Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik. * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Ajet: (124) Sura: En-Nisa
وَمَنْ یَّعْمَلْ مِنَ الصّٰلِحٰتِ مِنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ نَقِیْرًا ۟
او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.
Tefsiri na arapskom jeziku:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• ما عند الله من الثواب لا يُنال بمجرد الأماني والدعاوى، بل لا بد من الإيمان والعمل الصالح.
هغه ثوابونه چې د الله تعالی سره دي یوازی په ارزوګانو او دعوو سره نه تر لاسه کیږي، بلکه لازم دي ایمان لرل او نیک عمل کول.

• الجزاء من جنس العمل، فمن يعمل سوءًا يُجْز به، ومن يعمل خيرًا يُجْز بأحسن منه.
بدله د هر کار د خپل عمل مطابق ده، نو پس څوک چې ګناه کوي د هغې بدله به ورکول کیږي، او څوک چې د خیر کار کوي د هغه د ثواب څخه به ورته د هغه څخه خایسته ورکول شي.

• الإخلاص والاتباع هما مقياس قبول العمل عند الله تعالى.
اخلاص او تابعداري دا دواړه د الله تعالی په نز د عمل د قبلیدو اندازه ده.

• عَظّمَ الإسلام حقوق الفئات الضعيفة من النساء والصغار، فحرم الاعتداء عليهم، وأوجب رعاية مصالحهم في ضوء ما شرع.
اسلام غټ کړي دي د کمزورو ډلګیو د زنانه و او ماشومانو حقونه، نو حرام کړی يې دی تیری کول په هغوی، او واجب کړي يې دي د هغوی د مصلحتونو رعایت کول د شرعې په رڼا کې.

 
Prijevod značenja Ajet: (124) Sura: En-Nisa
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik. - Sadržaj prijevodā

Izdavač: centar za kur'anske studije "Tefsir".

Zatvaranje