Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (47) Surah: An-Nahl
اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
او که ایا دوی په امن کې دي د دې نه چې وبه رسیږي دوی ته د الله تعالی عذاب د دوی د ویرې په وخت کې د هغه نه، نو پس الله تعالی قدرت لرونکی دی په عذاب ورکولو باندې په هر حالت کې، بیشکه ستاسې رب خامخا شفقت کوونکی مهربان دی؛ تلوار نه کوي په عذاب ورکولو باندې شاید بنده ګان يې هغه ته توبه وباسي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• على المجرم أن يستحي من ربه أن تكون نعم الله عليه نازلة في جميع اللحظات ومعاصيه صاعدة إلى ربه في كل الأوقات.
مجرم (ګناهګار) باید د خپل رب څخه وشرمیږي داسې چې د الله تعالی نعمتونه په هغه باندې په هر وخت کې نازلیدونکي دي او د هغه ګناهونه په هر وخت کې خپل رب ته ختوونکي دي.

• ينبغي لأهل الكفر والتكذيب وأنواع المعاصي الخوف من الله تعالى أن يأخذهم بالعذاب على غِرَّة وهم لا يشعرون.
کافرانو او دروغ ګڼوونکو او هر قسم ګناهګارانو لره پکار دي چې د الله تعالی څخه وویریږي د دې نه چې دوی لره په ناڅاپي عذاب سره راونیسي او دوی به نه پوهیږي.

• جميع النعم من الله تعالى، سواء المادية كالرّزق والسّلامة والصّحة، أو المعنوية كالأمان والجاه والمنصب ونحوها.
ټول نعمتونه د الله تعالی له طرفه دي، برابره خبره ده که مادي دي لکه رزق، سلامتیا او صحتمندي، او که یا معنوي دي لکه امن، مرتبه، منصب او داسې نور.

• لا يجد الإنسان ملجأً لكشف الضُّرِّ عنه في وقت الشدائد إلا الله تعالى فيضجّ بالدّعاء إليه؛ لعلمه أنه لا يقدر أحد على إزالة الكرب سواه.
انسان نه بیامومي هیڅ یوځای د پناه د هغه نه د تکلیف د لرې کولو لپاره د سختئ په وخت کې مګر الله تعالی نو بیا هغه ته په دعا کولو سره په چغو شي؛ د هغه د پوهې د وجې نه چې بیشکه د الله تعالی پرته بل هیڅوک هم د مصیبت د لرې کولو وسع نه لري.

 
Translation of the meanings Ayah: (47) Surah: An-Nahl
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close