Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: El-A'araf   Ajet:
وَلَقَدْ جِئْنٰهُمْ بِكِتٰبٍ فَصَّلْنٰهُ عَلٰی عِلْمٍ هُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
مونږ هغوی ته د علم په رڼا کې پوره او بشپړ کتاب راوړی و چې د ایمان راوړونکي قوم لپاره هدای او رحمت وو.
Tefsiri na arapskom jeziku:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا تَاْوِیْلَهٗ ؕ— یَوْمَ یَاْتِیْ تَاْوِیْلُهٗ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ نَسُوْهُ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۚ— فَهَلْ لَّنَا مِنْ شُفَعَآءَ فَیَشْفَعُوْا لَنَاۤ اَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَیْرَ الَّذِیْ كُنَّا نَعْمَلُ ؕ— قَدْ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟۠
اوس دا خلک پرته له دې کوم څیز ته سترګې په لار دي چې له هغه څه سره مخ شي چې دا کتاب یې بیانوي؟ او په کومه ورځ چې د کتاب له خوا ښوول شوي شیان راشي نو د هغو کسانو چې دا کتاب يې هیر کړی وو یوازینۍ خبره به همدا وي چې رښتیا هم زمونږ د رب استازي په حقه راغلي وو. ایا اوس څوک شته چې زمونږ شفاعت وکړي؟ او ایا کیدای شي چې مونږ بیرته دنیا ته ولیږل شو چې له پخوانیو کړنو څخه پرته نوی عملونه وکړو. په رښتیا يې خپل ځانونه زیانمن او هغه درواغ چې دوی تړل ټول ترې وکړل شول.
Tefsiri na arapskom jeziku:
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۫— یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ یَطْلُبُهٗ حَثِیْثًا ۙ— وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُوْمَ مُسَخَّرٰتٍ بِاَمْرِهٖ ؕ— اَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْاَمْرُ ؕ— تَبٰرَكَ اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
بې شکه ستاسې رب الله دی هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا يې پر عرش استواء[۶] وکړه د شپې تیاره پر ورځې خورا په منډه خپروي. لمر، سپوږمۍ او ستوري یې په داسې وړ پیدا کړل چې په بشپړ ډول د هغه منوونکي دي ـ خبردار چې پیدایښت او حکم چلول یوازې د هغه دي . برکت والا دی هغه الله چې د ټول علم رب دی.
[۶] استوا د عربي لغت له مخې د ( پاسه کیدلو او ځای نیولو) په معنا دی، د استواء نسبت چې الله ته شوی دی نو مونږ یې معنا کړي چې الله پاک په عرش استوا وکړه داسې استوا چې له شان سره یې ښايي: نو استوا يي معلومه ده چې الله په عرش استوا کړي خو په کیفیت یې نه پوهیږو او ددې خبرې څیړل بدعت دی. والله اعلم( فتح القدیر د امام شوکاني)
Tefsiri na arapskom jeziku:
اُدْعُوْا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَّخُفْیَةً ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُعْتَدِیْنَ ۟ۚ
خپل رب په زاریو په پټه وبلئ. بې شکه چې هغه له حد نه وړاندی تلونکي نه خوښوي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا وَادْعُوْهُ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؕ— اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او په ځمکه کې له جوړښت او روغې وروسته یې فساد مه کوئ. او الله پاک له ډار او هیلې[۷] سره وبلئ. بې شکه چې د الله مهرباني نیکو کارانو ته ډیره نژدې ده.
[۷] د مؤمن ایمان باید د ډار، او هیلو ترمینځ وي هر وخت باید د الله له عذاب نه وډارشي او مهربانۍ ته يې هیله من وي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَهُوَ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّیِّتٍ فَاَنْزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَاَخْرَجْنَا بِهٖ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰی لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
او الله هغه ذات دی چې د خپل رحمت( باران) نه وړاندې زیري ورکوونکي بادونه را الوزوي. تر څو پنډې وریځې را پورته او بیا یې د یوه وچ وطن په لور بیایو له همدغو وریځو اوبه راښکته کوو او د اوبو په واسطه هر ډول میوې مینځ ته راوړو. په همدې توګه مونږ مړي هم بیرته راژوندي کوو پکار دي چې تاسې پند واخلئ.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: El-A'araf
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Preveo je Moulavi Džanbaz Sarfraz

Zatvaranje