Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
82 : 2

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠

او هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پېغمبر ایمان لري او نېک اعمال تر سره کوي، د دوی بدله د الله تعالی په نزد په جنت کې داخلېدل دي، چې هلته به تل پاتې وي. info
التفاسير: |
Benefits of the Verses on this page:
• بعض أهل الكتاب يدّعي العلم بما أنزل الله، والحقيقة أن لا علم له بما أنزل الله، وإنما هو الوهم والجهل.
ځېنې اهل کتاب -یهودیان او عیسویان- د هغه علم دعوه کوي چې الله تعالی نازل کړی دی او حقیقت دا دی چې دوی سره هغه علم نشته، بلکې دا وهم او جهالت دی. info

• من أعظم الناس إثمًا من يكذب على الله تعالى ورسله ؛ فينسب إليهم ما لم يكن منهم.
د خلکو د لویو ګناهونو څخه په الله تعالی او د هغه پر پېغمبرانو دروغ تړل دي، او هغوی ته د هغه څه نسبت کول چې د هغوی لخوا څخه نه وي. info

• مع عظم المواثيق التي أخذها الله تعالى على اليهود وشدة التأكيد عليها، لم يزدهم ذلك إلا إعراضًا عنها ورفضًا لها.
سره له دې چې الله تعالی له یهودیانو څخه ډېرې لویې ژمنې واخیستې او ورباندې یې کلکوالی هم وکړ، خو دوی د دې په مقابل کې پرته له مخ اړولو او نه منلو بل هېڅ ونه کړل. info