Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (2) Surah: Ar-Ra‘d
اَللّٰهُ الَّذِیْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— یُدَبِّرُ الْاَمْرَ یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې لوړ آسمانونه يې پرته له داسې ستنو پيدا کړي چې تاسو يې ووينئ، بيا پورته شو او په عرش لوړ شو داسې چې د هغه پاک ذات له شان سره ښايي پرته له څرنګوالي او مثال بیانولو څخه، د خپل مخلوق د ګټو لپاره يې لمر او سپوږمۍ تابع کړل، هر يو له لمر او سپوږمۍ د الله په پوهه کې تر ټاکلې مودې ګرځي، هغه پاک ذات په اسمانونو او ځمکه کې د خپلې خوښې سره سم امر چلوي، پرخپل قدرت دلالت کوونکې نښې بيانوي تر څو د قيامت په ورځ د خپل پالونکي په مخامخ کېدو باور وکړئ، د ښه کار لپاره ورته چمتو شئ.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• إثبات قدرة الله سبحانه وتعالى والتعجب من خلقه للسماوات على غير أعمدة تحملها، وهذا مع عظيم خلقتها واتساعها.
د الله پاک د قدرت اثبات، د آسمانونو پيدايښت يې پرته له داسې ستنو چې پورته کړي يې وي، دغه يې د لوی پيدايښت او پراخۍ سربېره دي.

• إثبات قدرة الله وكمال ربوبيته ببرهان الخلق، إذ ينبت النبات الضخم، ويخرجه من البذرة الصغيرة، ثم يسقيه من ماء واحد، ومع هذا تختلف أحجام وألوان ثمراته وطعمها.
د الله د قدرت اثبات او د پيدايښت له دليل څخه د هغه د ربوبيت بشپړتيا، چې پنډه شينګيا را شنه کوي، له کوچنۍ دانې يې راباسي، بيا يې په يو اوبو اوبوي، له دې سره د غټوالي او د مېوو رنګونه او خوندونه يې بېل بېل وي.

• أن إخراج الله تعالى للأشجار الضخمة من البذور الصغيرة، بعد أن كانت معدومة، فيه رد على المشركين في إنكارهم للبعث؛ فإن إعادة جمع أجزاء الرفات المتفرقة والمتحللة في الأرض، وبعثها من جديد، بعد أن كانت موجودة، هو بمنزلة أسهل من إخراج المعدوم من البذرة.
بېشکه د الله لخوا له کوچنيو دانو د پنډو ونو را اېستل وروسته لدې چې نه وې، په دې کې د مشرکانو له بېرته را پاڅېدو پر نټه رد دی، ځکه په ځمکه کې د شيندل شويو بېلو بېلو زړو برخو د راټولولو بېرته راګرځول، او له نوي سره يې راپاڅول، وروسته تردې چې شتون يې لرلو، هغه څو برابره آسانه دي د معدوم شي له دانې څخه په را اېستلو باندې.

 
Translation of the meanings Ayah: (2) Surah: Ar-Ra‘d
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Translations’ Index

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

close