Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (220) Surah: Al-Baqarah
فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْیَتٰمٰی ؕ— قُلْ اِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَیْرٌ ؕ— وَاِنْ تُخَالِطُوْهُمْ فَاِخْوَانُكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَعْنَتَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
ځکه یې دا شرع ګرځولې ده چې تاسې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسې ته په دنیا او آخرت کې ګټه رسوئ، او ستا صحابه (ملګري) له تا څخه -اې پیغمبره- د یتیمانانو د پالني باره کې پوښتنه کوي: چې له هغوئ سره څنګه تعامل وکړي؟ او آیا د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په خرڅ، خوراک او اوسیدو کې ګډ کړي او که نه؟ ته ځواب ورکړه: ستاسو مهرباني کول په هغوئ باندې د هغوئ د مالونو په اصلاح کې پرته له عوض او بدلې نه او یا ګډوډول مالونه له یو بل سره؛ ستاسو لپاره د الله تعالی پر وړاندې ډېر غوره دي او ډېر اجر لري او دا د هغوئ لپاره هم غوره ده؛ ځکه چې په دې کې د هغوئ دمالونو ساتنه کېږی، او که چېرې تاسو د هغوئ مالونه له خپلو مالونو سره په ورځني ژوند، اوسیدو او نورو چارو کې شریک کړئ؛ نو په تاسو باندې په دې کې څه ګناه نشته، نو پس هغوئ ستاسې دیني وروڼه دي، او وروڼه خو له یو بل سره مرسته کوي، او د یو بل سره په چارو کې مرسته هم کوي، او الله تعالی په هغه چا پوهېږي چې فساد کوي په یوځای کولو د مال د یتیم له خپل مال سره، له هغه چانه چې اصلاح یې مقصد وي، او که چېرې الله تعالی په تاسو باندې د یتیمانانو په باره کې مشقت غوښتلی، نو په تاسو به یې مشقت کړی وای، خو الله تعالی تاسو سره د یتیمانانو په تعامل کې آسانتیا کړي ده؛ ځکه د الله تعالی دین پر آسانتیا ولاړ دی، بېشکه الله تعالی برلاسی (غالب) دی هیڅ شی ورباندې غالبېدلی نه شي، په خپلو مخلوقاتو، کارونو او حکمونو کې حکیم دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• تحريم النكاح بين المسلمين والمشركين، وذلك لبُعد ما بين الشرك والإيمان.
د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ نکاح حرامه ده، ځکه چې د شرک او ایمان ترمنځ ډېر فرق دی.

• دلت الآية على اشتراط الولي عند عقد النكاح؛ لأن الله تعالى خاطب الأولياء لمّا نهى عن تزويج المشركين.
آیت پدې دلالت کوي چې د نکاح تړلو په وخت کې د ولي موجودیت شرط دی؛ ځکه چې الله تعالی له مشرکانو سره د نکاح د حراموالی په وخت کې د زنانو ولیانو ته خطاب کړی.

• حث الشريعة على الطهارة الحسية من النجاسات والأقذار، والطهارة المعنوية من الشرك والمعاصي.
شریعت له هر قسم نجاستونو او ګندګیو نه حسي پاکوالي ته هڅونه کوي، او له شرک او ګناهونه معنوي پاکوالي ته.

• ترغيب المؤمن في أن يكون نظره في أعماله - حتى ما يتعلق بالملذات - إلى الدار الآخرة، فيقدم لنفسه ما ينفعه فيها.
د مؤمن هڅونه دې ته چې باید د هغه نظر په خپلو ټولو کارونو کې -حتی هغه چې له خوندونو سره تړون ولري- آخرت ته وي، او هغه څه د ځان لپاره وړاندې کړي چې په هغې دنیا کې ورته ګټه رسوي.

 
Translation of the meanings Ayah: (220) Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Translations’ Index

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

close