Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-আম্বীয়া   আয়াত:
قُلْ اِنَّمَاۤ اُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْیِ ۖؗ— وَلَا یَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَآءَ اِذَا مَا یُنْذَرُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه چې زه دوحې په وسیله تاسې ډاروم. خو کاڼه چې هر څومره وډارول شي بلنه نه اوري.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَىِٕنْ مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَیَقُوْلُنَّ یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
او که ستا د رب د عذاب ډیره لږه برخه هم هغوی ته ورسیږي،نو چیغې به کړي چې های زمونږ بده بخته په رښتیا چې مونږ ظالمان وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَنَضَعُ الْمَوَازِیْنَ الْقِسْطَ لِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا ؕ— وَاِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ اَتَیْنَا بِهَا ؕ— وَكَفٰی بِنَا حٰسِبِیْنَ ۟
مونږ به د قیامت په ورځ د انصاف تلې کیږدو نو په هیچا به هیڅ ډول تیری ونه شي. که څه هم د وري دانې په اندازه عمل وي،مونږ به یې په تله کې واچوو.او د حساب کولو لپاره مونږ بس یو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ الْفُرْقَانَ وَضِیَآءً وَّذِكْرًا لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ
او مونږ موسې او هارون ته پریکړه کوونکی(کتاب)روښنايې او پند ورکړی ؤ چې پرهیزګاران ترې ګټه واخلي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ وَهُمْ مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُوْنَ ۟
همغه کسان چې په غیبو له خپل رب نه ډاریږي،او د قیامت له ډاره تل په لړزان وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَهٰذَا ذِكْرٌ مُّبٰرَكٌ اَنْزَلْنٰهُ ؕ— اَفَاَنْتُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟۠
او دادی له برکت نه ډک ذکر مې تاسې ته نازل کړ. ایا تاسې یې نه منئ؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ رُشْدَهٗ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهٖ عٰلِمِیْنَ ۟ۚ
او له دې وړاندې مونږ ابراهیم ته زیرکتیا ورکړې او مونږ هغه ډیر ښه پيژنده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَا هٰذِهِ التَّمَاثِیْلُ الَّتِیْۤ اَنْتُمْ لَهَا عٰكِفُوْنَ ۟
هغه وخت یاد کړه چې هغه خپل پلار او قوم ته وویل:دا څه دي چې تاسې پرې پړ مخ ورغورځیدلي یاست؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالُوْا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا لَهَا عٰبِدِیْنَ ۟
هغوی وویل:بس زمونږ پلرونو یې عبادت کاو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
ابراهیم وویل:تاسې لار ورکه کړې او پلرونه مو هم ښکاره بې لارې وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ اَمْ اَنْتَ مِنَ اللّٰعِبِیْنَ ۟
هغوی وویل:ایا تا مونږ ته کومه حقه خبره راوړې او که ساعت تیروي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالَ بَلْ رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الَّذِیْ فَطَرَهُنَّ ۖؗ— وَاَنَا عَلٰی ذٰلِكُمْ مِّنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
ابراهیم وویل:ټوکې او ساعت تیري نه ده بلکې ستا رب همغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې رب او پيدا کوونکی دی.او زه ستاسې په وړاندې پر دې خبره شاهدي وایم.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَتَاللّٰهِ لَاَكِیْدَنَّ اَصْنَامَكُمْ بَعْدَ اَنْ تُوَلُّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟
او قسم په الله چې زه به ستاسې د نشتوالي په وخت کې ستاسې د بتانو چاره وکړم.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-আম্বীয়া
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ