Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: El-Bekara   Ajet:
وَاتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ ۚ— وَمَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ ۗ— وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَمَارُوْتَ ؕ— وَمَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ؕ— فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهٖ ؕ— وَمَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ ؕ— وَلَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۫ؕ— وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه څه یې منلې دي چې د سلیمان ( علیه السلام) د واکمنۍ په زمانه کې به شیطانانو لوستل، سلیمان ( علیه السلام) کافر نه وه، بلکې شیطانانو کفر خپل کړی ؤ چې خلکو ته به یې جادو ورښوولو او د هغه څه مننه یې وکړه چې د بابل په ښار کې هاروت او ماروت نومو دوه ملایکو ته نازل شوی ؤ، دواړو ملائکو به هیچاته جادو نه ښوولو ترڅو په ډاګه به یې ورته وویل: باید پوه شئ چې مونږ یو ازمیښت یو تاسې کفر مه خپلوئ، بیا به هم دوي له ملایکو څخه هغه څه زده کول چې د سړي او ښځې ترمینځ به پرې جلاوالی راتلی شو، هو! هغوی په دې جادو هیچا ته څه ضرر د الله له حکم (ارادې) څخه پرته نه شو رسولای، او هغه څه یې زده کول چې تاوان یې پکې ؤ، نه ګټه، او په دې ښه پوه شوي وو چې څوک هم جادو واخلي نو په اخرت کې به یې هیڅ ونډه نه وي، ډیره بده ده چې په خورا ناڅیز شي يې خپل ځانونه وپلورل خو کاشکې چې په خبره یې سر خلاصیدای.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَلَوْ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَمَثُوْبَةٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ خَیْرٌ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او که چیرې هغوی ایمان خپل کړای او ځانونه یې له جادو څخه ژغورلي وای نو د الله ورکړه خورا غوره وه، کاشکې چې هغوي پوهیدای.
Tefsiri na arapskom jeziku:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقُوْلُوْا رَاعِنَا وَقُوْلُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوْا ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! (راعنا) [۲] مه وايئ بلکې ( انظرنا) ووايې: او خبره واورئ او پوه شئ چې کافرانو ته دردوونکی عذاب ورکول کیږي.
[۲] منافقانو به ( راعنا) داسې کږولو چې ( راعینا) به ترې جوړ شو چې معنې یې ده( اې زمونږ شپونکیه) کابلی تفسیر.
Tefsiri na arapskom jeziku:
مَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَلَا الْمُشْرِكِیْنَ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ خَیْرٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
چا چې د حق له بلنې څخه انکار کړی دی اهل کتاب دي او که مشرکان هیڅکله نه خوښوي چې پر تاسې د رب له لورې کومه ښیګڼه او د خیر خبره نازله شي، خو د الله پاک چې څوک خوښ شي په خپل رحمت سره یې غوره کوي او الله د لوي فضل او مهربانۍ څښتن دی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: El-Bekara
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Prijevod značenja Kur'ana na paštunski jezik. Prevodilac: Molavi Džanbaz Sarfaraz.

Zatvaranje