للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: الأعراف   آية:
وَالْبَلَدُ الطَّیِّبُ یَخْرُجُ نَبَاتُهٗ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ۚ— وَالَّذِیْ خَبُثَ لَا یَخْرُجُ اِلَّا نَكِدًا ؕ— كَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّشْكُرُوْنَ ۟۠
غوره ځمکه د خپل رب په حکم ښه حاصل راټوکوي. او ناکاره ځمکه پرته له بابیزه حاصل بل څه نهرا زرغونوي. په همدی توګه مونږ د هغو خلکو لپاره چې شکر کوي ټولې نښې او دلایل بیانوو.
التفاسير العربية:
لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
په یقین چې مونږ نوح د هغه قوم ته ولیږه نوح وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ. پرته له هغه ستاسې بل هیڅ خدای نشته. زه پر تاسې د یوې لویې ورځې له عذاب نه ډاریږم.
التفاسير العربية:
قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
د هغه د قوم مشرانو وویل: مونږ ته ښکاري چې ته په څرګنده بې لارۍ کې اخته یې.
التفاسير العربية:
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ ضَلٰلَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نوح وویل زما قومه! زه په ګمراهۍ کې اخته نه بلکې د ټول عالم د رب له لورې استازی یم.
التفاسير العربية:
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنْصَحُ لَكُمْ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
د خپل رب پیغام تاسې ته رسوم ستاسې خیر غوښتونکی یم او الله پاک هغه څه راښوولي دي چې تاسې برې نه پوهیږئ.
التفاسير العربية:
اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوْا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
ایا دا خبره درته د حیرانتیا وړ ښکار چې ستاسې یو سړي تاسي ته د رب له لورې پند راووړ چې تاسې و ډاروي چې له شرک نه ځانونه وژغورئ کیدای شي پر تاسې مهرباني وکړای شي.
التفاسير العربية:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا عَمِیْنَ ۟۠
خو هغوی درواغجن وګاڼه مونږ نوح او دهغه مسلمان ملګري په یوه کښتۍ کې خلاص کړل او هغه کسانو مو ډوب کړل چې زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي وو. رښتیا همغوی ړانده وو.
التفاسير العربية:
وَاِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
مونږ عادیانو ته د هغوی ورور هود ولیږه. هغه وویل ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ له هغه پرته ستاسې بل هیڅ خدای نشته. ایا تاسې پرهیزګاري نه کوئ؟
التفاسير العربية:
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ سَفَاهَةٍ وَّاِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
د هغه د قوم کافرو مشرانو وویل: مونږ ته لیوني ښ:ارې او مونږ پر تا د درواغجن ګومان کوو.
التفاسير العربية:
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ سَفَاهَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
هود وویل : ای زما قومه! زه لیونی نه یم. بلکې د عالمیانو د رب له لورې استازی یم.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: الأعراف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق