر ته نو خامخا به دوی ستا پېروي وکړي -ای پېغمبره- لیکن پر دوی باندې هغه مسافه ډېره لرې شوې ده د کومې پرې کولو ته چې تا را بللي وو چې دښمن خوا ته وه نو دوی شاته شول، او زر دی چې په الله تعالی به دوی قسمونه خوري او تاته به وایي: که چېرې مونږ تاسو سره جهاد ته د وتلو وس درلودلای نو هرومرو به وتلی وای، دوی خپل ځانونه د الله تعالی عذاب ته په وړاندې کیدلو هلاکوي دا چې دوی شاته پاتې کېږي، او د دروغو قسمونه خوري، او الله تعالی ډېر ښه پوهېږي چې دوی په خپله دعوه او پدې قسمونو کې دروغجن دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
عَفَا اللّٰهُ عَنْكَ ۚ— لِمَ اَذِنْتَ لَهُمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَتَعْلَمَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
الله تعالی تا ته بخښنه وکړه -ای پېغمبره- د هغه اجتهاد په اړه چې کومه اجازه دې ورکړې وه دوی ته د شاته پاتې کېدو، نو ولې دې دوی ته اجازه ورکړه؟ چې تا ته ریښتیني عذر لرونکي او دروغجن ښکاره شوی وی، نو ریښتینو ته به دې اجازه ورکړې وه او دورغجنو ته به دې نه ورکوله.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ ۟
په الله تعالی او دقیامت په ورځ باندې ریښتینې ایمان لرونکو مومنانو د شان سره نه ښایي چې تا څخه اجازه وغواړي -ای پېغمبره- د دې خبرې چې د الله تعالی په لار کې په مال او ځانونو باندې د جهاد کولو څخه شاته شي، بلکه دوی سره ښایي چې جهاد ته ووځي کله چې ترې غوښتنه د وتلو وشي، او په مالونو او ځانونو باندې جهاد وکړي، او الله تعالی پوه دی په هغو پرهېزګارانو بندګانو باندې چې له تا څخه اجازه نه غواړي مګر د داسې عذر له چې دوی له وتلو څخه منع کوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّمَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوْبُهُمْ فَهُمْ فِیْ رَیْبِهِمْ یَتَرَدَّدُوْنَ ۟
-ای پېغمبره- بېشکه هغه کسان چې له تا څخه د الله په لار کې د جهاد کولو څخه د شاته پاتې کیدلو اجازه غواړي همدوی منافقان دي چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ باور نه لري، او د دوی په زړونو کې د الله تعالی د دین په اړه شک دی، نو دوی په خپل شک کې ګډوډ او حیران دي، چې حق خوا ته لار نه مومي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَوْ اَرَادُوا الْخُرُوْجَ لَاَعَدُّوْا لَهٗ عُدَّةً وَّلٰكِنْ كَرِهَ اللّٰهُ انْۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِیْلَ اقْعُدُوْا مَعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره د الله تعالی په لار کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن د دوی وتل له تا سره د الله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَوْ خَرَجُوْا فِیْكُمْ مَّا زَادُوْكُمْ اِلَّا خَبَالًا وَّلَاۡاَوْضَعُوْا خِلٰلَكُمْ یَبْغُوْنَكُمُ الْفِتْنَةَ ۚ— وَفِیْكُمْ سَمّٰعُوْنَ لَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې د شبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به د چغل خورۍ هڅې کول ستاسې د بیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې د دوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی د منافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې د مومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• وجوب الجهاد بالنفس والمال كلما دعت الحاجة.
د اړتیا پر مهال په ځان او مال د جهاد کول واجب کېدل.

• الأيمان الكاذبة توجب الهلاك.
د دروغو قسمونه د هلاکت لامل ګرځي.

• وجوب الاحتراز من العجلة، ووجوب التثبت والتأني، وترك الاغترار بظواهر الأمور، والمبالغة في التفحص والتريث.
د چټکتیا څخه ځان ژغورل، او په کار کې د تحقیق او سوج کولو واجب کېدل، او د چارو په ښکاره بڼه نه غولېدل، او په تحقیق او څېړنه او ورسته والي کې زیاتوالی کول.

• من عناية الله بالمؤمنين تثبيطه المنافقين ومنعهم من الخروج مع عباده المؤمنين، رحمة بالمؤمنين ولطفًا من أن يداخلهم من لا ينفعهم بل يضرهم.
مومنانو لره د الله تعالی د ساتنې يو ډول دا دی چې منافقان یې سست کړل، او د دوی سره یې د وتلو څخه منع کړل، د خپلې پېرزویې او لورینې له مخې چې د دوی لیکو ته داسې څوک نننوځي چې د دوی په ګټه نه وي، بلکه د دوی په زیان وي.

لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوْا لَكَ الْاُمُوْرَ حَتّٰی جَآءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ اَمْرُ اللّٰهِ وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
دا منافقان ډېر حرص کوي چې د مومنانو وینا سره بیله کړي او ورانکاری وکړي، او د دوی کارونه سره وپاشي د تبوک د غزا څخه مخکې، او کارونه یې درته ډول ډول وویشل او وایې ړول په ګڼو تدبیرونو او حیلو سره -ای پېغمبره- ښایي چې د دوی حېلې او چلونه د جهاد په اړه ستا په هوډ اغېز وکړي، تر دې چې د الله مرسته او تایید تا سره مل شو، او الله تعالی خپل دین ته غلبه ورکړه، او دښمنان یې مغلوبه شول، په داسې حال کې چې دوی بد ګڼل؛ ځکه چې دوی خوښولو چې باطل به په حق بر لاسی شي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ ائْذَنْ لِّیْ وَلَا تَفْتِنِّیْ ؕ— اَلَا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوْا ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟
او د منافقانو څخه ځینې هغه دي چې مختلف عذرونه وړاندې کوي، چې وایي: -ای د الله پېغمبره- ما ته اجازه راکړه چې له جهاد څخه شاته پاتې شم، او ما له ځان سره وتلو ته مه اړ کوه، داسې نه چې د دښمن -رومیانو- د ښځو د فتنو له امله په ګناه کې اخته نه شم کله یې چې ووینم، خبر دار چې دوی له دې څخه په لوی شي کې اخته شوي دي، چې هغه فتنه د منافقت ده، او د شاته پاتې کېدلو ده، بېشکه جهنم د قیامت په ورځ د منافقانو راګېروونکی دی، له دوی څخه ترې هېڅوک هم نه شي پاتې کېدی، او له دې څخه د تېښتې ځای هم نه شي موندلی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۚ— وَاِنْ تُصِبْكَ مُصِیْبَةٌ یَّقُوْلُوْا قَدْ اَخَذْنَاۤ اَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَیَتَوَلَّوْا وَّهُمْ فَرِحُوْنَ ۟
-ای پېغمبره- که چېرې تاته د الله لخوا د مرستې او غنیمت په ډول یو نعمت در ورسي نو دوی یې ډېر بد ګڼې، او پرې خفه کېږي، او که چېرې تا ته د غمېزې په ډول سختي درورسي او یا درباندې دښمن برلاسی شي نو دا منافقان داسې وایي: مونږ د خپلو ځانونو پاملرنه وکړه، او له هوښیارۍ مو کار واخیسته چې جنګ ته لاړ نشو څرنګه چې مومنان لاړل، نو دوی د وژنو او بندي کېدلو سره مخ شول، نو بیا دا منافقان خپلو کورونو ته په خوشالۍ او سلامتیا ستنېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
قُلْ لَّنْ یُّصِیْبَنَاۤ اِلَّا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَنَا ۚ— هُوَ مَوْلٰىنَا ۚ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
ته ووایه -ای پېغمبره- دې منافقینو ته: مونږ ته نه رسي مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلي وي، هماغه الله زمونږ بادار او د ورتګ ځای دی چې ورته ورځو، او مونږ پر هماغه باندې په خپلو چارو کې بروسه لرو، او یوازې هماغه ته مومنان خپل کارونه سپاري، هماغه د دوی بس دی، او ښه کار جوړنکی دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُوْنَ بِنَاۤ اِلَّاۤ اِحْدَی الْحُسْنَیَیْنِ ؕ— وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ اَنْ یُّصِیْبَكُمُ اللّٰهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِنْدِهٖۤ اَوْ بِاَیْدِیْنَا ۖؗۗ— فَتَرَبَّصُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ مُّتَرَبِّصُوْنَ ۟
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو د دې انتظار کوئ چې مونږ ته بریا یا شهادت په برخه شي؟! او مونږ د دې انتظار کوو چې الله تعالی پر تاسو باندې له خپل خوا څخه عذاب را نازل کړي او هلاک مو کړي او یا دا چې زمونږ پر لاسونو عذاب درکړي چې مونږ مو ووژنو او بندیان مو کړو، که چېرته مونږ ته ستاسو د وژلو اجازه راکړي، نو تاسو زمونږ د برخلیک انتظار کوئ مونږ ستاسو د برخلیک انتظار کوو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
قُلْ اَنْفِقُوْا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا لَّنْ یُّتَقَبَّلَ مِنْكُمْ ؕ— اِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: څومره مال چې مصرفوئ که مو په خوښه وي او که په زوره خو مصرف یې کړئ، هېڅکله به در څخه قبول نه کړل شي هغه څه چې تاسو مصرف کړي ستاسو د کفر او د الله د طاعت څخه د وتلو له امله.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمَا مَنَعَهُمْ اَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقٰتُهُمْ اِلَّاۤ اَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَبِرَسُوْلِهٖ وَلَا یَاْتُوْنَ الصَّلٰوةَ اِلَّا وَهُمْ كُسَالٰی وَلَا یُنْفِقُوْنَ اِلَّا وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
او نه دي منع کړي دوی د نفقو د قبلېدو څخه مګر درې کارونو: په الله تعالی او د هغه په پېغمبر باندې کفر کول، او په لمانځه کې سستي کول، او دا چې دوی خپل مالونه په خوښۍ سره نه مصرفوي بلکه د زړه په زور یې مصرفوي؛ ځکه چې دوی نه په لمانځه باندې د ثواب هیله لري او نه په مال مصرفولو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• دأب المنافقين السعي إلى إلحاق الأذى بالمسلمين عن طريق الدسائس والتجسس.
د منافقانو عادت دا دی چې مسلمانانو ته د دسیسو او جاسوسۍ کولو په بڼه د زیان او ضرر رسولو هڅه کوي.

• التخلف عن الجهاد مفسدة كبرى وفتنة عظمى محققة، وهي معصية لله ومعصية لرسوله.
د جهاد څخه شاته پاتې کېدل لوی فساد او ستره ثابته شوې فتنه ده، او دا د الله تعالی او د هغه د پېغمبر نافرماني ده.

• في الآيات تعليم للمسلمين ألا يحزنوا لما يصيبهم؛ لئلا يَهِنوا وتذهب قوتهم، وأن يرضوا بما قدَّر الله لهم، ويرجوا رضا ربهم؛ لأنهم واثقون بأن الله يريد نصر دينه.
په دې آیاتونو کې مسلمانانو ته دا ښودنه ده چې په هغه څه غمجن نه شي کوم چې دوی ته رسېږي؛ ځکه چې کمزوري نه شي، او توان له لاسه ورنکړي، او په هغه څه راضي شي کوم چې ورته الله تعالی په تقدیر کې لیکلی وي، او تل د خپل رب د خوشالولو هیله ولري؛ ځکه دوی په دې باوري دي چې الله تعالی د خپل دین د مرستې اراده لري.

• من علامات ضعف الإيمان وقلة التقوى التكاسل في أداء الصلاة والإنفاق عن غير رضا ورجاء للثواب.
د ایمان د کمزورۍ او د تقوی د کمښت د نښو څخه داده چې لمانځه کې سستي کول او مال په خوښۍ او د ثواب په نیت نه مصرفول.

فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ اِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ یَّفْرَقُوْنَ ۟
او منافقان تاسو ته قسمونه خوري -ای مومنانو- په دروغو سره: چې له تاسو څخه دي، او دوی په داخل (باطن) کې له تاسو څخه نه دي، اګر که دوی له تاسو څخه ځانونه ښکاره کوي، بلکه دوی داسې یو قوم دی چې وېرېږي چې داسې څه پرې نازل نه شي کوم چې په مشرکانو نازل شوي چې وژل او غلامان ګرځول دي، نو دوی د وېرې له امله اسلام ښکاره کوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَوْ یَجِدُوْنَ مَلْجَاً اَوْ مَغٰرٰتٍ اَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا اِلَیْهِ وَهُمْ یَجْمَحُوْنَ ۟
که چېرې دا منافقان د پناه ځای پېدا کړي چې ځانونه پکې وساتي، او یا په غرونو کې څمڅې بیامومي چې په کې پټ شي، او یا داسې سوړې پېدا کړي چې پکې ننوځي نو هرومرو به دې ځایونو ته پناه یوسي، او په ډېره بېړه به ورننوځي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّلْمِزُكَ فِی الصَّدَقٰتِ ۚ— فَاِنْ اُعْطُوْا مِنْهَا رَضُوْا وَاِنْ لَّمْ یُعْطَوْا مِنْهَاۤ اِذَا هُمْ یَسْخَطُوْنَ ۟
له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- د صدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَوْ اَنَّهُمْ رَضُوْا مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ۙ— وَقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ سَیُؤْتِیْنَا اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ وَرَسُوْلُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِلَی اللّٰهِ رٰغِبُوْنَ ۟۠
او که چېرې دا منافقان چې تا د صدقو په ویش باندې تورنوي په هغه څه راضي شي کوم چې الله تعالی دوی ته لازمي کړي دي او کوم چې دوی ته پېغمبر علیه السلام ورکړي دي، او داسي ووایي: الله تعالی زمونږ بس دی، زر دی چې الله تعالی به مونږ ته له خپل فضل څخه څه یې چې خوښه وي راکړي، او زر دی چې د هغه پېغمبر به هم مونږ ته د هغه څه څخه راکړي کوم چې ده ته الله تعالی ورکړي دي، مونږ یوازې الله تعالی ته رغبت کوونکي یو چې له خپل فضل څخه مونږ ته څه راکړي، نو که چېرې دوی دا کار کړی وی نو دا به ورته له دې ډېر غوره وی چې تا تورن کړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِیْنَ وَفِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
بېشکه واجب زکات اړینه ده چې په فقیرانو مصرف شي، هغه حاجتمند چې مال ورسره وي د کسب او وظیفې څخه، خو هغه د دوی نه بس کېږي، او نه د دوی په حال کې څخه بدلون راولي، او هغه مسکینان چې نږدې وی چې هېڅ ونلري، او د دوی حال او خبرې له خلکو څخه پټې نه وي، او هغه کارمندان چې امام (حاکم) د زکات راټولولو لپاره ګومارلي وي، او هغه کافران چې په دې (زکات) ورکولو سره اسلام سره مینه پېدا کړي او مسلمانان شي، او یا کمزوري ایمان والاو ته چې ایمان یې پرې قوي شي، او یا هغه چاته چې له شر څخه یې په امن شي، او همدا راز غلامانو ته ورکول کېږي چې آزاد شي، او پوروړو ته چې د اسراف او ګناه له امله نه وي پوروړي شوي، که چېرې د پور پرې کولو وس ونلري، او (زکات) مصرفیږي د الله تعالی په لار کې د مجاهدینو چمتو والي لپاره، او هغه مسافرو لپاره چې خرچه (مصرف) ورسره خلاصه (ختمه) شوې وي، په دوي باندې د زکات مال یوازې د زکات مال مصرفول د الله تعالی لخوا فرض شوي دي، او الله تعالی د بندګانو په مصلحتونو ډېر ښه پوه دی، په خپل تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنْهُمُ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ النَّبِیَّ وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ اُذُنٌ ؕ— قُلْ اُذُنُ خَیْرٍ لَّكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَیُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ رَسُوْلَ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ځېنې منافقان د الله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې د هغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو د هر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او د حق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه د ده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• الأموال والأولاد قد تكون سببًا للعذاب في الدنيا، وقد تكون سببًا للعذاب في الآخرة، فليتعامل العبد معهما بما يرضي مولاه، فتتحقق بهما النجاة.
مالونه او اولادونه کله په دنیا کې د عذاب لامل ګرځي، او کله په آخرت کې د د عذاب لامل ګرځي، نو بنده باید د دې دواړو سره داسې تعامل وکړي چې خپل مولا پرې راضي کړي، نو پدې دواړو سره به یې ژغورنه ور په برخه شي.

• توزيع الزكاة موكول لاجتهاد ولاة الأمور يضعونها على حسب حاجة الأصناف وسعة الأموال.
د زکات ویشل د چارواکو اجتهاد ته سپارل شوي دي، د ډلو د اړتیا او د مال د پراختیا پر بنسټ یې ویشي.

• إيذاء الرسول صلى الله عليه وسلم فيما يتعلق برسالته كفر، يترتب عليه العقاب الشديد.
د پېغمبر علیه السلام ځورونه په هغه څه کې چې د رسالت پورې اړه لري کفر دی، ډېر سخت عذاب پرې ټاکل کېږي.

• ينبغي للعبد أن يكون أُذن خير لا أُذن شر، يستمع ما فيه الصلاح والخير، ويُعرض ترفُّعًا وإباءً عن سماع الشر والفساد.
بنده ته مناسب دي چې د خیر اورېدونکی وي نه د شر، چې د جوړوالي او خیر خبرې پکې اوري، او د شر او ورانکاري له اورېدو څخه په لوړوالي او انکار سره مخ اړوي.

یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ لِیُرْضُوْكُمْ ۚ— وَاللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَحَقُّ اَنْ یُّرْضُوْهُ اِنْ كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟
منافقان تاسو ته په الله تعالی قسمونه خوري -ای مومنانو- دا چې دوی داسې څه ندي ویلي چې پېغمبر علیه السلام پرې وځوروي، دې لپاره چې تاسو پرې خوشاله کړي، خو الله تعالی او د هغه پېغمبر علیه السلام ډېر غوره دي چې دوی يې په ایمان او نیک عمل سره خوشاله کړي که چېرې دوی ریښتیني مومنان وي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّهٗ مَنْ یُّحَادِدِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاَنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدًا فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْخِزْیُ الْعَظِیْمُ ۟
آیا دا منافقان په دې نه دې پوه چې دوی په دې کار سره د الله تعالی او د هغه د پېغمبر سره دښمني کوي، او څوک چې د دې دواړو سره دښمني کوي نو د قیامت په ورځ به د جهنم اور ته ننوځي او تل به هلته پاتې وي؟! همدا لوی سپکاوی او ستر ذلت دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یَحْذَرُ الْمُنٰفِقُوْنَ اَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُوْرَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— قُلِ اسْتَهْزِءُوْا ۚ— اِنَّ اللّٰهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُوْنَ ۟
منافقان له دې وېره لري چې الله پر خپل استازي کوم داسې سورت را نازل نه کړي چې پر هغه کفر يې خبر کړي کوم چې هغوی یې په زړونو کې پټوي، اې رسوله ووايه! اې منافقانو خپلو ملنډو او په دين کې عيب ويلو ته ادامه ورکړئ، الله د سورت په را نازلولو او يا د خپل استازي په خبرولو سره د هغه څه را اېستونکی دی چې تاسو يې پټوئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اِنَّمَا كُنَّا نَخُوْضُ وَنَلْعَبُ ؕ— قُلْ اَبِاللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ وَرَسُوْلِهٖ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَا تَعْتَذِرُوْا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ ؕ— اِنْ نَّعْفُ عَنْ طَآىِٕفَةٍ مِّنْكُمْ نُعَذِّبْ طَآىِٕفَةًۢ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟۠
تاسو دا دروغ عذرونه مه وړاندې کوئ، ځکه تاسو کفر ښکاره کړی دی، چې ټوکې مو کړې دي پس له دې چې تاسو به پټولې، نو که چېرې ستاسو له یوې ډلې مونږ تېر شو چې منافقت یې پرېښې او ترېنه یې توبه ویستلې او الله تعالی ته یې اخلاص کړی، نو بله ډله به په عذاب اخته کوو چې په منافقت کې پاتې شوي او توبه یې ترینه نده کړې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ بَعْضُهُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمُنْكَرِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوْفِ وَیَقْبِضُوْنَ اَیْدِیَهُمْ ؕ— نَسُوا اللّٰهَ فَنَسِیَهُمْ ؕ— اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
منافقان سړي او ښځې د منافقت په حالاتو کې سره یو شان دي، او دوی د مومنانو سره په مقابل کې دي، ځکه چې دوی په بدۍ سره امر کوي، او له نیکیو خلک منع کوي، او په خپلو مالونو بخل (شومتیا) کوي او د الله تعالی په لار کې یې نه مصرفوي، د الله تعالی اطاعت یې پرېښی دی، نو الله تعالی هم له خپل توفیق (توانمندۍ) څخه پرېښودل، بېشکه همدا منافقان د الله تعالی د اطاعت او حقې لارې څخه ګناه او د ګمراهۍ لارې خوا ته وتلي دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— هِیَ حَسْبُهُمْ ۚ— وَلَعَنَهُمُ اللّٰهُ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• قبائح المنافقين كثيرة، ومنها الإقدام على الأيمان الكاذبة، ومعاداة الله ورسوله، والاستهزاء بالقرآن والنبي والمؤمنين، والتخوف من نزول سورة في القرآن تفضح شأنهم، واعتذارهم بأنهم هازلون لاعبون، وهو إقرار بالذنب، بل هو عذر أقبح من الذنب.
د منافقانو بدیانې ډېرې دي، چې له هغې څخه په دروغو قسم خوړلو ته وړاندې کېدل هم دي، او د الله تعالی او د هغه پېغمبر سره دښمني هم ده، او په قرآن کریم او پېغمبر او مومنانو پورې ټوکې کول هم دي، او لدې هم ویره ده چې د دوی په اړه د قرآن کریم کوم سورت را نازل نه شي چې د دوی حالت رسوا کړي، او عذرونه وړاندې کول چې مونږ ټوکې او لوبې کولې، چې دا خو په ګناه باندې اعتراف کول دي، بلکه دا داسې یو عذر دی چې له ګناه بدتر دی.

• لا يُقبل الهزل في الدين وأحكامه، ويعد الخوض بالباطل في كتاب الله ورسله وصفاته كفرًا.
د الله تعالی په دین او احکامو کې ټوکې نه منل کېږي، او د الله تعالی په کتاب پېغمبرانو او صفاتو کې په باطله توګه څېړنه کفر بلل کېږي.

• النّفاق: مرض عُضَال متأصّل في البشر، وأصحاب ذلك المرض متشابهون في كل عصر وزمان في الأمر بالمنكر والنّهي عن المعروف، وقَبْض أيديهم وإمساكهم عن الإنفاق في سبيل الله للجهاد، وفيما يجب عليهم من حق.
منافقت: سخته ناروغتیا ده چې په بشریت کې ريښه شوې ده، او د دې ناروغتیا څښتنان په هره زمانه او دور کې په بدو باندې د امر کولو او نیکیو څخه په منع کولو کې سره یو شان وي، او لاسونه موټي کولو او د الله په لار کې د جهاد لپاره مصرف کولو کې، او په دوی باندې چې کوم حقوق واجب دي.

• الجزاء من جنس العمل، فالذي يترك أوامر الله ويأتي نواهيه يتركه من رحمته.
بدله د کړنې له جنس څخه ده، نو څوک چې د الله تعالی امرونه پرېږدي او هغه څه کوي چې هغه ترې منع کړې، نو الله تعالی هم هغه د خپلې لورینې څخه پرېږدي.

كَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَّاَكْثَرَ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ؕ— فَاسْتَمْتَعُوْا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِیْ خَاضُوْا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
تاسو -ای د منافقانو ډلې- په کفر او ټوکو کې د مخکینیو دروغجنو امتونو په څېر یاست، هغوی له تاسو څخه زیات توان شتمنۍ او اولاد لرونکي وو، نو له خپلې لیکل شوې برخې چې د دنیا خوندونه او شهوتونه دي ګټه واخیسته، او تاسو هم -ای منافقانو- له خپلې ټاکلې شوې برخې څخه د مخکینو دروغجنو امتونو په څېر ګټه واخیسته، او د حق په دروغجن کولو او پېغمبر علیه السلام تورنولو کې د هغوی په څېر ور ننوتلۍ لکه څرنګه چې هغوی په دروغو او پېغمبرانو تورنولو کې ننوتي وو، همدا د بدو صفاتو خاوندان هغه خلک دي چې کړنې یې بربادې دي د الله تعالی په نزد د کفر له کبله، او همدوی زیانمن دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او هلاکت ته یې وړاندې کړې دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَمْ یَاْتِهِمْ نَبَاُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ ۙ۬— وَقَوْمِ اِبْرٰهِیْمَ وَاَصْحٰبِ مَدْیَنَ وَالْمُؤْتَفِكٰتِ ؕ— اَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ۚ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
آیا دې منافقانو ته د هغو دروغجنو قومونو د کړنو خبر ندی راغلی، او د هغه څه چې دوی ته یې سزا ورکړل شوې وه: چې د نوح هود صالح او ابراهیم علیهم السلام قومونه وو، او د مدین خلک وو، او د لوط علیه السلام د قوم کلي وو؛ دوی ته پېغمبران په ښکاره دلیلونو او څرګندو حجتونو سره راغلي وو، پس نه و الله تعالی چې په دوی باندې ظلم وکړي، لیکن دوی پر خپلو ځانونو باندې په الله تعالی باندې په کفر او د پېغمبرانو په دروغجنولو ظلم کړی و.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَالْمُؤْمِنُوْنَ وَالْمُؤْمِنٰتُ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ۘ— یَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَیُطِیْعُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ سَیَرْحَمُهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې د ځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې د الله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او د الله تعالی طاعت کوي، او د هغه د پېغمبر طاعت کوي؛ د همدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَعَدَ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَمَسٰكِنَ طَیِّبَةً فِیْ جَنّٰتِ عَدْنٍ ؕ— وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله تعالی د مومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به د قیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لاندې د قصرونو د هغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې د اوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې د دې په څېر بله بدله نشته.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• سبب العذاب للكفار والمنافقين واحد في كل العصور، وهو إيثار الدّنيا على الآخرة والاستمتاع بها، وتكذيب الأنبياء والمكر والخديعة والغدر بهم.
په ټولو دورونو کې د کافرانو او منافقانو د عذاب لامل یو وي، او هغه د آخرت په مقابل کې دنیا غوره کول او له هغې څخه خوند اخیستل، او د پېغمبرانو تکذیب او هغوی سره چل ول دوکې او غداري کول.

• إهلاك الأمم والأقوام الغابرة بسبب كفرهم وتكذيبهم الأنبياء فيه عظة وعبرة للمعتبر من العقلاء.
د پخوانیو قومونو په هلاکت کې د هغوی د کفر او د پېغمبرانو د تکذیب له کبله د عقل خاوندانو لپاره وعظ او عبرت دی.

• أهل الإيمان رجالًا ونساء أمة واحدة مترابطة متعاونة متناصرة، قلوبهم متحدة في التوادّ والتحابّ والتعاطف.
د ایمان خاوندان نارینه او ښځینه سره یو تړلی امت دی، یو بل سره مرسته کوي او زړونه یې سره یو دي په مینه محبت او یو پر بل رحم کولو کې.

• رضا رب الأرض والسماوات أكبر من نعيم الجنات؛ لأن السعادة الروحانية أفضل من الجسمانية.
د ځمکې او اسمانونو د پروردګار رضا کول د جنتونو د نعمتونو څخه لوی دی؛ ځکه چې روحاني سعادت او نیکبختي د جسماني څخه غوره ده.

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ای پېغمبره! د کافرانو سره په توره جنګ وکړه، او د منافقانو سره په ژبه او دلیل ویلو سره جهاد وکړه، او دواړو ډلو سره سختي کوه؛ ځکه دوی د دې وړ دي، او د دوی ځای د قیامت په ورځ جهنم دی، او ډېر بد ځای د ورتللو دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ مَا قَالُوْا ؕ— وَلَقَدْ قَالُوْا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوْا بَعْدَ اِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوْا بِمَا لَمْ یَنَالُوْا ۚ— وَمَا نَقَمُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ اَغْنٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَاِنْ یَّتُوْبُوْا یَكُ خَیْرًا لَّهُمْ ۚ— وَاِنْ یَّتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّٰهُ عَذَابًا اَلِیْمًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَمَا لَهُمْ فِی الْاَرْضِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته د ښکنځلو کولو او ستا د دین د عیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې د دوی د کفر لامل ګرځي، او کفر یې د ایمان د ښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې د دوی وس پرې بر نه شو، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو هڅه کول وو، او د هېڅ شي انکار یې نه کولو مګر د یو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته د غنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به د وژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور د سوځولو دردناک عذاب ورکړي، او د دوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنْهُمْ مَّنْ عٰهَدَ اللّٰهَ لَىِٕنْ اٰتٰىنَا مِنْ فَضْلِهٖ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُوْنَنَّ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او ځینې منافقان هغه دي چې د الله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی د خپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ بَخِلُوْا بِهٖ وَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
نو کله چې الله تعالی له خپل فضل (مال) څخه دوی ته ورکړ نو په هغو ژمنو یې وفا ونکړه کومې چې دوی د الله تعالی سره کړې وې، بلکه مالونه یې له ځانونو سره بند کړل، او هېڅ یې صدقه نکړل، او د ایمان څخه پر شا وګرځېدل.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَاَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلٰی یَوْمِ یَلْقَوْنَهٗ بِمَاۤ اَخْلَفُوا اللّٰهَ مَا وَعَدُوْهُ وَبِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟
نو د دوی سزا دا وګرځېده چې منافقت د دوی په زړونو کې د قیامت تر ورځې پورې کلک پاتې شو، ځکه چې دوی د الله تعالی ژمنه ماته کړه او دروغ یې وویل.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟ۚ
آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس د دوی د اعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به د دې بدله ورکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
هغه کسان چې عیب وایي د خیرات کوونکو مومنانو کوم چې لږ شیان خیرات کوي، او هغه کسان چې نه مومي مګر لږ شیان چې د دوی وس وي، نو دوی ورپورې ټوکې کوي او وایي: دا خیرات یې څه ګټه لري؟ الله تعالی دوی پورې ټوکې کوي د دوی د ټوکو په بدل کې چې مومنانو پورې یې کوي، او دوی لپاره دردناک عذاب دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• وجوب جهاد الكفار والمنافقين، فجهاد الكفار باليد وسائر أنواع الأسلحة الحربية، وجهاد المنافقين بالحجة واللسان.
د کافرانو او منافقانو سره د جهاد کولو وجوب، د کافرانو سره جهاد په لاس باندې او د هر ډول جنګي وسلې په مټ، او د منافقانو سره د دلیل او ژبې پر مټ.

• المنافقون من شرّ الناس؛ لأنهم غادرون يقابلون الإحسان بالإساءة.
منافقان بد ترین خلک دي؛ ځکه چې دوی دوکه ماران دي، د نیکیو په بدل کې بدي کوي.

• في الآيات دلالة على أن نقض العهد وإخلاف الوعد يورث النفاق، فيجب على المسلم أن يبالغ في الاحتراز عنه.
په آیتونو کې دلالت په دې خبره دی چې د ژمنو ماتول او د وعدو مخالفت کول منافقت زېږوي، نو مسلمان باندې واجب دي چې په ټینګار سره ترې ځان وساتي.

• في الآيات ثناء على قوة البدن والعمل، وأنها تقوم مقام المال، وهذا أصل عظيم في اعتبار أصول الثروة العامة والتنويه بشأن العامل.
په آیتونو کې د تن په ځواک او کار کولو ستاینه شوې ده، او دا چې دا د مال ځای نیسي، او دا ستر اصل دی په دې خبره چې عامه شتمنتي معتبره ده او دکار کولو ستاینه ده.

اِسْتَغْفِرْ لَهُمْ اَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— اِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِیْنَ مَرَّةً فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَرِحَ الْمُخَلَّفُوْنَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلٰفَ رَسُوْلِ اللّٰهِ وَكَرِهُوْۤا اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَالُوْا لَا تَنْفِرُوْا فِی الْحَرِّ ؕ— قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرًّا ؕ— لَوْ كَانُوْا یَفْقَهُوْنَ ۟
د تبوک د غزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې د الله په لار کې د جهاد څخه کیناستل او د پېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې د الله په لار کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې د هغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې د تبوک غزا د ګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- د جهنم اور چې د منافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَلْیَضْحَكُوْا قَلِیْلًا وَّلْیَبْكُوْا كَثِیْرًا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَاِنْ رَّجَعَكَ اللّٰهُ اِلٰی طَآىِٕفَةٍ مِّنْهُمْ فَاسْتَاْذَنُوْكَ لِلْخُرُوْجِ فَقُلْ لَّنْ تَخْرُجُوْا مَعِیَ اَبَدًا وَّلَنْ تُقَاتِلُوْا مَعِیَ عَدُوًّا ؕ— اِنَّكُمْ رَضِیْتُمْ بِالْقُعُوْدِ اَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوْا مَعَ الْخٰلِفِیْنَ ۟
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَا تُصَلِّ عَلٰۤی اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّلَا تَقُمْ عَلٰی قَبْرِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَمَاتُوْا وَهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
ای پېغمبره! پر هېڅ منافق مړي باندې د (جنازې) لمونځ هېڅکله هم مه کوه، او مه د دوی په قبر باندې د بخښنې د دعا لپاره ودرېږه، ځکه چې دوی په الله تعالی او د هغه پر پېغمبر کافران شوي دي، او په داسې حال کې مړه شوي چې دوی د الله تعالی د اطاعت څخه سرغړونه کړې وه، او د چا چې داسې حال وي نو نه پرې (جنازه) کېږي او نه ورته دعا غوښتل کېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَاَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
ای پېغمبره! د دې منافقانو شتمنۍ او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، بېشکه الله تعالی دوی ته د دنیا په ژوند کې د عذاب ورکولو اراده لري، په داسې ډول چې دوی د دنیا ټولې ستونزې ګالي، او په دنیا کې هر ډول غمیزه ورته رسي، او دا چې د دوی روحونه د کفر په حال کې د دوی د جسدونو څخه وځي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ اَنْ اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَجَاهِدُوْا مَعَ رَسُوْلِهِ اسْتَاْذَنَكَ اُولُوا الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوْا ذَرْنَا نَكُنْ مَّعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• الكافر لا ينفعه الاستغفار ولا العمل ما دام كافرًا.
کافر چې تر څو کافر وي نو هېڅ استغفار (بخښنه) او نه عمل کول ورته ګټه رسوي.

• الآيات تدل على قصر نظر الإنسان، فهو ينظر غالبًا إلى الحال والواقع الذي هو فيه، ولا ينظر إلى المستقبل وما يتَمَخَّض عنه من أحداث.
دا آیتونه د انسان پر لنډ فکر دلالت کوي، چې هغه زیاتره وخت هغه حالت او واقع ته ګوري چې پکې وي، او راتلونکي ته نه ګوري او نه هغې واقعاتو ته ګوري چې آینده راپورته کېږي.

• التهاون بالطاعة إذا حضر وقتها سبب لعقوبة الله وتثبيطه للعبد عن فعلها وفضلها.
د یو طاعت د وخت رارسېدلو پر مهال سستي او بې پروایي کول د الله تعالی د عذاب لامل ګرځي، او بنده د هغې د کولو او فضیلت ترلاسه کولو کې سستوي.

• في الآيات دليل على مشروعية الصلاة على المؤمنين، وزيارة قبورهم والدعاء لهم بعد موتهم، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يفعل ذلك في المؤمنين.
په دې آیتونو کې پر مومنانو د لمونځ (جنازې) کولو مشروعیت ثابتېږي، او د دوی دقبرونو زیارت کول او دوی ته د مرګ څخه وروسته دعا غوښتل ثابتېږي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مومنانو کول.

رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
دا منافقان هغه مهال د خپلو ځانونو په ذلت او سپکاوي راضي شول کله چې دوی د عذر خاوندانو سره په پاتې کېدو راضي شوي وو، او الله تعالی د دوی په زړونو باندې د دوی د کفر او نفاق په سبب مهر ولګاوه، نو دوی په هغه څه نه پوهېږي چې د دوی ګټه او مصلحت په کې وي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
هر چې پېغمبر او د ده سره مومنان دي نو هغوی د الله تعالی په لار کې د جهاد څخه د دوی په څېر ندي پاتې شوي، او بېشکه دوی د الله په لار کې په شتمنیو او ځانونو باندې جهاد کړی دی، او د دوی بدله د الله تعالی سره د دنیایي ګټو ترلاسه کول وو لکه بریا او غنیمتونه، او د آخرت ګټې، چې جنت ته ننوتل دي، او د غوښتل شوې بریا ترلاسه کول او د وېرې او ډار څخه ژغورنه ده.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠
الله تعالی دوی لپاره داسې جنتونه چې د هغې د ماڼیو لاندې ویالې بهېږي چمتو کړي دي چې دوی به هېڅ نه فنا کېږي، دا بدله ستره بریا ده چې بله هېڅ بریا ورته نه رسېږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او یوه ډله د مدینې او ګرد چاپېره د بانډچیانو څخه د الله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې د الله په لار کې جهاد ته د نه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او د الله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به د دوی د کفر له کبله دردناک عذاب ورسي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
په ښځینه او کوچنیانو او ناروغانو او کمزورو او ړندو او هغه بیچاره ګانو باندې چې دومره مال ونلري چې دې لپاره یې مصرف کړي چې جهاد ته چمتوالی وښایي، په دوی ټولو باندې ګناه نشته چې د جهاد څخه پاتې شي؛ ځکه دوی عذرونه لري، کله چې دوی الله او د هغه پېغمبر ته اخلاص مند وي او د هغه په شریعت عمل وکړي، د داسې عذرونو لرونکي چې نیکو کار وي هېڅ لار د دوی د عذاب لپاره نشته، او الله تعالی د نیک عملو خلکو د ګناهونو بخښونکی دی، او پر دوی مهربانه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ
او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې د دوی له سترګو څخه د غم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو د سزا کومه لاره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې د سزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: د سزا او نيولو لار پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي د هغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، د ځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• المجاهدون سيحصِّلون الخيرات في الدنيا، وإن فاتهم هذا فلهم الفوز بالجنة والنجاة من العذاب في الآخرة.
مجاهدين په دنيا کې ښېګڼې ترلاسه کوي او که چېرې ترې پاتې شي؛ نو په آخرت کې هغوی لره پر جنت بریا او له سزا خونديتوب دی.

• الأصل أن المحسن إلى الناس تكرمًا منه لا يؤاخَذ إن وقع منه تقصير.
اصل دادی چې له خلکو سره له ښېګڼه کوونکي که کومه تېروتنه وشي نو په هغې نه نيول کيږي.

• أن من نوى الخير، واقترن بنيته الجازمة سَعْيٌ فيما يقدر عليه، ثم لم يقدر- فإنه يُنَزَّل مَنْزِلة الفاعل له.
چاچې د ښېګڼې هوډ کړی وي او د مضبوط هوډ سره يې په هغه څه کې هڅه هم يوځای شي چې وس يې لري بيا ځنې بې وسه شي؛ نو هغه ته د ښېګڼې کوونکي غوندې بدله ورکول کيږي.

• الإسلام دين عدل ومنطق؛ لذلك أوجب العقوبة والمأثم على المنافقين المستأذنين وهم أغنياء ذوو قدرة على الجهاد بالمال والنفس.
اسلام د عدل او منطق دین دی؛ ځکه خو یې سزا لازمه کړله په هغو منافقانو چې اجازه یې غوښتله په داسې حال کې چې شتمن وو او په مال او نفس یې د جهاد کولو توان هم درلود.

یَعْتَذِرُوْنَ اِلَیْكُمْ اِذَا رَجَعْتُمْ اِلَیْهِمْ ؕ— قُلْ لَّا تَعْتَذِرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّاَنَا اللّٰهُ مِنْ اَخْبَارِكُمْ ؕ— وَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
له جهاده پاتې کېدونکي منافقان مسلمانانو ته د هغوی له جهاده د بېرته راتلو پر مهال کمزوري عذرونه وړاندې کوي، الله خپل نبي او مؤمنانو ته پر هغوی د رد توجيه ورښايي: د درواغو عذرونه مه کوئ، موږ هيڅکله په هغه څه کې تاسو رېښتيني نه ګڼو چې پرې خبر مو کړو، بېشکه الله ستاسو له زړونو په لږ څه موږ خبر کړو، ژر به الله او د هغه رسول وګوري: چې آيا تاسو توبه وباسئ چې الله مو توبه قبوله کړي او يا خپل نفاق ته مو دوام ورکوئ؟ بيا هغه الله ته ورځئ چې پر هر څه پوهيږي؛ نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې کول مو او پر هغه به سزا درکړي؛ نو د توبې اېستلو او ښه کار لوري ته بيړه وکړئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ اِذَا انْقَلَبْتُمْ اِلَیْهِمْ لِتُعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ رِجْسٌ ؗ— وَّمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
دغه وروسته پاتې کېدونکي به د خپلو باطلو عذرونو د تاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو د هغوی له ملامتولو او هغوی ته د پېغور ورکولو څخه لاس په سر شئ، هغوی د غوسه کوونکي د پرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، د ورتلو ځای يې دوزخ دی، د هغوی د کړي نفاق او ګناهونو بدله ده.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۚ— فَاِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَرْضٰی عَنِ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟
دغه وروسته پاتې کېدونکي به تاسو ته ای مؤمنانو! لوړې کوي، ترڅو تاسو ترې راضي شئ او د هغوی عذرونه ومنئ؛ نو له هغوی مه راضي کېږئ، که چېرې تاسو له هغوی راضي شوئ؛ نو د خپل پالونکي مخالفت مو وکړ، ځکه هغه له داسې قوم څخه نه راضي کيږي چې په کفر او نفاق د هغه له پيروۍ وتونکی وي، نو وډار شئ ای مسلمانانو! د هغه چا څخه په راضي کېدو چې الله ترې نه راضي کيږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلْاَعْرَابُ اَشَدُّ كُفْرًا وَّنِفَاقًا وَّاَجْدَرُ اَلَّا یَعْلَمُوْا حُدُوْدَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یَّتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ مَغْرَمًا وَّیَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَآىِٕرَ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَیَتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ قُرُبٰتٍ عِنْدَ اللّٰهِ وَصَلَوٰتِ الرَّسُوْلِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ ؕ— سَیُدْخِلُهُمُ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• ميدان العمل والتكاليف خير شاهد على إظهار كذب المنافقين من صدقهم.
د عمل او تکاليفو ميدان غوره شاهد دی د منافقانو پر درواغو د هغوی تر رېښتينولۍ څخه.

• أهل البادية إن كفروا فهم أشد كفرًا ونفاقًا من أهل الحضر؛ لتأثير البيئة.
د چاپېريال د اغېزې له امله د صحرا خلک که کفر وکړي؛ نو هغوی د کفر او نفاق له پلوه ډېر سخت وي تر ښاري خلکو.

• الحض على النفقة في سبيل الله مع إخلاص النية، وعظم أجر من فعل ذلك.
د الله په لار کې لګښت کولو ته هڅوونه د نيت له اخلاص سره د دغه کړنې د بدلې لوی والی.

• فضيلة العلم، وأن فاقده أقرب إلى الخطأ.
د پوهې غوراوی او څوک يې چې نلري د هغه تېروتنې ته نېږدېوالی.

وَالسّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ وَالَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍ ۙ— رَّضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَرَضُوْا عَنْهُ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
له مهاجرينو هغه کسان چې لومړی يې ايمان ته بيړه کړې ده، له خپلو کليو او وطنونو يې الله ته هجرت کړی دی، له انصارو هغه کسان چې د الله د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته يې کړې ده او هغه کسان چې په ايمان کې يې د لومړنيو مهاجرينو او انصارو په عقیده ویناوو او کړنو کې پيروي په ښه توګه کړې ده، الله له هغوی څخه راضي دی؛ نو د هغوی پيروي يې قبوله کړې ده او هغوی له الله څخه راضي دي چې لويه بدله يې ورکړې ده او د هغوی لپاره يې داسې جنتونه چمتو کړي چې تر ماڼیو لاندې يې نهرونه بهيږي، تل به پکې اوسېدونکي وي، دغه بدله لويه بريا ده.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ مُنٰفِقُوْنَ ۛؕ— وَمِنْ اَهْلِ الْمَدِیْنَةِ ؔۛ۫— مَرَدُوْا عَلَی النِّفَاقِ ۫— لَا تَعْلَمُهُمْ ؕ— نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ؕ— سَنُعَذِّبُهُمْ مَّرَّتَیْنِ ثُمَّ یُرَدُّوْنَ اِلٰی عَذَابٍ عَظِیْمٍ ۟ۚ
او د صحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې د هغوی د نفاق په ښکاره کولو، د هغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې د قبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي د قیامت په ورځ لوی عذاب ته چې د اور تر ټولو لاندې برخه کې دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاٰخَرُوْنَ اعْتَرَفُوْا بِذُنُوْبِهِمْ خَلَطُوْا عَمَلًا صَالِحًا وَّاٰخَرَ سَیِّئًا ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، د درواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې د الله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او د هغه په لار کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
خُذْ مِنْ اَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّیْهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ صَلٰوتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
ای رسوله! د هغوی له مالونو زکات واخله، چې د سرغړونو او ګناهونو له پليتۍ يې پاک کړې او نيکۍ يې ورزياتې کړي، له هغوی څخه يې تر اخېستو وروسته دعا ورته وکړه، بېشکه ستا دعا د هغوی لپاره لورېينه او ډاډ دی، الله ستا د دعا اورېدونکی دی، د هغوی پر کړنو او نيتونو ښه پوه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ هُوَ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَیَاْخُذُ الصَّدَقٰتِ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
له جهاده پاتې کېدونکي او الله ته توبه اېستونکي دې پر دې پوه شي چې الله د خپلو ورګرځېدونکو بندګانو توبه قبلوي او د هغوی صدقې قبلوي حال دا چې هغه ترې بې پروا دی او صدقه ورکوونکي ته يې په صدقه بدله ورکوي او هغه پاک ذات د هغه چا توبه قبلونکی دی چې له بندګانو يې توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَقُلِ اعْمَلُوْا فَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— وَسَتُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ
ای رسوله! ووايه دغو له جهاد پاتې کېدونکو او له خپلې ګناه توبه وېستونکو ته: د هغه زيان جبران وکړئ چې درڅخه پاتې شوی و، کړنې مو الله ته ځانګړې کړئ، داسې کارونه وکړئ چې هغه پرې راضي شي، الله د هغه رسول او مؤمنان به مو کړنې وويني، د قيامت په ورځ هغه پالونکي ته مو ورګرځئ چې پر هر څه پوهيږي، پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او پر هغه څه چې تاسو يې ښکاره کوئ، پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول او د هغو سزا به درکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاٰخَرُوْنَ مُرْجَوْنَ لِاَمْرِ اللّٰهِ اِمَّا یُعَذِّبُهُمْ وَاِمَّا یَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
د تبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي د هغوی په اړه د الله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به د هغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې د سزا وړ دي او څوک يې د بښنې، په خپل حکم او تدبير کې د حکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی د مراره، او مالک زوی د کعب او اميه زوی د هلال دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• فضل المسارعة إلى الإيمان، والهجرة في سبيل الله، ونصرة الدين، واتباع طريق السلف الصالح.
د ايمان او الله په لار کې هجرت، د دين د مرستې او پخوانيو ښو خلکو د پيروۍ خواته د بيړې کولو غوراوی.

• استئثار الله عز وجل بعلم الغيب، فلا يعلم أحد ما في القلوب إلا الله.
د پټو پوهه الله خپل ځان ته ځانګړې کړې؛ نو له الله پرته هيڅوک پر هغه څه نه پوهيږي چې په زړونو کې دي.

• الرجاء لأهل المعاصي من المؤمنين بتوبة الله عليهم ومغفرته لهم إن تابوا وأصلحوا عملهم.
هېله لرل د هغو ګناهکاره مؤمنانو لپاره د الله لخوا په توبه قبلولو او هغوی ته په بښنې کولو که چېرې الله ته توبه وباسي او خپلې کړنې ښې کړي.

• وجوب الزكاة وبيان فضلها وأثرها في تنمية المال وتطهير النفوس من البخل وغيره من الآفات.
د زکات واجبوالی، د فضيلت بيان يې، د مال په زياتوالي او له بخل او داسې نورو آفتونو څخه د نفسونو په پاکوالي کې يې اغېز.

وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَّكُفْرًا وَّتَفْرِیْقًا بَیْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَاِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَلَیَحْلِفُنَّ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّا الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
له منافقانو همدارنګه هغه کسان دي چې جومات يې پرته د الله له پيروۍ د بلې موخې لپاره جوړ کړ، بلکې مسلمانانو ته د زيان رسولو لپاره، د کفر د څرګندوالي لپاره د منافقانو په پياوړي کولو سره، د مؤمنانو تر منځ دبېلوالي لپاره او د هغه چا د چمتووالي او انتظار لپاره چې له جومات جوړولو مخکې يې له الله او د هغه له پېغمبر سره جنګېدلي دي، هرومرو به دغه منافقان تاسوته لوړې کوي: چې موږ يوازې پر مسلمانو د نرمۍ هوډ لرو، الله شاهدي ورکوي چې هغوی درواغجن دي په خپله دغه دعوی کې.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَا تَقُمْ فِیْهِ اَبَدًا ؕ— لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ ؕ— فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ ۟
د کوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! د منافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه د قباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، د قبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَفَمَنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی تَقْوٰی مِنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٍ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهٖ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
آيا برابر دی هغه څوک چې د جومات بنسټ يې له الله څخه پر داسې وېره اېښی وي چې د هغه د امرونو پرځای کول، له نواهيوو يې ډډه کول او په ښو کړنو کې په پراخۍ يې د الله خوښي ترلاسه کول وي له هغه چا سره چې جومات يې مسلمانانو ته د زيان رسولو، د کفر د پياوړي کولو او مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکولو په موخه جوړ کړی وي؟ هيڅکله دا دواړه نشي برابرېدلای، د لومړي بنسټ پياوړی، ټينګ دی چې د لوېدو وېره يې نشته، او د دغه بېلګه داسې ده لکه څوک چې ځای جوړ کړي د کندې پر غاړه؛ هغه کنده ورانه شي او هغه ځای ولويږي، هغه ودانۍ يې د دوزخ په تل کې پرې ور ونړيږي، الله هغه قوم ته توفيق نه ورکوي د کفر، نفاق او نورو کړنو له امله ظالمان وي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَا یَزَالُ بُنْیَانُهُمُ الَّذِیْ بَنَوْا رِیْبَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلَّاۤ اَنْ تَقَطَّعَ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟۠
کوم جومات چې هغوی جوړ کړی و تل ضرر و د هغوی په زړونو کې د ثابت شک او نفاق له امله، تردې چې زړونه يې د مرګ او په توره د وژلو له امله پرې شي، الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی، پر خير او شر د بدلې ورکولو په پرېکړه کې د حکمت څښتن دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ؕ— یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیَقْتُلُوْنَ وَیُقْتَلُوْنَ ۫— وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ وَالْقُرْاٰنِ ؕ— وَمَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ مِنَ اللّٰهِ فَاسْتَبْشِرُوْا بِبَیْعِكُمُ الَّذِیْ بَایَعْتُمْ بِهٖ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
بېشکه الله پاک له خپل لوري د پېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی د الله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې د الله د کلمې د لوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات د موسی په کتاب، انجيل د عيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات د ژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• محبة الله ثابتة للمتطهرين من الأنجاس البدنية والروحية.
د الله مينه ثابته ده د هغو کسانو لپاره چې له بدني او روحي پليتيو ځانونه ښه پاکوي.

• لا يستوي من عمل عملًا قصد به وجه الله؛ فهذا العمل هو الذي سيبقى ويسعد به صاحبه، مع من قصد بعمله نصرة الكفر ومحاربة المسلمين؛ وهذا العمل هو الذي سيفنى ويشقى به صاحبه.
نه دی برابر هغه څوک چې د الله د خوښۍ په موخه کار وکړي، دغه کړنه به يې پاتې وي او څښتن به يې پرې نېکمرغه شي، له هغه چا سره چې له خپلې کړنې يې موخه د کفر مرسته او د مسلمانانو سره جګړه وي، دغه کړنه به يې له منځه ولاړه شي او څښتن به يې پرې بدبخته شي.

• مشروعية الجهاد والحض عليه كانت في الأديان التي قبل الإسلام أيضًا.
د جهاد مشروعيت او هغه ته هڅونه له اسلامه په مخکې دينونو کې هم وو.

• كل حالة يحصل بها التفريق بين المؤمنين فإنها من المعاصي التي يتعين تركها وإزالتها، كما أن كل حالة يحصل بها جمع المؤمنين وائتلافهم يتعين اتباعها والأمر بها والحث عليها.
هر هغه حالت چې د مؤمنانو تر منځ د اختلاف لامل کيږي، هغه له هغو ګناهونو څخه دی چې پرېښودل او له منځه وړل يې متعين دي، لکه هر هغه حالت چې د مؤمنانو د يوځای کېدو او په يوه خوله کېدو لامل کيږي د هغه پيروي، پر هغه امر کول او هغو ته هڅونه متعينه ده.

اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَالنَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
د دغې بدلې ترلاسه کوونکي خلک هغه کسان دي چې له هغه څه را ګرځېدونکي دي چې الله نه دي خوښ کړي او بد يې ګڼلي، هغه څه ته چې الله يې خوښوي او پرې راضي کيږي، هغه کسان دي چې الله ته د عاجزۍ او وېرې له امله سرټيټي شوي دي؛ نو د هغه په پيروۍ کې يې کوښښ کړی دی، په هر حالت کې د خپل پالونکي ستاينه کوونکي دي، روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي دي، پر هغه څه امر کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول پرې امر کړی دی، له هغه څه منع کوونکي دي چې الله يا د هغه رسول ترې منع کړې ده، په پيروۍ سره د الله د حکمونو او په ډډه کولو د هغه له نواهيوو ساتونکي دي، ای رسوله! هغو مؤمنانو ته چې پر دغو صفتونو متصف دي د هغه څه خبر ورکړه چې په دنيا او آخرت کې يې خوشحاله کوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَلَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
د نبي او مؤمنانو لپاره په کار نده چې له الله څخه د مشرکانو لپاره بښنه وغواړي که څه هم هغوی يې له خپلوانو وي، وروسته له دې چې دوی ته ښکاره شوه چې دوی دوزخيان دي، پر شرک د مړه کېدو له امله.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ ؕ— اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ ۟
د ابراهيم د خپل پلار لپاره بښنه غوښتل يوازې د دې له امله و چې له هغه سره يې د بښنې غوښتلو ژمنه کړې وه، په دې هيله چې مسلمان شي،خو کله چې ابراهيم ته څرګنده شوه چې پلار يې دالله دښمن دی له نصحيت څخه د ګټې نه پورته کولو له امله او يا د وحې له لارې؛ پوه شو چې هغه به کافر مري؛ نو ځنې بېزاره شو، او د هغه لپاره بښنه غوښتل يو اجتهادي امر و نه د الله د هغه حکم مخالفت چې ورته وحې شوی و، بېشکه ابراهيم عليه السلام، الله ته ډېر عاجزي کوونکی، زيات بښونکی او خپل ظالم قوم ته(د هغوی له تېریو) ورتېرېدونکی دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله د کوم قوم د لار ورکۍ پرېکړه نه کوي وروسته تر دې چې د لارښوونې توفيق يې ورکړی وي، ترڅو يې ورته هغه ناروا شيان نه وي بيان کړي چې ډډه کول ترې واجب دي، که هغوی ترسره کړي هغه څه چې پرې حرام کړل شوي دي وروسته د حرمت له بيانولو يې؛ نو د هغوی د لار ورکۍ پرېکړه کوي، بېشکه الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه څه پټ نه دي او تاسو ته يې هغه څه در وښودل چې تاسو پرې پوهېدئ.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟
بېشکه الله لره د آسمانونو او ځمکې ملکيت دی، هغه لره پکښې شريک نشته، له هغه څخه په هغو دواړو کې څه پټ نه دي، ژوندی کوي د چا چې ژوندي کول وغواړي او مړ کوي هغه څوک چې مرګ يې وغواړي، او تاسو لره ای خلکو! له الله پرته کوم دوست نشته چې ستاسو چارې يې په لاس کې وي او نه کوم مرستندوی شته چې له تاسو څخه د بدۍ مخه ونيسي او د دښمن پر وړاندې مو مرسته وکړي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
بېشکه الله د نبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته د تبوک له غزا د پاتې کېدو اجازه ورکړه، د هغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې د تبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی د تبوک په غزا کې د سختې ګرمۍ، تنګ لاسۍ او د دښمن د زياتوالي سربېره د نبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې و له هغوی د يوې ډلې زړونه مایل شي، د غزا د پرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې د لويې سختۍ له امله، بيا الله د ثابت پاتې کېدو او غزا ته د وتلو توفيق ورکړ او د هغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او د هغه له لورېينې هغوی ته د توبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• بطلان الاحتجاج على جواز الاستغفار للمشركين بفعل إبراهيم عليه السلام.
د ابراهيم عليه السلام له کړنې د مشرکانو لپاره د بښنې پر غوښتلو د استدلال بطلان.

• أن الذنوب والمعاصي هي سبب المصائب والخذلان وعدم التوفيق.
دا چې ګناهونه او سرغړونې د کړاوونو او رسوايۍ او توفيق د نشتون لامل ګرځي.

• أن الله هو مالك الملك، وهو ولينا، ولا ولي ولا نصير لنا من دونه.
دا چې الله د پاچايي څښتن دی او هغه زموږ سرپرست دی، له هغه پرته موږ لره نه سرپرست او نه مرستندوی شته.

• بيان فضل أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم على سائر الناس.
پر ټولو خلکو باندې د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو د غوروالي بيان .

وَّعَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ ؕ— ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او بېشکه الله د هغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی د کعب، ربيع زوی د مراره اميه زوی د هلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او د هغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه د بېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه د پراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او د رسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره د پناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه د توبې د توفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَكُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې پر الله، د هغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ د حکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله د خلاصون لاره نشته.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَلَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً وَّلَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً ؕ— فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَلِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ ۟۠
د مؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی د جهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او د قرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی و چې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې د الله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو د هغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• وجوب تقوى الله والصدق وأنهما سبب للنجاة من الهلاك.
له الله څخه د وېرې او ريښتينولۍ واجبوالی او دا چې دغه دواړه له تباهۍ د خلاصون لامل دي.

• عظم فضل النفقة في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت د ثواب لوی والی.

• وجوب التفقُّه في الدين مثله مثل الجهاد، وأنه لا قيام للدين إلا بهما معًا.
پر دين د پوهاوي واجبوالی، بېلګه يې د جهاد غوندې ده او دا چې د دين قيام پر همدغو دوو دی.

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟
الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره د جنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی د مؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته د نېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي د هغوی د وېرولو او شر د دفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ فَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ اَیُّكُمْ زَادَتْهُ هٰذِهٖۤ اِیْمَانًا ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَزَادَتْهُمْ اِیْمَانًا وَّهُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې د ملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته د ايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته د سورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا اِلٰی رِجْسِهِمْ وَمَاتُوْا وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
خو کوم چې منافقان دي؛ نو د قرآن د حکمونو او کيسو نازلېدل هغوی ته ناروغي او خباثت ور زياتوي، د هغه څه د دراوغ ګڼلو له امله چې نازليږي، د قرآن د نازلېدو په زيادت د هغوی د زړونو ناروغي زياتيږي، ځکه کله چې هم څه نازلېدل هغوی پکښې شک کوی او پر کفر مړه شول.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
اَوَلَا یَرَوْنَ اَنَّهُمْ یُفْتَنُوْنَ فِیْ كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً اَوْ مَرَّتَیْنِ ثُمَّ لَا یَتُوْبُوْنَ وَلَا هُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
آيا منافقانو د الله لخوا په ازموينه د پند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې د پوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لاس په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه د الله لخوا وو.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
وَاِذَا مَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ ؕ— هَلْ یَرٰىكُمْ مِّنْ اَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوْا ؕ— صَرَفَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
بېشکه تاسو ته ستاسو له جنسه رسول راغی چې ستاسو غوندې عرب دی ای د عربو خلکو! پرې سخت دي هغه څه چې پرتاسو سختيږي، سخته لېوالتيا يې ستاسو په لارښوونه کې ده او تاسو ته يې پاملرنه ده، او هغه په ځانګړي ډول پر مؤمنانو ډېر زړه سوانده اومهربانه دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِیَ اللّٰهُ ۖؗ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟۠
که چېرې هغوی درڅخه مخ واړوي او په هغه څه ايمان را نه وړي چې تا راوړي دي؛ نو ورته ووايه ای رسوله! ما ته هغه الله بسنه کوي چې له هغه پرته پر حقه بل معبود نشته، يوازې پر هغه مې باور کړی دی او هغه پاک ذات د لوی عرش رب دی.
අල්කුර්ආන් අරාබි අර්ථ විවරණ:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• وجوب ابتداء القتال بالأقرب من الكفار إذا اتسعت رقعة الإسلام، ودعت إليه حاجة.
له نېږدې کافرانو څخه د جنګ د پيل لازموالی، کله چې د اسلام لمن پراخه شي او دېته اړتيا پېښه شي.

• بيان حال المنافقين حين نزول القرآن عليهم وهي الترقُّب والاضطراب.
د منافقانو د حالت بيان؛ پر هغوی د قرآن د نازلېدو په وخت کې چې هغه انتظار او نا کراري وه.

• بيان رحمة النبي صلى الله عليه وسلم بالمؤمنين وحرصه عليهم.
پر مؤمنانو د نبي صلی الله عليه وسلم د لورېينې او پر هغوی يې د حرص بيان.

• في الآيات دليل على أن الإيمان يزيد وينقص، وأنه ينبغي للمؤمن أن يتفقد إيمانه ويتعاهده فيجدده وينميه؛ ليكون دائمًا في صعود.
په آيتونو کې د دې خبرې دليل چې ايمان زياتيږي او کميږي او د مؤمن لپاره په کار دي چې د خپل ايمان په لټه کې وي، پاملرنه ورته وکړي، نوی يې کړي او زيات يې کړي، تر څو تل د اوچتوالي په حال کې وي.

 
අර්ථ කථනය පරිච්ඡේදය: සූරා අත් තව්බා
සූරා පටුන පිටු අංක
 
ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - පරිවර්තන පටුන

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

වසන්න