للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الأعراف   آية:
وَاِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَاَنَّهٗ ظُلَّةٌ وَّظَنُّوْۤا اَنَّهٗ وَاقِعٌ بِهِمْ ۚ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟۠
او کله چې مونږ پرې غر داسې راپورته کړ چې تابه ویل چترۍ ده او ددوی پوخ باور و چې پرې راغورځیږي. مونږ ورته وویل هغه څه ټینګ ونیسئ چې مونږ در کړی او له هغه څه نه ګټه پورته کړئ چې کتاب ترې ډک دی کیدای شې چې تاسې پرهیزګاران شئ.
التفاسير العربية:
وَاِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِیْۤ اٰدَمَ مِنْ ظُهُوْرِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَاَشْهَدَهُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ ۚ— اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ۛۚ— شَهِدْنَا ۛۚ— اَنْ تَقُوْلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هٰذَا غٰفِلِیْنَ ۟ۙ
ای محمده! هغه وخت یاد کړه چې کله ستا رب د ادم اولادې له شاګانو څخه د هغوی ځوځات راویستلی او بیا يي پر خپلو ځانو شاهدان نیولي وو. چې ایا زه ستاسې رب نه یم؟ ټولو ځواب ویلې ؤ چې هو! ته زمونږ رب يي. په دې مو شاهدي ده. دا کار مو ځکه وکړ هسې نه چې تاسې بیا د قیامت په ورځ ووایي چې مونږ ترې ناخبره وو.
التفاسير العربية:
اَوْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اَشْرَكَ اٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّیَّةً مِّنْ بَعْدِهِمْ ۚ— اَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او یا ووايي چې زمونږ پلرونو له مونږ نه وړاندې شرک کړی او مونږ په هغوی پسې نسل وو. نو ایا اوس مونږ په هغه څه هلاکوې چې بې لارو خلکو کړي وو؟.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
په همدې توګه مونږ دلایل بیانوو ښآيي چې هغوی د حق په لور وګرځيږي.
التفاسير العربية:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ الَّذِیْۤ اٰتَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَاَتْبَعَهُ الشَّیْطٰنُ فَكَانَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟
او ای محمده! د هغه چا حال ورته بیان کړه چې مونږ خپل ایتونه ورکړي وو[۱۰] خو هغه ترې ووت نو شیطان ورپسې شو تر څو چې د هغه د لار ورکو په ډله کې وګڼل شو.
[۱۰] د بني اسرائیلو د یوه سړي( بلعام ) نومې کیسه ده چې د خدای له لورې ورکړی علم يي په بې ځایه ډول په کار اچولی و.
التفاسير العربية:
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنٰهُ بِهَا وَلٰكِنَّهٗۤ اَخْلَدَ اِلَی الْاَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ ۚ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ الْكَلْبِ ۚ— اِنْ تَحْمِلْ عَلَیْهِ یَلْهَثْ اَوْ تَتْرُكْهُ یَلْهَثْ ؕ— ذٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
که مونږ غوښتي وای نو هغه به مو په خپلو ایتونو سره لوړ کړای وای خو هغه د ځمکې په لور زور وکړ او د خپلو نفسي غوښتنو پسې ولاړ. مثال يي د سپي دی. که پرې برید وکړی ژبه راوباسې او غاپې او که يي پریږدی هم غاپې. همدا د هغو خلکو مثال دی چې زمونږ ایتونو درواغ ګڼي. نو ته دا کیسې ورته وایه ښآيي چې هغوی فکر وکړي.
التفاسير العربية:
سَآءَ مَثَلَا ١لْقَوْمُ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاَنْفُسَهُمْ كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ ۟
د هغه قوم مثال ډیر بد دی چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼي او پر خپلو ځانونو تیری کوي.
التفاسير العربية:
مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِیْ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
چا ته چې الله پاک ښوونه وکړي نو همغه لار میندونکی. او څوک يي چې لار ورکې کړ نو همدوی زیان کاران دي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: الأعراف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق