Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Yūsuf   Ayah:
قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اَنْ نَّاْخُذَ اِلَّا مَنْ وَّجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّظٰلِمُوْنَ ۟۠
يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې د ظالم د ګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه ته سزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو.
Arabic explanations of the Qur’an:
فَلَمَّا اسْتَیْـَٔسُوْا مِنْهُ خَلَصُوْا نَجِیًّا ؕ— قَالَ كَبِیْرُهُمْ اَلَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنَّ اَبَاكُمْ قَدْ اَخَذَ عَلَیْكُمْ مَّوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُّمْ فِیْ یُوْسُفَ ۚ— فَلَنْ اَبْرَحَ الْاَرْضَ حَتّٰی یَاْذَنَ لِیْۤ اَبِیْۤ اَوْ یَحْكُمَ اللّٰهُ لِیْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
کله چې د يوسف لخوا د خپلې غوښتنې له ځوابه نا هيلې شول، له خلکو بېل شول ترڅو مشوره وکړي، مشر ورور يې وويل: آيا په ياد مو دي چې پلار مو له تاسو د الله ټينګه ژمنه اخېستې وه ترڅو يې زوی بېرته ورولئ، مګر داچې داسې څه درباندې چاپېره شي چې د مخ نيوي توان يې ونلرئ، له دې مخکې مو د يوسف په اړه زيادت کړی و او له پلار سره مو خپله ژمنه پوره نکړه؛ نو هيڅکله د مصر ځمکه تر هغه نه پرېږدم تر څو مې پلار د بېرته ورتګ اجازه رانکړي او يا الله راته د خپل ورور د اخېستو پرېکړه وکړي، هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی او هغه په حق او عدل پرېکړه کوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِرْجِعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْكُمْ فَقُوْلُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ ۚ— وَمَا شَهِدْنَاۤ اِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَیْبِ حٰفِظِیْنَ ۟
مشر ورور وويل: پلار ته مو ورشئ او ورته ووايئ: بېشکه زوی دې غلا وکړه؛ نو د مصر عزيز هغه د غلا په سزا مرېيی کړ، موږ خبر نه يو مګر دا چې پوه شو د هغه څه په ليدو چې پېمانه يې له باره راوځي او موږ پوه نه وو چې هغه غلا کوي، که موږ په دې پوه وای دهغه د بېرته راوستلو ژمنه مو نه درسره کوله.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَسْـَٔلِ الْقَرْیَةَ الَّتِیْ كُنَّا فِیْهَا وَالْعِیْرَ الَّتِیْۤ اَقْبَلْنَا فِیْهَا ؕ— وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
زموږ د رېښتينولۍ د ثبوت لپاره ای پلاره د هغه مصر (ښار)له خلکو پوښتنه وکړه چې پکې وو او له هغې قافلې پوښتنه وکړه چې ورسره راغلو، په هغه څه به دې خبر کړي چې موږ پرې خبر کړې، بېشکه موږ په حقه په هغه څه کې رېښتيني يو چې د هغه له غلا مو خبر کړي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَنِیْ بِهِمْ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
پلار يې ورته وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې بيان کړه، چې هغه غلا کړې ده، بلکې نفسونو مو دا خبره درته ښايسته کړې چې دوکه ورسره وکړئ لکه مخکې مو چې د هغه له ورور يوسف سره کړې وه؛ نو زما صبر ښکلی صبر دی چې له الله پرته بل چا ته پکې شکایت نشته، ژر به الله هغوی ټول ماته راوګرځوي: يوسف، سکه ورور يې او د هغوی دواړو مشر ورور، بېشکه هغه سپېحلی ذات زما په حال ښه پوه دی، زما د امر په تدبير کې حکيم دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰۤاَسَفٰی عَلٰی یُوْسُفَ وَابْیَضَّتْ عَیْنٰهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِیْمٌ ۟
له هغوی څخه د مخ په اړولو لرې شو او ويې ويل: ای زما د غم سختۍ پر يوسف! پر هغه له ډېرې ژړا يې د سترګو تور، سپين شول، هغه له غم او خفګانه ډک دی، خپل خفګان له خلکو پټوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالُوْا تَاللّٰهِ تَفْتَؤُا تَذْكُرُ یُوْسُفَ حَتّٰی تَكُوْنَ حَرَضًا اَوْ تَكُوْنَ مِنَ الْهٰلِكِیْنَ ۟
د يوسف وروڼو خپل پلار ته وويل:په الله قسم ته تل يوسف يادوې، پر هغه وير کوې تردې چې ناروغي درباندې سختيږي يا اوس مرې.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَشْكُوْا بَثِّیْ وَحُزْنِیْۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
پلار يې ورته وويل: زه له هغه غم او خفګان څخه چې راته رسېدلي يوازې الله ته شکايت کوم او د الله پر مهربانۍ، ښېګڼه، د اړ د دعا په قبلولو او کړاو ليدونکي ته په بدله ورکولو کې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• لا يجوز أخذ بريء بجريرة غيره، فلا يؤخذ مكان المجرم شخص آخر.
د بېګناه نيول د بل پر ګناه روا ندي؛ نو د ګناهکار پر ځای بل څوک نه نيول کيږي.

• الصبر الجميل هو ما كانت فيه الشكوى لله تعالى وحده.
ښه صبر هغه دی چې په هغو کې شکایت يوازې الله تعالی ته وي.

• على المؤمن أن يكون على تمام يقين بأن الله تعالى يفرج كربه.
پر مؤمن لازمه ده چې بشپړه باور يې دا وي چې الله تعالی د هغه غم لرې کوي.

 
Translation of the meanings Surah: Yūsuf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close