للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: القلم   آية:
اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
مونږ دا خلک ازمایو لکه چې:د باغ څښتنان مو ازمایلي وو.هغه وخت چې قسم یي وکړ چې د خپل باغ میوې او کښت به ګهیڅ څرک راټولوي.
التفاسير العربية:
وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟
او هیڅ به نه بیلوي.
التفاسير العربية:
فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟
دوی لاویده وو چې د الله له لورې یوه بلا راښکته شوه.
التفاسير العربية:
فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ
او ټول داسې وګرځیدل لکه له بیخه ریبل شوي.
التفاسير العربية:
فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
نو چې یو بل ته یې ګهیځ څرک غږ وکړ.
التفاسير العربية:
اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟
که په رښتیا میوې راټولوئ نو باید سهار وختي باغ ته ولاړشئ.
التفاسير العربية:
فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ
ولاړل،او په ورو،ورو یي سره ویل.
التفاسير العربية:
اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ
نو باید یو مسکین هم باغ ته راپرې نږدو.
التفاسير العربية:
وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟
او ګهیځ وخت له پاخه هوډ سره باغ ته ولاړل.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
خو چې باغ یي ولید نو ویي ویل:مونږ لکه چې لار ورکه کړې.
التفاسير العربية:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
(خوژر پوه شول چې نه)بلکې له باغ څخه بې برخې شوي یو.
التفاسير العربية:
قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟
مینځني یي وویل مادرته نه وو ویلي چې:تاسې ولې الله په پاکۍ سره نه یادوئ؟
التفاسير العربية:
قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
نو بې له درنګه ټولو وویل:زمونږ رب ډیر پاک دی او په رښتیا چې مونږ تیری کړی و.
التفاسير العربية:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟
یوه پر بل مخ راواړاو او یوه پر بل ملامتي اچوله.
التفاسير العربية:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟
ټولو وویل:افسوی زمونږ پر حال مونږ پوره سرغړونه کړې وه.
التفاسير العربية:
عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟
زمونږ هیله ده چې زمونږ رب به له دې باغ څخه غوره باغ مونږ ته راکړي مونږ خپل رب ته مخ اړوونکي یو.
التفاسير العربية:
كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
په همدې شان عذاب وي او د اخرت عذاب ډير لوی دی خو که پوهیدای.
التفاسير العربية:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
دا پخه خبره ده چې د پرهیزګارانو لپاره د رب په وړاندې له نعمتونو څخه ډک جنتونه دي.
التفاسير العربية:
اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
ایا مونږ به امر منونکي د مجرمانو پشان وګڼو؟
التفاسير العربية:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
دا تاسې څه خبره کوئ؟
التفاسير العربية:
اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
او که داسې لیکنه لرئ چې(خپل برخه لیک)پکې لولئ؟
التفاسير العربية:
اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ
او یوازې هغه څه درته پکې ښکارې چې د ځانو لپاره یې غوره ګڼئ.
التفاسير العربية:
اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
او که پر مونږ داسې تړون اړولی دی چې د قیامت تر ورځې به یوازې هغه څه در رسیږي چې تاسې یې پریکړه وکړئ.
التفاسير العربية:
سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ
لدوی څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو یي ددې خبرو ضامن او ذمه وار دی.
التفاسير العربية:
اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟
او که ځیني شریکان لري.که رښتیني وي نو هغه دې هم رامینځ ته کړي.
التفاسير العربية:
یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ
په کومه ورځ چې الله پاک خپله پونډۍ بربنډه او دوی سجدې ته وبلل شي نو توان به یي نه وي چې سجده وکړي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: القلم
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق