Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: Merjem   Ajet:
فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ
وخوره او وڅښه او په ځوی دې سترګې یخې کړه.که کوم یو انسان دې ولیده نوم ورته ووایه چې ما د رحمن لپاره روژه نذر کړې نن به له هیچا سره خبرې ونه کړم.
Tefsiri na arapskom jeziku:
فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟
بیا یې بچی په خپله غیږ کې قوم ته راووړ. هغوی ټولو وویل:مریمې!های دا څومره لوی بدکار دې کړی؟
Tefsiri na arapskom jeziku:
یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ
د هارون خوری!ستا خو نه پلار بد سړی ؤ او نه دې مور زنا کاره وه.
Tefsiri na arapskom jeziku:
فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟
مریم،خپل ځوی ته اشاره وکړه.هغوی وویل:مونږ به د ځانګو له ماشوم سره څنګه خبرې وکړو؟
Tefsiri na arapskom jeziku:
قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ
کوچني وویل:زه د الله بنده یم.ماته یې کتاب راکړی او زه یې پيغمبر کړی یم.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ
او هر چیرې چې یم برکت به راسره وي او امر یې راته کړی چې د ژوند تر پایه به لمونځ او زکات ادا کوم.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟
له مور سره د نیکۍ خوی یې راکړی او ناروا تیری کوونکی بدبخته یې نه یم ګرځولی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟
سلام دی پرما د پيدایښت په ورځ،د مرګ په ورځ او په هغه ورځ هم چې بیا ژوندی راپاڅول شم.
Tefsiri na arapskom jeziku:
ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟
دا دی د مریمې ځوی عیسی او دا هغه حق اورښتینې خبره ده چې خلک پکې شک کوي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ
دا د الله کار نه دی چې څوک په ځوی ولۍ ونیسي هغه له دې نه پاک دی.کله چې د یو کار د کړنې پریکړه وکړي نو ورته ووایې:وشه.بس هغه وشي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او عیسې وویل الله زما رب دی.او ستاسې هم نو یوازې د هغه عبادت وکړئ.او همدغه روغه او سمه لیار ده.
Tefsiri na arapskom jeziku:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
نو بیا جلا،جلا ډلو په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ.نو هغو کسانو ته چې کافران شوي لوی ورځې ته په ور حاضریدلو لویه تباهي او هلاکت دی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
په هغه ورځ چې مونږ ته راځي څومره ښه اوریدونکي او څومره ښه لیدونکي به وي.خو نن دا ظالمان په ښکاره بي لیارۍ سر شوي دي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: Merjem
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Preveo je Moulavi Džanbaz Sarfraz

Zatvaranje