Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (233) Surah: Al-Baqarah
وَالْوَالِدٰتُ یُرْضِعْنَ اَوْلَادَهُنَّ حَوْلَیْنِ كَامِلَیْنِ لِمَنْ اَرَادَ اَنْ یُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ ؕ— وَعَلَی الْمَوْلُوْدِ لَهٗ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُوْدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ ۗ— وَعَلَی الْوَارِثِ مِثْلُ ذٰلِكَ ۚ— فَاِنْ اَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا ؕ— وَاِنْ اَرَدْتُّمْ اَنْ تَسْتَرْضِعُوْۤا اَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِذَا سَلَّمْتُمْ مَّاۤ اٰتَیْتُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او میندې دې شيدې ورکوي خپلو بچو ته پوره دوه کاله، دا دوه کاله اندازه د هغه چا لپاره ده چې د رضاعت (بچي ته شیدو ورکولو) موده پوره کول یې مقصد وي او د ماشوم پر پلار لازمه ده مصرف او جامی د هغو طلاق شویو ښځو چې ماشوم ته شيدې ورکوي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي او د شرعې خلاف نه وي، الله تعالی هیڅ یو نفس د خپل قدرت او طاقت نه زیات نه مکلف کوي، او پلار او مور یوه ته هم دا جایز نه ده چې خپل بچی بل ته د ضرر رسولو وسیله وګرځوي، او د ماشوم په وارث باندې هم هغه حقونه دي کوم چې د ماشوم پر پلار وي کله چې ماشوم بې پلاره وي او مال هم و نه لري. نو که چیرته مور او پلار اراده وکړه چې له دوو کالو نه مخکې ماشوم د تې نه واړوي، نو په دوی دواړو باندې هیڅ ګناه نشته، کله چې د دواړو مشوره او رضا وې په هغه څه چې د ماشوم مصلحت پکې وي، او که چېرته تاسو خپلو بچو ته د میندو نه بغیر نورې شیدې ورکوونکې ښځې پیداکړئ؛ نو په تاسو باندې څه ګناه نشته چې کله تاسو هغوی ته د هغوی اجرت او بدله پرته له نقصان او وروستوالي نه ورکړئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسو د کارونو لیدونکی دی، نو هیڅ شی ورنه نه پټېږي، او تاسو ته به خامخا په هغو عملونو بدله درکړي چې تاسو د ځان لپاره مخکې وړاندې کړي دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
Benefits of the verses in this page:
• نهي الرجال عن ظلم النساء سواء كان بِعَضْلِ مَوْلِيَّتِه عن الزواج، أو إجبارها على ما لا تريد.
پر ښځو باندې له ظلم کولو نه د نارینه وو منع کول، برابره خبره ده که هغه د ولي له طرفه د نکاح نه بندول وي او یا هغه څه ته د هغې (ښځې) اړکول چې هغه یې نه غواړي.

• حَفِظَ الشرع للأم حق الرضاع، وإن كانت مطلقة من زوجها، وعليه أن ينفق عليها ما دامت ترضع ولده.
شریعت د مور لپاره د رضاعت (ماشوم ته شیدې ورکولو) حق محفوظ ساتلی دی، که څه هم له خپل خاوند څخه طلاق شوې هم وي، او پر خاوند لازمه ده چې په هغې باندې مصرف وکړي تر هغو چې د ده بچې ته شیدې ورکوئ.

• نهى الله تعالى الزوجين عن اتخاذ الأولاد وسيلة يقصد بها أحدهما الإضرار بالآخر.
الله تعالی ښځه او خاوند له دې نه منع کړي دي چې خپل اولاد یو بل ته د ضرر رسولو وسیله وګرځوي.

• الحث على أن تكون كل الشؤون المتعلقة بالحياة الزوجية مبنية على التشاور والتراضي بين الزوجين.
دې خبرې ته هڅونه چې د کورنۍ ژوند ټولې چارې باید د ښځې او خاوند ترمنځ په مشوره او رضایت وي.

 
Translation of the meanings Ayah: (233) Surah: Al-Baqarah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Translations’ Index

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

close