Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (84) Surah: An-Nahl
وَیَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا ثُمَّ لَا یُؤْذَنُ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟
او یاد کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې الله تعالی به د هر امت نه د هغوی پیغمبر راپاڅوي کوم چې دوی ته لیږل شوي وو ګواهي به کوي په ایمان د مومنانو د دوی نه او په کفر د کافرانو د دوی نه، بیا وروسته د دې نه به کافرانو ته د بهانې کولو اجازه نه شي ورکول کیدلی د هغه کفر نه چې دوی پکې وو، او دنیا ته به هم نشي ورګرځیدلی چې داسې عملونه وکړي چې د دوی رب ترې راضي شي، نو پس اخرت کور د حساب دی نه د عمل کولو.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• دلت الآيات على جواز الانتفاع بالأصواف والأوبار والأشعار على كل حال، ومنها استخدامها في البيوت والأثاث.
آیتونه دلالت کوي په جواز د فایدې اخیستلو په وړۍ او پشمونو او ويښتانو باندې په هر شکل، او د هغې نه استعمال د هغې دی په کورونو او سامان الاتو کې.

• كثرة النعم من الأسباب الجالبة من العباد مزيد الشكر، والثناء بها على الله تعالى.
ډیر نعمتونه د جلبوونکو سببونو څخه دي، د بندګانو نه د زیات شكر ایستلو، او جلبوونکي دي د ثنا ویلو په الله تعالی باندې.

• الشهيد الذي يشهد على كل أمة هو أزكى الشهداء وأعدلهم، وهم الرسل الذين إذا شهدوا تمّ الحكم على أقوامهم.
ګواه چې پر هر امت به شاهدي وايي، هغه تر شاهدانو پاک او عادل به يې وي، هغوی هغه رسولان دي چې کله شاهدي ورکړي پر وينا به يې پرېکړه بشپړه شي.

• في قوله تعالى: ﴿وَسَرَابِيلَ تَقِيكُم بِأْسَكُمْ﴾ دليل على اتخاذ العباد عدّة الجهاد؛ ليستعينوا بها على قتال الأعداء.
د الله تعالی په دې وینا کې: [وسرابیل تقیکم بأسکم] کې دلیل دی په رانیولو د بندګانو د جهاد سامان الاتو لره، د دې لپاره چې د دښمن په مقابل کې یې پر مټ وجنګیږي.

 
Translation of the meanings Ayah: (84) Surah: An-Nahl
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Translations’ Index

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

close