Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: El-Isra   Ajet:
وَبِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۘ
مونږ دا قران په حقه نازل کړی او له حق سره تاته رسیدلی. او ای محمده! ته یوازې د زیري ورکولو او ډارولو لپاره لیږل شوی یې.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَقُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّنَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا ۟
او مونږ قران مرحله په مرحله په تا نازل کړی چې ته يې ښه مهلت او درنګ سره په خلکو ووایې: هو! دا قران مونږ قدم په قدم نازل کړی دی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًا ۟ۙ
ای محمده! ووایه: تاسې پرې ایمان راوړئ که نه ( دا ستاسې کار دی) خو کومو کسانو ته چې پخوا له قران نه علم ورکړیا [۱۵] شوی دی. کله چې پرې کله چې پرې قران تلاوت شي نو پړمخ سجدکوونکي پریوزي.
[۱۵] کله عبدالله بن سلام او نور چې له یهودیت څخه بیزار او مسلمانان شوي وو( تفسیر الماوردي).
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَّیَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا ۟
او وايي چې: پاک دی زمونږ رب بې شکه زمونږ د رب هره وعده خامخا کیدونکې ده.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا ۟
او په داسې حال کې چې ژاړي او لا يې خشوع او عاجزي زیاتیږي پړ مخ په قران ور پریووزي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟
ای محمده! ووایه: د الله په نوم یادوئ او که د ( الرحمن) په نوم. هر نوم يې چې تاسې اخلئ همغه صحیح دی ځکه چې هغه د غوره نومونو څښتن دی. او په لمانځه کې مه ډیرې چیغي وهه. او مه ډیر ورو بلکې د دواړو د مینځ لار ونیسه.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا ۟۠
او وایه چې: ثنا ده هغه الله پاک لره چې: نه یې څوک زوی نیولی. او نه په واکمنۍ کې ورسره شریک شته او نه يې د بي وسۍ له کبله کوم دوست شته او هر وخت د هغه لويې یادوه.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: El-Isra
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Prijevod značenja Kur'ana na paštunski jezik. Prevodilac: Molavi Džanbaz Sarfaraz.

Zatvaranje