Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-মুল্ক   আয়াত:

ملک

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُ ۟ۙ
ډیر لوی او بابر کته دی هغه ذات چې واک او پاچايي د هغه په لاس کې ده او پر هر شي وسمن دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
١لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُ ۟ۙ
مرګ او ژونديي پيدا کړی تر څو تاسې و ازمایې چې په تاسو کې د چا کړنې ښې دي. هغه ډیر زورور او بښونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ؕ— مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ؕ— فَارْجِعِ الْبَصَرَ ۙ— هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ ۟
هغه ذات دی چې اوه اسمانونه يي یو د بل دپاسه،لاندې باندې پيدا کړي دي ته به د رحمان الله په پيدایښت کې هیڅ ډول عیب ونه وینې سترګې واړوه ایا:کومه نیمګړتیا په سترګو درځي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّهُوَ حَسِیْرٌ ۟
بیا،بیا سترګې واړوه راواړوه ستا لیدنه به ستړې ستومانه او نامراده بیرته راستنه شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَاَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ ۟
او مونږ نژدې آسمان په ستورو ښکلی کړی دی.او ستورو مو د شیطانانو د رټلو او ویشتلو لپاره په کار اچولي دي.او شیطانانو ته مو سوزوونکی اور تیار کړی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او هغه کسان چې په خپل رب کافران شوي د دوزخ عذاب ئي په برخه دی او دوزخ د ورتګ ډیر بد ځای دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّهِیَ تَفُوْرُ ۟ۙ
کله هم چې پکې وروغورځول شي نو د خوټیدونکي دوزخ غړ مبیدونکی غږ به واوري.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ ۟
نژدې به وي چې دوزخ له قهر او غضب څخه وچوي.هره ډله چي پکې وغورځول شي د دوزخ ساتونکي به ترې پوښتنه کوي چې:ایا تاسو ته کوم ډاروونکی نه ودرغلی؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ ۙ۬— فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۖۚ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ ۟
ځواب به ورکوي:هو!ډاروونکی راغلی و خو مونږ درواغجن وګاڼه.او ومو ویل چې:الله پاک هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې په لویه بي لارئ کې اخته یاست(چې د نبوت دعوه کوئ).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟
دوزخیان به وايي:که چیرې مونږ خبره اوریدلې وای:یا مو له عقل څخه کار اخیستی وای نو:اوس به د سوزوونکي اور له خاوندانو سره نه وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ ۚ— فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟
خپله ګناه يې ومنله.نو د اور څښتنان له رحمت څخه خورا لرې دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
دا خبره هم پخه ده:هغه څوک چې له خپل رب څخه په غیبو سره ویریږي بښنه يي په برخه ده او لوی اجر ور کړای شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-মুল্ক
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ