Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Sura: Et-Tevba   Ajet:
لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوْا لَكَ الْاُمُوْرَ حَتّٰی جَآءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ اَمْرُ اللّٰهِ وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
لدې وړاندې هم هغوی د فتنې راپورته کولو هڅه کړې وه[۱۱]او ستا د ناکامۍ لپاره یې ډير کارونه لاندې باندې کړي وو تر څو حق راغی او د الله دین بریمن او ښکاره شو که څه هم هغوی ناخوښه وو.
[۱۱] د احد په غزا کې د جنګ له صحنې څخه راوتلي وو(ابن جریر الطبری)
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ ائْذَنْ لِّیْ وَلَا تَفْتِنِّیْ ؕ— اَلَا فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُوْا ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟
په هغوی کې ځینې داسې هم شته چې له تانه اجازه غواړي او وايي چې په فتنه کې مې مه اچوه،خبردار چې هغوی په فتنه کې و غورځیدل او بې شکه چې جهنم په ټولو کافرانو چاپیریدونکی دی.
Tefsiri na arapskom jeziku:
اِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۚ— وَاِنْ تُصِبْكَ مُصِیْبَةٌ یَّقُوْلُوْا قَدْ اَخَذْنَاۤ اَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَیَتَوَلَّوْا وَّهُمْ فَرِحُوْنَ ۟
که تاته خوښي رسیږي نو په هغوی درنه تمامیږي او که له غم سره مخ کیږئ نو له خوښۍ نه وايي مونږ له پخوا خپل کار جوړ کړی ؤ او د خوښۍ او خندا په حال کې له تاسې نه جلا کیږي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
قُلْ لَّنْ یُّصِیْبَنَاۤ اِلَّا مَا كَتَبَ اللّٰهُ لَنَا ۚ— هُوَ مَوْلٰىنَا ۚ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
ای محمده! ووایه مونږ ته پرته له هغه چې الله راته لیکلي دي بل څه نه رسیږي الله زمونږ بادار او باید پر الله مؤمنان توکل وکړي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُوْنَ بِنَاۤ اِلَّاۤ اِحْدَی الْحُسْنَیَیْنِ ؕ— وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ اَنْ یُّصِیْبَكُمُ اللّٰهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِنْدِهٖۤ اَوْ بِاَیْدِیْنَا ۖؗۗ— فَتَرَبَّصُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ مُّتَرَبِّصُوْنَ ۟
ای محمده!(صلې الله علیه وسلم)ووایه! تاسې زمونږ په هکله له دوه ښیګنو څخه(۱۲)د یوې د تر لاسه کولو پرته د بل څه انتظار نه کوئ او ستاسې په هکله زمونږ انتظار دادی چې الله مو له خپل لورې له عذاب سره لاس او ګریوان کړي او یا مو زمونږ پر لاسونو وربړوي نو اوس تاسې انتظار کوئ مونږ هم درسره منتظر یو.
Tefsiri na arapskom jeziku:
قُلْ اَنْفِقُوْا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا لَّنْ یُّتَقَبَّلَ مِنْكُمْ ؕ— اِنَّكُمْ كُنْتُمْ قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه تاسې په خپله خوښه څه مصرف کړئ او که په ناخوښه هیڅکله به له تاسې نه ونه منل شي ځکه چې تاسې فاسقان یي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
وَمَا مَنَعَهُمْ اَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقٰتُهُمْ اِلَّاۤ اَنَّهُمْ كَفَرُوْا بِاللّٰهِ وَبِرَسُوْلِهٖ وَلَا یَاْتُوْنَ الصَّلٰوةَ اِلَّا وَهُمْ كُسَالٰی وَلَا یُنْفِقُوْنَ اِلَّا وَهُمْ كٰرِهُوْنَ ۟
د هغوی د مصرف نه مننې یوازینی دلیل همدادی چې هغوی له الله او د هغه له رسول نه منکر دي،او چې لمانځه ته وړاندې کیږي نو خورا زړه ماتی او چې څه مصرفوي نو پرې ډیر ناخوښه وي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
 
Prijevod značenja Sura: Et-Tevba
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz - Sadržaj prijevodā

Preveo je Moulavi Džanbaz Sarfraz

Zatvaranje