Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Isrā’   Ayah:
قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ
ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: شئ تاسې -ای مشرکینو- که چیرته کولی شئ تیږې (ګټې) په سختوالي کې، او یا اوسپنه شئ په قوت کې، او تاسې هیچیرې داسې نه شئ کولی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟
او یا شئ بل قسم مخلوق لوی د دې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی د قبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ د مړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر د مخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا د جواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠
بیرته به الله تعالی راژوندي کوي تاسې په هغه ورځ چې اواز به درته وشي د محشر میدان ته، نو تاسې به قبول کړئ د هغه بلنه غاړه کیښودونکي به یاست د هغه حکم ته، د هغه ثنا به وایئ، او تاسې به دا ګومان کوئ چې تاسې په ځمکه کې وخت نه دی تیر کړی مګر لږ وخت.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟
او ووایه -ای پیغمبره- زما هغو بندګانو ته چې په ما یې ایمان راوړی: ودې کړي دوی ښایسته خبرې کله چې دوی د یو بل سره خبرې کوي، او ځان دې وساتي د بدې نفرت پیداکوونکې کلمې نه؛ ځکه چې شیطان دا غنیمت ګڼي نو د دوی تر منځ په دنیوي او اخروي زندګۍ کې د فساد اچولو کوشش کوي، یقینا شیطان چې دی هغه دښمن دی ښکاره دښمني کوونکی، نو په مومن باندې لازمه ده چې د شیطان نه ځان وساتي.
Arabic explanations of the Qur’an:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوهه دی په تاسې، نو پټ نه پاتې کيږي په هغه باندې ستاسې نه هیڅ شی، که چیرته وغواړي چې رحم وکړي په تاسې نو رحم به درباندې وکړي داسې چې د ایمان او نیک عمل طرف ته به توفیق درکړي، او که چیرته وغواړي چې عذاب درکړي تاسې ته عذاب به درکړي داسې چې لرې به مو کړي د ایمان نه او په کفر به مو مړه کړي، او مونږ نه یې لیږلی ته -ای پیغمبره- په دوی باندې ذمه وار چې ته یې په ایمان مجبورکړې، او د کفر نه یې بند کړې، او د دوی عملونه حساب کړې، یقینا ته خو رسوونکی یې د الله تعالی له طرفه د هغه څه چې تا ته یې پرې د رسولو امر کړی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟
او رب ستا -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغو چا چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او ښه پوهه دی د هغوی په احوالو او په هغه څه چې دوی یې حقدار دي، او یقینا مونږ غوره کړي بعضې د پیغبرانو نه په بعضو نورو په ډیروالي د تابعدارانو او په رالیږلو د کتابونو، او مونږ ورکړی و داود -علیه السلام- ته کتاب چې هغه زبور دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: راوبلئ تاسې -ای مشرکینو- هغه کسان چې تاسې ګومان کاوه چې ګویا کې دوی حقدار د بندګۍ دي پرته له الله تعالی نه کله چې په تاسې څه تکلیف او مصیبت راشي، نو دوی وسع نه لري د لرې کولو د دې تکلیف او مصیبت ستاسې نه، او وسع نه لري د بدلولو د دې تکلیف بل چا ته د دوی د بې چارۍ د وجې نه، او څوک چې بې چاره وي نو هغه د بندګۍ حقدار نشي کیدلی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟
دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي د ملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی د الله تعالی د رحمت امید لري، او د هغه د عذاب نه ویریږي، یقینا ستا د رب عذاب -ای پیغمبره- باید د هغه نه ویره وشي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ د هغوی د کفر له امله د دنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، د هغوی د کفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• القول الحسن داع لكل خلق جميل وعمل صالح، فإنَّ من ملك لسانه ملك جميع أمره.
ښایسته وینا دعوت ورکوونکې ده هر یو ښایسته صفت او نیک کار ته، پس هر چا چې خپله ژبه وساتله نو یقینا خپلې ټولې چارې يې سمبال کړې.

• فاضل الله بين الأنبياء بعضهم على بعض عن علم منه وحكمة.
الله تعالی د پیغمبرانو ترمنځ په یو بل باندې غوره والی د خپل علم او حکمت له وجې کړی.

• الله لا يريد بعباده إلا ما هو الخير، ولا يأمرهم إلا بما فيه مصلحتهم.
الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره نه غواړي مګر هغه څه چې خیر وي، او دوی ته امر نه کوي مګر په هغه څه چې د دوی پکې مصلحت او فایده وي.

• علامة محبة الله أن يجتهد العبد في كل عمل يقربه إلى الله، وينافس في قربه بإخلاص الأعمال كلها لله والنصح فيها.
د الله تعالی د محبت نښه دا ده چې بنده په هر هغه عمل کې کوشش وکړي چې الله تعالی ته یې نږدې کوي، او په دې نږديکت کې مخکې والی وکړي په خاص کولو د ټولو عملونو یواځې الله تعالی ته او خیر خواهي کولو سره په دې کې.

 
Translation of the meanings Surah: Al-Isrā’
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close