للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الكهف   آية:

سورة الكهف - کهف

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلٰی عَبْدِهِ الْكِتٰبَ وَلَمْ یَجْعَلْ لَّهٗ عِوَجًا ۟ؕٚ
د ثنا او ستاینې وړ هغه الله دی چې پر خپل بنده يې داسې کتاب نازل کړ چې کوم کوږوالی یې پکې نه دی پریښی.
التفاسير العربية:
قَیِّمًا لِّیُنْذِرَ بَاْسًا شَدِیْدًا مِّنْ لَّدُنْهُ وَیُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا حَسَنًا ۟ۙ
د سمو خبرو والا دی چې د الله له لورې خلک له سخت عذاب نه وډاروي. او نیکو کارو مؤمنانو ته د ښه بدل زیر ورکړي.
التفاسير العربية:
مَّاكِثِیْنَ فِیْهِ اَبَدًا ۟ۙ
چې تل تر تله به هملته اوسیږي.
التفاسير العربية:
وَّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۟ۗ
او هغه کسان وړاروي چې وايې: الله پاک ځوی نیولی دی.
التفاسير العربية:
مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّلَا لِاٰبَآىِٕهِمْ ؕ— كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ؕ— اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا ۟
په دې خبره نه هغوی پوهیږي او نه يې پرې پلرونه. ډیره لویه خبره يې له خولو راوځي هو! خبره یې پرته له درواغو بل څه نه دي.
التفاسير العربية:
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ اِنْ لَّمْ یُؤْمِنُوْا بِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَسَفًا ۟
ای محمده! ښايې چې ته په دغو خلکو پسې ځان له غم نه مړ کړې چې ولې په دغه دین ایمان نه راوړي.
التفاسير العربية:
اِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَی الْاَرْضِ زِیْنَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ اَیُّهُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ۟
مونږ د ځمکې څیزونه د هغې ښایست ګرځولی تر څو پرې انسانان وازمایو چې څوک د ښو کړنو خاوندان دي؟
التفاسير العربية:
وَاِنَّا لَجٰعِلُوْنَ مَا عَلَیْهَا صَعِیْدًا جُرُزًا ۟ؕ
او مونږ د هغې د ټولو څيزونو په له مینځه وړلو سره هغه یو خالي ډاګ ګرځوو.
التفاسير العربية:
اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِیْمِ كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا ۟
ایا ته ګومان کوي چې دغار او لوحې[۱۶] خاوندان زمونږ له ډیرو حیرانوونکو نښانو[۱۷] څخه وو؟
[۱۶] د رقیم په معنا کې مختلفې خبرې شوي: د هغوی د سپي نوم، د غره د کندې یا د کلي نوم هغه تخته چې نوم يې پرې لیکل شوی( تفسیر الماوردی).
[۱۷] بلکې نه وو ځکه حیرانوونکي پیښې نوري ډير دي( تفسیر الماوردی).
التفاسير العربية:
اِذْ اَوَی الْفِتْیَةُ اِلَی الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً وَّهَیِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا ۟
کله چې څو تنو زلمیانو غار ته پناه یوړه. او ویل یې چې: ای زمونږ ربه! مونږ ته ستا له لورې رحمت را په برخه، او زمونږ کار سم او برابر کړه.
التفاسير العربية:
فَضَرَبْنَا عَلٰۤی اٰذَانِهِمْ فِی الْكَهْفِ سِنِیْنَ عَدَدًا ۟ۙ
مونږ په همغه غار کې د زیاتو کلونو لپاره د هغوی غوږونه ټپ کړل.
التفاسير العربية:
ثُمَّ بَعَثْنٰهُمْ لِنَعْلَمَ اَیُّ الْحِزْبَیْنِ اَحْصٰی لِمَا لَبِثُوْۤا اَمَدًا ۟۠
بیا مو راژوندي کړل تر څو ښکاره کړو چې کومې ډلې د هغوی د اوږده خوب زمانه ښه اټکل کړې.
التفاسير العربية:
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ نَبَاَهُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّهُمْ فِتْیَةٌ اٰمَنُوْا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًی ۟ۗۖ
مونږ د هغوی رښتیني کیسه تاته وایو. یوه ډله ځوانان وو چې په خپل رب یې ایمان راوړی و. او مونږ بشپړه ښوونه ورته کړې وه.
التفاسير العربية:
وَّرَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا ۟
او مونږ د هغوی زړونه هغه وخت لا پسې کلک کړل چې پاڅون يې وکړ او ویې ویل : زمونږ رب هغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې رب هم دی او مونږ به هیڅکله پرته له هغه نه بل څوک په خدایې سره ونه بلو. هو!( که دا کار مو وکړ نو) زمونږ دا کار به ډیره لویه سهوه او درواغ وي.
التفاسير العربية:
هٰۤؤُلَآءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— لَوْلَا یَاْتُوْنَ عَلَیْهِمْ بِسُلْطٰنٍ بَیِّنٍ ؕ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ؕ
زمونږ قوم يې له دې چې کوم پوخ دلیل وړاندې کړې پرته له الله یې نور خدایان نیولي دي نو له هغه چا نه به لوی ظالم څوک وي چې پر الله یې درواغ تړلي وي؟
التفاسير العربية:
وَاِذِ اعْتَزَلْتُمُوْهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ فَاْوٗۤا اِلَی الْكَهْفِ یَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَیُهَیِّئْ لَكُمْ مِّنْ اَمْرِكُمْ مِّرْفَقًا ۟
اوس نو چې تاسو قوم او پرته له الله نه د هغوی نور خدایان پریښوول نو غار ته پناه یوسئ ستاسې رب به پر تاسې د خپل رحمت لمن پراخه او ستاسې د کار لپاره به لارې چارې برابرې کړې.
التفاسير العربية:
وَتَرَی الشَّمْسَ اِذَا طَلَعَتْ تَّزٰوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَاِذَا غَرَبَتْ تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِیْ فَجْوَةٍ مِّنْهُ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ وَلِیًّا مُّرْشِدًا ۟۠
او ته ګورې چې لمر راخیژې او غار نه ښي اړخ ته اوړي. او چې پریووځي نو غار کیڼ لور ته پاتې شي. او هغوی د غار په خلاصه برخه کې پراته دي. دا د الله لویه نښه ده . چا ته چې الله لار وښووله نو همغه لار میندونکی دی او څوک يې چې لار ورکی کړ نو هیڅکله به د هغه لپاره کوم لارښوونکی دوست مینده نه کړې.
التفاسير العربية:
وَتَحْسَبُهُمْ اَیْقَاظًا وَّهُمْ رُقُوْدٌ ۖۗ— وَّنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَذَاتَ الشِّمَالِ ۖۗ— وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَیْهِ بِالْوَصِیْدِ ؕ— لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَیْهِمْ لَوَلَّیْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَّلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا ۟
په لیدلو کې به درته ویښ ښکاره شي خو هغوی ویده دي. مونږ يې په ښي او کیڼ اړخ اړوو. او سپي يې خپلې داوړه څنګلې د سمڅې په خوله کې غزولي دي. که لږ غوندې هم ورپورته او هغوی دې لیدلي وای نو مخ په څټ به دې تیښه کړې او د هغوی له کبله به پر تا باندې د ډار هیبت ناست وای
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ بَعَثْنٰهُمْ لِیَتَسَآءَلُوْا بَیْنَهُمْ ؕ— قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالُوْا رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ ؕ— فَابْعَثُوْۤا اَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هٰذِهٖۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ فَلْیَنْظُرْ اَیُّهَاۤ اَزْكٰی طَعَامًا فَلْیَاْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِّنْهُ  وَلَا یُشْعِرَنَّ بِكُمْ اَحَدًا ۟
او په دې توګه مونږ هغوی بیرته پاڅول، تر څو یو له بل نه پوښتنه وکړي. یوه یې نورو ته وویل: څومره ځنډ مو کړی دی؟ هغوی وویل: پوره یوه ورځ یا له [۱۸] ورځې نه لږ کم. بیا هغوی وویل رب مو ښه پوه دی. چې څومره درنګ مو کړی دی. اوس یو تن له دغو سپینو زرو سره ښار ته ولیږئ. هغه دې ښه وګوري چې د کوم ښاري خوراک ډیر پاک دی. نو له هغه نه خوراک راوړي. او باید دیره هوښیارتیا وکړي. او هیڅوک خبر نه کړي.
[۱۸] د لمر ختلو په وخت کې ویده شوي او په غرمه کې راپورته شوي وو، نو فکر يي وکړ که همغه ورځ وي نو د ورځي څه برخه ده او که بله ورځ وي نو پوره ورځ تیره شوې ده( ابن جریر الطبری).
التفاسير العربية:
اِنَّهُمْ اِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ یَرْجُمُوْكُمْ اَوْ یُعِیْدُوْكُمْ فِیْ مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟
په دې کې هیڅ شک نشته که هغوی پر تاسې برلاسي شول نو له ډیرو لاندې به مو مړه کړي. او یا به مو خپل دین ته بیرته وګرځوي که دا کار وشو نو هیڅکله به بری ونشي میندلای.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ اَعْثَرْنَا عَلَیْهِمْ لِیَعْلَمُوْۤا اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاَنَّ السَّاعَةَ لَا رَیْبَ فِیْهَا ۚۗ— اِذْ یَتَنَازَعُوْنَ بَیْنَهُمْ اَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوْا عَلَیْهِمْ بُنْیَانًا ؕ— رَبُّهُمْ اَعْلَمُ بِهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ غَلَبُوْا عَلٰۤی اَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَیْهِمْ مَّسْجِدًا ۟
او په دې توګه مونږ د ښار خلک پر هغوی خبر کړل تر څو پوه شي چې د الله وعده حقه، او په قیامت کې هیڅ شک نشته. ( او د ښار خلک مو هغه وخت پرې خبر کړل) چې د ښار خلکو د خپل [۱۹] دین په هکله یو له بل سره جګړه کوله د ښار خلکو وویل: یو تعمیر پرې جوړ کړئ رب يې ترې ښه خبر دی. خو هغو خلکو چې ددوی کارنې تر ګوتو کړي وو، وویل: مونږ به خامخا پرې جومات جوړوو.
[۱۹] ځینو وویل له مرګ نه وروسته بیا ژوندون نشته، ځینو ویل شته خو یوازې روحي ژوند دی او ځینو ویل چې روحی او جسمي دواړه دی او ځینو نور څه ویل ځینو علماوو ددې ایت ترجمه داسې کړې ( خلکو د اصحاب کهف په هکله اختلاف کوو چې څر پرې وکړي؟( ابن جریر الطبری).
التفاسير العربية:
سَیَقُوْلُوْنَ ثَلٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَیْبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ سَبْعَةٌ وَّثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَّا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا قَلِیْلٌ ۫۬— فَلَا تُمَارِ فِیْهِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا ۪— وَّلَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا ۟۠
ځینې خلک به ووايي چې هغوی درې او څلورم یې سپی ؤ. او ځینې به ووایې چې پنځه او شپږم يې سپی ؤ. دا ټول د غیبو کاڼې ویشتل دي. او ځینې نور به ووايي چې اوه تنه وو او اتم يې سپی ؤ. ای محمده! ورته ووایه چې د هغوی پوره شمیر زما رب ته ښه معلوم دی ډیر لږ خلک د هغوی په شمیر پوهیږي ته د سر سرې خبرې پرته د هغوی په برخه کې له خلکو سره بحث مه کوه او مه له چا ته د هغوی په هکله پوښتنه کوه.
التفاسير العربية:
وَلَا تَقُوْلَنَّ لِشَایْءٍ اِنِّیْ فَاعِلٌ ذٰلِكَ غَدًا ۟ۙ
او د هیڅ شي په هکله مه وایه چې زه به سبا دا کار کوم.
التفاسير العربية:
اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؗ— وَاذْكُرْ رَّبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ وَقُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّهْدِیَنِ رَبِّیْ لِاَقْرَبَ مِنْ هٰذَا رَشَدًا ۟
که ودې ویلې نو ورسره وایه چې: که دالله پاک خوښه شي. او چې له یاده دې ووتله نو خپل رب یاد کړه او ووایه چې هیله من یم چې زما رب به د نیکۍ په لور له دې هم ماته ښه نژدې لار راوښايې.
التفاسير العربية:
وَلَبِثُوْا فِیْ كَهْفِهِمْ ثَلٰثَ مِائَةٍ سِنِیْنَ وَازْدَادُوْا تِسْعًا ۟
او په خپل غار کې يې درې سوه کلونه تیر کړل او ځینو لا(نهه ) کلونه د پاسه ښوولي دي[۲۰].
[۲۰] دا د الله له لورې د خلکو د خبرو حکایت دی چې خلک وايي(۳۰۰) کلونه او ځینې نور وايي(۳۰۹) کلونه يي درنګ کړي وو( ابن جریر الطبری).
التفاسير العربية:
قُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوْا ۚ— لَهٗ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَبْصِرْ بِهٖ وَاَسْمِعْ ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ ؗ— وَّلَا یُشْرِكُ فِیْ حُكْمِهٖۤ اَحَدًا ۟
ای محمده! ووایه چې: د هغوی د درنګ اصلي موده الله ته معلومه ده. او د اسمانونو او ځمکې ټول پټ هغه ته ښه معلوم دي. هغه څه ښه لیدونکی او څه ښه اوریدونکی دی؟ مخلوق له الله نه پرته بل هیڅ کار جوړوونکی نه لري. او الله په خپله واکمنۍ کې هیڅوک له ځان سره نه شریکوي.
التفاسير العربية:
وَاتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۫ۚ— وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟
او ای محمده! د خپل رب هغه کتاب خلکو ته ووایه: چې تا ته وحې شوی دی. د هغه خبرې هیڅوک نه شي بدلولی. او نه به له هغه پرته په هیڅ ځای کې پناه ترلاسه کړای شئ.
التفاسير العربية:
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ وَلَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْ ۚ— تُرِیْدُ زِیْنَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنَا قَلْبَهٗ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ اَمْرُهٗ فُرُطًا ۟
او له هغو کسانو سره خپل زړه ډاډمن کړه چې خپل رب سهار او ماښام رابلي. او د هغه خوښي تر لاسه کول یې یوازینۍ هیله وي. ستا سترګي باید له هغوی نه وانه وړي. ایا ته د دنیا ښکلا خوښوې؟ او د هغه چا اطاعت مه کوه چې د هغه زړه مو له خپل ذکر نه غافل کړی، په خپلو خواهشاتو پسې روان او د ژوند کار يې له پولي وراووښتی دی.
التفاسير العربية:
وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَمَنْ شَآءَ فَلْیُؤْمِنْ وَّمَنْ شَآءَ فَلْیَكْفُرْ ۚ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ نَارًا اَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ؕ— وَاِنْ یَّسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ كَالْمُهْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهَ ؕ— بِئْسَ الشَّرَابُ ؕ— وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا ۟
او ای محمده! د خپل رب له لورې په زغرده حق ووایه. څوک چې ایمان راوړي ایمان دې راوړي. او څوک چې کافر کیږي کافر دې شي. مونږ د تیرې کوونکو لپاره اور تیار کړی دی چې هغوی به په خپلو پردو کې ګیر کړي. او هلته که د کومک غوښتنه وکړي نو د زوو په شان اوبو کومک به ورسره وشي چې مخونه به وریتوي. دا ډیر ناوړه څښاک او ډیر ناوړه استوګنځای دی.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ مَنْ اَحْسَنَ عَمَلًا ۟ۚ
ایمان راوړونکي د نیکیو کوونکي باید پوه شي چې مونږ د هغه چا ثواب نه ضایع کوو چې ښّ کارونه يې کړي دي.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّیَلْبَسُوْنَ ثِیَابًا خُضْرًا مِّنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ؕ— نِعْمَ الثَّوَابُ ؕ— وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ۟۠
اوسیدنه به يې په تل پاتې هغو جنتونو کې وي چې: لاندې به ترې ویالی روانې وي، هلته به د سرو زرو په بنګړیو سنګار او د نریو او پیړو وریښمنو شنې جامې به يې په تن، او په لوړو تختونو به يې تکیه کړي وي. هو! همدا ډیر ښه بدل او د اوسیدانې ډیر ښه ځاي دی.
التفاسير العربية:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا رَّجُلَیْنِ جَعَلْنَا لِاَحَدِهِمَا جَنَّتَیْنِ مِنْ اَعْنَابٍ وَّحَفَفْنٰهُمَا بِنَخْلٍ وَّجَعَلْنَا بَیْنَهُمَا زَرْعًا ۟ؕ
او ای محمده! هغوی ته یو مثال وړاندې کړه، دوه تنه وو، یوه ته يې مونږ د انګورو دوه باغونه ورکړل چې د دواړو په چار چاپیر کې مو د خرماوو د ونو کتارونه جوړ او په مینځ کې مو کښت پیدا کړ.
التفاسير العربية:
كِلْتَا الْجَنَّتَیْنِ اٰتَتْ اُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِّنْهُ شَیْـًٔا ۙ— وَّفَجَّرْنَا خِلٰلَهُمَا نَهَرًا ۟ۙ
دواړو باغونو ښې میوې ورکولې او هیڅ کموالی پکې نه وو. او د دواړو باغونو په میځ کې مو ویاله هم بیه وله.
التفاسير العربية:
وَّكَانَ لَهٗ ثَمَرٌ ۚ— فَقَالَ لِصَاحِبِهٖ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَنَا اَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَّاَعَزُّ نَفَرًا ۟
او هر ډول میوې يې درلودې. نو یوه ورځ یې خپل ملګري ته په خبرو اترو کې وویل: زه له تا نه ډیر ډیر بډای او د سړیو ملاتړ مې درنه ډیر دی.
التفاسير العربية:
وَدَخَلَ جَنَّتَهٗ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًا ۟ۙ
بیا خپل باغ ته په داسې حال کې چې له خپل ځان سره يې ظلم کاوو، ننوت. او ویې ویل: ګومان نه کوم چې دا باغ به کله له مینځه ولاړ شي.
التفاسير العربية:
وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ
او ګومان مې نشته چې قیامت به مینځ ته راشي. او هو! بالفرض که زه د خپل رب خوا ته ور وګرځول شوم، نو هلته به له دې نه هم غوره ځای ومومم.
التفاسير العربية:
قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًا ۟ؕ
ملګري یې په خبرو اترو کې ورته وویل: ایا ته اوس له هغه ذات نه منکریږي چې ته يې لومړی له خاورې او بیا له نطفې نه پیدا او بالاخر يې ورغ رمټ سړی درنه جوړ کړ؟
التفاسير العربية:
لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟
خو زه، بس همغه الله زما رب دی، او زه له خپل رب سره هیڅوک نه برابروم.
التفاسير العربية:
وَلَوْلَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ ۙ— لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ ۚ— اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ۚ
او ته چې کله خپل باغ ته ننوتلې نو ولې دې ونه ویلې؟ ماشاء الله لاقوة الابالله[۲۱] که ته اوس ګورې چې زه له تا نه په مال او اولاد کې کم یم.
[۲۱] څه چې د الله خوښه وي همغه کیږي او هیڅ توان نشته مګر یوازې د یو الله په کومک
التفاسير العربية:
فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَیُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًا ۟ۙ
نو له خپل رب نه هیله من یم چې ستا له باغ نه ښه ما ته راکړي او ستا پر باغ یو اسماني تندر راښکته او خالي وچ میدان يې وګرځوي.
التفاسير العربية:
اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا ۟
یا يې اوبه په ځمکه کې پریووځي او ته یې په هیڅ شان راونشي ویستلی.
التفاسير العربية:
وَاُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟
په پای کې د هغه د باغ ټولې میوې تباه او پر هغه لګښت چې پر باغ يې کړی ؤ خپل لاسونه مروړل او لیدل يې چې باغ يې پر چتونو چپه غورځیدلی نو ویل يې: کاشکې ما له خپل پروردګار سره څوک شریک نه وای ګڼلی.
التفاسير العربية:
وَلَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ۟ؕ
نه له الله پرته کومه ډله وه چې د هغه ملاتړيې کړی وای او نه يې په خپله څه کولای شو.
التفاسير العربية:
هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ ؕ— هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ عُقْبًا ۟۠
همغه وخت ښه څرګنده شوه چې واک یوازې له یو الله سره دی ثواب همغه ښّ دی چې الله يې ورکړي. او پای هم همغه ښه ده چې الله يې ښه کړې.
التفاسير العربية:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا ۟
او ای پیغمبره! هغوی ته د دنیا ژوند په مثال سره څرګند کړه چې: مونږ اوبه له اسمان نه راښکته ځمکه ورسره زرغونه او تازه شوه خو ډیر ژر زرغون څیزونه وچ کلک او بادونه يې هره خوا الوزي. او الله په هر څه قادر او توانا دی.
التفاسير العربية:
اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟
مال او ځامن یوازې د دنیا ښایست او سینګار دی. نیک پاتې کارونه ستا د رب په وړاندې د غوره اجر او د غوره هیلو ارزښت لري.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ
هغه ورځ په زړه کړه چې مونږ غرونه له خپلو ځایونو بې ځایه او ځمکه بیخي لغړه ومومي. او ټول انسانان له مخې راټول کړو چې یو هم رانه پاتې نه شي.
التفاسير العربية:
وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟
او ټول کتار، کتار ستا رب ته وړاندې کړای شي. الله به ووایې دا دی اوس ماته راغلئ لکه څنګه مې چې لومړی ځل پیدا کړي واست که نه نو ستاسې ګومان خو دا وو چې مونږ به تاسې ته د وعدې کوم ځای او وخت ونه ټاکو.
التفاسير العربية:
وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠
او عمل پاڼې به کیښوولی شي ته به ګورې چې ګناهګاران به له هغه څه نه چې په عمل پاڼو کې يې ښکل شوې ډیر ډاریدونکي او وايې به: های زمونږ بده بخته! دا څه دي؟ په دې لیکنه کې زمونږ هره کوچنۍ او لویه راټوله شوې ده. او خپلې کړنې به مخامخ وګوري. ستا رب به په هیچا تیری ونه کړي.
التفاسير العربية:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟
او یاد کړه کله چې مونږ پریښتو ته وویل: ادم ته سجده وکړئ هغوی سجده وکړه خو ابلیس ونه کړه هغه له پیریانو څخه وو او د خپل رب د امر له منلو نه ووت. نو ای مسلمانانو! ایا تاسې هغه او د هغه اولاده پرته له ما نه په دوستۍ نیسئ؟ په داسې حال کې چې هغوی ستاسې دښمنان دي؟ دا ډیر ناوړه بدل دی چې ظالمانو غوره کړی دی.
التفاسير العربية:
مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟
ما ته د اسمان او د ځمکې په پیدایښت کې هغوی را حاضر کړي وو او نه د هغوی په خپل پیدایښت کې او زه هیڅکله له لارې ویستونکي خپل مټ او ملاتړ نه ګرځوم.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟
او هغه ورځ یاده کړه چې الله پاک ووايي: اوس زما هغه شریکان راوبلئ چې تاسې به خپل ګومان نیولي وو هغوی به يې راوبلي. خو مرستې ته به يې رانشي. او د هغوی او خدایانو ترمینځ به يې جهنم حایل وګرځوو.
التفاسير العربية:
وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠
مجرمان به اور وویني. او پوخ باور به يې راشي چې نور پکې ورغورځیدونکي دي. او هیڅ پناه ځای به ترې پیدا نشي کړای.
التفاسير العربية:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ اَكْثَرَ شَیْءٍ جَدَلًا ۟
او مونږ په قران کې د خلکو لپاره هر ډول مثالونه وړاندې کړي خو انسانان د هر څه نه زیات جګړه مار دي.
التفاسير العربية:
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰی وَیَسْتَغْفِرُوْا رَبَّهُمْ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ۟
او کله چې خلکو ته هدایت راغی نو څه شي له ایمان راوړلو. او له رب نه د بښنې غوښتلو څخه منع کړل؟ یوازینۍ خبره همدا ده چې هغه څه ورسره وشي چې له پخوانیو نه منونکو امتونو سره شوي وو. او یا سم له لاسه له عذاب سره لاس او ګریوان شي.
التفاسير العربية:
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— وَیُجَادِلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَمَاۤ اُنْذِرُوْا هُزُوًا ۟
او مونږ رسولانو ته پرته له زیري ورکولو او ډارولو نه بله دنده نه ده سپارلي. او کافرانو باطلې هڅې خپلې کړي چې حق پرې له مینځ یوسي. زمونږ ایتونه او ورکړ شوی اخطار ټوکې او مسخرې ګڼي.
التفاسير العربية:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ فَاَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِیَ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ تَدْعُهُمْ اِلَی الْهُدٰی فَلَنْ یَّهْتَدُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟
او له هغه چا به بل لوی ظالم څوک وي چې د الله په ایتونو پند ورکړای شي. نو ترې مخ اړوي، او هغه کړنې له یاده وباسي چې له خپله لاسه يې وړاندې لیږلي دي؟ مونږ دا وړ خلکو په زړونو پوښ غوړولی دی او په غوږونو کې يې دروندوالی دی چې د قران په خبره پوه نه شي. ته يې که هر څومره د هدایت په لور وبلي خو هغه به هیڅکله سمه لار ونه مومي.
التفاسير العربية:
وَرَبُّكَ الْغَفُوْرُ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— لَوْ یُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوْا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ؕ— بَلْ لَّهُمْ مَّوْعِدٌ لَّنْ یَّجِدُوْا مِنْ دُوْنِهٖ مَوْىِٕلًا ۟
او ستا رب ډیر بښونکی او د رحمت څښتن دی. که خلک يې په خپلو کړنو نیولای، نو ډیر ژر به يې پرې عذاب نازل کړی وو. خو د هغوی لپاره یوه نیټه ټاکل شوې ده چې له الله پرته به بل هیڅ د خلاصون ځای ونه مومي.
التفاسير العربية:
وَتِلْكَ الْقُرٰۤی اَهْلَكْنٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَّوْعِدًا ۟۠
او دا کلی [۲۲] مونږ هغه وخت هلاک کړل چې تیر يي وکړ، او د هغو د هلاکولو لپاره مو یوه نیټه ټاکلې وه.
[۲۲] هغه بې شمیره کلي چې د تاریخ په اوږدو کې هلاک شوي لکه نوح، هود، ثمود، او نور قومونه ( ابن جریر الطبری).
التفاسير العربية:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا ۟
او هغه کیسه یاده کړه چې موسی خپل خدمت ګار ته [۲۳] وویل: زه به تر هغو ولاړ شم چې د دواړو سیندونو یو ځای کیدلو ځای ته ورسم[۲۴] که نه نو زه به تر ډیرې زماني همداسې روان وم.
[۲۳] یو شع بن نون( ابن جریر الطبری)
[۲۴]د دجلي او فرات سیندونه چې یوځای بحر ته ښکته کیږي یا د افریقا دوه سیندونه چې سره نژدې شي( البحر المحیط تفسیر لابن حبان الاندلسي الفردطی)
التفاسير العربية:
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَیْنِهِمَا نَسِیَا حُوْتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ سَرَبًا ۟
نو چې د سیندونو د یو ځای کیدلو ځای ته ورسیدل. کب ته يې خیال نه وو چې ناببر په سیند کې داسې ولاړ چې پخه لار يې ځان ته جوړه کړه.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا ؗ— لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا ۟
چې ښه وړاندې ولاړل نو موسی خپل خدمت ګار ته وویل: غرمه ناری راوړاندې کړه ننه ني سفر خورا ستړي کړي یو.
التفاسير العربية:
قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ ؗ— وَمَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ ۚ— وَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ ۖۗ— عَجَبًا ۟
خادم يې وویل: ستا خیال دی چې کله مونږ غټې ډبرې ته تکیه وکړه بس په همغه ځای کې مې کب له یاده ووت او شیطان رانه هیره کړه چې تاته يي کیسه وکړم. کب خو په ډیره عجیبه توګه په سیند کې مخ په وړاندې ولاړ.
التفاسير العربية:
قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۖۗ— فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًا ۟ۙ
موسی وویل: بس دا همغه څه دي چې مونږ يي لټوو. نو بیرته پر خپلو راغلو پلونو ولاړل .
التفاسير العربية:
فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا ۟
نو هلته يي زمونږ یو داسې بنده ومیند چې مونږ خپل رحمت ور په برخه کړی او له خپلې لورې مو ډیر څه ورښوولي و.
التفاسير العربية:
قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ۟
موسی ورته وویل: ایا زه له تا سره پاتې کیدای شم چې هغه لار ښوونې ماته راوښايي چې تاته در ښوول شوي دي؟
التفاسير العربية:
قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
خضر ورته وویل: ته له ما سر هزغم نه شي کولای.
التفاسير العربية:
وَكَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا ۟
او څرنګه به هغه څه وزغمې چې ته ترې هیڅ خبر نه يې؟
التفاسير العربية:
قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّلَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا ۟
موسی وویل: که الله کول ډیر صبرناک به مې ومومي او په هیڅ کار کې به له تا نه سر ونه غړوم.
التفاسير العربية:
قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ۟۠
خضر وویل: ښه ده که له ماسره پاتې شوې او د هیڅ په هکله به له ما نه پوښتنه نه کوي تر څو زه په خپله درته د هغه یادونه وکړم.
التفاسير العربية:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا ؕ— قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا ۚ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا ۟
هغه وو چې دواړه روان او په یوه کښتۍ کې سواره شول. خضر کښتۍ سورۍ کړه. موسی وویل ایا کښتۍ دې سورۍ کړه چې سپرلۍ يې غرقه کړې؟ دا خو دې ډیر لوی بې سره کار وکړ.
التفاسير العربية:
قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
خضر وویل: تاته ما نه وو ویلي ته له ماسره صبر نه شې کولای.
التفاسير العربية:
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَلَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا ۟
موسی وویل :په هیره مې مه نیسه او له داسې حال سره مې مه مخ کوه چې زما انډیوالي له تاسره سخته شي.
التفاسير العربية:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ ۙ— قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةً بِغَیْرِ نَفْسٍ ؕ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا ۟
بیا دواړه روان او له یوه کوچني هلک سره مخ شول. خضر هغه وواژه موسې ورته وویل یو بې ګناه انسان دې پرته له دې چې پر هغه د بل انسان پور وي، وواژه په رښتیا چې ډير بد او نامنلی کار دې وکړ.
التفاسير العربية:
قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
خضر وویل:ایا تاته مانه وویلي چې ته له ماسره صبر نه شې کولئ؟
التفاسير العربية:
قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ ۚ— قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا ۟
موسې وویل:که له دې وروسته مې د بل څه پوښتنه در څخه وکړه نو بیا مې له ځان سره مه پریږده رښتیا چې ته زما له اړخه د عذر حد ته رسیدلې یې.
التفاسير العربية:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ ١سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ ؕ— قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا ۟
بیا دواړه مخ په وړاندې روان وو،تر څو یوه کلي ته ورسیدل او د هغه ځای له خلکو نه یې خوراک وغوښت خلک تیار نه شول چې میلمه پالنه یې وکړي.خو هلته یې یو دیوال ولید چې نړیدونکی و،هغه یې له سره کلک ودراو.موسې ورته وویل:که دې غوښتي وای نو مزدوري به دې پرې اخیستي وای.
التفاسير العربية:
قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَبَیْنِكَ ۚ— سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟
خضر ورته وویل:بس همدلته زما او ستا لیارې جلا دي.خو د هغه څه حقیقت به در وښایم چې تا پرې صبرونه شو کړای.
التفاسير العربية:
اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا ۟
د کښتۍ خبره داسې وه چې هغه د څو مسکینانو کښتۍ وه چې په بحر کې یې چلوله.ماوغوښتل چې هغه عیب جنه کړم ځکه چې وړاندې داسې یو پاچا ؤ چې هره روغه کښتۍ یې په زور اخیستله.
التفاسير العربية:
وَاَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۟ۚ
او د کوچني خبره داسې وه چې د هغه مور او پلار مؤمنان وو مونږ وډار شو چې ځوی به یې په سرغړونه او کفر کې وغورځوي.
التفاسير العربية:
فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّاَقْرَبَ رُحْمًا ۟
نو ځکه مونږ وغوښتل چې د هغوی رب،د ځوی په بدل کې بل داسې اولاد ورکړي چې په اخلاقو کې له هغه غوره او د مهرباني هیله ورته ډیره وي.
التفاسير العربية:
وَاَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَكَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَكَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا ۚ— فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَیَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا ۖۗ— رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ۚ— وَمَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ ؕ— ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟ؕ۠
او دیوال د ښار د دوه یتیمو کوچنیانو ملکیت ؤ.لاندې ترې د هغوی خزانه وه،پلار یې صالح سړی ؤ،نو ستا رب وغوښتل چې دواړه یتیمان پاخه زلمیان او بیا خپله خزانه راوباسي.دا ستا د رب له لورې مهرباني وه.ما په خپل سر یو کار هم نه دی کړی.هو!همداوه د هغو خبرو اصلي بڼه چې تا پرې صبرونه شو کړای.
التفاسير العربية:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ
ای محمده!هغوی له تانه د ذوالقرنین[۱]په هکله پوښتنه کوي.ووایه چې زه به ډیر ژر تاسې ته د هغه څه حال ووایم.
[۱] ذوالقرنین څوک وو؟په دې هکله روایتونه دي څوک وايي دا سکند اعظم څوک یې نور څوک بولي او د ذوالقرنین معنې ده دوه ښکرونو والا.دې سړي ته د دوه ښکرونو والا لقب ځکه ورکړی شو چې دختیځ او لویدیځ واکمن وو.دوه قرنه یې عمر وو.تاج یي دوه پاڼې درلودې.په سر کې یې دویښتانو دوه کوڅۍ وې.ظاهرې او باطنې علم ورسره وو(تفسیر الماوردی).
التفاسير العربية:
اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ
مونږ هغه ته په ځمکه کې واک ورکړی او هر ډول وسایل مو وربښلي وو.
التفاسير العربية:
فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟
نو هغه څه وسایل ترمخه کړل.
التفاسير العربية:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟
او تر هغو ولاړ چې د لمر پریوتلو تر پولې ورسید. لمر یې ولید چې په تورو اوبو کې ډوبیږي.هلته له یو قوم سره مخ شو.مونږ ورته وویل:ذوالقرنینه!ستا خوښه چې دا خلک ربړوي او که ښه لیار ورسره نیسې.
التفاسير العربية:
قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟
ذوالقرنین وویل:څوک چې د ظلم لیار ونیسي نو مونږ به اې له درنګه هغه وربړو او بیا به خپل رب په لور وګرځول شي او په نااشنا،عذاب به یې وربړوي.
التفاسير العربية:
وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ
او هر چا چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او مونږ به هم اسان حکمونه ورکړو.
التفاسير العربية:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا یې څه وسایل په مخکې واچول.
التفاسير العربية:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ
او تر هغو ولاړ چې د لمر ختلو تر ځایه ورسید هلته یې ولیدل چې لمر په یوه داسې قوم راخیژي چې مونږ هغوی ته له لمر پټیدلو هیڅ بندوبست نه وو ورکړی.
التفاسير العربية:
كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟
هو!حالات همداسې وو.او مونږ د ذوالقرنین له ټولو وسایلو نه پوره خبر وو.
التفاسير العربية:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
بیا یې ځینې وسایل ترمخه کړل.
التفاسير العربية:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟
او تر هغو ولاړ چې د دوه لویو غرونو ترمینځ ورسید هلته له یوه داسې قوم سره مخ شو چې په خبره پوهیدل ورته ډیر ګران وو.
التفاسير العربية:
قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟
خلکو وویل:ای ذوالقرنینه!زوزي،او زما زوزي په ځمکه کې فساد خوروي.که مونږ باج درکړو نو کولای شی چې زمونږ او د هغوی تر مینځ یو بند جوړ کړې.
التفاسير العربية:
قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ
ذوالقرنین وویل:هغه څه چې ماته خپل رب راکړي ډیر غوره دي نو تاسې ماته یوازې بشري قوه راکړئ زه به ستاسې او هغوی تر مینځ یو کلک دیوال جوړ کړم.
التفاسير العربية:
اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ
د اوسپنو غټې ټوټې راوړئ.او کله چې هغه د دواړو غرونو ترمینځ د غرونو په اندازه له اوسپنې ډکه کړه نو وئې ویل:اوس اوربل او تیزيي کړئ.او چې نوی دیوال د اور په شان سور شونو خلکو ته یې وویل:ماته ویلي مس راوړئ چې پر دیوال یې وڅڅوم.
التفاسير العربية:
فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟
نو زوزو،او ما زوزو ونه شو کولای چې پر دیوال راواوړي او یا یې سوری کړي.
التفاسير العربية:
قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ ۚ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ ۚ— وَكَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّا ۟ؕ
ذوالقرنین وویل:دا زما د رب مهرباني ده.او کله چې زما د رب وعده راغله نو دیوال به اوار کړي هو!زما د رب وعده حقه ده.
التفاسير العربية:
وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا ۟ۙ
په هغه ورځ به مونږ پریږدو چې خلک د سمندر د څپو په شان یو له بل سره موجونه ووهي.شپیلۍ به پو او ټول به یوه ځای ته را ټول کړو.
التفاسير العربية:
وَّعَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَا ۟ۙ
او په همدې ورځ به کافرانو ته جهنم په ډاګیز ډول ور وړاندې کړو.
التفاسير العربية:
١لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَكَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا ۟۠
هغو کافرانو ته چې زما له ذکر نه یي سترګې په پرده او د هیڅ شي اوریدلو ته تیار نه وو.
التفاسير العربية:
اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا ۟
ایا کافران ګومان کوي چې زما بنده ګان به له ما پرته دوستان او کار جوړوونکي ونیسي(دا به ئې په ګټه وي؟نه:ځکه چې)مونږ د کافرانو لپاره د جهنم میلمستیا تیاره کړې ده.
التفاسير العربية:
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًا ۟ؕ
ای محمده!ووایه چې هغه څوک در په ګوته کړو چې ټولې کړنې یې زیانمنې دي؟
التفاسير العربية:
اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَهُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا ۟
هغه خلک دي چې د دنیوي ژوند ټولې هلې ځلې یې بابیزه او بیا هم ګومان کوي چې په ښو کړنو اخته دي.
التفاسير العربية:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا ۟
دا همغه کسان دي چې د الله په ایتونو کافر او د هغه له ملاقات نه منکر دي.نو ټولې کړنې یې بابیزه او مونږ به د قیامت په ورځ هیڅ ارزښت ور نه کړو.[۲]
[۲] لله معنا ئې ده د قیامت په ورځ د هغوی د عملونو د تللو لپاره تله نه ودروو.یعنې عملونه به ئې نه تلل کیږي ځکه چې نیک عملونه به هیڅ پکې نه وي (ابن جریر الطبری)
التفاسير العربية:
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَرُسُلِیْ هُزُوًا ۟
همدا جهنم یې جزا ده.ځکه چې زما په ایتونو کافران او زما په رسولانو یې ملنډې وهلې.
التفاسير العربية:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ۟ۙ
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي نو د هغوی میلمستون به د فردوس جنتونه وي.
التفاسير العربية:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا ۟
تل تر تله به هملته وي او هیڅ وخت به یې زړه ونه غواړی چې بل خوا ولاړ شي.
التفاسير العربية:
قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۟
ای محمده!ووایه که ټول بحرونه رنګ شي چې زما د رب خبرې پرې ولیکل شي.نو بحرونه به پځوا لدې چې زما د رب د خبرو لیکل خلاص شي وچ شي.هو!که څه هم همدومره نور بحرونه او سیندونه ور زیات هم شي.
التفاسير العربية:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّلَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا ۟۠
او ای محمده!ووایه چې زه ستاسې په څير یو انسان یم ماته وحې کیږي چې ستاسې معبود یوازې یو الله دی نو که څوک د خپل رب دلیدنې هیله من وي نو باید چې نیک کارونه وکړي او د خپل رب په عبادت کې هیڅوک شریک نه کړي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: الكهف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق