Translation of the Meanings of the Noble Quran - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
59 : 27

قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ وَسَلٰمٌ عَلٰی عِبَادِهِ الَّذِیْنَ اصْطَفٰی ؕ— ءٰٓاللّٰهُ خَیْرٌ اَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

ای رسوله! ووايه: الله لره د هغه پر نعمتونو او د نبي صلی الله عليه وسلم د اصحابو لپاره د هغه له داسې عذاب څخه په ژغورنه ستاينه ده چې د لوط او صالح عليهما السلام پرقومونو راغلی و، آيا يو الله چې پر حقه د عبادت وړ دی د هر څه واک يې په لاس کې دی هغه غوره دی او که هغه معبودان چې مشرکان يې عبادت کوي چې نه د ګټې واک لري او نه د زيان؟! info
التفاسير: |
Benefits of the Verses on this page:
• لجوء أهل الباطل للعنف عندما تحاصرهم حجج الحق.
پر اهل باطل چې کله د حق دلايل را چاپېر شي؛ نو بيا تشدد او سختۍ ته مخه کوي. info

• رابطة الزوجية دون الإيمان لا تنفع في الآخرة.
له ايمان پرته د زوجيت اړيکه هم په آخرت کې ګټه نه رسوي. info

• ترسيخ عقيدة التوحيد من خلال التذكير بنعم الله.
د الله د نعمتونو په يادولو سره په زړونو کې د توحيد عقيده ځای په ځای کيږي. info

• كل مضطر من مؤمن أو كافر فإن الله قد وعده بالإجابة إذا دعاه.
هر اړ کس که مؤمن وي او که کافر، الله ژمنه کړې چې دعا به يې قبلوي کله چې دعا وکړي. info