Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ لَیْسَتِ النَّصٰرٰی عَلٰی شَیْءٍ ۪— وَّقَالَتِ النَّصٰرٰی لَیْسَتِ الْیَهُوْدُ عَلٰی شَیْءٍ ۙ— وَّهُمْ یَتْلُوْنَ الْكِتٰبَ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
يهودو ويل: نصارا په سم دين نه دي او نصاراوو ويل: يهود پر سم دين نه دي او هر يو په خپل کتاب کې د کړي کفر تصديق او پرته له توپير کولو پر ټولو نبيانو د ايمان راوړلو امر لولي، هغوی په دغه وينا کې له هغو مشرکانو سره ورته دي چې نه پوهيږي، کله يې چې ټول رسولان او هغه کتابونه چې پرې نازل شوي وو درواغ وګڼل؛ نو الله به د ټولو اختلاف کوونکو تر منځ په هغه عدالت سره پرېکړه کوي چې خپل بندګان يې پرې خبر کړي دي، هغه دا چې د الله تعالی پر ټولو نازل شوو شيانو له ايمان پرته بريا نشته.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَسٰجِدَ اللّٰهِ اَنْ یُّذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ وَسَعٰی فِیْ خَرَابِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ مَا كَانَ لَهُمْ اَنْ یَّدْخُلُوْهَاۤ اِلَّا خَآىِٕفِیْنَ ؕ۬— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
هیڅوک د هغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې د الله تعالی د نوم له یادولو څخه بندوي، او د لمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې د ورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې د بندګي کولو څخه بند کړي، همدا د ورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې د الله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ د دوی د کفر کولو او د جوماتونو څخه د خلکو د بندولو له امله، دوی لره د دنیا په ژوند کې د مومنانو په لاس ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې د جوماتونو څخه بندول.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلِلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۗ— فَاَیْنَمَا تُوَلُّوْا فَثَمَّ وَجْهُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
د ختیځ او لوېدیځ او د دې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو د الله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی د پراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، د بندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— بَلْ لَّهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟
یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه د مخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو د اسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات د الله بندګان دي، د ده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي.
Arabic explanations of the Qur’an:
بَدِیْعُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
او الله تعالی د اسمانونو، زمکې او د هغه څه چې په دې دواړو کې دي له کومې مخکینۍ بېلګې پرته پېدا کوونکی دی او کله چې د کوم کار پرېکړه او اراده وکړي نو ورته ووایي: (شه) نو هماغسي وشي څرنګه چې الله تعالی ورته اراده درلوده، د هغه د امر او پرېکړې څوک ګرځوونکی نشته.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَقَالَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ لَوْلَا یُكَلِّمُنَا اللّٰهُ اَوْ تَاْتِیْنَاۤ اٰیَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ قَالَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ؕ— تَشَابَهَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟
او هغو اهل کتابو چې نه پوهېدل او مشرکانو له حق سره د ضد له مخې وويل: ولې الله زموږ سره پرته له واسطې خبرې نه کوي او يا ولې موږ ته په ځانګړې حسي بڼه نه راځي؟ او د دوی د دغې وينا غوندې مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو هم خپلو رسولانو ته همداسې ويلي وو که څه هم زمانې او ځايونه بېل بېل دي خو د دوی زړونه هغو خلکو ته په کفر، ضد او ناپوهۍ کې ورته دي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي او موږ نښانې څرګندې کړې د هغو خلکو لپاره چې پر حق باور لري، کله چې هغوی ته ښکاره شي، نه شک ورته پېښېدی شي او نه يې ضد را ګرځوي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ بِالْحَقِّ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۙ— وَّلَا تُسْـَٔلُ عَنْ اَصْحٰبِ الْجَحِیْمِ ۟
ای پېغمبره! بېشکه مونږ ته په حق دین سره لېږلی یې، چې هېڅ شک په کې نشته، د دې لپاره چې ته مؤمنانو ته د جنت زېری ورکړې او کافران له اور (دوزخ) څخه ووېروې او په تا یوازې ښکاره رسونه ده او الله تعالی به هېڅکله هم له تا څخه د دوزخ د هغو څښتنانو په اړه پوښتنه ونه کړي چې پر تا یې ایمان نه دې راوړی.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• الكفر ملة واحدة وإن اختلفت أجناس أهله وأماكنهم، فهم يتشابهون في كفرهم وقولهم على الله بغير علم.
کفر ټول یو ملت دی، اګر که د دوی ډولونه او ځایونه سره جلا وي او دوی په کفر او پر الله تعالی پورې له پوهې پرته وینا تړلو کې ورته والی لري.

• أعظم الناس جُرْمًا وأشدهم إثمًا من يصد عن سبيل الله، ويمنع من أراد فعل الخير.
ډېر غټ جرم او لویه ګناه د هغه کس ده چې د الله له لارې خلک بندوي او د خیر کار اراده لرونکی بندکړي.

• تنزّه الله تعالى عن الصاحبة والولد، فهو سبحانه لا يحتاج لخلقه.
الله تعالی له ملګرې او ځوی څخه پاک دی، هغه هېڅ مخلوق ته اړتیا نه لري.

 
Translation of the meanings Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran - Translations’ Index

Issued by Tafsir Center for Quranic Studies

close